کورتفسیرالبلد (٩٠)

تفسیر البلد — Al-Balad (90)

مکي · ٢٠ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

لَآ أُقْسِمُ بِهَـٰذَا ٱلْبَلَدِ ﴿١﴾

الله پر حرام ښار چې مکه مکرمه ده لوړه وکړه

وَأَنتَ حِلٌّۢ بِهَـٰذَا ٱلْبَلَدِ ﴿٢﴾

او ته ای رسوله! ازاد یې پدې ښار کې چې څه کوې، دچا په وژلو چې دوژلو مستحق وي او یا یې په بندي کولو دهغه چا چې دبندي کولو مستحق وي. ووالد وما ولد

وَوَالِدٍۢ وَمَا وَلَدَ ﴿٣﴾

او الله دبشر پر پلار لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې دهغه له نسل کوم اولاد پيداشوی دی

لَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ فِى كَبَدٍ ﴿٤﴾

پرته له شکه انسان مو په ستړيا او سختۍ کې پيداکړی، ځکه په دنيا کې ډېرې ستونزې ګالي. أ يحسب أن لن يقدر عليه أحد

أَيَحْسَبُ أَن لَّن يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌۭ ﴿٥﴾

آيا انسان دا ګومان کوي چې کله هغه ګناهونه کوي پر هغه به هيڅوک هم برلاسی نه شي او غچ به ترې وانخلي، او که څه هم دهغه خپل پالونکی وي؟!. يقول أهلكت مالا لبدا

يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًۭا لُّبَدًا ﴿٦﴾

وايي به: زښته ډېر مال مې ځينې دځينو له پاسه ولګولو. أ يحسب أن لم يره أحد

أَيَحْسَبُ أَن لَّمْ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ ﴿٧﴾

آيا هغه څوک چې پر لګولو وياړي دا ګومان کوي چې الله يې نه ويني؟! او دا چې په خپل مال کې به حساب نه ورسره کوي چې له کوم ځايه يې ترلاسه کړ او په څه کې يې ولګوی؟!. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ألم نجعل له عينين

أَلَمْ نَجْعَل لَّهُۥ عَيْنَيْنِ ﴿٨﴾

آيا هغه لره مو دوې سترګې نه دې ورکړې چې پرې ويني؟. ولسانا وشفتين

وَلِسَانًۭا وَشَفَتَيْنِ ﴿٩﴾

او يوه ژبه او دوې شونډې چې پرې غږيږي؟!

وَهَدَيْنَـٰهُ ٱلنَّجْدَيْنِ ﴿١٠﴾

او هغه ته مو دخير لا ره او دباطل لا ره ښودلې ده؟!

فَلَا ٱقْتَحَمَ ٱلْعَقَبَةَ ﴿١١﴾

او له هغه غوښتل شوي وچې له هغه پېچومي واوړي چې له جنت څخه يې بېلوي؛ قطع يې دې کړي او ترې تېر دې شي

وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْعَقَبَةُ ﴿١٢﴾

او اې رسوله! تاته څه معلومه ده چې هغه پېچومی څه دی چې له هغو په تېرېدلو سره جنت ته ننوځي؟!. فك رقبة

فَكُّ رَقَبَةٍ ﴿١٣﴾

هغه ديو نارينه يا ښځينه غلام آزادول دي. أو إطعم فى يوم ذى مسغبة

أَوْ إِطْعَـٰمٌۭ فِى يَوْمٍۢ ذِى مَسْغَبَةٍۢ ﴿١٤﴾

او يا دلوږې په ورځ خواړه ورکول دي چې دخوړو شتون کم وي. يتيما ذا مقربة

يَتِيمًۭا ذَا مَقْرَبَةٍ ﴿١٥﴾

داسې ماشوم ته چې پلار يې مړ وي، له هغه سره خپلوي هم ولري. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر أو مسكينا ذا متربة

أَوْ مِسْكِينًۭا ذَا مَتْرَبَةٍۢ ﴿١٦﴾

او يا داسې بې وزله ته چې هيڅ هم ونه لري

ثُمَّ كَانَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلْمَرْحَمَةِ ﴿١٧﴾

بيا له هغو کسانو وي چې پر الله يې ايمان راوړی وي او ځينو يې ځينو ته پر پيروۍ کولو او له ګناهونو څخه په ډډه کولو او ستونزو پر زغملو وصيت کړی وي او ځينو يې ځينو ته دالله پر بندګانو دمهربانۍ وصيت کړی وي

أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْمَيْمَنَةِ ﴿١٨﴾

پر دغو صفتونو متصف خلک همدوی دښي اړخ څښتنان دي

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا هُمْ أَصْحَـٰبُ ٱلْمَشْـَٔمَةِ ﴿١٩﴾

او هغه کسان چې زموږ پر رسول زموږ لخوا درا نازل کړل شويو آيتونو څخه يې نټه کړې ده همدوی دچپ لا س څښتنان دي. عليهم نار م ؤصدة

عَلَيْهِمْ نَارٌۭ مُّؤْصَدَةٌۢ ﴿٢٠﴾

پر هغوی به دقيامت په ورځ اور را تړل شوی وي چې پکې عذابيږي به. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp

زده کړه · البلد — Al-Balad

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې