هَلْ أَتَىٰ عَلَى ٱلْإِنسَـٰنِ حِينٌۭ مِّنَ ٱلدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْـًۭٔا مَّذْكُورًا ﴿١﴾
پرته له شکه پر انسان يوه اوږده موده داسې تېره شوه چې په هغې کې نشت واو هيڅ ياد يې نه و
کور›تفسیر›الإنسان (٧٦)
مدني · ٣١ آیتونه
هَلْ أَتَىٰ عَلَى ٱلْإِنسَـٰنِ حِينٌۭ مِّنَ ٱلدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْـًۭٔا مَّذْكُورًا ﴿١﴾
پرته له شکه پر انسان يوه اوږده موده داسې تېره شوه چې په هغې کې نشت واو هيڅ ياد يې نه و
إِنَّا خَلَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍۢ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَـٰهُ سَمِيعًۢا بَصِيرًا ﴿٢﴾
پرته له شکه موږ انسان دنارينه له اوبو او ښځينه له اوبو څخه ګډې شوې نطفې څخه پيدا کړ، پر هغو مسؤوليتونو يې ازمويو چې پرې لا زموو يې، نو بيا مو هغه اورېدونکی ليدونکی وګرځولو تر څو هغه څه تر سره کړي چې له شريعت څخه مو پر څه مکلف کړی دی
إِنَّا هَدَيْنَـٰهُ ٱلسَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًۭا وَإِمَّا كَفُورًا ﴿٣﴾
پرته له شکه موږ هغه لره دخپلو رسولانو پر ژبو دهدايت لا ر وښودله، چې پردې سره دهغه لپاره دلار ورکۍ لا ره څرګنده شوه، نو له دې وروسته به هغه يا نېغه لا ر مومي، چې مؤمن بنده او الله لره به شکر اېستونکی وي، او يا به ترې لا ر ورکی شي، چې کافر بنده دالله له آيتونو به نټه کوونکی وي
إِنَّآ أَعْتَدْنَا لِلْكَـٰفِرِينَ سَلَـٰسِلَا۟ وَأَغْلَـٰلًۭا وَسَعِيرًا ﴿٤﴾
پرته له شکه پر الله او دهغه پر رسولانو دکفر کوونکو لپاره موږ داسې ځنځیرونه چمتو کړي چې په اور کې به پرې کشکول کيږي، او داسې زندۍ چې په اور کې به پرې تړل کيږي، او لمبه وهونکی اور
إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍۢ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا ﴿٥﴾
پرته له شکه الله لره پيروي کوونکي مؤمنان به دقيامت په ورځ دشرابو له داسې ډکو پيالو څخه څښاک کوي چې دخوش بويي لپاره به کافور ورسره ګډ کړل شوي وي
عَيْنًۭا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ ٱللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًۭا ﴿٦﴾
دغه څښاک دپيروۍ کوونکو لپاره چمتو کړل شوی دی چې هغه يوه داسې چينه ده چې آسانه ترې ترلاسه کيږي داسې زياتې اوبه يې دي چې نه وچيږي، دالله بندګان به پرې اوبيږي، چېرې چې وغواړي بهوي به يې او بيايي به يې
يُوفُونَ بِٱلنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًۭا كَانَ شَرُّهُۥ مُسْتَطِيرًۭا ﴿٧﴾
او دهغو بندګانو صفتونه چې ترې څښي به، هغوی هغه عبادتونه ترسره کوي چې پر ځانونو يې لا زم کړي دي، او له هغې ورځې ډاريږي چې شر يې خپور او تيت دی او هغه دقيامت ورځ ده
وَيُطْعِمُونَ ٱلطَّعَامَ عَلَىٰ حُبِّهِۦ مِسْكِينًۭا وَيَتِيمًۭا وَأَسِيرًا ﴿٨﴾
او خواړه ورکوي سره له دې چې هغوی په داسې حال کې وي چې مينه ورسره لري ځکه چې اړتيا ورته لري او اشتهاء يې ورته کيږي، خو له بې وزلو، يتيمانو او بنديانو يې پر اړو خلکو خوري. مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ ٱللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَآءًۭ وَلَا شُكُورًا ﴿٩﴾
او په خپلو زړونو کې دا خبره پټوي چې هغوی يوازې دالله لپاره خواړه ورکوي، چې له هغوی دبدلې او هغوی ته په خپلو خوړو ورکولو بدله نه ترې غواړي. إنا نخاف من ر بنا يوما عبوسا قمطريرا
إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًۭا قَمْطَرِيرًۭا ﴿١٠﴾
پرته له شکه موږ په هغه ورځ له خپل پالونکي وېريږو چې دبدبختانو مخونه به دهغې دسختۍ او رسوايۍ له امله سخت تريو وي
فَوَقَىٰهُمُ ٱللَّهُ شَرَّ ذَٰلِكَ ٱلْيَوْمِ وَلَقَّىٰهُمْ نَضْرَةًۭ وَسُرُورًۭا ﴿١١﴾
الله به يې ددغې لويې ورځې له شره په خپله پېرزوينه وساتي، دهغوی ددرناوي په موخه به يې په مخونو کې روښنايي او رڼا او په زړونو کې يې خوشالي ورکړي وجزىهم بما صبروا جنة وحريرا
وَجَزَىٰهُم بِمَا صَبَرُوا۟ جَنَّةًۭ وَحَرِيرًۭا ﴿١٢﴾
او الله به هغوی ته بدله ورکړي، له دې امله چې هغوی پرطاعاتو صبر کړی، دالله پر هغه څه چې په تقدیر کې یې ورته لیکلي صبر کړی او له ګناهونو يې صبر کړی، داسې جنت به ورکړي چې خوندونه به پکې اخلي او داسې ورېښمينې جوړې چې اغوندي به يې
مُّتَّكِـِٔينَ فِيهَا عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ ۖ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًۭا وَلَا زَمْهَرِيرًۭا ﴿١٣﴾
او پر ښايسته کړل شويو تختونو به تکيه وهلي ناست وي، په دغه جنت کې به نه لمر ويني چې وړانګې يې زيان ور ورسوي، او نه سخت يخ، بلکې هغوی به په تلپاتې سيورې کې وي چې نه ګرمي وي ورسره او نه يخ. ودانيةعليهم ظللها وذللت قطوفها تذليلا
وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَـٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًۭا ﴿١٤﴾
دهغو سيوری به ورته نېږدې وي، او مېوې به يې دهغه چا لپاره اېل کړل شوې وي چې ترې خوري يې، نو په آسانۍ او سهولت به يې ترې خوري، په داسې ډول چې څنګ وهونکی، ناست او ولاړ به يې ترې خوړلای شي. ويطاف عليهم بٔانية من فض ة وأكواب كانت قواريرا
وَيُطَافُ عَلَيْهِم بِـَٔانِيَةٍۢ مِّن فِضَّةٍۢ وَأَكْوَابٍۢ كَانَتْ قَوَارِيرَا۠ ﴿١٥﴾
او پر هغوی به خادمان دسپينو زرو له لوښو سره ګرځي او دڅښاک صفا رنګه ګيلاسونو سره کله چې دهغوی دڅښلو اراده وي. قواريرامن فض ة قد روها تقديرا
قَوَارِيرَا۟ مِن فِضَّةٍۢ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًۭا ﴿١٦﴾
هغه به درنګ په صفاوالي کې دښېښې غوندې وي سره له دې چې هغه به دسپينو زرو وي، او په هغه اندازه به ډکې کړل شوې وي چې هغوی يې غواړي، نه به پرې زياتيږي او نه به کميږي. ويسقون فيها كأسا كان مزاجها زنجبيلا
وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًۭا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا ﴿١٧﴾
او دغو کسانو ته به چې درناوی يې شوی دی له زنجبيل (سونډ) سره ګډ کړل شوي شراب ورڅښل کيږي. عينا فيها تسم سلسبيلا
عَيْنًۭا فِيهَا تُسَمَّىٰ سَلْسَبِيلًۭا ﴿١٨﴾
په جنت کې له يوې داسې چينې څخه به څښاک کوي چې سلسبيل نوميږي. مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
۞ وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَٰنٌۭ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًۭا مَّنثُورًۭا ﴿١٩﴾
او پر هغوی به په جنت کې داسې هلکان ګرځي را ګرځي چې تل به ځوانان وي، کله يې چې وينې دهغوی دمخونو دتازه والي، او درنګونو دښايست او په خپله د هغوی دزياتوالي او بېلوالي له امله به پر هغوی دخپرو ورو ملغلرو ګومان کوې. وإذا رأيت ثم رأيت نعيما وملكا كبيرا
وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًۭا وَمُلْكًۭا كَبِيرًا ﴿٢٠﴾
او کله چې هلته په جنت کې څه وينې داسې نعمتونه به وينې چې بيان يې شونی نه وي، او داسې لويه پاچايي به وينې چې هيڅ پاچايي نه شي ورته نېږدې کېدلای
عَـٰلِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌۭ وَإِسْتَبْرَقٌۭ ۖ وَحُلُّوٓا۟ أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍۢ وَسَقَىٰهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًۭا طَهُورًا ﴿٢١﴾
او دهغوی پر بدنونو به شنې دوياړ جامې وي او هغه به له نازکو ورېښمو او له پېړو ورېښمو څخه وي، او هلته به له سپينو زرو ګاڼې ور اغوستل شوې وي، او الله به له هر ډول خرابۍ پاک شراب پرې وڅښي
إِنَّ هَـٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءًۭ وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا ﴿٢٢﴾
او هغوی ته به دهغوی ددرناوي په ډول ويل کيږي: پرته له شکه دغه نعمت چې تاسې ته درکړل شو دا ستاسو لپاره ستاسو دنېکو اعمالو بدله ده او عمل مو دالله پر وړاندې منل شوی دی
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْقُرْءَانَ تَنزِيلًۭا ﴿٢٣﴾
پرته له شکه اې رسوله! همدا موږ پر تا قرآن بېل بېل نازل کړ، او يوځای مو درباندې نازل نه کړ
فَٱصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ ءَاثِمًا أَوْ كَفُورًۭا ﴿٢٤﴾
نو هغه څه ته صبر کوه چې الله يې دتقدير او شريعت له مخې پرېکړه کوي، او دهيڅ ګناهکار پيروي مه کوه په هغه څه کې چې کومې ګناه ته بلنه کوي، او مه د کافر پيروي کوه چې کوم کفر ته بلنه کوي
وَٱذْكُرِ ٱسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةًۭ وَأَصِيلًۭا ﴿٢٥﴾
او خپل پالونکی دورځې په پيل کې دسهار په لمانځه يادوه، دماسپښين او دورځې په پای کې دمازديګر په لمانځه
وَمِنَ ٱلَّيْلِ فَٱسْجُدْ لَهُۥ وَسَبِّحْهُ لَيْلًۭا طَوِيلًا ﴿٢٦﴾
او هغه ياد کړه دشپې په دواړو لمونځونو سره: دماښام په لمانځه او دماخوستن په لمانځه، او له هغو دواړو وروسته بيا تهجد هم کوه
إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ يُحِبُّونَ ٱلْعَاجِلَةَ وَيَذَرُونَ وَرَآءَهُمْ يَوْمًۭا ثَقِيلًۭا ﴿٢٧﴾
بېشکه دغه مشرکان ددنيا ژوند خوښوي او دهغو حرص کوي، او دقيامت ورځ تر خپلو شاوو پرېږدي، او هغه درنه ورځ ده، ځکه په هغې کې سختۍ او کړاوونه دي. مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
نَّحْنُ خَلَقْنَـٰهُمْ وَشَدَدْنَآ أَسْرَهُمْ ۖ وَإِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَآ أَمْثَـٰلَهُمْ تَبْدِيلًا ﴿٢٨﴾
موږ هغوی پيداکړي دي او پيدايښت مو يې پياوړی کړی دی دهغوی دبندونو، غړيو او نورو شيانو په پياوړي کولو سره. او کله چې دهغوی تباه کول او په ورته خلکو يې بدلول وغواړو؛ نو تباه به يې کړو او بدل به يې کړو
إِنَّ هَـٰذِهِۦ تَذْكِرَةٌۭ ۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًۭا ﴿٢٩﴾
پرته له شکه دغه سورت يو نصيحت او پند دی، نو که څوک دداسې لا رې خپلول غواړي چې دخپل پالونکي رضا ته يې رسوي غوره يې دې کړي
وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًۭا ﴿٣٠﴾
او تاسو دالله دخوښې لوري ته لا ر نيول نه شئ غوښتئ مګر دا چې الله له تاسې دا وغواړي، نو امر ټول دالله په لا س کې دی، بېشکه الله پر هغه څه ښه پوه دی چې کوم څه يې دبندګانو لپاره سم دي، او کوم څه ورته سم نه دي، په خپل مخلوق، قدر او شريعت کې دحکمت والا دی
يُدْخِلُ مَن يَشَآءُ فِى رَحْمَتِهِۦ ۚ وَٱلظَّـٰلِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۢا ﴿٣١﴾
له بندګانو يې چې چاته خوښه شي په خپله لورېينه کې يې داخلوي، نو دايمان او نېک عمل توفيق ورکوي، او دکفر او ګناهونو له امله پر ځانونو دظلم کوونکو لپاره يې په آخرت کې دردوونکی عذاب چمتو کړی او هغه داور عذاب دی. مخ ۴ له ۴ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر