کورتفسیرالتكوير (٨١)

تفسیر التكوير — At-Takwir (81)

مکي · ٢٩ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

إِذَا ٱلشَّمْسُ كُوِّرَتْ ﴿١﴾

کله چې دلمر ټوکۍ غونډه کړل شي، او رڼا يې له منځه ولاړه شي

وَإِذَا ٱلنُّجُومُ ٱنكَدَرَتْ ﴿٢﴾

او کله چې ستوري را ولوېږي او رڼا يې له منځه ولاړه شي

وَإِذَا ٱلْجِبَالُ سُيِّرَتْ ﴿٣﴾

او کله چې غرونه له خپل ځايه وخوځول شي

وَإِذَا ٱلْعِشَارُ عُطِّلَتْ ﴿٤﴾

او کله چې هغه بلاربې اوښې چې څښتنان يې لېوالتيا پکې لري، هغوی په پرېښودلو سره همداسې هېرې کړي

وَإِذَا ٱلْوُحُوشُ حُشِرَتْ ﴿٥﴾

او کله چې وحشي ځناور له انسانانو سره په يوه میدان کې راغونډ کړل شي

وَإِذَا ٱلْبِحَارُ سُجِّرَتْ ﴿٦﴾

او کله چې دريابونه ولګول شي تردې چې اور وګرځي

وَإِذَا ٱلنُّفُوسُ زُوِّجَتْ ﴿٧﴾

او کله چې نفسونه له خپلو ورته سره يوځای کړل شي، نو بې لا رې له بې لا رې سره يوځای کړی شي او ځان ساتونکی له ځان ساتونکي سره

وَإِذَا ٱلْمَوْءُۥدَةُ سُئِلَتْ ﴿٨﴾

او کله چې ژوندۍ خښه شوې ماشومه الله وپوښتي. بأى ذنب قتلت

بِأَىِّ ذَنۢبٍۢ قُتِلَتْ ﴿٩﴾

پر کومه ګناه وژل شوې يې چاچې وژلې يې؟!

وَإِذَا ٱلصُّحُفُ نُشِرَتْ ﴿١٠﴾

او کله چې دبندګانو عملنامې پرانېستل شي؛ تر څو يې هر يو خپل دکړنو پاڼه ولولي. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ كُشِطَتْ ﴿١١﴾

او کله چې آسمان داسې واېستل شي لکه له پسه څخه چې پوستکی اېستل کيږي

وَإِذَا ٱلْجَحِيمُ سُعِّرَتْ ﴿١٢﴾

او کله چې اور بل کړل شي

وَإِذَا ٱلْجَنَّةُ أُزْلِفَتْ ﴿١٣﴾

او کله چې ځان ساتونکو ته جنت را نېږدې کړی شي

عَلِمَتْ نَفْسٌۭ مَّآ أَحْضَرَتْ ﴿١٤﴾

هغه مهال به دغه څه تر لا سه شي چې هرڅوک به پر هغه څه پوه شي چې ددغې ورځې لپاره يې څه اعمال وړاندې کړي دي

فَلَآ أُقْسِمُ بِٱلْخُنَّسِ ﴿١٥﴾

الله پر هغو ستورو لوړه وکړه چې په شپه کې تر خپل روښانه کېدو مخکې پټ وي

ٱلْجَوَارِ ٱلْكُنَّسِ ﴿١٦﴾

په خپلو فلکونو کې روانو ستورو چې دسهار په ښکاره کېدو سره داسې پټيږي لکه هوسۍ چې خپل غار يعني کور ته ننوځي

وَٱلَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ ﴿١٧﴾

او الله دشپې پر لومړۍ برخه لوړه وکړه کله چې مخه کړي او دشپې پر وروستۍ برخه کله چې شا کړي

وَٱلصُّبْحِ إِذَا تَنَفَّسَ ﴿١٨﴾

او پر سهار يې لوړه وکړه کله يې چې رڼا ښکاره شي. إنه لقول رسول كريم

إِنَّهُۥ لَقَوْلُ رَسُولٍۢ كَرِيمٍۢ ﴿١٩﴾

پرته له شکه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن هرومرو دالله وينا ده چې امانتداره پرېښتې رسولې ده چې هغه جبرئيل عليه السلام دی، الله هغه امين ګرځولی دی

ذِى قُوَّةٍ عِندَ ذِى ٱلْعَرْشِ مَكِينٍۢ ﴿٢٠﴾

دځواک څښتن، دعرش دپالونکي الله پاک پر وړاندې دلويې مرتبې والا دی. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مطاع ثم أمين

مُّطَاعٍۢ ثَمَّ أَمِينٍۢ ﴿٢١﴾

دآسمان خلک يې پيروي کوي، دوحي په رسولو کې پرې باور شوی دی. وما صاحبكم بمج نون

وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجْنُونٍۢ ﴿٢٢﴾

او محمد صلی الله عليه وسلم چې ستاسو سره تل وي تاسو يې عقل، امانت او رېښتينولي پېژنئ لېونی نه دی لکه څنګه چې تاسو دتور لګولو دعوی کوئ

وَلَقَدْ رَءَاهُ بِٱلْأُفُقِ ٱلْمُبِينِ ﴿٢٣﴾

او ستاسو ملګري (محمد صلی الله عليه وسلم) هغه جبرئيل پر خپل اصلي حالت کې چې الله پر کوم حالت پيداکړی دی دڅرګند آسمان په څوکو کې ليدلی دی

وَمَا هُوَ عَلَى ٱلْغَيْبِ بِضَنِينٍۢ ﴿٢٤﴾

او ستاسو ملګری پر تاسو بخيل نه دی، چې دهغه څه په رسولو کې بخيلي وکړي چې درسولو امر يې ورته شوی دی، او نه مزدوري اخلي لکه څنګه چې غيب ويونکي مزدوري اخلي. وما هو بقول شيطن رجيم

وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَـٰنٍۢ رَّجِيمٍۢ ﴿٢٥﴾

او دغه قرآن دالله له رحمت څخه درټل شوي شيطان خبره نه ده. فأ ين تذهبون

فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ ﴿٢٦﴾

نو وروسته له دغو حجتونو څخه بيا تاسو دنټې لپاره چې هغه دالله له لوري دی پر کومه لا ره ځئ؟!. إ ن هو إ ل اذكر للعلمين

إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌۭ لِّلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢٧﴾

قرآن خو يوازې پند او نصيحت دی دپېريانو او انسانانو لپاره

لِمَن شَآءَ مِنكُمْ أَن يَسْتَقِيمَ ﴿٢٨﴾

له تاسو څخه دهغه چا لپاره چې غواړي دحق پر لا ر نېغ ولاړ شي

وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٢٩﴾

او ستاسو پر غوښتنو څه نه کيږي کوم چې استقامت او نور څه غواړئ مګر داچې الله دغه وغواړي، چې دټولو مخلوقاتو پالونکی دی. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp

زده کړه · التكوير — At-Takwir

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې