عَبَسَ وَتَوَلَّىٰٓ ﴿١﴾
رسول الله صلی الله عليه وسلم وچولیتريو کړ او مخ يې وګرځولو
کور›تفسیر›عبس (٨٠)
مکي · ٤٢ آیتونه
عَبَسَ وَتَوَلَّىٰٓ ﴿١﴾
رسول الله صلی الله عليه وسلم وچولیتريو کړ او مخ يې وګرځولو
أَن جَآءَهُ ٱلْأَعْمَىٰ ﴿٢﴾
دعبدالله بن ام مکتوم دراتلو له امله چې دلارښوونې غوښتنې يې ترې کوله، په داسې حال کې چې ړوند و، په داسې حال کې راغی چې رسول صلی الله عليه وسلم دمشرکانو له مشرانو سره دهغوی دلارښوونې په هيله بوخت و
وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُۥ يَزَّكَّىٰٓ ﴿٣﴾
اې رسوله! ته څه پوهېږې کېدای شي دغه ړوند له خپلو ګناهونو ښه پاک شي
أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ ٱلذِّكْرَىٰٓ ﴿٤﴾
او يا له هغه څه پند واخلي چې له تا کوم نصيحتونه اوري او ګټه پرې واخلي
أَمَّا مَنِ ٱسْتَغْنَىٰ ﴿٥﴾
خو کوم څوک چې دخپل مال له امله پر هغه څه له ايمان راوړلو ځان بې پروا ګڼي چې ته ورسره راغلی يې. فأنت له تصد
فَأَنتَ لَهُۥ تَصَدَّىٰ ﴿٦﴾
نو ته ور مخکې کېږې او پاملرنه ورته کوې. وما عليك أ ل ايز كى
وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰ ﴿٧﴾
او تا ته به څه ورسيږي که هغه له خپلوګناهونو الله ته په توبه اېستلو پاک نه شي
وَأَمَّا مَن جَآءَكَ يَسْعَىٰ ﴿٨﴾
او څوک چې دښېګڼې په لټه کې په منډه منډه درته راشي. وهو يخش
وَهُوَ يَخْشَىٰ ﴿٩﴾
او هغه له خپل پالونکي وېريږي هم. فأ نت عنه تله
فَأَنتَ عَنْهُ تَلَهَّىٰ ﴿١٠﴾
نو ته ورڅخه ځان پر بل چا دمشرکانو په مشرانو بوختوې. مخ ۱ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
كَلَّآ إِنَّهَا تَذْكِرَةٌۭ ﴿١١﴾
امر داسې نه دی، بلکې دا يوازې يو نصيحت او يادونه ده دهغه چا لپاره چې قبلوي يې
فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ ﴿١٢﴾
نو څوک چې غواړي چې الله يې يادونه وکړي، او پر هغه څه پند واخلي چې په دغه قرآن کې دي. فى ص حف م كرمة
فِى صُحُفٍۢ مُّكَرَّمَةٍۢ ﴿١٣﴾
نو دغه قرآن له پرېښتو سره په عزتمنو پاڼو کې دی. م رفوعة م طه رة
مَّرْفُوعَةٍۢ مُّطَهَّرَةٍۭ ﴿١٤﴾
په لوړ ځای کې لوړې مرتبې والا دي، پاکې دي چې چټلي او ناپاکي نه ور رسيږي. بأ يدى سفرة
بِأَيْدِى سَفَرَةٍۢ ﴿١٥﴾
او هغه له پرېښتو څخه داستازو په لا س کې دي. كرام بررة
كِرَامٍۭ بَرَرَةٍۢ ﴿١٦﴾
دخپل پالونکي پر وړاندې يې عزتمنې دي، چې زياتې ښېګڼه کوونکې او پيروي کوونکې دي
قُتِلَ ٱلْإِنسَـٰنُ مَآ أَكْفَرَهُۥ ﴿١٧﴾
پر کافر انسان دې لعنت وي، څومره پر الله سخت کفر کوي! من أى شىء خلقه
مِنْ أَىِّ شَىْءٍ خَلَقَهُۥ ﴿١٨﴾
دڅه شي څخه الله تعالی پیدا کړی دی چې دی په زمکه کې لویي او پر الله کفر کوي. من نطفة خلقه فقد ره
مِن نُّطْفَةٍ خَلَقَهُۥ فَقَدَّرَهُۥ ﴿١٩﴾
له لږو اوبو يې پيداکړ، نو بيا يې هغه له يوحالت وروسته پر بل حالت پيداکړ
ثُمَّ ٱلسَّبِيلَ يَسَّرَهُۥ ﴿٢٠﴾
بيا هغه لره له دغو پړاوونو څخه دمور له ګېډې دوتلولا ر آسانه کړه. مخ ۲ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ثم أماته فأقبره
ثُمَّ أَمَاتَهُۥ فَأَقْبَرَهُۥ ﴿٢١﴾
بيا وروسته تر هغه چې څومره عمر يې په ژوند کې ورته ټاکلی وهغه يې مړ کړ، او هغه لره يې قبر وګرځولو تر څو تر بېرته را پورته کېدو پورې پکې پاتې شي
ثُمَّ إِذَا شَآءَ أَنشَرَهُۥ ﴿٢٢﴾
بيا چې کله وغواړي دحساب او بدلې لپاره يې را پاڅوي
كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَآ أَمَرَهُۥ ﴿٢٣﴾
امر داسې نه دی لکه دغه کافر يې چې فکر کوي چې هغه څه يې ترسره کړي کوم چې دخپل پالونکي لخوا پرې لا زم و، هغه څه يې نه دي ترسره کړي چې الله کوم فرائض پرې واجب کړي دي
فَلْيَنظُرِ ٱلْإِنسَـٰنُ إِلَىٰ طَعَامِهِۦٓ ﴿٢٤﴾
نو پر الله کفر کوونکی انسان دې هغو خوړو ته وګوري چې خوري يې چې څه ډول يې ترلاسه کوي؟!.ب
أَنَّا صَبَبْنَا ٱلْمَآءَ صَبًّۭا ﴿٢٥﴾
چې اصل يې له آسمانه په ځواک او زيادت سره ورېدلی باران دی. ق
ثُمَّ شَقَقْنَا ٱلْأَرْضَ شَقًّۭا ﴿٢٦﴾
بيا مو ځمکه څيرلې ده؛ چې له شينګياوو چاودلې ده. ب فأنبتنا فيها ح ا
فَأَنۢبَتْنَا فِيهَا حَبًّۭا ﴿٢٧﴾
نو په هغې کې مو له غنمو، جوارو او نورو شيانو دانې را شنې کړې دي. وعنبا وقض با
وَعِنَبًۭا وَقَضْبًۭا ﴿٢٨﴾
او په هغې کې مو انګور را شنه کړي اولا نده سابه تر څو يې دڅارويو لپاره واښه شي. وزيتونا ونخلا
وَزَيْتُونًۭا وَنَخْلًۭا ﴿٢٩﴾
او زيتون او دخرما ونې مو پکې را شنې کړي دي
وَحَدَآئِقَ غُلْبًۭا ﴿٣٠﴾
او دزياتو ونو والا باغونه مو پکې را شنه کړي دي. مخ ۳ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ب وفكهة وأ ا
وَفَـٰكِهَةًۭ وَأَبًّۭا ﴿٣١﴾
او په هغې کې مو مېوې را شنې کړې، او هغه څو مو پکې را شنه کړي دي چې ستاسو څاروي پکې څري. م تعا ل كم ولأنعمكم
مَّتَـٰعًۭا لَّكُمْ وَلِأَنْعَـٰمِكُمْ ﴿٣٢﴾
ستاسې دګټې لپاره، او ستاسو دڅارويو دګټې لپاره
فَإِذَا جَآءَتِ ٱلصَّآخَّةُ ﴿٣٣﴾
کله چې هغه لويه چېغه راشي چې غوږونه کڼوي او هغه دويم پوکی دی
يَوْمَ يَفِرُّ ٱلْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ ﴿٣٤﴾
په کومه ورځ چې انسان له خپله وروره تښتي. وأ مه وأ بيه
وَأُمِّهِۦ وَأَبِيهِ ﴿٣٥﴾
او له خپلې مور او پلاره به تښتي. وصحبته وبنيه
وَصَـٰحِبَتِهِۦ وَبَنِيهِ ﴿٣٦﴾
او له خپلې مېرمنې او اولادونو به تښتي
لِكُلِّ ٱمْرِئٍۢ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍۢ شَأْنٌۭ يُغْنِيهِ ﴿٣٧﴾
له هغوی به هر يو لره داسې حالت وي چې له بل څخه يې بوخت کړی وي په دغه ورځ کې دسخت عذاب له امله. وجوه يومئ ذ م سفرة
وُجُوهٌۭ يَوْمَئِذٍۢ مُّسْفِرَةٌۭ ﴿٣٨﴾
دنېکانو مخونه به په دغه ورځ کې روښانه وي. ضاحكة م ستبشرة
ضَاحِكَةٌۭ مُّسْتَبْشِرَةٌۭ ﴿٣٩﴾
خوشحاله خندېدونکي به وي پر هغه څه چې الله هغوی لره له خپلې لورېينې څه چمتو کړي دي. ووجوه يومئذ عليها غبرة
وَوُجُوهٌۭ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌۭ ﴿٤٠﴾
په دغه ورځ به دبدبختانو پر مخونو ګرد وي. مخ ۴ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ترهقها قترة
تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌ ﴿٤١﴾
توروالي به پټ کړي وي
أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَفَرَةُ ٱلْفَجَرَةُ ﴿٤٢﴾
پر دغه حالت متصف خلک همدغه کسان هغه څوک دي چې دکفر او بې لا رۍ تر منځ يې جمعوالی کړی دی. مخ ۵ له ۵ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر