کورتفسیرالقيامة (٧٥)

تفسیر القيامة — Al-Qiyaama (75)

مکي · ٤٠ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

لَآ أُقْسِمُ بِيَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ ﴿١﴾

الله دقيامت پر ورځ لوړه وکړه په کومه ورخ چې خلک دمخلوقاتو پالونکي پر وړاندې دريږي

وَلَآ أُقْسِمُ بِٱلنَّفْسِ ٱللَّوَّامَةِ ﴿٢﴾

او پر پاک نفس يې لوړه وکړه کوم چې خپل څښتن په نېکو اعمالو کې پر کوتاهۍ دبدو کارونو په ترسره کولو ملامتوي، پر دغو دواړو شيانو يې لوړه وکړه چې هرومرو به خلک حساب او بدلې ته را پورته کوي

أَيَحْسَبُ ٱلْإِنسَـٰنُ أَلَّن نَّجْمَعَ عِظَامَهُۥ ﴿٣﴾

آيا انسان دا ګومان کوي چې موږ به يې له مرګ وروسته دبېرته را پورته کولو لپاره هډوکي را ټول نه کړو؟!

بَلَىٰ قَـٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّىَ بَنَانَهُۥ ﴿٤﴾

ولې نه، موږ له را ټولو سره دهغه دګوتو دسرونو پر بېرته راګرځولو داسې په سمه توګه پيدايښت ځواکمن يو لکه څنګه چې وو

بَلْ يُرِيدُ ٱلْإِنسَـٰنُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُۥ ﴿٥﴾

بلکې انسان دبېرته را پورته کېدو څخه په خپله نټه غواړي چې په راتلونکي کې هم پرته له کوم خنډ څخه خپلې بېلارۍ ته دوام ورکړي

يَسْـَٔلُ أَيَّانَ يَوْمُ ٱلْقِيَـٰمَةِ ﴿٦﴾

دقيامت دورځې دلرې ګنلو په توګه پوښتنه کوي: چې هغه به کله رامنځته کيږي؟

فَإِذَا بَرِقَ ٱلْبَصَرُ ﴿٧﴾

کله چې سترګې حيرانې شي او وارخطا شي کوم وخت چې هغه څه وويني چې درواغ يې ګڼل

وَخَسَفَ ٱلْقَمَرُ ﴿٨﴾

او دسپوږمۍ رڼا ولاړه شي

وَجُمِعَ ٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ ﴿٩﴾

او دلمر او سپوږمۍ ټیکلي يوځای کړل شي

يَقُولُ ٱلْإِنسَـٰنُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ ٱلْمَفَرُّ ﴿١٠﴾

په دغه ورځ به بدکاره انسان ووايي: چېرې به تېښته وي؟!. مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر كلا لا وزر

كَلَّا لَا وَزَرَ ﴿١١﴾

په دغه ورځ تېښته نشته، او نه دپناه ځای شته چې بدکاره پناه وروړي، او نه دخونديتوب څه شته چې پرې خوندي کړل شي

إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ ٱلْمُسْتَقَرُّ ﴿١٢﴾

اې رسوله! په دغه ورځ به ستا دپالونکي لور ته دحساب او بدلې لپاره ورګرځېدل او ورتګ وي

يُنَبَّؤُا۟ ٱلْإِنسَـٰنُ يَوْمَئِذٍۭ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ ﴿١٣﴾

په دغه ورځ به انسان پر هغه څه خبر کړل شي چې کوم اعمال يې مخکې کړي او کوم يې وروسته کړي دي

بَلِ ٱلْإِنسَـٰنُ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ بَصِيرَةٌۭ ﴿١٤﴾

بلکې انسان پر ځان شاهد دی چې دهغه غړي به پر هغه څه شاهدي ورکوي چې کومه ګناه يې کړې ده. ولو ألق معاذيره

وَلَوْ أَلْقَىٰ مَعَاذِيرَهُۥ ﴿١٥﴾

که څه هم له داسې عذرونو سره راشي چې له ځانه پرې دفاع کوي چې هغه هيڅ بد کار نه دی کړی خو ګټه به ورته ونه رسوي

لَا تُحَرِّكْ بِهِۦ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِۦٓ ﴿١٦﴾

اې رسوله! ته پر قرآن خپله ژبه ژر ژر مه ښوروه چې بيړه کوونکی وې چې در څخه هېر نه شي. إن علينا جمعه وقرءانه

إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُۥ وَقُرْءَانَهُۥ ﴿١٧﴾

پرته له شکه زموږ پر ذمه ستا لپاره ستا په سينه کې دهغه را جمع کول او ستا پر ژبه دهغه دلوستلو اثبات دی

فَإِذَا قَرَأْنَـٰهُ فَٱتَّبِعْ قُرْءَانَهُۥ ﴿١٨﴾

کله چې پر تا زموږ استازی جبرئيل قرآن لولي؛ نو دهغه لوستلو ته غوږه نيسه او اوره يې. ثم إن علينا بيانه

ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُۥ ﴿١٩﴾

بيا پرته له شکه ستا لپاره دهغه تفسير هم پر موږ دی

كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ ٱلْعَاجِلَةَ ﴿٢٠﴾

هيڅکله نه، امر داسې نه دی لکه تاسې چې دبېرته را پورته کېدو دناشونتيا دعوی کوئ، تاسو پوهېږئ چې څوک ستاسو پر لومړي ځل پيداکولو ځواکمن دی هغه به مو له مرګ وروسته له را ژوندي کولو عاجزه نه شي، خو ستاسو لخوا دبېرته را پورته کېدو ددرواغ ګڼلولا مل هغه ستاسو ددنيا له ژوند سره مينه ده چې په بيړه پای ته رسېدونکی دی. مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَتَذَرُونَ ٱلْـَٔاخِرَةَ ﴿٢١﴾

او ستاسو لخوا دآخرت هغه ژوند پرېښودل دي چې لا ر يې دهغو پيرويو ترسره کول دي چې الله امر درته پرې کړی، او دهغو نارواو پرېښودل دي چې ترې منع کړي يې ياست. وجوه يومئ ذ ن اضرة

وُجُوهٌۭ يَوْمَئِذٍۢ نَّاضِرَةٌ ﴿٢٢﴾

په دغه ورځ به دايمان او نېکبختۍ دڅښتنانو مخونه داسې تازه وي چې رڼا به لري. إ لى ربها ناظرة

إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٌۭ ﴿٢٣﴾

خپل پالونکي ته به کتونکي وي چې پر دغه به خوند اخېستونکي وي. ووجوه يومئ ذباسرة

وَوُجُوهٌۭ يَوْمَئِذٍۭ بَاسِرَةٌۭ ﴿٢٤﴾

او دکفر او بدبختۍ دڅښتنانو مخونه به په دغه ورځ تريو وي. تظن أن يفعل بها فاقرة

تَظُنُّ أَن يُفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌۭ ﴿٢٥﴾

او باور به کوي چې لوی عذاب او دردوونکی عذاب به پرې نازليږي

كَلَّآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلتَّرَاقِىَ ﴿٢٦﴾

امر به داسې نه وي لکه څنګه چې مشرکانو فکر کړی چې هغوی کله مړه شي عذاب به نه ورکول کيږي، کله چې له هغوی ديوه روح دسينې لوړې برخې ته ورسيږي

وَقِيلَ مَنْ ۜ رَاقٍۢ ﴿٢٧﴾

او ځينې خلک ځينو ته ووايي: څوک به دغه دم کړي، کېدای شي جوړ شي؟!

وَظَنَّ أَنَّهُ ٱلْفِرَاقُ ﴿٢٨﴾

او څوک چې په ځنکندن کې وي په هغه ورځ دا باور وکړي چې په مرګ سره له دنيا يې بېلتون دی

وَٱلْتَفَّتِ ٱلسَّاقُ بِٱلسَّاقِ ﴿٢٩﴾

او ددنيا دپای ته رسېدو او آخرت دپيل کېدو سختۍ سره يوځای شي

إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ ٱلْمَسَاقُ ﴿٣٠﴾

کله چې دغه حاصل شي مړی به دخپل پالونکي لورې ته روان کړل شي. مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فلا صد ق ولا صل

فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّىٰ ﴿٣١﴾

کافر خو نه پر هغه څه باور درلود چې دهغه (الله) رسول ور سره راغلی واو نه يې دالله پاک لپاره لمونځ کړی و. ولكن كذب وتولى

وَلَـٰكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ ﴿٣٢﴾

خو هغه څه يې درواغ وګڼل چې دهغه رسول ورسره راغلی واو مخ يې ترې واړولو

ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ يَتَمَطَّىٰٓ ﴿٣٣﴾

بيا دغه کافر خپلې کورنۍ ته ولاړ په داسې حال کې چې په خپل تګ کې يې له لويۍ خيال کولو. أولى لك فأ ولى

أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰ ﴿٣٤﴾

نو الله کافر ته ګواښ وکړ چې دهغه عذاب پرې را وګرځېدی او ورته نېږدې شو

ثُمَّ أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰٓ ﴿٣٥﴾

بیا یې دتاکید په توګه جمله بیا تکرار کړه او ویې ویل: آيا انسان دا ګڼي چې خوشې (چيټي) به پرېښودل شي؟

أَيَحْسَبُ ٱلْإِنسَـٰنُ أَن يُتْرَكَ سُدًى ﴿٣٦﴾

آيا انسان دا ګومان کوي چې الله به دهغه همداسې پرېښودونکی وي پرته له دې چې پر شريعت يې مکلف کړي؟. ألم يك نطفة من م نى يمن

أَلَمْ يَكُ نُطْفَةًۭ مِّن مَّنِىٍّۢ يُمْنَىٰ ﴿٣٧﴾

آيا دغه انسان يوه ورځ دمني نطفه نه وه چې په رحم کې څڅول کېده. ثم كان علقة فخلق فسو

ثُمَّ كَانَ عَلَقَةًۭ فَخَلَقَ فَسَوَّىٰ ﴿٣٨﴾

بيا له دې وروسته هغه دټينګې وينې يوه ټوټه وه، بيا الله هغه پيدا کړ، او پيدايښت يې برابر کړ

فَجَعَلَ مِنْهُ ٱلزَّوْجَيْنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰٓ ﴿٣٩﴾

نو له خپل جنسه يې دوه ډولونه وګرځول: نارينه او ښځينه؟!

أَلَيْسَ ذَٰلِكَ بِقَـٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يُحْـِۧىَ ٱلْمَوْتَىٰ ﴿٤٠﴾

آيا هغه ذات چې انسان يې له نطفې، بيا دوينې له ټوټې پيدا کړ له نوي سره دحساب او بدلې لپاره دمړيو پر ژوندي کولو ځواکمن نه دی؟! ولې نه، پرته له شکه هغه ځواکمن دی. مخ ۴ له ۴ moc.hgelp

زده کړه · القيامة — Al-Qiyaama

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې