کورتفسیرالأعلى (٨٧)

تفسیر الأعلى — Al-A'laa (87)

مکي · ١٩ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

سَبِّحِ ٱسْمَ رَبِّكَ ٱلْأَعْلَى ﴿١﴾

دخپل هغه پالونکي پاکي دې بيانوه چې پر ټول مخلوق لوړ دی ستا لخوا دهغه دياد او لويۍ پر مهال دهغه نوم اخله

ٱلَّذِى خَلَقَ فَسَوَّىٰ ﴿٢﴾

هغه ذات چې انسان يې سم پيدا کړی او قامت يې برابر کړی دی

وَٱلَّذِى قَدَّرَ فَهَدَىٰ ﴿٣﴾

او هغه چې دمخلوقاتو جنسونه، ډولونه او ټولګي يې اندازه کړل، او هغه څه ته يې دهر مخلوق لا رښوونه وکړه چې دهغه لپاره مناسب او برابر وو

وَٱلَّذِىٓ أَخْرَجَ ٱلْمَرْعَىٰ ﴿٤﴾

او هغه چې له ځمکې يې هغه څه را واېستل چې ستاسو څاروي پکې څري

فَجَعَلَهُۥ غُثَآءً أَحْوَىٰ ﴿٥﴾

بيا يې تور ته ورته وچ پروړ وګرځول وروسته تردې چې هغه تک شنه وو

سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰٓ ﴿٦﴾

اې رسوله! موږ قرآن درباندې لولو، او ستا په سينه کې يې ځای پرځای کوو او هيڅکله به يې هېر نه کړې، نو له جبرئيل مخکې يې مه لوله لکه څنګه چې تا دغه کار ددغه حرص له امله کولو چې هېر يې نه کړې

إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۚ إِنَّهُۥ يَعْلَمُ ٱلْجَهْرَ وَمَا يَخْفَىٰ ﴿٧﴾

مګر دا چې الله دکوم حکمت له مخې ديو څه هېرول وغواړي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه پوهيږي چې ښکاره کول کيږي او څه چې پټول کيږي، له دغه څخه هيڅ هم ترې نه پټيږي. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ونيسرك لليسر

وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَىٰ ﴿٨﴾

او له اعمالو به پر تا هغه عمل اسانه کړو چې الله راضي کوي او جنت ته دننه اېستلولا مل کيږي

فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ ٱلذِّكْرَىٰ ﴿٩﴾

نو خلکو ته پر هغه څه نصيحت کوه چې موږ يې له قرآن څخه درته وحي کوو، او هغوی ته ور په يادوه ترکومه چې ور په يادول اورېدل کيږي. سيذك ر من يخش

سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَىٰ ﴿١٠﴾

ژر به هغه څوک ستا پر نصيحتونو پند واخلي چې له الله وېريږي، ځکه همغه له نصيحت ګټه پورته کوي

وَيَتَجَنَّبُهَا ٱلْأَشْقَى ﴿١١﴾

او کافر له نصيحته لېرې کيږي او کرکه ترې کوي، ځکه هغه په آخرت کې اور ته دننوتلو له امله تر ټولو زيات بدمرغه دی

ٱلَّذِى يَصْلَى ٱلنَّارَ ٱلْكُبْرَىٰ ﴿١٢﴾

هغه چې دآخرت لوی اور ته ننوځي چې ګرمي به يې زغمي او تل به يې تحملوي. ثم لا يموت فيها ولا يحي

ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ ﴿١٣﴾

بيا به تل په اور کې وي داسې چې نه به پکې مري چې ارامه شي له هغه عذابه چې ګالي يې، او نه به په عزتمن او ښه ژوند سره ژوند کولای شي. قد أفلح من تزك

قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ ﴿١٤﴾

هغه څوک موخې ته په رسېدو بريالی شو چې ځان يې له شرک او ګناهونو پاک کړ. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَذَكَرَ ٱسْمَ رَبِّهِۦ فَصَلَّىٰ ﴿١٥﴾

او خپل پالونکی يې پر هغو يادونو سره ياد کړ چې روا کړی يې دي، او لمونځ يې وکړ پر هغه صفت چې دادا لپاره يې مطلوب و

بَلْ تُؤْثِرُونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا ﴿١٦﴾

بلکې تاسې ددنيا ژوند مخکې کوئ، او پر آخرت لومړيتوب ورکوئ سره له دې چې دهغو دواړو ترمنځ لوی توپير دی

وَٱلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌۭ وَأَبْقَىٰٓ ﴿١٧﴾

او آخرت خير او له دنيا او په هغې کې له شته خوندونو او توښو څخه غوره او دوامداره دی، ځکه په هغو کې چې کوم نعمتونه دي هغه نه ختميږي

إِنَّ هَـٰذَا لَفِى ٱلصُّحُفِ ٱلْأُولَىٰ ﴿١٨﴾

او دغه کوم امرونه او خبرونه مو چې ستاسو لپاره بيان کړل دا له قرآن مخکې صحيفو کې نازل کړل شوي دي. ص حف إ برهيم وموس

صُحُفِ إِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ ﴿١٩﴾

هغه صحيفې چې پر ابراهيم او موسی عليهما السلام نازل کړل شوې وې. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp

زده کړه · الأعلى — Al-A'laa

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې