وَٱلْعَـٰدِيَـٰتِ ضَبْحًۭا ﴿١﴾
الله پر هغو آسانو لوړه وکړه چې داسې ځغلي چې دسختې تېزۍ له امله يې دساه اواز اورېدل کيږي
کور›تفسیر›العاديات (١٠٠)
مکي · ١١ آیتونه
وَٱلْعَـٰدِيَـٰتِ ضَبْحًۭا ﴿١﴾
الله پر هغو آسانو لوړه وکړه چې داسې ځغلي چې دسختې تېزۍ له امله يې دساه اواز اورېدل کيږي
فَٱلْمُورِيَـٰتِ قَدْحًۭا ﴿٢﴾
او پر هغو آسانو يې لوړه وکړه چې پر خپلو ښنګرو اور بلوي کله چې له ډبرو سره لګيږي ځکه ډېر په سختۍ ورسره لګيږي
فَٱلْمُغِيرَٰتِ صُبْحًۭا ﴿٣﴾
او پر هغو آسانو يې لوړه وکړه چې سهار مهال پر دوښمنانو يرغل کوي. فأثرن به نقعا
فَأَثَرْنَ بِهِۦ نَقْعًۭا ﴿٤﴾
په خپله ځغاسته دوړې پورته کوي. فوسطن به جمعا
فَوَسَطْنَ بِهِۦ جَمْعًا ﴿٥﴾
خپل سپاره ددوښمانو دټولي منځته ته ننباسي
إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لِرَبِّهِۦ لَكَنُودٌۭ ﴿٦﴾
پرته له شکه انسان دهغه خير ډېر منع کوونکی دی کوم چې پالونکی يې ترې غواړي. وإنه عل ذلك لشهيد
وَإِنَّهُۥ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٌۭ ﴿٧﴾
او پرته له شکه هغه په خپله هم دخير پر منع کولو شاهد دی، دهغو دڅرګندوالي له امله نټه ترې نه شي کولای. مخ ۱ له ۲ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِنَّهُۥ لِحُبِّ ٱلْخَيْرِ لَشَدِيدٌ ﴿٨﴾
او هغه له مال سره دزياتې مينې له امله پرې بخل کوي
۞ أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِى ٱلْقُبُورِ ﴿٩﴾
آيا دغه ددنيا په ژوند دوکه شوی انسان نه پوهيږي چې کله الله هغه مړي را پورته کړي چې په قبرونو کې دي او له ځمکې يې د حساب او بدلې لپاره را وباسي، حال به داسې نه وي لکه څرنګه چې هغوی خيال کاوه؟!
وَحُصِّلَ مَا فِى ٱلصُّدُورِ ﴿١٠﴾
او څرګند او بيان به کړل شي کوم نيتونه، عقيدې او نور شيان چې په زړونو کې دي. إن رب هم بهم يومئذ ل خبير
إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍۢ لَّخَبِيرٌۢ ﴿١١﴾
پرته له شکه پر هغوی به يې پالونکی په دغه ورځ ښه خبر وي، له هغه څخه به دخپلو بندګانو له امر څخه هيڅ هم نه پټيږي، او پر دغه به هغوی ته بدله ورکړي. مخ ۲ له ۲ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر