کورتفسیرالقدر (٩٧)

تفسیر القدر — Al-Qadr (97)

مکي · ٥ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

إِنَّآ أَنزَلْنَـٰهُ فِى لَيْلَةِ ٱلْقَدْرِ ﴿١﴾

پرته له شکه موږ په پيل کې ټول قرآن يوځای ددنيا اسمان ته پر نبي صلی الله عليه وسلم درمضان له مياشتې څخه دقدر په شپه را نازل کړ

وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا لَيْلَةُ ٱلْقَدْرِ ﴿٢﴾

اې نبي! ته څه پوهېږې چې په دغه شپه کې کوم خير او برکت دی؟

لَيْلَةُ ٱلْقَدْرِ خَيْرٌۭ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍۢ ﴿٣﴾

دغه شپه دلوی خير شپه ده، چې تر زرو مياشتو غوره ده څوک چې دايمان لرلو او ثواب په نيت پکې عبادت وکړي

تَنَزَّلُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍۢ ﴿٤﴾

په هغې کې پرېښتې او جبرئيل عليه السلام دخپل پالونکي په اجازه دهر هغه کار ترسره کولو لپاره را کوزيږي چې الله يې په دغه کال کې دکېدو پرېکړه کړې وي هغه که روزي وي، که مرګ، که دچا پيداکېدل او که داسې نور څه وي چې الله ټاکلي دي

سَلَـٰمٌ هِىَ حَتَّىٰ مَطْلَعِ ٱلْفَجْرِ ﴿٥﴾

دغه مبارکه شپه ټوله خير ده له پيل څخه دسهار تر راختلو پورې. مخ ۱ له ۱ moc.hgelp

زده کړه · القدر — Al-Qadr

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې