کورتفسیرالنبأ (٧٨)

تفسیر النبأ — An-Naba (78)

مکي · ٤٠ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

عَمَّ يَتَسَآءَلُونَ ﴿١﴾

دغه مشرکان وروسته له دې چې الله يې خپل رسول صلی الله عليه وسلم ورته ولېږلو دڅه په اړه پوښنې سره کوي

عَنِ ٱلنَّبَإِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٢﴾

ځينې يې له ځینو دلوی خبر په اړه پوښتنې کوي او هغه دغه قرآن دی چې دهغوی پر رسول نازل کړل شوی دبېرته راپورته کېدو پر خبر مشتمل دی

ٱلَّذِى هُمْ فِيهِ مُخْتَلِفُونَ ﴿٣﴾

دغه قرآن چې هغوی يې په هکله په هغه څه اختلاف کړی چې دهغه لپاره يې بيانوي، چې هغه کوډې، يا شعر، يا کهانت (د غيب خبرې) او يا هم دپخوانيو کيسې دي. كلا سيعلمون

كَلَّا سَيَعْلَمُونَ ﴿٤﴾

داسې نه ده لکه څرنګه چې هغوی چې ګومان کړی، ژر به دغه دقرآن درواغ ګڼونکي دخپلو درواغ ګڼلو په بده پایله پوه شي. ثم كلا سيعلمون

ثُمَّ كَلَّا سَيَعْلَمُونَ ﴿٥﴾

بيا دهغوی لپاره ددې خبرې ټينګار کيږي

أَلَمْ نَجْعَلِ ٱلْأَرْضَ مِهَـٰدًۭا ﴿٦﴾

آيا ځمکه مو دهغوی لپاره داسې فرش نه ده ګرځولې چې پر هغې دبرکراره پاتې کېدو لپاره يې وړ وي؟!

وَٱلْجِبَالَ أَوْتَادًۭا ﴿٧﴾

او غرونه مو پر هغې دمېخونو غوندې ګرځولي چې له خوځېدو يې را ګرځوي. وخلقنكم أ زوجا

وَخَلَقْنَـٰكُمْ أَزْوَٰجًۭا ﴿٨﴾

او اې خلکو! تاسو مو جوړې جوړې پيداکړي ياست: ځينې له تاسې نارينه او ځينې ښځينه دي. وجعلنا نومكم سباتا

وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًۭا ﴿٩﴾

او ستاسو خوب مو له له نشاط څخه پرېکون ګرځولی ترڅو آرام وکړئ

وَجَعَلْنَا ٱلَّيْلَ لِبَاسًۭا ﴿١٠﴾

او شپه مو ستاسو لپاره دهغې په تياره دهغه جامو غوندې پټوونکې ګرځولې چې خپل شرمځايونه پرې پټوئ. مخ ۱ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَجَعَلْنَا ٱلنَّهَارَ مَعَاشًۭا ﴿١١﴾

او ورځ مو ډګر ګرځولې ده دکار او روزۍ پلټڼې لپاره. وبنينا فوقكم سبعا شدادا

وَبَنَيْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًۭا شِدَادًۭا ﴿١٢﴾

او جوړ کړې مو دې ستاسې له پاسه اووه آسمانونه چې ودانۍ یې کلکه او جوړښت یې غښتلی دی. وجعلنا سراجا وهاجا

وَجَعَلْنَا سِرَاجًۭا وَهَّاجًۭا ﴿١٣﴾

او لمر مو یو سخت روښانه او رڼا والا ډېوه ګرځولې ده

وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلْمُعْصِرَٰتِ مَآءًۭ ثَجَّاجًۭا ﴿١٤﴾

او هغه ته له نېږدې ورېځو مو دزياتو تویوونکو اوبو والا باران ورولی دی. ب لنخرج به ح اونباتا

لِّنُخْرِجَ بِهِۦ حَبًّۭا وَنَبَاتًۭا ﴿١٥﴾

ترڅو پرې ډول ډول دانې او ډول ډول شينګياوې را وباسو. وجنت ألفافا

وَجَنَّـٰتٍ أَلْفَافًا ﴿١٦﴾

او داسې باغونه پرې را وباسو چې دونو څانګې يې په يو بل کې دزيات ننوتلو له امله سره نېښتې وي

إِنَّ يَوْمَ ٱلْفَصْلِ كَانَ مِيقَـٰتًۭا ﴿١٧﴾

پرته له شکه دخلکو تر منځ دپرېکړې ورځ يو ژمنه شوی ټاکل شوی وخت دی چې شاتګ نه ترې کيږي

يَوْمَ يُنفَخُ فِى ٱلصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًۭا ﴿١٨﴾

په کومه ورځ چې پرېښته په ښکر کې ددويم ځل لپاره پوکی وکړي؛ نو اې خلکو! تاسې به ډلې ډلې راځئ

وَفُتِحَتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتْ أَبْوَٰبًۭا ﴿١٩﴾

او آسمان به پرانستل شي؛ نو هغه لره به دپرانېستو دروازو غوندې سوروي او سوړې وي

وَسُيِّرَتِ ٱلْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا ﴿٢٠﴾

او غرونه به داسې وچلول شي چې پر تيت ګرد به بدل شي، او رېګ غوندې به شي. مخ ۲ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إ ن جهن م كانت مرصادا

إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًۭا ﴿٢١﴾

پرته له شکه دوزخ منتظر څارنځی دی. للط غين مٔابا

لِّلطَّـٰغِينَ مَـَٔابًۭا ﴿٢٢﴾

دظالمانو لپاره دورګرځېدو ځای دی چې ور ګرځي به

لَّـٰبِثِينَ فِيهَآ أَحْقَابًۭا ﴿٢٣﴾

په هغو کې به دومره زياتې زمانې او وختونه اوسېدونکي وي چې هيڅ پای نه لري. لا يذوقون فيها بردا ولا شرابا

لَّا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًۭا وَلَا شَرَابًا ﴿٢٤﴾

په هغو کې به نه يخه هوا څکي چې ددوزخ ګرمي ورڅخه يخه کړي، او نه به داسې څښاک چې خوند پرې واخلي. إ ل احميما وغس اقا

إِلَّا حَمِيمًۭا وَغَسَّاقًۭا ﴿٢٥﴾

يوازې سختې ګرمې اوبه به څکي، او هغه څه چې ددوزخيانو له زوو بهيږي

جَزَآءًۭ وِفَاقًا ﴿٢٦﴾

هغه چې پر کوم کفر اولا ر ورکۍ وله هغې سره برابره بدله ده. إن هم كانوا لا يرجون حسابا

إِنَّهُمْ كَانُوا۟ لَا يَرْجُونَ حِسَابًۭا ﴿٢٧﴾

پرته له شکه هغوی په دنيا کې له هغوی سره په آخرت کې دالله له حسابه نه ډارېدل؛ ځکه هغوی پر بېرته را پورته کېدو باور نه لرلو، که چېرې هغوی له بېرته را پورته کېدو وېرېدلای هرومرو به يې پر الله ايمان راوړی و، او نېک عمل به يې کړی وای. وكذ بوا بٔايتنا كذ ابا

وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا كِذَّابًۭا ﴿٢٨﴾

او زمو پر رسول نازل کړل شوي زموږ ايتونه يې په درواغ ګنلو سره درواغ ګڼلي وو. وكل شىء أح ص ينهكتبا

وَكُلَّ شَىْءٍ أَحْصَيْنَـٰهُ كِتَـٰبًۭا ﴿٢٩﴾

او دهغوی له کړنو مو هرڅه ضبظ کړي او شمېرلي وو، او هغه يې دکړنو په پاڼو کې ليکل شوي وو. فذوقوا فلن نزيدكم إ ل اعذابا

فَذُوقُوا۟ فَلَن نَّزِيدَكُمْ إِلَّا عَذَابًا ﴿٣٠﴾

اې سرکښانو! دغه تلپاتې عذاب وڅکئ، هيڅکله به در زيات نه کړو مګر پر عذاب مو بل عذاب. مخ ۳ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إن للمتقين مفازا

إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا ﴿٣١﴾

پرته له شکه دهغو کسانو لپاره چې دخپل پالونکي دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، دهغوی لپاره دبريا ځای دی چې په خپله موخه کې به پکې بريالي کيږي او هغه جنت دی

حَدَآئِقَ وَأَعْنَـٰبًۭا ﴿٣٢﴾

باغونه او انګور دي. وكواعب أ ترابا

وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًۭا ﴿٣٣﴾

داسې پېغلې چې په عمر کې به ورسره برابرې وي. وكأ سا دهاقا

وَكَأْسًۭا دِهَاقًۭا ﴿٣٤﴾

او دشرابو ډکې پيالې لا يسمعون فيها لغوا ولا كذبا

لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًۭا وَلَا كِذَّٰبًۭا ﴿٣٥﴾

په جنت کې به باطلې خبرې نه اوري، او نه درواغ اوري، او نه ځينې يې ځينونورو ته درواغ وايي

جَزَآءًۭ مِّن رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابًۭا ﴿٣٦﴾

دا هر څه به له هغه څه څخه وي چې الله پر هغوی احسان او بسنه کوونکې لورېينه کړې ده

رَّبِّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ٱلرَّحْمَـٰنِ ۖ لَا يَمْلِكُونَ مِنْهُ خِطَابًۭا ﴿٣٧﴾

دآسمانونو او ځمکې پالونکی دی او دهغه څه رب دی چې دهغو دواړو ترمنځ دي، ددنيا او آخرت ډېر مهربان دی، او ټول چې په ځمکه کې او که په آسمان کې دي له هغه څخه پوښتنه نه شي کولای مګر داچې هغوی ته اجازه ورکړلفشي

يَوْمَ يَقُومُ ٱلرُّوحُ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ صَفًّۭا ۖ لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ ٱلرَّحْمَـٰنُ وَقَالَ صَوَابًۭا ﴿٣٨﴾

په کومه ورځ چې جبرئيل او پرېښتې کتار کتار ودريږي، او هغوی به دهيچا دسپارښت لپاره خبرې نه شي کولای مګر چاته چې رحمان دسپارښت اجازه ورکړي، او هغه سمه خبره وکړي لکه دتوحيد (يووالي) کلمه

ذَٰلِكَ ٱلْيَوْمُ ٱلْحَقُّ ۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ مَـَٔابًا ﴿٣٩﴾

دغه ستاسو لپاره بيان شوې هغه ورځ ده چې په رامنځته کېدو کې يې هيڅ شک نشته، اوس چې څوک په هغې کې دالله له عذابه ځان ژغورل غواړي؛ نو دداسې نېکو اعمالو لوري ته دې لا ر غوره کړي چې خپل پالونکی راضي کوي. مخ ۴ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّآ أَنذَرْنَـٰكُمْ عَذَابًۭا قَرِيبًۭا يَوْمَ يَنظُرُ ٱلْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ ٱلْكَافِرُ يَـٰلَيْتَنِى كُنتُ تُرَٰبًۢا ﴿٤٠﴾

اې خلکو! پرته له شکه موږ تاسو له هغه نېږدې عذابه وېرولي واست چې راځي به، په کومه ورځ چې به هر څوک په دنيا کې دخپل کړي عمل انتظار کوي، او کافر به له عذابه دخلاصون په هيله وايي: های کاشکي زه دڅارويو غوندې خاورې ګرځېدلی وای کله چې هغو څارويو ته دقيامت په ورځ وويل شي: خاورې شئ. مخ ۵ له ۵ moc.hgelp

زده کړه · النبأ — An-Naba

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې