کورتفسیرالشمس (٩١)

تفسیر الشمس — Ash-Shams (91)

مکي · ١٥ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

وَٱلشَّمْسِ وَضُحَىٰهَا ﴿١﴾

الله پر لمر لوړه وکړه، او له ختيځه له راختلو وروسته يې دپورته کېدلو پر وخت لوړه وکړه

وَٱلْقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَا ﴿٢﴾

او پر سپوږمۍ يې لوړه وکړه چې دهغه له لوېدو وروسته ور پسې راشي

وَٱلنَّهَارِ إِذَا جَلَّىٰهَا ﴿٣﴾

او پر ورځ يې لوړه وکړه چې کله په خپله رڼا هغه څه روښانه کړي چې دځمکې پر مخ وي

وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰهَا ﴿٤﴾

او په شپه يې لوړه وکړه چې کله دځمکې مخ وپوښي؛ نو تياره شي

وَٱلسَّمَآءِ وَمَا بَنَىٰهَا ﴿٥﴾

او پر اسمان يې لوړه وکړه، او دهغه پر پياوړي جوړښت يې لوړه وکړه

وَٱلْأَرْضِ وَمَا طَحَىٰهَا ﴿٦﴾

او پر ځمکه يې لوړه او دهغې پر غوړېدو يې لوړه وکړه، تر څو خلک پرې واوسيږي. ونفس وما سو ها

وَنَفْسٍۢ وَمَا سَوَّىٰهَا ﴿٧﴾

او پر هر نفس يې لوړه وکړه، او دالله له لوري دهغه په برابر پيدايښت يې لوړه وکړه. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فأ لهمها فجورها وتقوها

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَىٰهَا ﴿٨﴾

بيا يې پرته له زده کړې پر هغه څه پوه کړ چې شر دي تر څو ترې ډډه وکړي، او څه چې ورته غوره دي ترڅو يې ترسره کړي. قد أفلح من زك ىها

قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّىٰهَا ﴿٩﴾

پرته له شکه هغه څوک په خپله موخه کې بريالی شو چې نفس يې پر فضايلو په ښايسته کولو او له رذائلو څخه په خالي کولو پاک کړ. وقد خاب من دس ىها

وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّىٰهَا ﴿١٠﴾

او هغه څوک زيانمن شو چې خپل نفس يې په ګناهونو او نارواوو کې په پټولو ښخ کړ

كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَىٰهَآ ﴿١١﴾

ثموديانو په ګناهونو کې له بريده په اوښتلو او ګناه په ترسره کولو سره خپل نبي صالح درواغ وبللو

إِذِ ٱنۢبَعَثَ أَشْقَىٰهَا ﴿١٢﴾

کله چې له هغوی تر ټولو بدمرغه سړی پورته شو وروسته تردې چې قوم يې هغه انتخاب کړ

فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ ٱللَّهِ نَاقَةَ ٱللَّهِ وَسُقْيَـٰهَا ﴿١٣﴾

هغوی ته يې رسول صالح عليه السلام وويل: دالله اوښه او په خپل ورځ کې يې نوبت سره پرېږدئ، چې هغې ته هيڅ زيان مه رسوئ. فكذ بوه فعقروها فدمدم عليهم رب هم بذنبهم فسو ها

فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنۢبِهِمْ فَسَوَّىٰهَا ﴿١٤﴾

خو هغوی يې خپل رسول داوښې په اړه درواغجن وګڼلو، نو ترټولو بدمرغه سړي يې دهغوی په خوښه اوښه ووژله، چې هغوی هم په ګناه کې ورسره شريکان وو، نو الله پر هغوی خپل عذاب را کوز کړ، هغوی يې دخپلو ګناهونو له امله په يوه چېغه تباه کړل، او په هغه سزا کې يې سره برابر کړل چې هغوی يې پرې تباه کړل. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ولا يخاف عقبها

وَلَا يَخَافُ عُقْبَـٰهَا ﴿١٥﴾

الله پر هغوی عذاب راوستی چې هغوی يې تباه کړل پرته له دې هغه پاک ذات دی دهغوی له پاتې شوو نه بېريږي. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp

زده کړه · الشمس — Ash-Shams

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې