کورتفسیرالناس (١١٤)

تفسیر الناس — An-Naas (114)

مکي · ٦ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ ﴿١﴾

اې رسوله! ووايه: دخلکو پر پالونکي ځان ساتنه کوم او پر هغه پناه غواړم

مَلِكِ ٱلنَّاسِ ﴿٢﴾

دخلکو پر پاچا، چې په هغوی کې هرډول وغواړي تصرف کوي، له هغه پرته هغوی لره بل حقيقي پاچا نشته

إِلَـٰهِ ٱلنَّاسِ ﴿٣﴾

په حقه دهغوی معبود دی، له هغه پرته هغوی لره بل په حقه معبود نشته

مِن شَرِّ ٱلْوَسْوَاسِ ٱلْخَنَّاسِ ﴿٤﴾

دهغه شيطان له شره چې خپله وسوسه انسان ته اچوي کله چې انسان دالله له ياده بې پروا شي، او بېرته ترې شاته کيږي کله چې هغه (الله) ياد کړي

ٱلَّذِى يُوَسْوِسُ فِى صُدُورِ ٱلنَّاسِ ﴿٥﴾

خپله وسوسه دخلکو زړونو ته اچوي

مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ ﴿٦﴾

او هغه هم له انسانانو وي لکه څنګه چې له پېريانو څخه وي. مخ ۱ له ۱ moc.hgelp

زده کړه · الناس — An-Naas

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې