کورتفسیرالبينة (٩٨)

تفسیر البينة — Al-Bayyina (98)

مدني · ٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

لَمْ يَكُنِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ وَٱلْمُشْرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ ٱلْبَيِّنَةُ ﴿١﴾

له يهودو، نصاراوو او له مشرکانو چې چا کفر کړی و، هغوی په کفر کې له خپلې ډلې او اتفاق څخه بېلېدونکي نه وو ترڅو چې څرګند دليل او ښکاره حجت ورته را نه شي

رَسُولٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ يَتْلُوا۟ صُحُفًۭا مُّطَهَّرَةًۭ ﴿٢﴾

دغه څرګند برهان او ښکاره حجت چې هغه دالله له لوري رالېږل شوی رسول دی پاکې صحيفې تلاوت کوي چې يوازې پاک خلک يې اوري. فيها كتب قيمة

فِيهَا كُتُبٌۭ قَيِّمَةٌۭ ﴿٣﴾

چې په دغو صحيفو کې درېښتينولۍ خبرونه او عدل حکمونه دي، هغه څه ته دخلکولا رښوونه کوي چې په هغو کې يې خير او ښېګڼه وي

وَمَا تَفَرَّقَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَةُ ﴿٤﴾

او يهود چې تورات ورکړل شوی واو نصارا چې انجيل ورکړل شوی ووروسته تر هغه سره بېل شول، چې الله هغوی ته خپل نبي ولېږلو؛ نو ځينو يې اسلام راوړ، او ځينې يې په کفر کې له بريده واوښتل، سره له دې چې دهغه دنبي پر رېښتينولۍ پوهېدل

وَمَآ أُمِرُوٓا۟ إِلَّا لِيَعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلْقَيِّمَةِ ﴿٥﴾

ديهودانو او نصاراوو جرم او عناد څرګنديږي چې هغوی ته په دغه قرآن کې يوازې دهغه څه امر شوی دی چې په خپلو کتابونو کې ورته شوی وو، چې يوازې الله ولمانځي، له شرک ډډه وکړي، لمونځ وکړي، زکات ورکړي، چې پر کوم څه امر ورته شوی وو همغه داسې نېغ دين دی چې هيڅ کوږوالی پکې نشته. مخ ۱ له ۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ وَٱلْمُشْرِكِينَ فِى نَارِ جَهَنَّمَ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمْ شَرُّ ٱلْبَرِيَّةِ ﴿٦﴾

پرته له شکه له يهودانو او نصاراوو چې چا کفر کړی دقيامت په ورځ به دوزخ ته ننوځي او تل به پکې وي، همدوی ترټولو بدخلک دي، ځکه پر الله يې کفر کړی او دهغه رسول يې درواغجن ګڼلی دی

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمْ خَيْرُ ٱلْبَرِيَّةِ ﴿٧﴾

پرته له شکه کومو کسانو چې پر الله ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي همدوی ترټولو غوره خلک دي

جَزَآؤُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّـٰتُ عَدْنٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۖ رَّضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِىَ رَبَّهُۥ ﴿٨﴾

دهغوی بدله دخپل پالونکي سره داسې جنتونه دي چې تر ماڼيو او ونولا ندې به يې ويالې بهيږي، تل ترتله به پکې اوسېدونکي وي، الله له هغوی څخه راضي دی ځکه چې پر هغه يې ايمان راوړی او دهغه پيروي يې کړې ده، هغوی له الله څخه راضي دي ځکه چې دهغه لورېينه يې ترلاسه کړې ده، او دغه لورېينه هغه څوک ترلاسه کولای شي چې له خپل پالونکي وېريږي، نو دهغه امر پرځای کوي او له نهي يې ډډه کوي. مخ ۲ له ۲ moc.hgelp

زده کړه · البينة — Al-Bayyina

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې