إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنشَقَّتْ ﴿١﴾
او کله چې آسمان دپریښتو دراکوزیدو لپاره څيرې کړل شي. وأذنت لربها وحق ت
کور›تفسیر›الانشقاق (٨٤)
مکي · ٢٥ آیتونه
إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنشَقَّتْ ﴿١﴾
او کله چې آسمان دپریښتو دراکوزیدو لپاره څيرې کړل شي. وأذنت لربها وحق ت
وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ﴿٢﴾
او خپل پالونکي ته په غاړه اېښودلو غوږ کېږدي او دهغوی لپاره همدغه په کار دي
وَإِذَا ٱلْأَرْضُ مُدَّتْ ﴿٣﴾
او کله چې الله ځمکه داسې وغوړوي لکه پوستکی چې غوړول کيږي. وألقت ما فيها وتخلت
وَأَلْقَتْ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتْ ﴿٤﴾
او کومې زېرمې او مړي چې پکې دي هغه را وغورځوي، او له هغو څخه خالي شي. وأذنت لربها وحق ت
وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ﴿٥﴾
او خپل پالونکي ته په غاړه اېښودلو غوږ کېږدي او دهغوی لپاره همدغه په کار دي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْإِنسَـٰنُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدْحًۭا فَمُلَـٰقِيهِ ﴿٦﴾
اې انسانه! پرته له شکه يا دخير او يا دشر عمل کوونکی يې، چې بيا په قيامت کې ورسره مخامخ کېدونکی يې، چې الله به پرې بدله درکړي. فأ م امن أوتى كتبه بيمينه
فَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَـٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ ﴿٧﴾
نو چاته چې يې داعمالو پاڼه په ښي لا س ورکړل شوه. فسوف يحاسب حسابا يسيرا
فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًۭا يَسِيرًۭا ﴿٨﴾
نو ژر ده چې الله به له هغه سره اسانه حساب وکړي داسې چې عمل به يې پرته له مواخذې پرې وړاندې کړي. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَيَنقَلِبُ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ مَسْرُورًۭا ﴿٩﴾
او خپلې کورنۍ ته به خوشحاله ور ګرځي
وَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَـٰبَهُۥ وَرَآءَ ظَهْرِهِۦ ﴿١٠﴾
او هر هغه څوک چې عملنامه يې په چپ لا س له څټه ورکړل شوه. فسوف يدعوا ثبورا
فَسَوْفَ يَدْعُوا۟ ثُبُورًۭا ﴿١١﴾
نو ژر به دخپل ځان پر خلاف دتباهۍ چېغې وهي. ويص ل سعيرا
وَيَصْلَىٰ سَعِيرًا ﴿١٢﴾
او ددوزخ اور ته به ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي
إِنَّهُۥ كَانَ فِىٓ أَهْلِهِۦ مَسْرُورًا ﴿١٣﴾
پرته له شکه هغه په دنيا کې په خپله کورنۍ کې پر کوم کفر او ګناهونو چې وخوشحاله و. إنه ظن أن لن يحور
إِنَّهُۥ ظَنَّ أَن لَّن يَحُورَ ﴿١٤﴾
هغه دا ګومان کولو چې ژوندون ته به يې له مرګ وروسته بېرته ورستون نه شي
بَلَىٰٓ إِنَّ رَبَّهُۥ كَانَ بِهِۦ بَصِيرًۭا ﴿١٥﴾
ولې نه، هرومرو به الله دې لره هغه ژوندون ته ورګرځوي لکه لومړی ځل يې چې پيداکړی و، پرته له شکه دهغه پالونکی پر هر حال ليدونکی دی له هغه هيڅ هم نه پټيږي، او پر عمل به يې بدله ورکړي
فَلَآ أُقْسِمُ بِٱلشَّفَقِ ﴿١٦﴾
الله پر هغه سوروالي لوړه وکړه چې له لمر لوېدو وروسته داسمان په څوکو کې وي
وَٱلَّيْلِ وَمَا وَسَقَ ﴿١٧﴾
او پر شپه يې لوړه وکړه او پر هغه څه چې پکې را غونډ شوي دي. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱلْقَمَرِ إِذَا ٱتَّسَقَ ﴿١٨﴾
او پر سپوږمۍ چې کله را ټوله شي او بشپړه شي. لتركبن طبقا عن طبق
لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٍۢ ﴿١٩﴾
اې خلکو! تاسې به هرومرو له يو حال څخه بل حال ته رسېږئ چې نطفه وئ، بيا دوينې ټوټه وئ، بيا دغوښې ټوټه شوئ، بيا ژوند، بيا مرګ او بيا را پاڅېدل دي. فما لهم لا يؤمنون
فَمَا لَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٢٠﴾
نو دغو کافرانو لره څه دي چې پر الله او دآخرت په ورځ ايمان نه راړي؟!
وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ ٱلْقُرْءَانُ لَا يَسْجُدُونَ ۩ ﴿٢١﴾
او کله چې پر هغوی قرآن لوستل کيږي؛ نو خپل پالونکي ته سجده نه کوي؟!
بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُكَذِّبُونَ ﴿٢٢﴾
بلکې هغه کسان چې کفر يې کړی هغه څه درواغ ګڼي چې رسول يې ورته ورسره راغلی دی
وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُوعُونَ ﴿٢٣﴾
او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې دهغوی سينې يې را غونډوي، له الله څخه دهغوی له کړنو هيڅ هم نه پټيږي. فبشرهم بعذاب أليم
فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿٢٤﴾
اې رسوله! هغوی پر هغه دردوونکې سزا خبر کړه چې انتظار يې کوي
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍۭ ﴿٢٥﴾
پرته له هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی، نېک کارونه يې کړي دي، دهغوی لپاره نه پرې کېدونکې بدله ده او هغه جنت دی. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر