وَيْلٌۭ لِّلْمُطَفِّفِينَ ﴿١﴾
تباهي او زيان دی دډنډه وهونکو لپاره
کور›تفسیر›المطففين (٨٣)
مکي · ٣٦ آیتونه
وَيْلٌۭ لِّلْمُطَفِّفِينَ ﴿١﴾
تباهي او زيان دی دډنډه وهونکو لپاره
ٱلَّذِينَ إِذَا ٱكْتَالُوا۟ عَلَى ٱلنَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ﴿٢﴾
او هغوی داسې کسان دي چې کله له نورو پېمانه کوي خپل حق پرته له زيانه پوره ترلاسه کوي. وإذا كالوهم أو و زنوهم يخسرون
وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ﴿٣﴾
او کله چې خلکو ته په پېمانه يا په تول څه ورکوي؛ نو په پېمانه او تول کې کموالی کوي، دا دمدينې دخلکو حال وهغه مهال چې نبي صلی الله عليه وسلم هغوی ته هجرت ور وکړ
أَلَا يَظُنُّ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ ﴿٤﴾
ايا دغه کسان چې داسې ناوړه کار کوي باور نه لري چې هغوی به الله ته ور پاڅول کيږي؟! ليوم عظيم
لِيَوْمٍ عَظِيمٍۢ ﴿٥﴾
دحساب او بدلې لپاره په يوه داسې لويه ورځ کې چې په هغې کې ازموينې او سختۍ وي
يَوْمَ يَقُومُ ٱلنَّاسُ لِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٦﴾
په کومه ورځ چې خلک دټولو مخلوقاتو پالونکي ته دحساب لپاره دريږي
كَلَّآ إِنَّ كِتَـٰبَ ٱلْفُجَّارِ لَفِى سِجِّينٍۢ ﴿٧﴾
امر داسې نه دی لکه تاسې يې چې تصور کوئ چې له مرګ څخه وروسته بيا را پاڅېدل نشته، پرته له شکه دکافرانو او منافقانو بدکارو خلکو عملنامې به په زيان کې په ترټولو ټيټه ځمکه کې وي
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا سِجِّينٌۭ ﴿٨﴾
او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې سجين څه دی؟!. كتب م رقوم
كِتَـٰبٌۭ مَّرْقُومٌۭ ﴿٩﴾
پرته له شکه دهغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي. مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ويل يومئذ للمكذبين
وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿١٠﴾
په دغه ورځ ددرواغ ګڼونکو لپاره زيان او تباهي ده
ٱلَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ ٱلدِّينِ ﴿١١﴾
هغه کسان چې دبدلې هغه ورځ درواغ ګڼي چې په هغې کې الله خپلو بندګانو ته يې ددنيا پر کړنو بدله ورکوي
وَمَا يُكَذِّبُ بِهِۦٓ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ ﴿١٢﴾
او دغه ورځ يوازې هغه څوک درواغ ګڼي چې دالله له پولو اوښتونکی وي او زيات ګناه کوونکی وي
إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ءَايَـٰتُنَا قَالَ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٣﴾
کله چې زموږ پر رسول نازل کړل شوي زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دا خو دپخوانيو امتونو کيسې دي، او دالله له لورې نه دي
كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ ﴿١٤﴾
امر داسې نه دی لکه دغو درواغ کڼونکو چې تصور کړی، بلکې دهغوی کړي ګناهونه پرې غالبه شول او دهغوی عقلونه يې ور پټ کړل؛ نو حق پر خپلو زړونو نه شي ليدلای
كَلَّآ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍۢ لَّمَحْجُوبُونَ ﴿١٥﴾
پرته له شکه هغوی به دخپل پالونکي له ليدلو څخه دقيامت په ورځ منع کړل شوي وي
ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُوا۟ ٱلْجَحِيمِ ﴿١٦﴾
بيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي، چې ګرمي به يې زغمي
ثُمَّ يُقَالُ هَـٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ ﴿١٧﴾
بيا به دقيامت په ورځ هغوی ته دهغوی دګواښلو په موخه وويل شي: دغه سزا چې تاسې ورسره مخ ياست هغه څه دي چې په دنيا کې مو درواغ ګڼله کله به چې مو رسول پرې خبرولئ
كَلَّآ إِنَّ كِتَـٰبَ ٱلْأَبْرَارِ لَفِى عِلِّيِّينَ ﴿١٨﴾
امر داسې نه دی لکه تاسو يې چې تصور کړی دی، چې حساب او بدله به نه وي، پرته له شکه دپيروي کوونکو عملنامې به په عليين کې وي
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا عِلِّيُّونَ ﴿١٩﴾
او اې رسوله! ته څه پوهېږې چې عليين څه دی؟!. مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر كتب م رقوم
كِتَـٰبٌۭ مَّرْقُومٌۭ ﴿٢٠﴾
پرته له شکه دهغوی کتاب تل ليکل شوی دی، نه څه پکې زياتيږي او نه څه ترې کميږي
يَشْهَدُهُ ٱلْمُقَرَّبُونَ ﴿٢١﴾
دغه کتاب ته له هر اسمان څخه يوازې مقربې پرېښتې ور نېږدې کيږي
إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ لَفِى نَعِيمٍ ﴿٢٢﴾
پرته له شکه زيات پيروي کوونکي به دقيامت په ورځ په تلپاتې نعمتونو کې وي
عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ ﴿٢٣﴾
پر ښايسته تختونو ناست خپل پالونکي او هر هغه څه ته به ګوري چې زړونه يې پرې تازه کيږي او خوشحاليږي
تَعْرِفُ فِى وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ ٱلنَّعِيمِ ﴿٢٤﴾
کله چې ورته وګورې دهغوی په مخونو کې به دنعمتونو دښايست او ښکلا اغېز وينې. يسقون من ر حيق م ختوم
يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍۢ مَّخْتُومٍ ﴿٢٥﴾
خادمان به يې داسې شراب ورباندې څښي چې لوښي به يې مهر کړل شوي وي
خِتَـٰمُهُۥ مِسْكٌۭ ۚ وَفِى ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ ٱلْمُتَنَـٰفِسُونَ ﴿٢٦﴾
له هغو به تر پايه دمشکو بوی ځي، په دغه نېکه بدله کې لا زم دي چې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي، په داسې عمل سره چې الله راضي کوي او دهغه څه په پرېښودلو سره چې الله په غوسه کوي. ومزاجه من تسنيم
وَمِزَاجُهُۥ مِن تَسْنِيمٍ ﴿٢٧﴾
له دغو مهر کړل شويو شرابو سره به دتسنيم له چينې ګډون وي
عَيْنًۭا يَشْرَبُ بِهَا ٱلْمُقَرَّبُونَ ﴿٢٨﴾
او دا په تر ټولو لوړ جنت کې يوه خالصه او صافه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي، او ټول مؤمنان څښاک ترې کوي چې له نورو سره به ګډه وي
إِنَّ ٱلَّذِينَ أَجْرَمُوا۟ كَانُوا۟ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يَضْحَكُونَ ﴿٢٩﴾
پرته له شکه هغه کسان چې دکفر جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې دملنډو په ډول خندل چې ايمان يې راوړی وو. مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وإ ذا مر وا بهم يتغامزون
وَإِذَا مَرُّوا۟ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ ﴿٣٠﴾
او کله به چې پر مؤمنانو تېرېدل ځينو به يې ځينوته دملنډو او مسخرو په ډول سترګکونه وهل
وَإِذَا ٱنقَلَبُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمُ ٱنقَلَبُوا۟ فَكِهِينَ ﴿٣١﴾
او کله به چې خپلو کورونيو ته ور ګرځېدل پر کفر او مؤمنانو دملنډو وهلو له امله به خوشحاله راګرځېدل
وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ لَضَآلُّونَ ﴿٣٢﴾
او کله به يې چې مسلمانان وليدل ويل به يې: پرته له شکه دغه خلک دحق له لا رې لا رورکي دي، چې دخپلو پلرونو دين يې پرې اېښی دی
وَمَآ أُرْسِلُوا۟ عَلَيْهِمْ حَـٰفِظِينَ ﴿٣٣﴾
او الله هغوی دمسلمانانو پر اعمالو وکيلان نه وو ګرځولي ترڅو هغوی دا ډول وينا وکړي
فَٱلْيَوْمَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنَ ٱلْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ ﴿٣٤﴾
نو دقيامت په ورځ به هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی پر کافرانو پورې خاندې لکه څنګه یې چې په دنيا کې کافرانو پورې خندل
عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ ﴿٣٥﴾
پر ښايسته تختونو به ناست وي هغه څه ته به ګوري چې الله دهغوی لپاره کوم تلپاتې نعمتونه چمتو کړي دي
هَلْ ثُوِّبَ ٱلْكُفَّارُ مَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ ﴿٣٦﴾
پرته له شکه کافرانو ته دهغوی پر هغو کارونو چې په دنيا کې يې کړي وو سپکوونکی عذاب ورکړل شو. مخ ۴ له ۴ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر