وَٱلتِّينِ وَٱلزَّيْتُونِ ﴿١﴾
الله پر انځر او دهغه درا شنه کېدو پر ځای لوړه وکړه، او پر ښوون او دهغه درا شنه کېدو پرځای دفلسطين پر هغه ځمکه لوړه وکړه چې عيسی عليه السلام پکې لېږل شوی دی. وطور سينين
کور›تفسیر›التين (٩٥)
مکي · ٨ آیتونه
وَٱلتِّينِ وَٱلزَّيْتُونِ ﴿١﴾
الله پر انځر او دهغه درا شنه کېدو پر ځای لوړه وکړه، او پر ښوون او دهغه درا شنه کېدو پرځای دفلسطين پر هغه ځمکه لوړه وکړه چې عيسی عليه السلام پکې لېږل شوی دی. وطور سينين
وَطُورِ سِينِينَ ﴿٢﴾
او دسينا پر هغه غره يې لوړه وکړه چې هلته دالله نبي موسی عليه السلام له الله پاک سره مناجات کړي دي
وَهَـٰذَا ٱلْبَلَدِ ٱلْأَمِينِ ﴿٣﴾
او پر هغه حرام ښار مکه يې لوړه وکړه چې څوک ور ننوځي؛ نو په امن کې وي، چېرې چې محمد صلی الله دنبي په توګه لېږل شوی دی
لَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ فِىٓ أَحْسَنِ تَقْوِيمٍۢ ﴿٤﴾
پرته له شکه موږ انسان په تر ټولو ښه او غوره صورت کې پيداکړی دی. ثم رددنه أ س فل سفلين
ثُمَّ رَدَدْنَـٰهُ أَسْفَلَ سَـٰفِلِينَ ﴿٥﴾
بيا مو هغه په دنيا کې زوړوالي او چټياتو ته راوګرځولو چې له خپل جسد څخه ګټه نه شي پورته کولای، لکه څنګه چې له ده ګټه نه شې اخېستی کله چې خپل فطرت له منځه يوسي او اور ته وګرځي
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍۢ ﴿٦﴾
مګر هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي؛ نو هغوی که څه هم زاړه شي، بيا هم هغوی لره تلپاتې نه ختمېدونکې بدله ده او هغه جنت دی، ځکه هغوی خپل فطرت پاک کړی. مخ ۱ له ۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِٱلدِّينِ ﴿٧﴾
نو اې انسانه! څه شی دې دبدلې دورځې په اړه درواغ ګڼلو ته هڅوي، وروسته تردې چې دهغه دقدرت زياتې نښې دې وليدې؟
أَلَيْسَ ٱللَّهُ بِأَحْكَمِ ٱلْحَـٰكِمِينَ ﴿٨﴾
ايا الله دقيامت دورځې دبدلې دورځې په ګرځولو سره ترټولو حاکمانو لوی حاکم او تر ټولو عادل نه دي؟! ايا دا عقل مني چې الله به خپل بندګان همداسې پرېږدي پرته له دې چې دهغوی ترمنځ دې پرېکړه وکړي، چې نېکي کوونکي ته يې دنېکۍ بدله ورکړي او بدکار ته يې دبدۍ بدله ورکړي؟ مخ ۲ له ۲ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر