کورتفسیرالزلزلة (٩٩)

تفسیر الزلزلة — Az-Zalzala (99)

مدني · ٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

إِذَا زُلْزِلَتِ ٱلْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ﴿١﴾

کله چې ځمکه په سختو داسې خوځولو وخوځول شي چې دا به دقيامت په ورځ پېښيږي

وَأَخْرَجَتِ ٱلْأَرْضُ أَثْقَالَهَا ﴿٢﴾

او ځمکه هغه څه را وباسي چې دهغې په خېټه کې کوم مړي او نور شيان دي

وَقَالَ ٱلْإِنسَـٰنُ مَا لَهَا ﴿٣﴾

او انسان دحيرانتيا له مخې ووايي: چې دځمکې حالت څه دی چې خوځيږي او ښوريږي. يومئ ذ تحدث أ خ بارها

يَوْمَئِذٍۢ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا ﴿٤﴾

په دغه لويه ورځ به ځمکه دهغه څه په اړه خبرې کوي چې کوم خير او شر پرې شوي دي. بأ ن ربك أوحى لها

بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَىٰ لَهَا ﴿٥﴾

ځکه چې الله هغې ته ښودلي دي او ددغه امر يې ورته کړی دی

يَوْمَئِذٍۢ يَصْدُرُ ٱلنَّاسُ أَشْتَاتًۭا لِّيُرَوْا۟ أَعْمَـٰلَهُمْ ﴿٦﴾

په دغه لويه ورځ چې ځمکه پکې خوځيږي خلک به دحساب له ځايه ډلې ډلې راووځي، ترڅو خپل هغه عملونه وويني چې په دنيا کې يې کړي دي. فمن يعمل مثقال ذر ة خيرا يره

فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًۭا يَرَهُۥ ﴿٧﴾

نو چا چې دکوچني مېږي دوزن په اندازه دخيراو نېکۍ له کارونو څه کړي وي هغه به خپلې مخې ته وويني. مخ ۱ له ۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ر ومن يعمل مثقال ذرة ش ايره

وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍۢ شَرًّۭا يَرَهُۥ ﴿٨﴾

او څوک چې دکوچني مېږي په اندازه بد کار وکړي، همدارنګه به يې ويني. مخ ۲ له ۲ moc.hgelp

زده کړه · الزلزلة — Az-Zalzala

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې