کورتفسیرالضحى (٩٣)

تفسیر الضحى — Ad-Dhuhaa (93)

مکي · ١١ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

وَٱلضُّحَىٰ ﴿١﴾

الله دورځې پر لومړۍ برخه لوړه وکړه

وَٱلَّيْلِ إِذَا سَجَىٰ ﴿٢﴾

او پر شپه يې لوړه وکړه، کله چې تياره شي او خلک له خوځښته پکې آرامه شي. ما ود عك ربك وما قل

مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ ﴿٣﴾

اې رسوله! پالونکي دې نه پرې اېښی يې او نه يې بد اېشېدلی يې، لکه مشرکان چې وايي، کله چې وحي ( ديوڅه مودې لپاره) قطع شوه

وَلَلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌۭ لَّكَ مِنَ ٱلْأُولَىٰ ﴿٤﴾

او هرو مرو ستا لپاره آخرت تر دنيا غوره دی؛ ځکه هلته داسې تلپاتې نعمتونه دي چې نه ختميږي

وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَىٰٓ ﴿٥﴾

او ژر به تاته او امت ته دې دومره لویه بدله درکړي، چې پر هغه څه به راضي شې چې تاته او ستا امت ته يې ورکړي دي. ألم يجدك يتيما فٔاو

أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًۭا فَـَٔاوَىٰ ﴿٦﴾

او پرته له شکه ته يې کوچنی داسې وموندلې چې پلار دې مړ و، نو تا لره يې هستوګنځی درکړ، داسې چې ستا نيکه عبدالمطلب يې درباندې مهربانه کړ، بيا ستا تره (کاکا) ابوطالب. ل

وَوَجَدَكَ ضَآلًّۭا فَهَدَىٰ ﴿٧﴾

او په داسې حال کې يې وموندلې چې نه دې کتاب او نه دې ايمان پېژندلو، نو له دغه يې هغه څه دروښودل چې نه پرې پوهېدلې. مخ ۱ له ۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَوَجَدَكَ عَآئِلًۭا فَأَغْنَىٰ ﴿٨﴾

او بې وزله يې وموندلې؛ نو شتمن يې کړلې

فَأَمَّا ٱلْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ ﴿٩﴾

نو له هغه چا سره سخته معامله مه کوه چې پلار يې په کوچنيوالي کې له لا سه ورکړی وي او مه يې سپکوه

وَأَمَّا ٱلسَّآئِلَ فَلَا تَنْهَرْ ﴿١٠﴾

او اړ سوالګر مه رټه. وأ م ابنعمة ربك فحدث

وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ ﴿١١﴾

دالله دنعمتونو شکر وباسه او ښکارندويي يې کوه. مخ ۲ له ۲ moc.hgelp

زده کړه · الضحى — Ad-Dhuhaa

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې