يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمُدَّثِّرُ ﴿١﴾
اې په خپلو جامو کې ځان پټوونکیه! ( او هغه نبي صلی الله عليه وسلم دی). قم فأ نذر
کور›تفسیر›المدثر (٧٤)
مکي · ٥٦ آیتونه
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمُدَّثِّرُ ﴿١﴾
اې په خپلو جامو کې ځان پټوونکیه! ( او هغه نبي صلی الله عليه وسلم دی). قم فأ نذر
قُمْ فَأَنذِرْ ﴿٢﴾
پاڅېږه او دالله له عذابه وېرول وکړه. وربك فكبر
وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ ﴿٣﴾
او دپالونکي لويي دې بيان کړه. وثيابك فطهر
وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ ﴿٤﴾
او ځان دې له ګناهونو پاک کړه او جامې دې له پليتيو پاکې کړه
وَٱلرُّجْزَ فَٱهْجُرْ ﴿٥﴾
او دبوتانو له لمانځنې لرې اوسه. ولا تمنن تستكثر
وَلَا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ ﴿٦﴾
او پر خپل پالونکي دې احسان مه باروه چې دې نېک عمل زیات ګڼې
وَلِرَبِّكَ فَٱصْبِرْ ﴿٧﴾
او له کومې ستونزې سره چې مخ کېږې خپل پالونکي ته صبر پرې کوه
فَإِذَا نُقِرَ فِى ٱلنَّاقُورِ ﴿٨﴾
نو کله چې په ښکر (شپېلۍ) کې دويم ځل پوکړل شي. فذلك يومئذ يوم عسير
فَذَٰلِكَ يَوْمَئِذٍۢ يَوْمٌ عَسِيرٌ ﴿٩﴾
بیا دغه ورځ سخته ورځ وي
عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ غَيْرُ يَسِيرٍۢ ﴿١٠﴾
پر هغو کسانو چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې کفر کړی وي آسانه به نه وي. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ذرنى ومن خلقت وحيدا
ذَرْنِى وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًۭا ﴿١١﴾
اې رسوله! ما او هغه څوک سره پرېږده چې دمور په ګېده کې مې يې يوازې پرته له مال او اولاده پيدا کړی (چې هغه دمغيره زوی وليد دی). وجعلت له مالا ممدودا
وَجَعَلْتُ لَهُۥ مَالًۭا مَّمْدُودًۭا ﴿١٢﴾
او هغه لره مې ډېر مال ورکړ. وبنين شهودا
وَبَنِينَ شُهُودًۭا ﴿١٣﴾
او هغه لره مې له هغه سره حاضر زامن پيداکړل چې په محفلونو کې ورسره حاضريږي دهغه دزيات مال له امله دسفر لپاره نه ورڅخه بېليږي. ومهدت له تمهيدا
وَمَهَّدتُّ لَهُۥ تَمْهِيدًۭا ﴿١٤﴾
او هغه لره مې په ژوند، روزۍ او اولاد کې پراخه پراخي ورکړه. ثم يطمع أن أزيد
ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ ﴿١٥﴾
بيا هم هغه پر ما دخپل کفر له امله هيله لري چې زه به هغه ته ور زيات کړم وروسته تردې چې دغه ټول مې ورکړي دي
كَلَّآ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ لِـَٔايَـٰتِنَا عَنِيدًۭا ﴿١٦﴾
چاره به داسې نه وي لکه څنګه چې هغه فکر کړی، پرته له شکه هغه زموږ پر رسول زموږ لخوا دنازل کړل شويو آيتونو لپاره ضد کوونکی دهغو درواغ ګڼونکی و. سأ رهقه صعودا
سَأُرْهِقُهُۥ صَعُودًا ﴿١٧﴾
ژر به هغه پر داسې سخت عذاب مکلف کړم چې زغملی به يې نه شي. إ نه فك ر وقد ر
إِنَّهُۥ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ﴿١٨﴾
دغه کافر چې پورته نعمتونه مو پرې لورولې و، فکر یې وکړ چې دقران دغلط ثابتولو لپاره څه ووایې، په سوچ کې یې پدې اړه اټکل وکړ. فقتل كيف قد ر
فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿١٩﴾
دالله له رحمتې دې لیرې وي او په عذاب دې کړای شي، څرنګه اندازه یې ولګوله. ثم قتل كيف قدر
ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿٢٠﴾
بيا دې پرې لعنت وي او په عذاب دې شي څنګه خبره يې جوړه کړه. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ثم نظر
ثُمَّ نَظَرَ ﴿٢١﴾
بيا يې په هغه څه کې بيا کتنه او فکر وکړ چې ويل يې. ثم عبس وبسر
ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ﴿٢٢﴾
بيا يې مخ تريو او بړوس کړ کله يې چې هغه څه ونه موندل چې په قرآن کې پرې عيب ووايي
ثُمَّ أَدْبَرَ وَٱسْتَكْبَرَ ﴿٢٣﴾
بيا يې ايمان ته شا کړه او دنبي صلی الله عليه وسلم له پيروۍ يې لویې وکړه
فَقَالَ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا سِحْرٌۭ يُؤْثَرُ ﴿٢٤﴾
نو ويې ويل: دا چې محمد ورسره راغلی دالله کلام نه دی، بلکې کوډې دي چې له بل څخه يې روايت کوي
إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا قَوْلُ ٱلْبَشَرِ ﴿٢٥﴾
دا دالله کلام نه دی، بلکې دانسانانو خبرې دي. سأ ص ليه سقر
سَأُصْلِيهِ سَقَرَ ﴿٢٦﴾
ژر به دغه کافر ددوزخ له طبقو څخه يوې طبقې ته ننباسم، چې هغه سقر ده چې ګرمي به يې ګالي
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا سَقَرُ ﴿٢٧﴾
او اې محمده ته څه پوهېږې چې سقر حه دی؟!. لا تبقى ولا تذر
لَا تُبْقِى وَلَا تَذَرُ ﴿٢٨﴾
هغه له عذاب ورکړل شوي څخه هيڅ هم نه پریږدي مګر پرې راوړي، او نه يې پرېږدي، بيا راګرځي لکه څنګه چې و، بيا پرې راوړي، او همداسې يې تکراروي. لو احة للبشر
لَوَّاحَةٌۭ لِّلْبَشَرِ ﴿٢٩﴾
سخت سوځوونکی او دپوستکو بدلوونکی دی. عليها تسعة عشر
عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ﴿٣٠﴾
پر هغه نولس پرېښتې ګومارل شوې چې هغوی يې ساتونکې دي. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَمَا جَعَلْنَآ أَصْحَـٰبَ ٱلنَّارِ إِلَّا مَلَـٰٓئِكَةًۭ ۙ وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةًۭ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِيَسْتَيْقِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ وَيَزْدَادَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِيمَـٰنًۭا ۙ وَلَا يَرْتَابَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْمُؤْمِنُونَ ۙ وَلِيَقُولَ ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ وَٱلْكَـٰفِرُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَـٰذَا مَثَلًۭا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ ۚ وَمَا هِىَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْبَشَرِ ﴿٣١﴾
ى او موږ ددوزخ ساتونکي نه دي ګرځولي مګر پرېښتې، چې بشر دهغوی توان نه لري، او دهغوی دغه شمېر مو يوازې دهغو کسانو لپاره ازموينه ګرځولې ده چې پر الله يې کفر کړی، ترڅو هغه څه ووايي چې وايي يې، نو پر هغوی عذاب څو برابره کړي او ترڅو هغه يهود باور وکړي چې تورات ورکړل شوی او هغه نصارا چې انجيل ورکړل شوی دی، کله چې قرآن نازلېده دهغوی دکتابونو تصدیق کوونکی و، ترڅو دمؤمنانو ايمان زيات شي، کله چې هغوی له اهل کتابو سره موافق شي، يهود، نصار او مؤمنان شک نه کوي، او ترڅو په ايمان کې تردد کوونکي او کافران ووايي: الله پر دغه عجيب شمېر دڅه اراده کړې ده، لکه له دغه شمېر څخه د منکر لا ر ورکي، او پر هغه درېښتيني بلونکي لا رښوونه، الله چې دچا لا ر ورکي وغواړي پرې لا ر ورکی کوي يې او دچا چې لا رښوونه وغواړي لا رښوونه يې پرې کوي، او ستا دپالونکي لښکرې دهغوی دزياتوالي له امله يوازې الله ته معلومې دي، او اور يوازې دبشر لپاره يوه يادونه ده چې دالله پاک عظمت پرې پېژني
كَلَّا وَٱلْقَمَرِ ﴿٣٢﴾
وينا داسې نه ده لکه څنګه چې ځينې مشرکان ګومان کوي چې دهغه ملګري ددوزخ دڅوکيدارانو لپاره بسنه کوي ترڅو يې ترې وباسي، الله پر سپوږمۍ لوړه وکړه
وَٱلَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ ﴿٣٣﴾
او په شپه يې لوړه وکړه کله چې وګرځي
وَٱلصُّبْحِ إِذَآ أَسْفَرَ ﴿٣٤﴾
او پر سهار يې لوړه وکړه کله چې رڼا شي
إِنَّهَا لَإِحْدَى ٱلْكُبَرِ ﴿٣٥﴾
بېشکه ددوزخ اور يو له لويو بلاوو څخه دی. نذيرا للبشر
نَذِيرًۭا لِّلْبَشَرِ ﴿٣٦﴾
دانسانانو لپاره ډاروونکی او وېروونکی دی
لِمَن شَآءَ مِنكُمْ أَن يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَ ﴿٣٧﴾
اې خلکو! له تاسې څخه دهغه لپاره چې پر الله ايمان راوړلو او نېک عمل ته وړاندې کېدل غواړي او يا دکفر او ګناهونو له امله وروسته پاتې کېدل. كل نفسبما كسبت رهينة
كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ ﴿٣٨﴾
هر څوک په خپلو کړو اعمالو کې نيولی شوی دی، يا به يې اعمال تباه کوي او يا به يې خلاصوي او له تباهۍ به يې ژغوري. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِلَّآ أَصْحَـٰبَ ٱلْيَمِينِ ﴿٣٩﴾
پرته له مؤمنانو ځکه هغوی پر خپلو ګناهونو نه نيول کيږي، بلکې تر هغو ور تېريږي ځکه هغوی لره نېک عمل شته
فِى جَنَّـٰتٍۢ يَتَسَآءَلُونَ ﴿٤٠﴾
او هغوی به دقيامت په ورځ په جنتونو کې ځينې يې له ځينو پوښتنې کوي
عَنِ ٱلْمُجْرِمِينَ ﴿٤١﴾
له هغو کافرانو څخه چې خپل ځانونه يې دګناهونو په ترسره کولو تباه کړي دي. ما سلككم فى سقر
مَا سَلَكَكُمْ فِى سَقَرَ ﴿٤٢﴾
هغوی به ورته وايي: څه شي دوزخ ننه اېستئ؟
قَالُوا۟ لَمْ نَكُ مِنَ ٱلْمُصَلِّينَ ﴿٤٣﴾
نو کافران به په دې ويلو سره ځواب ورکوي: موږ له هغو کسانو څخه نه وو چې ددنيا په ژوند کې يې فرضي لمنځونه کول
وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ ٱلْمِسْكِينَ ﴿٤٤﴾
او نه مو بې وزله ته خواړه ورکول کوم چې الله موږ ته راکړي و
وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ ٱلْخَآئِضِينَ ﴿٤٥﴾
او له اهل باطل سره به تاوېدلو چېرې به چې هغوی تاوېدل، او دلارورکو او بې لا رو سره مو خبرې کولې
وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ ٱلدِّينِ ﴿٤٦﴾
او دبدلې ورځ مو درواغ ګڼله
حَتَّىٰٓ أَتَىٰنَا ٱلْيَقِينُ ﴿٤٧﴾
او په درواغ ګڼلو کې مو زياته سرکښي وکړه تردې چې مرګ راته راغی، نو زموږ او دتوبې ترمنځ خڼد وګرځېدی
فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَـٰعَةُ ٱلشَّـٰفِعِينَ ﴿٤٨﴾
دقيامت په ورځ به له پرېښتو، نبيانو او نېکانو څخه دسپارښت کوونکو منځګړيتوب هغوی ته ګټه ونه رسوي، ځکه دسپارښتنې له شرطونو څخه دا دي چې دچا سپارښتنه کيږي له هغه به الله راضي وي. مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَمَا لَهُمْ عَنِ ٱلتَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ ﴿٤٩﴾
څه شي دغه مشرکان له قرآنه مخ اړوونکي ګرځولي دي؟!. كأن هم حمر م ستنفرة
كَأَنَّهُمْ حُمُرٌۭ مُّسْتَنفِرَةٌۭ ﴿٥٠﴾
هغوی په مخ اړولو او له هغه څخه په تېښته کې لکه وحشي خره داسې دي چې ډېر سخت ترېدلي وي. فرت من قسورة
فَرَّتْ مِن قَسْوَرَةٍۭ ﴿٥١﴾
له زمري څخه له وېرې تښتېدلي وي
بَلْ يُرِيدُ كُلُّ ٱمْرِئٍۢ مِّنْهُمْ أَن يُؤْتَىٰ صُحُفًۭا مُّنَشَّرَةًۭ ﴿٥٢﴾
بلکې هر یو له دغو مشرکانو غواړي چې دهغه له سر سره دې داسې غوړېدلی کتاب وي چې پردې خبره يې خبروي چې محمد دالله له لورې رسول دی، ددې خبرې لا مل ددلايلو کموالی او دحجتونو کمزوري نه ده، بلکې هغه عناد او لويي ده
كَلَّا ۖ بَل لَّا يَخَافُونَ ٱلْـَٔاخِرَةَ ﴿٥٣﴾
امر داسې نه دی، بلکې دهغوی په لا رورکۍ کې دزيادت لا مل دا دی چې هغوی دآخرت پر عذاب ايمان نه لري؛ نو پر خپل کفر پاتې دي
كَلَّآ إِنَّهُۥ تَذْكِرَةٌۭ ﴿٥٤﴾
خبر اوسئ بېشکه دغه قرآن يو نصيحت او ور يادوونکی دی
فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ ﴿٥٥﴾
نو څوک چې غواړي قرآن ولولي او نصيحت ترې واخلي ودې لولي او نصيحت دې ترې واخلي
وَمَا يَذْكُرُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ ۚ هُوَ أَهْلُ ٱلتَّقْوَىٰ وَأَهْلُ ٱلْمَغْفِرَةِ ﴿٥٦﴾
او يوازې هغه خلک ترې نصيحت اخېتسلای شي چې الله دهغوی نصيحت اخېستل وغواړي، الله پاک ددې وړ دی چې دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کول ترې وېره وشي، او ددې واک لري چې دبندګانو ګناهونه يې وبښي کله چې هغوی توبه ورته وباسي. مخ ۶ له ۶ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر