کورتفسیرالنازعات (٧٩)

تفسیر النازعات — An-Naazi'aat (79)

مکي · ٤٦ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

وَٱلنَّـٰزِعَـٰتِ غَرْقًۭا ﴿١﴾

الله پر هغو پرېښتو لوړه وکړه چې دکافرانو ساوې په سختۍ او تاوتريخوالي کشکوي

وَٱلنَّـٰشِطَـٰتِ نَشْطًۭا ﴿٢﴾

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې دمؤمنانو ساوې په نرمۍ او آسانۍ وباسي

وَٱلسَّـٰبِحَـٰتِ سَبْحًۭا ﴿٣﴾

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې دالله پر امر له آسمانه ځمکې ته غوټې وهي (راکوزيږي)

فَٱلسَّـٰبِقَـٰتِ سَبْقًۭا ﴿٤﴾

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې دالله دامر په پرځای کولو کې له يو بل وړاندې کېږي

فَٱلْمُدَبِّرَٰتِ أَمْرًۭا ﴿٥﴾

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې الله هغوی ته له خپلې پرېکړې کوم امر کړی هغه پر ځای کوي لکه دبندګانو پر کړنو ګومارل شوې پرېښتې؛ پر دغو ټولو يې لوړه وکړه چې هرومرو به هغوی دحساب او بدلې لپاره راپورته کوي

يَوْمَ تَرْجُفُ ٱلرَّاجِفَةُ ﴿٦﴾

په کومه ورځ چې ځمکه له لومړي پوکي سره ولړزيږي

تَتْبَعُهَا ٱلرَّادِفَةُ ﴿٧﴾

په دغه پوکي پسې به بل دويم پوکی وي. قلوب يومئذ واجفة

قُلُوبٌۭ يَوْمَئِذٍۢ وَاجِفَةٌ ﴿٨﴾

په دغه ورځ به دکافرانو او بې لا رو خلکو زړونه په وېره کې وي. أ بص رها خشعة

أَبْصَـٰرُهَا خَـٰشِعَةٌۭ ﴿٩﴾

پر سترګو به يې درسوايۍ اغېز ښکاري

يَقُولُونَ أَءِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِى ٱلْحَافِرَةِ ﴿١٠﴾

او هغوی به وايي: آيا وروسته تر دې چې مړه شوو بېرته ژوند ته نه ورګرځو؟!. مخ ۱ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر أءذا كنا عظما ن خرة

أَءِذَا كُنَّا عِظَـٰمًۭا نَّخِرَةًۭ ﴿١١﴾

او کله چې موږ وراسته خالي هډوکي يو له دې وروسته بېرته ګرځو؟!. قالوا تلك إ ذا كرة خاسرة

قَالُوا۟ تِلْكَ إِذًۭا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌۭ ﴿١٢﴾

هغوی ويل: کله چې وګرځو؛ نو دا خو ډېره تاواني ګرځېدنه ده، چې څښتن يې دوکه کړل شوی دی. فإ ن ما هى زج رة وحدة

فَإِنَّمَا هِىَ زَجْرَةٌۭ وَٰحِدَةٌۭ ﴿١٣﴾

دبېرته راګرځېدو چاره آسانه ده، هغه خو يوازې پر پوکي دګومارل شوې پرېښتې له لوري يوه چېغه ده

فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِ ﴿١٤﴾

نو بيا به ټول دځمکې پر مخ ژوندي وي وروسته تر دې چې هغوی يې په ګېډه کې مړه وو

هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓ ﴿١٥﴾

اې رسوله! تاته دموسی خبر له خپل پالونکي او له خپل دښمن فرعون سره راغلی؟!

إِذْ نَادَىٰهُ رَبُّهُۥ بِٱلْوَادِ ٱلْمُقَدَّسِ طُوًى ﴿١٦﴾

کله چې يې پالونکي دطوی په سپېڅلې شېله کې اواز ورته وکړ

ٱذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ ﴿١٧﴾

له هغه ویناوو چې هغه ته يې وکړې دا وه چې: فرعون ته ورشه، پرته له شکه هغه په تيري او لويۍکې له بريده اوښتی دی

فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَىٰٓ أَن تَزَكَّىٰ ﴿١٨﴾

هغه ته ووايه: اې فرعونه! آيا ته غواړې چې له کفر او ګناهونو پاک شې؟. وأهديك إ لى ربك فتخ ش

وَأَهْدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخْشَىٰ ﴿١٩﴾

او خپل هغه پالونکي ته دې لا رښوونه وکړم چې پيدا کړی يې یې او خيال دې ساتلی؛ نو ترې ووېرېږې، داسې کار وکړې چې راضي يې کړې، او له هغه څه ځان وساتې چې په غوسه کوي يې؟

فَأَرَىٰهُ ٱلْـَٔايَةَ ٱلْكُبْرَىٰ ﴿٢٠﴾

نو بيا موسی عليه السلام هغه ته لويه نښانه وښوده چې پر دې خبره يې دلالت کولو چې هغه دخپل پالونکي له لوري يې رسول دی، او هغه لا س او لکڼه وو. مخ ۲ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فكذ ب وعص

فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ ﴿٢١﴾

نو دفرعون له لوري بل څه نه ومګر دا چې دغه نښانه يې درواغ وګڼله او په هغه څه کې يې له موسی عليه السلام سرغړونه وکړه چې امر يې ورته کړی و. ثم أ دبر يسعى

ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَىٰ ﴿٢٢﴾

بيا يې پر هغه څه له له ايمان راوړلو مخ واوړي چې موسی عليه السلام ورسره راغلی ود الله په سرغړونه او دحق سره په معارضه کې په هڅه کولو سره. فحشر فناد

فَحَشَرَ فَنَادَىٰ ﴿٢٣﴾

نو هغه خپل قوم او پيروان را ټول کړل پر موسی عليه السلام دبرلاسه کېدو لپاره او په لوړ اواز يې وويل:

فَقَالَ أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلْأَعْلَىٰ ﴿٢٤﴾

زه مو تر ټولو لوړ پالونکی يم، نو له ما پرته پر تاسو دبل چا پيروي نشته

فَأَخَذَهُ ٱللَّهُ نَكَالَ ٱلْـَٔاخِرَةِ وَٱلْأُولَىٰٓ ﴿٢٥﴾

نو الله هغه ونيوی، په دنيا کې يې په درياب کې په ډوبلو عذاب ورکړ، او په آخرت کې تر ټولو سخت عذاب ته په ننه اېستلو سره یې عذاب ورکړ

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَعِبْرَةًۭ لِّمَن يَخْشَىٰٓ ﴿٢٦﴾

پرته له شکه پر کوم څه مو چې فرعون ته په دنيا او آخرت کې عذاب ورکړ په هغو کې دهغه چا لپاره پند دی چې له الله وېريږي؛ نو همغه له نصيحتونو ګټه پورته کوي

ءَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ ٱلسَّمَآءُ ۚ بَنَىٰهَا ﴿٢٧﴾

اې دبېرته را ژوندي کولو درواغ ګڼونکو! آيا ستاسې پيداکول سخت دي، او که دهغه آسمان چې جوړ کړی يې دی؟!. رفع سمكها فسوىها

رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّىٰهَا ﴿٢٨﴾

دهغه چت يې په پورته خوا کې لوړ ګرځولی، او برابر کړی يې دی، چې نه کمی پکې شته، نه څېرې والی او نه کوم عيب. وأغطش ليلها وأخرج ض حىها

وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَىٰهَا ﴿٢٩﴾

او دهغه شپه يې تياره کړې ده، کله چې لمر ولويږي، او رڼا يې ښکاره کړې ده کله چې لمر را پورته شي

وَٱلْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَىٰهَآ ﴿٣٠﴾

او ځمکه يې وروسته له هغه وغوړوله چې آسمان يې پيداکړ، او په هغې کې يې ګټې کښېښودلې. مخ ۳ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعَىٰهَا ﴿٣١﴾

او له هغې يې داوبو داسې چينې را واېستلې چې بهيږي، او داسې شينګياوې يې پکې را شنې کړې چې خزندې پکې څري

وَٱلْجِبَالَ أَرْسَىٰهَا ﴿٣٢﴾

او غرونه يې پر ځمکه ثابت وګرځول. متعا ل كم ولأنعمكم

مَتَـٰعًۭا لَّكُمْ وَلِأَنْعَـٰمِكُمْ ﴿٣٣﴾

اې خلکو! دا ټول ستاسو لپاره ګټې دي او ستاسو دڅارويو لپاره، چاچې دا ټول پيداکړي دي هغه يې له بېرته راګرځولو څخه نه بې وسې کيږي

فَإِذَا جَآءَتِ ٱلطَّآمَّةُ ٱلْكُبْرَىٰ ﴿٣٤﴾

نو کله چې هغه دويم پوکی راشي چې هر څه به په وېره سره پټ کړي او قيامت را منځته شي

يَوْمَ يَتَذَكَّرُ ٱلْإِنسَـٰنُ مَا سَعَىٰ ﴿٣٥﴾

په کومه ورځ چې هغه راشي انسان ته به هر هغه عمل ور په ياد شي چې مخکې يې کړی وي هغه که ښه وي او که بد

وَبُرِّزَتِ ٱلْجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰ ﴿٣٦﴾

او دوزخ به راوړل شي او مخامخ به ښکاره کړل شي هغه چاته چې ويني يې. فأم امن طغى

فَأَمَّا مَن طَغَىٰ ﴿٣٧﴾

نو څوک چې په لا ر ورکۍ کې له بريده اوښتی وي

وَءَاثَرَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا ﴿٣٨﴾

او ددنيا پاتې کېدونکي ژوند ته يې دآخرت پر تلپاتې ژوند لومړيتوب ورکړی وي

فَإِنَّ ٱلْجَحِيمَ هِىَ ٱلْمَأْوَىٰ ﴿٣٩﴾

پرته له شکه اور به يې هغه استوګنځی وي چې ورځي به

وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى ٱلنَّفْسَ عَنِ ٱلْهَوَىٰ ﴿٤٠﴾

فَإِنَّ ٱلْجَنَّةَ هِىَ ٱلْمَأْوَىٰ ﴿٤١﴾

نو څوک چې دخپل پالونکي په مخکې له درېدلو ډار شوی وي او ځان يې دهوسونو له پيروۍ را ګرځولی وي کوم چې الله حرام کړي دي، دهغه لپاره استوګنځی جنت دی چې ورځي به. مخ ۴ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَىٰهَا ﴿٤٢﴾

اې رسوله! دغه دبېرته راژوندي کېدو درواغ ګڼونکي پوښتنه درڅخه کوي چې قيامت به کله را منځته کيږي؟

فِيمَ أَنتَ مِن ذِكْرَىٰهَآ ﴿٤٣﴾

تا لره پر هغه پوهه نشته چې هغوی لره يې ياد کړې، او نه دا ستا کار دی، ستا کار يوازې دهغه لپاره چمتووالی دی

إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَىٰهَآ ﴿٤٤﴾

يوازې ستا دپالونکي لوري ته دهغه دپوهې پای دی

إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخْشَىٰهَا ﴿٤٥﴾

ته يوازې دهغه چا وېروونکی يې چې له قيامته وېريږي، ځکه همغه ستا پر وېرونه ګټه اخلي

كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَىٰهَا ﴿٤٦﴾

کله چې هغوی قيامت مخامخ وويني، داسې به وي لکه ددنيا په ژوند کې يې چې يوازې يو ماښام او يا يو سهار تېر کړی وي. مخ ۵ له ۵ moc.hgelp

زده کړه · النازعات — An-Naazi'aat

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې