کورتفسیرالمرسلات (٧٧)

تفسیر المرسلات — Al-Mursalaat (77)

مکي · ٥٠ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

وَٱلْمُرْسَلَـٰتِ عُرْفًۭا ﴿١﴾

الله دتېزو آسانو غوندې په پرله پسې بادونو لوړه وکړه

فَٱلْعَـٰصِفَـٰتِ عَصْفًۭا ﴿٢﴾

او پر سختو چلېدونکو بادونو يې لوړه وکړه

وَٱلنَّـٰشِرَٰتِ نَشْرًۭا ﴿٣﴾

او پر هغو بادونو يې لوړه وکړه چې باران خپروي

فَٱلْفَـٰرِقَـٰتِ فَرْقًۭا ﴿٤﴾

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې هغه څه را نازلوي چې حق له باطله بېلوي

فَٱلْمُلْقِيَـٰتِ ذِكْرًا ﴿٥﴾

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې وحي نازلوي. عذرا أو نذرا

عُذْرًا أَوْ نُذْرًا ﴿٦﴾

داسې وحي نازولي چې دالله له لوري دخلکو لپاره عذر وي، او دالله له عذابه دخلکو وېرونه وي. إ نما توعدون لوقع

إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَٰقِعٌۭ ﴿٧﴾

پرته له شکه ستاسو سره چې دبېرته راپورته کېدلو، حساب او بدلې کومه ژمنه کيږي هغه هرومرو رامنځته کېدونکې ده

فَإِذَا ٱلنُّجُومُ طُمِسَتْ ﴿٨﴾

نو کله چې دستورو رڼا ختمه شي او روښنايي له منځه ولاړه شي

وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ فُرِجَتْ ﴿٩﴾

او کله چې آسمان څيرې کړل شي ترڅو پرېښتې ترې را کوزې کړل شي

وَإِذَا ٱلْجِبَالُ نُسِفَتْ ﴿١٠﴾

او کله چې غرونه له خپلو ځايونو واېستل شي او ميده ميده کړل شي تردې چې ګرد وګرځي. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِذَا ٱلرُّسُلُ أُقِّتَتْ ﴿١١﴾

او کله چې رسولان يو ټاکلي وخت ته را غونډ کړل شي. لأى يوم أجلت

لِأَىِّ يَوْمٍ أُجِّلَتْ ﴿١٢﴾

پر امتونو دشاهدي ورکولو په موخه دلويې ورځې لپاره ځنډول شوی دی

لِيَوْمِ ٱلْفَصْلِ ﴿١٣﴾

دبندګانو تر منځ دپرېکړې دورځې لپاره، چې پر حقه به له باطل څخه او نېکبخته به له بدبخته بېل شي

وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا يَوْمُ ٱلْفَصْلِ ﴿١٤﴾

او اې رسوله! ته څه پوه يې چې دپرېکړې ورځ څه ده؟!. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿١٥﴾

په دغه ورځ به دهغو درواغ ګڼوکو لپاره تباهي، عذاب او زيان وي چې هغه څه درواغ ګڼي چې رسولان دالله له لوري ورسره راغلي دي

أَلَمْ نُهْلِكِ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٦﴾

آيا موږ پخواني امتونه تباه نه کړل کله يې چې پر الله کفر وکړ او خپل رسولان يې درواغجن وګڼل

ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ ٱلْـَٔاخِرِينَ ﴿١٧﴾

او بيا به له وروستنيو څخه درواغ ګڼونکي ورپسې کړو، نو داسې به يې تباه کړو لکه هغوی مو چې تباه کړي وو

كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِٱلْمُجْرِمِينَ ﴿١٨﴾

ددغو امتونو دتباهۍ غوندې موږ ګناهکاران تباه کوو چې دهغه څه درواغ ګڼونکي دي چې محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی دی. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿١٩﴾

په دغه ورځ به ددرواغ ګڼونکو لپاره دالله له لوري دمجرمانو دسزا له امله تباهي، عذاب او زيان وي

أَلَمْ نَخْلُقكُّم مِّن مَّآءٍۢ مَّهِينٍۢ ﴿٢٠﴾

اې خلکو! تاسې مو له سپکو لږو اوبو څخه نه ياست پيداکړي چې هغه نطفه ده. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فجعلنه فى قرار م كين

فَجَعَلْنَـٰهُ فِى قَرَارٍۢ مَّكِينٍ ﴿٢١﴾

نو دغه سپکې اوبه مو په يو خوندي ځای کې وساتلې چې هغه دښځې رحم دی. إ لى قدر م علوم

إِلَىٰ قَدَرٍۢ مَّعْلُومٍۢ ﴿٢٢﴾

تر يوې ټاکلې مودې پورې چې هغه دحمل موده ده

فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ ٱلْقَـٰدِرُونَ ﴿٢٣﴾

نو دپيدا شوي ماشوم صفت، اندازه، رنګ او داسې نور مو اندازه کړل، چې ددغو ټولو ښه اندازه کوونکي همدغه موږ يو. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿٢٤﴾

په دغه ورځ دالله دځواک درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی

أَلَمْ نَجْعَلِ ٱلْأَرْضَ كِفَاتًا ﴿٢٥﴾

آيا موږ ځمکه داسې نه ده ګرځولې چې ټول خلک را غونډوي

أَحْيَآءًۭ وَأَمْوَٰتًۭا ﴿٢٦﴾

ژوندي پر هغې داوسېدو او آبادولو په ډول را غونډوي او مړي په هغې کې دخښېدو په ډول

وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَٰسِىَ شَـٰمِخَـٰتٍۢ وَأَسْقَيْنَـٰكُم مَّآءًۭ فُرَاتًۭا ﴿٢٧﴾

او په هغې مو برقراره جګ جګ غرونه پيداکړي دي، چې له خوځېدو يې راګرځوي، او اې خلکو! تاسو مو په خوږو اوبو خړوبه کړي ياست؛ نو چا چې دغه پيداکړي دي هغه ستاسو له بېرته را پورته کولو څخه بې وسه نه دی. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿٢٨﴾

په دغه ورځ دالله دنعمتونو درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی

ٱنطَلِقُوٓا۟ إِلَىٰ مَا كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ ﴿٢٩﴾

او هغو کسانو ته به وويل شي چې هغه څه يې درواغ ګڼل چې رسولان يې ورسره ورته راغلي وو: اې درواغ ګڼونکو ولاړ شئ دهغه عذاب لوري ته چې تاسو به درواغ ګڼلو

ٱنطَلِقُوٓا۟ إِلَىٰ ظِلٍّۢ ذِى ثَلَـٰثِ شُعَبٍۢ ﴿٣٠﴾

ولاړ شئ داور ددود سيورې خوا ته چې دريو برخو ته وېشل شوی دی. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَّا ظَلِيلٍۢ وَلَا يُغْنِى مِنَ ٱللَّهَبِ ﴿٣١﴾

چې په هغو کې نه دسيوري يخوالی شته، او نه داور لمبه او ګرمي ګرځوي که چېرې تاسو ته در سوروی شي

إِنَّهَا تَرْمِى بِشَرَرٍۢ كَٱلْقَصْرِ ﴿٣٢﴾

بېشکه هغه اور لوی لوی بڅرکي غورځوي، هر بڅرکی يې په لوی والي کې دماڼۍ غوندې وي. كأنه جملت صفر

كَأَنَّهُۥ جِمَـٰلَتٌۭ صُفْرٌۭ ﴿٣٣﴾

هغه بڅرکي چې غورځول کيږي په تور والي او غټوالي کې لکه تور اوښان داسې وي. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿٣٤﴾

په دغه ورځ دالله دسزا درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی. هذا يوم لا ينطقون

هَـٰذَا يَوْمُ لَا يَنطِقُونَ ﴿٣٥﴾

دا داسې ورځ ده چې هغوی به پکې هيڅ خبرې نه شي کولای. ولا يؤذن لهم فيعتذرون

وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ ﴿٣٦﴾

او نه به هغوی ته اجازه ورکول کيږي چې له خپل کفر او ګناهونو څخه دخپل پالونکي لوري ته عذر وړاندې کړي، چې عذر يې بيا ومنل شي. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿٣٧﴾

په دغه ورځ ددغې ورځې دخبر ورکولو درواغ ګڼونکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی

هَـٰذَا يَوْمُ ٱلْفَصْلِ ۖ جَمَعْنَـٰكُمْ وَٱلْأَوَّلِينَ ﴿٣٨﴾

دغه دخلکو تر منځ دپرېکړې ورځ ده، تاسو او پخواني امتونه مو په يوه خاوره کې را ټول کړي ياست. فإن كان لكم كيد فكيدون

فَإِن كَانَ لَكُمْ كَيْدٌۭ فَكِيدُونِ ﴿٣٩﴾

که چېرې تاسې لره کوم چل وي چې دالله له عذابه پرې ځانونه ژغورلای شئ؛ نو چل مو زما پرخلاف ترسره کړئ. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿٤٠﴾

په دغه ورځ دپرېکړې دورځې ددرواغ ګڼوکو لپاره تباهي، عذاب او زيان دی. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى ظِلَـٰلٍۢ وَعُيُونٍۢ ﴿٤١﴾

پرته له شکه هغه کسان چې له خپل پالونکي څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ځان ساتلو ترې ډاريږي دجنت دونو په اوږده سيوري او روانو خوږو اوبو په چينو کې به وي. وفوكه مما يشتهون

وَفَوَٰكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَ ﴿٤٢﴾

او له هغو مېوو څخه به يې خوراک وي چې غواړي يې

كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ هَنِيٓـًٔۢا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٤٣﴾

او هغوی ته به ويل کيږي: له پاکو شيانو خوراک کوئ او له داسې خوندور څښاک څخه څښئ چې خرابي پکې نشته، دا دهغه نېکو کړنو له امله چې تاسې په دنيا کې کولې

إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ ﴿٤٤﴾

پرته له شکه ددغې بدلې غوندې چې تاسې ته مو درکړې ده موږ نېک عمله خلکو ته بدله ورکوو. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿٤٥﴾

په دغه ورځ دهغو کسانو لپاره تباهي، عذاب او تاوان دی چې هغه څه يې درواع ګڼل چې الله دمتقيانو (ځان ساتونکو) لپاره چمتو کړي و. كلوا وتمتعوا قليلا إ نكم م جرمون

كُلُوا۟ وَتَمَتَّعُوا۟ قَلِيلًا إِنَّكُم مُّجْرِمُونَ ﴿٤٦﴾

او درواغ ګڼونکو ته به ويل کيږي: خورئ او په دنيا کې لږ وخت له دنيوي خوندونو ګټه پورته کوئ، پرته له شکه تاسو پر الله دخپل کفر او دهغه درسولانو ددرواغ ګڼلو له امله مجرمان ياست. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿٤٧﴾

په دغه ورځ دهغو کسانو لپاره چې دبدلې پر ورځ دخپلې بدلې درواغ ګڼونکي دي تباهي، عذاب او تاوان دی

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱرْكَعُوا۟ لَا يَرْكَعُونَ ﴿٤٨﴾

او کله چې دغو درواغ ګڼونوکو ته وويل شي: دالله لپاره لمونځ وکړئ هغوی ورلره لمونځ نه کوي. ويل يومئذ للمكذبين

وَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿٤٩﴾

په دغه ورځ دواغ ګڼونکو لره چې په هغه څه کې رسولان درواغ ګني چې دالله له لوري ورسره راغلي تباهي، عذاب او تاوان دی. فبأى حديث بعده يؤمنون

فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَ ﴿٥٠﴾

کله يې چې دخپل پالونکي له لوري پر دغه نازل کړل شوي قرآن ايمان را نه وړ؛ نو له هغه پرته به پر بل څه شي هغوی ايمان راوړي؟ مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مخ ۶ له ۶ moc.hgelp

زده کړه · المرسلات — Al-Mursalaat

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې