وَٱلْفَجْرِ ﴿١﴾
الله پاک پر سهار لوړه وکړه. وليال عشر
کور›تفسیر›الفجر (٨٩)
مکي · ٣٠ آیتونه
وَٱلْفَجْرِ ﴿١﴾
الله پاک پر سهار لوړه وکړه. وليال عشر
وَلَيَالٍ عَشْرٍۢ ﴿٢﴾
او الله دذوالحجې میاشتې پر لسو لومړيو شپو لوړه وکړه
وَٱلشَّفْعِ وَٱلْوَتْرِ ﴿٣﴾
او الله پر جفت او تاق شيانو لوړه وکړه
وَٱلَّيْلِ إِذَا يَسْرِ ﴿٤﴾
او پر شپه يې لوړه وکړه چې کله راشي، دوام وکړي او ولاړه شي او ددغو ټولو لوړو ځواب دا دی: چې تاسو ته به هرومرو پر خپلو اعمالو بدله درکول کيږي. هل فى ذلك قسم لذى حجر
هَلْ فِى ذَٰلِكَ قَسَمٌۭ لِّذِى حِجْرٍ ﴿٥﴾
ايا په دغو ياد شويو کې داسې قسم شته چې هوښيار ته قناعت ورکړي؟!. ألم تر كيف فعل ربك بعاد
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ﴿٦﴾
اې رسوله! ودې نه ليدل چې پالونکي دې دهود پر قوم عاديانو څه وکړل کله چې هغوی رسول درواغجن وګڼلو؟!
إِرَمَ ذَاتِ ٱلْعِمَادِ ﴿٧﴾
دعاد قبيله خپل نېکه ارم ته منسوبه ده چې ډېر اوږد و
ٱلَّتِى لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِى ٱلْبِلَـٰدِ ﴿٨﴾
هغه چې الله دهغو غوندې څوک په ښارونو کې نه وو پيداکړي
وَثَمُودَ ٱلَّذِينَ جَابُوا۟ ٱلصَّخْرَ بِٱلْوَادِ ﴿٩﴾
او ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې دصالح پر قوم ثموديانو څه وکړل، هغه کسان چې دغرونو لويې ډبرې يې تراشلې، او له ډبرو يې کورونه جوړول
وَفِرْعَوْنَ ذِى ٱلْأَوْتَادِ ﴿١٠﴾
او ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې پر هغه فرعون څه وکړل چې هغه لره مېخونه وو او خلکو ته به يې عذاب پرې ورکولو. مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ٱلَّذِينَ طَغَوْا۟ فِى ٱلْبِلَـٰدِ ﴿١١﴾
دغه ټول په ظلم او سرکښۍ کې له بريده واوښتل، هر يو په خپل ښار کې له بريده واوښتی
فَأَكْثَرُوا۟ فِيهَا ٱلْفَسَادَ ﴿١٢﴾
او دکفر او ګناهونو په خپرولو سره يې ډېره ورانکاري پکې کړې وه. فصب عليهم ربك سوط عذاب
فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ﴿١٣﴾
نو الله هغوی ته سخت عذاب ور وڅکلو، او له ځمکې يې له بېخه واېستل
إِنَّ رَبَّكَ لَبِٱلْمِرْصَادِ ﴿١٤﴾
اې رسوله! پرته له شکه پالونکی دې دخلکو کړنې څاري او ګوري، تر څو دښو بدله جنت ورکړي او دبدو بدله په دوزخ سره ورکړي
فَأَمَّا ٱلْإِنسَـٰنُ إِذَا مَا ٱبْتَلَىٰهُ رَبُّهُۥ فَأَكْرَمَهُۥ وَنَعَّمَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَكْرَمَنِ ﴿١٥﴾
خو دانسان طبيعت داسې دی چې کله يې پالونکی وازمويي او عزت ورکړي، او دمال، اولاد او مرتبې پېرزوينه پرې وکړي، هغه دا ګومان کوي چې هغه دالله په وړاندې عزتمن دی؛ نو وايي: الله زه ونازولم ځکه چې زه يې دناز وړ وم
وَأَمَّآ إِذَا مَا ٱبْتَلَىٰهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَهَـٰنَنِ ﴿١٦﴾
او کله يې چې وازمويي او روزي ورباندې تنګه کړي، نو بيا هغه دا ګومان کوي چې ګواکې هغه يې دخپل پالونکي په وړاندې سپک دی؛ نو وايي: پالونکي مې سپک کړم
كَلَّا ۖ بَل لَّا تُكْرِمُونَ ٱلْيَتِيمَ ﴿١٧﴾
هيڅکله نه، امر داسې نه دی لکه دغه انسان يې چې فکر کړی چې نعمتونه دالله له خپل بنده څخه دخوښۍ دليل دی او سختۍ ددې خبرې دليل دی چې بنده د الله په وړاندې سپک دی، بلکې اصل خبره داده چې تاسو پر هغه څه چې الله یې روزي درکړې ديتيم درناوی نه کوئ
وَلَا تَحَـٰٓضُّونَ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلْمِسْكِينِ ﴿١٨﴾
او ځينې مو ځينې نور هغه بې وزله ته په خوړو ورکولو نه هڅوي چې دژوند تېرولو څه نه لري. م
وَتَأْكُلُونَ ٱلتُّرَاثَ أَكْلًۭا لَّمًّۭا ﴿١٩﴾
او دکمزورو ښځو او يتيمانو حقوق په سختو خوړلو سره داسې خورئ چې درواوالي خيال يې نهبساتئ.م
وَتُحِبُّونَ ٱلْمَالَ حُبًّۭا جَمًّۭا ﴿٢٠﴾
او مال ډېر زيات خوښوئ، چې دالله په لا ر کې په لګولو يې دحرص له امله بخيلي کوئ. مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ك ك
كَلَّآ إِذَا دُكَّتِ ٱلْأَرْضُ دَكًّۭا دَكًّۭا ﴿٢١﴾
په کار نه ده چې دا ستا عمل وي، در په ياد کړئ کله چې ځمکه سخته وخوځول شي او ولړزيږي. ف ف
وَجَآءَ رَبُّكَ وَٱلْمَلَكُ صَفًّۭا صَفًّۭا ﴿٢٢﴾
اې رسوله! چې کله ستا پالونکی دخپلو بندګانو ترمنځ دپرېکړې لپاره راشي او پرېښتې هم کتار کتار راشي
وَجِا۟ىٓءَ يَوْمَئِذٍۭ بِجَهَنَّمَ ۚ يَوْمَئِذٍۢ يَتَذَكَّرُ ٱلْإِنسَـٰنُ وَأَنَّىٰ لَهُ ٱلذِّكْرَىٰ ﴿٢٣﴾
او په دغه ورځ به دوزخ په داسې حال کې راوستل شي چې اويا زره کړۍ به لري، له هرې کړۍ سره به اويا زره پرېښتې وي چې کشکوي به يې، په دغه ورځ به انسان ته هغه څه ور ياد شي چې دالله په حق کې يې کومه کوتاهي کړې ده، خو په هغه ورځ به چېرې نصيحت هغه ته ګټه ورسوي، ځکه هغه ورځ دبدلې ده نه د عمل؟!. يقول يليتنى قدمت لحياتى
يَقُولُ يَـٰلَيْتَنِى قَدَّمْتُ لِحَيَاتِى ﴿٢٤﴾
او دسختې پښېمانتيا له امله به وايي: کاشکي مې دخپل اخروي حقيقي ژوند لپاره نېک اعمال لېږلي وای. فيومئذ لا يعذب عذابه أحد
فَيَوْمَئِذٍۢ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُۥٓ أَحَدٌۭ ﴿٢٥﴾
په دغه ورځ به هيڅوک هم دالله دعذاب غوندې عذاب نه ورکوي، ځکه دالله عذاب ډېر سخت او تلپاتې دی ولا يوثق وثاقه أحد
وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُۥٓ أَحَدٌۭ ﴿٢٦﴾
او نه به هيڅوک په زولونو کې داسې تړل کوي لکه دهغه لخوا هلته دکافرانو تړل
يَـٰٓأَيَّتُهَا ٱلنَّفْسُ ٱلْمُطْمَئِنَّةُ ﴿٢٧﴾
دمؤمن نفس ته به دمرګ پر مهال او دقيامت په ورځ ويل کيږي: اې ايمان او نېک عمل ته ډاډه نفسه!
ٱرْجِعِىٓ إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةًۭ مَّرْضِيَّةًۭ ﴿٢٨﴾
خپل پالونکي ته دې په داسې حال کې وروګرځه چې دلويې بدلې په تر لا سه کولو سره ته له هغه خوښ وې، او دهغه په وړاندې خوشحاله کړل شوی وې دهغه نېک عمل په وجه چې کړی دې و
فَٱدْخُلِى فِى عِبَـٰدِى ﴿٢٩﴾
بيا زما دنېکو بندګانو په ډله کې ور ننوځه
وَٱدْخُلِى جَنَّتِى ﴿٣٠﴾
او له هغوی سره يوځای زما هغه جنت ته ننوځه چې هغوی لره مې چمتو کړی دی. مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مخ ۴ له ۴ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر