کورتفسیرالليل (٩٢)

تفسیر الليل — Al-Lail (92)

مکي · ٢١ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰ ﴿١﴾

الله پر شپه لوړه وکړه کله چې هغه په خپله تياره هغه څه پټوي چې داسمان او ځمکې ترمنځ دي

وَٱلنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ ﴿٢﴾

او په ورځ يې لوړه وکړه کله چې هغه ښکاره او څرګنده شي

وَمَا خَلَقَ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰٓ ﴿٣﴾

او ددوو ډولونو: نارينه او ښځينه وو په پيدايښت يې لوړه وکړه. إن سعيكم لشت

إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّىٰ ﴿٤﴾

اې خلکو! پرته له شکه ستاسو عمل مختلف دی، ځينې نېکۍ دي چې جنت ته دننوتلولا مل دي او ځينې بدۍ دي چې اور ته دننوتلولا مل دي

فَأَمَّا مَنْ أَعْطَىٰ وَٱتَّقَىٰ ﴿٥﴾

او چا چې هغه څه ورکړل چې لګول يې لا زم دي؛ لکه زکات، خيرات او کفاره، او له هغه څه يې ځان وساتلو چې الله ترې منع کړی دی

وَصَدَّقَ بِٱلْحُسْنَىٰ ﴿٦﴾

او دالله کړې ژمنه یې رېښتيا وبلله( چې الله به هغه څه ورکوي چې ژمنه یې ورسره کړې ده). فسنيسره لليسر

فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلْيُسْرَىٰ ﴿٧﴾

نو نېک عمل او دالله په لا ر کې لګښت به ورته اسانه کړو. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَمَّا مَنۢ بَخِلَ وَٱسْتَغْنَىٰ ﴿٨﴾

او چاچې پر خپل مال بخيلي وکړه چې په کوم څه کې يې لګول واجب وپه هغو کې يې ونه لګاوه، او پر خپل مال له الله څخه بې پروا شو او دالله له پېرزوينې يې څه ونه غوښتل

وَكَذَّبَ بِٱلْحُسْنَىٰ ﴿٩﴾

او الله چې دښه ځای ناستي او دالله په لا ر کې پر مال لګولو کومه ژمنه کړې ده هغه يې درواغ وګڼله. فسنيسره للعسر

فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلْعُسْرَىٰ ﴿١٠﴾

نو هغه لره به بد کار اسانه کړو، او دښه کار ترسره کول به ورته سخت کړو

وَمَا يُغْنِى عَنْهُ مَالُهُۥٓ إِذَا تَرَدَّىٰٓ ﴿١١﴾

او له هغه څخه به يې هغه مال چې بخيلي يې پرې کړې وه هيڅ شی ترې ايسار نه کړي کله چې هغه تباه شي او اور ته ننوځي. إن علينا للهد

إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَىٰ ﴿١٢﴾

پرته له شکه پر موږ لا زم دي چې دحق او باطل لا رې بيان کړو

وَإِنَّ لَنَا لَلْـَٔاخِرَةَ وَٱلْأُولَىٰ ﴿١٣﴾

او پرته له شکه چې دآخرت ژوند موږ لره دی او ددنيا ژوند هم موږ لره دی، په دواړو کې چې څنګه غواړو تصرف کوو، او له موږ پرته دا بل هيچا لره هم نه دي. فأنذرتكم نارا تلظ

فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًۭا تَلَظَّىٰ ﴿١٤﴾

اې خلکو! تاسې مو له بلېدونکي اور څخه وېرولي ياست که چېرې تاسې له الله څخه سرغړونه وکړئ. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَا يَصْلَىٰهَآ إِلَّا ٱلْأَشْقَى ﴿١٥﴾

ددغه اور ګرمي به يوازې هغه تر ټولو بدمرغه انسان زغمي چې هغه کافر دی

ٱلَّذِى كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ ﴿١٦﴾

هغه څوک چې هغه څه يې درواغ وګڼل چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی و، او دالله دامرونو له منلو يې مخ واړولو

وَسَيُجَنَّبُهَا ٱلْأَتْقَى ﴿١٧﴾

او له هغه (اوره) به دخلکو ډېر پرهېزګاره ابوبکر رضي الله عنه په څنګ کړل شي

ٱلَّذِى يُؤْتِى مَالَهُۥ يَتَزَكَّىٰ ﴿١٨﴾

هغه چې خپل مال دنېکيو او له ګناهونو څخه دپاکوالي په لا رو کې لګوي

وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُۥ مِن نِّعْمَةٍۢ تُجْزَىٰٓ ﴿١٩﴾

او له خپل مال څخه چې څه لګوي ددې لپاره يې نه لګوي چې دهغه چا بدله پرې ورکړي چې پر هغه يې احسان کړی وي

إِلَّا ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِ ٱلْأَعْلَىٰ ﴿٢٠﴾

خپل مال يوازې ددې لپاره لګوي چې دهغه پالونکي خوښي يې ترلاسه کړي چې پر مخلوق يې لوړ دی. ولسوف يرض

وَلَسَوْفَ يَرْضَىٰ ﴿٢١﴾

او ژر ده چې هغه به پر هغه څه راضي شي چې الله کومه عزتمنه بدله ورکوي. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp

زده کړه · الليل — Al-Lail

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې