کورتفسیرالعلق (٩٦)

تفسیر العلق — Al-Alaq (96)

مکي · ١٩ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

ٱقْرَأْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلَّذِى خَلَقَ ﴿١﴾

اې رسوله! هغه څه ولوله چې الله يې درته وحي کوي؛ دخپل هغه پالونکي پر نوم پيل کوه چې ټول مخلوقات يې پيداکړي دي

خَلَقَ ٱلْإِنسَـٰنَ مِنْ عَلَقٍ ﴿٢﴾

او انسان يې دټينګې وينې له ټوټې پيداکړ وروسته تردې چې هغه نطفه و

ٱقْرَأْ وَرَبُّكَ ٱلْأَكْرَمُ ﴿٣﴾

اې رسوله! ولوله هغه څه چې الله يې درته وحي کوي، او ستا هغه ډېر مهربانه پالونکی چې هيڅ کرم دهغه کرم ته نه شي رسېدلی، او هغه ډېر سخاوت او احسان والا دی

ٱلَّذِى عَلَّمَ بِٱلْقَلَمِ ﴿٤﴾

هغه ذات چې خط او ليکل يې په قلم ور وښودل

عَلَّمَ ٱلْإِنسَـٰنَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿٥﴾

انسان ته يې هغه څه وروښودل چې نه پرې پوهېدلو

كَلَّآ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَيَطْغَىٰٓ ﴿٦﴾

په رېښنيا چې انسان بې لا رې دی لکه ابوجهل چې په تېري کولو سره دالله له پولو واوخت

أَن رَّءَاهُ ٱسْتَغْنَىٰٓ ﴿٧﴾

له دې امله چې هغه کومه مرتبه او مال لري دهغو له امله بې پروايي وکړي. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلرُّجْعَىٰٓ ﴿٨﴾

اې انسانه! پرته له شکه ستا پالونکي ته دقيامت په ورځ ورګرځېدل دي؛ نو هر څوک چې دڅه وړ دی دهغو بدله به ورکړي

أَرَءَيْتَ ٱلَّذِى يَنْهَىٰ ﴿٩﴾

ايا دابوجهل ډېر حيروانوونکی حالت دې ليدلی چې ايسارول کوي

عَبْدًا إِذَا صَلَّىٰٓ ﴿١٠﴾

زموږ بنده محمد صلی الله عليه وسلم چې کله له کعبې سره لمونځ کوي

أَرَءَيْتَ إِن كَانَ عَلَى ٱلْهُدَىٰٓ ﴿١١﴾

آيا ته وينې که هغه ايسارل کړل شوی دخپل پالونکي له لوري پر لا رښوونه او بصيرت وي؟!

أَوْ أَمَرَ بِٱلتَّقْوَىٰٓ ﴿١٢﴾

او يا هغه خلکو ته له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو امر کوي، آيا دا ډول سړی بايد منع کړل شي؟!

أَرَءَيْتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰٓ ﴿١٣﴾

آيا پام دې دی که دغه ايساروونکی هغه څه درواغ وګڼي چې رسول ورسره راغلی او مخ ترې واړوي، آيا هغه له الله څخه نه وېريږي؟!

أَلَمْ يَعْلَم بِأَنَّ ٱللَّهَ يَرَىٰ ﴿١٤﴾

آيا دغه له لمانځه څخه ايساروونکی بنده نه پوهيږي چې الله هغه څه ويني چې هغه يې کوي، له هغه هيڅ هم نه پتيږي؟!. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

كَلَّا لَئِن لَّمْ يَنتَهِ لَنَسْفَعًۢا بِٱلنَّاصِيَةِ ﴿١٥﴾

امر داسې نه دی لکه دغه ناپوه چې فکر کړی، که چېرې زموږ دبنده له آزارولو او درواغجن ګڼلو را ونه ګرخي، هرومرو به يې اور ته په سختۍ سره کش کړو پداسې حال کې چې دسر له مخکېنۍ برخې به یې راونیسو. ناصيةكذبة خاطئة

نَاصِيَةٍۢ كَـٰذِبَةٍ خَاطِئَةٍۢ ﴿١٦﴾

ددغه تندي څښتن په وينا کې درواغجن، په عمل کې تېروتی دی. فليدع ناديه

فَلْيَدْعُ نَادِيَهُۥ ﴿١٧﴾

نو هغه مهال چې اور ته دسر له مخکېنۍ برخې را ونيول شي، خپل ملګري او دمجلس ياران دې راوبولي چې مرسته ترې وغواړي ترڅو يې له اوره وژغوري

سَنَدْعُ ٱلزَّبَانِيَةَ ﴿١٨﴾

ژر ده چې موږ هم له سختو پرېښتو څخه ددوزخ چوکيدارانې را وغواړو چې دالله له امر څخه سرغړونه نه کوي، دکوم څه امر چې ورته وکړي، او هغه څه کوي چې امر ورته کيږي، نو بيا دې وګوري چې کومه ډله زياته پياوړې او ځواکمنه ده

كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَٱسْجُدْ وَٱقْتَرِب ۩ ﴿١٩﴾

امر داسې نه دی لکه دغه ظالم چې فکر کړی چې تاته به کوم زيان ورسوي، نو په امر او نهي کې يې پيروي مه کوه، او يوازې الله ته سجده کوه، او هغه ته په پيرويو نېږدې شه، ځکه دغه طاعات هغه ته څوک نېږدې کوي. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp

زده کړه · العلق — Al-Alaq

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې