إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنفَطَرَتْ ﴿١﴾
او کله چې آسمان دپریښتو دراکوزیدو لپاره څيرې کړل شي
کور›تفسیر›الانفطار (٨٢)
مکي · ١٩ آیتونه
إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنفَطَرَتْ ﴿١﴾
او کله چې آسمان دپریښتو دراکوزیدو لپاره څيرې کړل شي
وَإِذَا ٱلْكَوَاكِبُ ٱنتَثَرَتْ ﴿٢﴾
او کله چې ستوري تيت او شيندلي را ولوېږي
وَإِذَا ٱلْبِحَارُ فُجِّرَتْ ﴿٣﴾
او کله چې دريابونه يو پر بل پرانېستل شي او سره ګډوډ شي
وَإِذَا ٱلْقُبُورُ بُعْثِرَتْ ﴿٤﴾
او هر کله چې دقبرونو خاورې لا ندې باندې شي دهغه چا دراپورته کېدو په موخه چې پکې دي. علمت نفس م اقد مت وأخ رت
عَلِمَتْ نَفْسٌۭ مَّا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ ﴿٥﴾
هغه مهال به هر نفس پر هغه عمل پوه شي چې مخکې يې کړی دی او پر هغه څه چې ترې پاتې دی او نه يې دی کړی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْإِنسَـٰنُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ ٱلْكَرِيمِ ﴿٦﴾
اې پر خپل پالونکي کافر انسانه! څه شي داسې ګرځولی يې چې دخپل پالونکي له امر سرغړونه کوې کله چې هغه مهلت درکړ او په سزا درکولو کې يې له خپل لوري دمهربانۍ له مخې بيړه ونه کړه
ٱلَّذِى خَلَقَكَ فَسَوَّىٰكَ فَعَدَلَكَ ﴿٧﴾
هغه ذات چې ته يې وروسته ستا له نشتون څخه را منځته کړی يې او بيا يې دبرابرو او معتدلو غړو والا ګرځولی يې. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فِىٓ أَىِّ صُورَةٍۢ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ ﴿٨﴾
په کومه بڼه يې چې ستا پيداکول غوښتل همغسې يې پيداکړې، او پر تا يې دا پېرزوينه وکړه چې دخره، بېزو، سپي يا بل څه په شکل کې پيدا نه کړې
كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِٱلدِّينِ ﴿٩﴾
اې دوکه شويو خلکو! داسې نه ده لکه تاسې چې فکر کړئ، بلکې تاسې دبدلې ورځ درواغ ګڼئ؛ نو دهغې لپاره عمل نه کوئ. وإن عليكم لحفظين
وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَـٰفِظِينَ ﴿١٠﴾
او پر تاسې داسې پرېښتې ګومارل شوې چې ستاسو اعمال ساتي. كراما كتبين
كِرَامًۭا كَـٰتِبِينَ ﴿١١﴾
دالله په وړاندې عزتمنې دي، ليکونکې دي چې ستاسې اعمال ليکي. يعلمون ما تفعلون
يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ ﴿١٢﴾
پر هغو کارونو پوهيږي چې تاسې يې کوئ؛ نو ليکي يې
إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ لَفِى نَعِيمٍۢ ﴿١٣﴾
او دډېر خير او پيروۍ کوونکي به دقيامت په ورځ په تلپاتې نعمتونو کې وي
وَإِنَّ ٱلْفُجَّارَ لَفِى جَحِيمٍۢ ﴿١٤﴾
او دبې لا رۍ څښتنان به په داسې اور کې وي چې پرې بليږي به. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ ٱلدِّينِ ﴿١٥﴾
دبدلې په ورځ به ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي
وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَآئِبِينَ ﴿١٦﴾
او هيڅکله به له هغې پټېدونکي نه وي، بلکې تل به پکې وي
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا يَوْمُ ٱلدِّينِ ﴿١٧﴾
او اې رسوله! ته څه پوه يې چې دبدلې ورځ څه ده؟!
ثُمَّ مَآ أَدْرَىٰكَ مَا يَوْمُ ٱلدِّينِ ﴿١٨﴾
بيا ته څه پوهېږې چې دبدلې ورځ څه ده؟!
يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌۭ لِّنَفْسٍۢ شَيْـًۭٔا ۖ وَٱلْأَمْرُ يَوْمَئِذٍۢ لِّلَّهِ ﴿١٩﴾
په کومه ورځ چې هيڅوک به هيچاته ګټه نه شي رسولای، او دغه ورځ به امر ټول يوازې الله لره وي، څنګه چې غواړي تصرف به کوي، بل به هيچا لره نه وي. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر