هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلْغَـٰشِيَةِ ﴿١﴾
اې رسوله! تاته دهغه قيامت خبر رسېدلی چې پر خپلو سختيو به خلک پټوي؟!. وجوه يومئ ذ خشعة
کور›تفسیر›الغاشية (٨٨)
مکي · ٢٦ آیتونه
هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلْغَـٰشِيَةِ ﴿١﴾
اې رسوله! تاته دهغه قيامت خبر رسېدلی چې پر خپلو سختيو به خلک پټوي؟!. وجوه يومئ ذ خشعة
وُجُوهٌۭ يَوْمَئِذٍ خَـٰشِعَةٌ ﴿٢﴾
دقيامت په ورځ به خلک يا نېکمرغه وي او يا به بدمرغه وي، نو دبدمرغو مخونه به سپک ذليل وي. عاملة ن اصبة
عَامِلَةٌۭ نَّاصِبَةٌۭ ﴿٣﴾
ستړي او په سختيو کې به وي دهغو ځنځيرونو له امله چې پرې کشکول کيږي او طوقونو له امله چې په غاړو کې ور اچول کيږي. تص ل نارا حامية
تَصْلَىٰ نَارًا حَامِيَةًۭ ﴿٤﴾
دغه مخونه به داسې ګرم اور ته ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي. تسق من عين ءانية
تُسْقَىٰ مِنْ عَيْنٍ ءَانِيَةٍۢ ﴿٥﴾
له داسې چينې به څښاک ورکول کیږي چې اوبه يې سختې ګرمې وي. ليس لهم طعام إل امن ضريع
لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍۢ ﴿٦﴾
دهغوی لپاره به خواړه چې خوري يې يوازې تر ټولو بد او ناوړه بوی لرونکي خواړه وي چې دشبرق نومي واښه دي کله چې وچ شي نو زهرجن ګرځي. ل ايسمن ولا يغنى من جوع
لَّا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِى مِن جُوعٍۢ ﴿٧﴾
خوړونکی يې نه پرې چاغيږي او نه يې لوږه ايساروي. وجوه يومئ ذ ن اعمة
وُجُوهٌۭ يَوْمَئِذٍۢ نَّاعِمَةٌۭ ﴿٨﴾
دنېکمرغه خلکو مخونه به په هغه ورځ دنعمت، ښکلا او خوشحالۍ والا وي، ځکه هغوی به له نعمتونو سره مخ شوي وي. لسعيها راضية
لِّسَعْيِهَا رَاضِيَةٌۭ ﴿٩﴾
دخپل هغه نېک کار لپاره به يې خوښ وي چې په دنيا کې يې کړی دی، دنېک عمل څو برابره بدله به يې زېرمه شوې موندلې وي. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فى جنة عالية
فِى جَنَّةٍ عَالِيَةٍۢ ﴿١٠﴾
او دلوړې مرتبې او شان والا جنت کې به وي. ل اتسمع فيها لغية
لَّا تَسْمَعُ فِيهَا لَـٰغِيَةًۭ ﴿١١﴾
په جنت کې به بې ځايه او باطله کلمه نه اوري، دناروا کلمې اورېدل خو به بيخي نه وي. فيها عين جارية
فِيهَا عَيْنٌۭ جَارِيَةٌۭ ﴿١٢﴾
په دغه جنت کې به روانې چينې وي چې بهيږي به، او څنګه چې وغواړي اوړي به. فيها سرر م رفوعة
فِيهَا سُرُرٌۭ مَّرْفُوعَةٌۭ ﴿١٣﴾
په هغو کې به اوچت اوچت تختونه وي. وأ ك واب م وضوعة
وَأَكْوَابٌۭ مَّوْضُوعَةٌۭ ﴿١٤﴾
او داسې اېښودل شوي پيالې به وي چې دڅښاک لپاره به چمتو وي. ونمارق مص فوفة
وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌۭ ﴿١٥﴾
او په هغه (جنت) کې به يو له بل سره کتار اېښودل شوې تکيې وي. وزرابى مبثوثة
وَزَرَابِىُّ مَبْثُوثَةٌ ﴿١٦﴾
او په هغه کې به ډېر دلته او هلته غوړېدلي فرشونه وي
أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى ٱلْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ ﴿١٧﴾
ايا هغوی په غور اوښانوته نه ګوري چې څنګه الله پيداکړي دي او دانسانانو لپاره يې اېل کړي دي؟!
وَإِلَى ٱلسَّمَآءِ كَيْفَ رُفِعَتْ ﴿١٨﴾
او اسمان ته نه ګوري چې څنګه يې پورته کړی دی تر دې چې سربېره پرې يو خوندي چت ګرځېدلی، چې نه پرې را لويږي؟!. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِلَى ٱلْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ ﴿١٩﴾
او غرونو ته نه ګوري چې څنګه يې درولي دي او ځمکه يې پرې ټينګه کړې ده چې پر خلکو ونه خوځيږي؟!
وَإِلَى ٱلْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ ﴿٢٠﴾
او ځمکې ته نه ګوري چې څنګه يې غوړولې ده، او دخلکو دځای پرځای کولو لپاره يې چمتو کړې ده؟!
فَذَكِّرْ إِنَّمَآ أَنتَ مُذَكِّرٌۭ ﴿٢١﴾
اې رسوله! دغو خلکو ته نصيحت کوه او دالله له عذابه يې وېروه، بېشکه ته خو يوازې نصيحت کوونکی يې، له تا څخه يوازې دهغوی دوېرولو غوښتنه کيږي خو دايمان توفيق ورکول هغه يوازې دالله په لا س کې دي. لست عليهم بمصيطر
لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ ﴿٢٢﴾
تر پر هغوی مسلط نه يې چې ايمان راوړلو ته يې اړ باسې. إل امن تولى وكفر
إِلَّا مَن تَوَلَّىٰ وَكَفَرَ ﴿٢٣﴾
خو له هغوی چې څوک له ايمانه مخ واړوي او پر الله او دهغه پر رسول کفر وکړي
فَيُعَذِّبُهُ ٱللَّهُ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَكْبَرَ ﴿٢٤﴾
نو دقيامت په ورځ به الله هغه ته لويه سزا ورکړي چې دتل لپاره به يې دوزخ ته ننباسي
إِنَّ إِلَيْنَآ إِيَابَهُمْ ﴿٢٥﴾
پرته له شکه دهغوی له مرګ وروسته يوازې زموږ لوري ته دهغوی را ګرځېدل دي. ثم إن علينا حسابهم
ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُم ﴿٢٦﴾
بيا پرته له شکه دهغوی دکړنو حساب زموږ پر غاړه دی، نه پر تا او نه له تا پرته پر بل چا. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر