کورتفسیرالشرح (٩٤)

تفسیر الشرح — Ash-Sharh (94)

مکي · ٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ ﴿١﴾

ستا لپاره مو ستا سينه پراخه کړه؛ نو دوحي ترلاسه کول مو درته خوښه وګرځول. ووضعنا عنك وزرك

وَوَضَعْنَا عَنكَ وِزْرَكَ ﴿٢﴾

او ستا لپاره مو ستا مخکېني ګناهونه وبښل او له تا څخه مو دناپوهۍ دهغې زمانې بار لرې کړ چې پکې وې

ٱلَّذِىٓ أَنقَضَ ظَهْرَكَ ﴿٣﴾

هغه چې ته يې ستړی کړی وې، تردې چې نېږدې وه ملا دې ماته کړي. ورفعنا لك ذكرك

وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ ﴿٤﴾

او ستا لپاره مو ستا ياد لوړ کړ، داسې چې په اذان، اقامت او داسې نورو ځايونو کې دې يادونه کيږي

فَإِنَّ مَعَ ٱلْعُسْرِ يُسْرًا ﴿٥﴾

پرته له شکه له سختۍ او تنګۍ سره آساني، پراخي او ژغورل وي

إِنَّ مَعَ ٱلْعُسْرِ يُسْرًۭا ﴿٦﴾

بېشکه له سختۍ او تنګۍ سره آساني، پراخي او ژغورل هم وي، کله چې پر دې پوه شوې؛ نو دخپل قوم ازار دې تا خپه نه کړي او نه دې تا الله ته له رابلنې راوګرځوي

فَإِذَا فَرَغْتَ فَٱنصَبْ ﴿٧﴾

کله چې له خپلو کارونو وزګار شوې، او پای ته دې ورسول؛ نو بيا دخپل پالونکي په عبادت کې کوښښ کوه. مخ ۱ له ۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِلَىٰ رَبِّكَ فَٱرْغَب ﴿٨﴾

او خپله لېوالتيا او موخه دې يوازې دالله لوري ته وګرځوه. مخ ۲ له ۲ moc.hgelp

زده کړه · الشرح — Ash-Sharh

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې