وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ ﴿١﴾
الله پر اسمان لوړه وکړه او پر هغه ستوري يې لوړه وکړه چې دشپې راځي
کور›تفسیر›الطارق (٨٦)
مکي · ١٧ آیتونه
وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ ﴿١﴾
الله پر اسمان لوړه وکړه او پر هغه ستوري يې لوړه وکړه چې دشپې راځي
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُ ﴿٢﴾
او اې رسوله! تاته څه معلوم دي چې دهغه لوی ستوري شان څه دی؟!
ٱلنَّجْمُ ٱلثَّاقِبُ ﴿٣﴾
هغه داسې ستوری دی چې په خپله زياته رڼا اسمان ځلوي. إن كل نفس لم اعليها حافظ
إِن كُلُّ نَفْسٍۢ لَّمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌۭ ﴿٤﴾
هيڅ نفس داسې نشته مګر دا چې الله پر هغو يوه پرېښته ګومارلې ده چې دقيامت په ورځ دحساب لپاره دهغه داعمالو ساتنه کوي
فَلْيَنظُرِ ٱلْإِنسَـٰنُ مِمَّ خُلِقَ ﴿٥﴾
نو انسان دې فکر وکړي چې الله له څه شي څخه پيداکړی دی، ترڅو دهغه لپاره دالله قدرت او دانسان بې وسي ښکاره شي
خُلِقَ مِن مَّآءٍۢ دَافِقٍۢ ﴿٦﴾
الله له داسې ټوپ وهونکو اوبو څخه پيداکړی دی چې په رحم کې تویيږي
يَخْرُجُ مِنۢ بَيْنِ ٱلصُّلْبِ وَٱلتَّرَآئِبِ ﴿٧﴾
دغه اوبه دسړي دشا له لوی هډوکي او دښځې دسينې له لوی هډوکي راوځي. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إ نه عل رجعه لقادر
إِنَّهُۥ عَلَىٰ رَجْعِهِۦ لَقَادِرٌۭ ﴿٨﴾
پرته له شکه هغه پاک ذات چې انسان يې له دغو سپکو اوبو پيداکړی هغه يې له مرګ وروسته دحساب او بدلې لپاره پر بېرته ژوندي راپاڅولو هم ځواکمن دی
يَوْمَ تُبْلَى ٱلسَّرَآئِرُ ﴿٩﴾
په کومه ورځ چې پټ شيان وازمويل شي، او هغه نيتونه، عقيدې او نور شيان ښکاره شي چې زړونه يې پټوي، نو له هغو څخه ښه له بدو څخه بېل شي. فما له من قوة ولا ناصر
فَمَا لَهُۥ مِن قُوَّةٍۢ وَلَا نَاصِرٍۢ ﴿١٠﴾
په دغه ورخ به انسان لره نه ځواک وي چې دالله دعذاب مخه پرې ونيسي او نه به مرستندوی وي چې مرسته يې وکړي
وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجْعِ ﴿١١﴾
الله پر باران والا اسمان لوړه وکړه، ځکه هغه داسمان له لوري په بار بار را اوريږي. ع
وَٱلْأَرْضِ ذَاتِ ٱلصَّدْعِ ﴿١٢﴾
او پر هغه ځمکه يې لوړه وکړه چې چوي او شينګياوې، مېوې او ونې ترې راوځي. إ نه لقول فص ل
إِنَّهُۥ لَقَوْلٌۭ فَصْلٌۭ ﴿١٣﴾
پرته له شکه دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن هرومرو يوه داسې وينا ده چې دحق او باطل او رېښتيا او ددرواغو ترمنځ پرېکړه کوي
وَمَا هُوَ بِٱلْهَزْلِ ﴿١٤﴾
او هغه څه لوبه او باطل نه دی، بلکې هغه رېښتيا او حق دی. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إ ن هم يكيدون كيدا
إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًۭا ﴿١٥﴾
پرته له شکه دهغه څه درواغ ګڼونکي چې رسول يې ورته ورسره راغلی هغوی زيات چل کوونکي دي ترڅو دهغه بلنه رد او باطله کړي. وأ كيد كيدا
وَأَكِيدُ كَيْدًۭا ﴿١٦﴾
او زه هم ددين دښکاره کولو او باطل دله منځه وړلو لپاره پلان جوړوم
فَمَهِّلِ ٱلْكَـٰفِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًۢا ﴿١٧﴾
نو اې رسوله! دغو کافرانو ته مهلت ورکړه، لږ يې پرېږده، دهغوی دعذاب او تباهۍ بيړه مه کوه. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر