وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلْبُرُوجِ ﴿١﴾
الله پر داسې اسمان لوړه وکړه چې دلمر، سپوږمۍ او نورو شيانو پر منزلو مشتمل دی
کور›تفسیر›البروج (٨٥)
مکي · ٢٢ آیتونه
وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلْبُرُوجِ ﴿١﴾
الله پر داسې اسمان لوړه وکړه چې دلمر، سپوږمۍ او نورو شيانو پر منزلو مشتمل دی
وَٱلْيَوْمِ ٱلْمَوْعُودِ ﴿٢﴾
او الله دقيامت په هغه ورځ لوړه وکړه چې ژمنه يې کړې چې په هغې کې به ټول خلک را ټولوي. وشاهد ومشهود
وَشَاهِدٍۢ وَمَشْهُودٍۢ ﴿٣﴾
او پر هر شاهد يې قسم وکړ، لکه نبي چې پر خپل امت شاهدي ورکوي او هر مشهود لکه پر چې نبي يې شاهدي ورکوي
قُتِلَ أَصْحَـٰبُ ٱلْأُخْدُودِ ﴿٤﴾
پر هغو کسانو لعنت ويل شوی چې په ځمکه کې يې لويه کنده اېستلې ده
ٱلنَّارِ ذَاتِ ٱلْوَقُودِ ﴿٥﴾
او هغوی پکې اور بل کړ، او مؤمنان یې ژوندي پکې واچول. إذ هم عليها قعود
إِذْ هُمْ عَلَيْهَا قُعُودٌۭ ﴿٦﴾
هغه مهال چې هغوی پر دغه له اور څخه ډکه کنده ناست وو
وَهُمْ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ شُهُودٌۭ ﴿٧﴾
او هغوی دهغه عذاب او سزا ليدونکي وو چې مؤمنانو ته يې ورکوله؛ ځکه هغوی هلته شتون درلود
وَمَا نَقَمُوا۟ مِنْهُمْ إِلَّآ أَن يُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِ ﴿٨﴾
او دغو کافرانو پر مؤمنانو يوازې له دې امله عيب لګولو چې هغوی پر داسې برلاسي الله ايمان راوړی وچې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای او په هرڅه کې ستايل شوی دی. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدٌ ﴿٩﴾
هغه ذات چې يوازې هغه لره داسمانونو پاچايي او دځمکې پاچايي ده، او هغه پر هر څه خبر دی، له هغه دخپلو بندګانو له کارونو هيڅ هم پټ نه دي
إِنَّ ٱلَّذِينَ فَتَنُوا۟ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا۟ فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ ٱلْحَرِيقِ ﴿١٠﴾
پرته له شکه هغه کسان چې مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وته يې داور سزا ورکړې ده تر څو هغوی يوازې پر الله له ايمان راوړلو څخه را وګرځوي، بيا يې الله ته له خپلو ګناهونو توبه هم نه ده اېستلې، دقيامت په ورځ هغوی لره ددوزخ عذاب دی او هغوی لره داور عذاب دی چې سوزوي به يې، دا دهغوی لپاره دهغه څه سزا ده چې مؤمنان يې په اور کې سوځول
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُمْ جَنَّـٰتٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْكَبِيرُ ﴿١١﴾
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي دي، دهغوی لپاره داسې جنتونه دي چې تر ماڼيو او ونولا ندې به يې ويالې بهيږي، دغه بدله چې دهغوی لپاره چمتو کړل شوې ده لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای. إن بطش ربك لشديد
إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ ﴿١٢﴾
اې رسوله! پرته له شکه ظالم لره ستا دپالونکي نيونه ډېره پياوړې ده که څه هم تر يوې مودې يې همداسې پرېږدي. إ نه هو يبدئ ويعيد
إِنَّهُۥ هُوَ يُبْدِئُ وَيُعِيدُ ﴿١٣﴾
پرته له شکه هغه خلک او عذاب دلومړي ځل لپاره پيدا کوي او دبيا ځلې لپاره يې راګرځوي
وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلْوَدُودُ ﴿١٤﴾
او هغه دهغه چا دګناهونو بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي، او له ځان ساتونکو يې خپل دوستان خوښوي
ذُو ٱلْعَرْشِ ٱلْمَجِيدُ ﴿١٥﴾
دعزتمن عرش څښتن دی. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فع ال لما يريد
فَعَّالٌۭ لِّمَا يُرِيدُ ﴿١٦﴾
چاته چې دګناهونو بښنه او يا چاته سزا ورکول وغواړي ښه تر سره کوونکی يې دی، هغه پاک ذات لره څوک اړ اېستونکی نشته
هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلْجُنُودِ ﴿١٧﴾
اې رسوله! ايا تاته دهغو کسانو دلښکرو خبر رسېدلی دی چې دحق پر وړاندې دجګړې او دهغو دمخنيوي لپاره يې لښکرې جوړې کړې؟. فرعون وثمود
فِرْعَوْنَ وَثَمُودَ ﴿١٨﴾
دفرعون او دصالح عليه السلام داصحابو؛ ثموديانو
بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى تَكْذِيبٍۢ ﴿١٩﴾
ددغو خلکو له ايمان راوړلو څخه مخنيوونکی دا نه دی چې هغوی ته دپخوانيو درواغ ګڼونکو امتونو او دهغوی دتباهۍ خبرونه نه و راغلي بلکې هغوی دخپلو غوښتنو دپيروۍ له امله هغه څه درواغ ګڼل چې رسولان يې ورسره راغلي وو
وَٱللَّهُ مِن وَرَآئِهِم مُّحِيطٌۢ ﴿٢٠﴾
او الله دهغوی پر کړنو په شمېرلو سره چاپېر دی، له هغو هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، زر دی چې بدله به پرې ورکړي. بل هوقرءان م جيد
بَلْ هُوَ قُرْءَانٌۭ مَّجِيدٌۭ ﴿٢١﴾
او قرآن شعر نه دی او نه قافيه ده لکه څنګه چې درواغ ګڼونکي وايي، بلکې هغه عزتمن قرآن دی. فى لوح م حفوظ
فِى لَوْحٍۢ مَّحْفُوظٍۭ ﴿٢٢﴾
په داسې تخته کې دی چې له بدلون، تحريف، کموالي او زيادت څخه خوندي ده. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر