يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمُزَّمِّلُ ﴿١﴾
اې په خپلو جامو کې ځان نغاړونکيه ( يعني نبي صلی الله عليه وسلم)
کور›تفسیر›المزمل (٧٣)
مکي · ٢٠ آیتونه
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْمُزَّمِّلُ ﴿١﴾
اې په خپلو جامو کې ځان نغاړونکيه ( يعني نبي صلی الله عليه وسلم)
قُمِ ٱلَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًۭا ﴿٢﴾
له کمې برخې پرته په نوره شپه کې لمونځ کوه
نِّصْفَهُۥٓ أَوِ ٱنقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا ﴿٣﴾
که دې خوښه شي تر نيمايي شپې لمونځ کوه، او يا له نيمايي هم کمه برخه ترڅو درېيمې برخې ته ورسېږې
أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ ٱلْقُرْءَانَ تَرْتِيلًا ﴿٤﴾
او يا پرې زيات کړه، ترڅو له دريو دوو برخو ته ورسېږې، او کله چې قرآن لولې څرګند يې لوله او په لوستلو کې يې له کرارۍ کار اخله. إ نا سنلقى عليك قولا ثقيلا
إِنَّا سَنُلْقِى عَلَيْكَ قَوْلًۭا ثَقِيلًا ﴿٥﴾
اې رسوله! پرته له شکه موږ پرتا قرآن نازلوو، چې هغه درنده وينا ده؛ ځکه په هغې کې فرائض، حدود، حکمونه، آداب او داسې نور دي
إِنَّ نَاشِئَةَ ٱلَّيْلِ هِىَ أَشَدُّ وَطْـًۭٔا وَأَقْوَمُ قِيلًا ﴿٦﴾
دشپې په حصو کې لوستل ډیر ښه وي او زړه دقرءت سره خورا زیات برابر وي
إِنَّ لَكَ فِى ٱلنَّهَارِ سَبْحًۭا طَوِيلًۭا ﴿٧﴾
پرته له شکه ستا لپاره له ورځې په خپلو کړنو کې بوختيا ده، چې دهغو له امله له لوستلو يې بوختېږې، نو دشپې لمونځ کوه
وَٱذْكُرِ ٱسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلًۭا ﴿٨﴾
او الله په ډول ډول يادونو يادوه، او دالله پاک عبادت ته په بشپړ بېلوالي سره په اخلاص ځان بېل کړه. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
رَّبُّ ٱلْمَشْرِقِ وَٱلْمَغْرِبِ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ فَٱتَّخِذْهُ وَكِيلًۭا ﴿٩﴾
دختيځ رب او دلوېديځ رب دی، له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، نو همغه وکيل ونيسه چې په خپلو ټولو چارو کې پرې بروسه کوې
وَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَٱهْجُرْهُمْ هَجْرًۭا جَمِيلًۭا ﴿١٠﴾
او له ملنډو او ښکنځلو پر هغه څه صبر کوه چې درواغ ګڼونکي يې وايي، او په داسې ډول ترې بېل شه چې هيڅ اذيت پکې نه وي
وَذَرْنِى وَٱلْمُكَذِّبِينَ أُو۟لِى ٱلنَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا ﴿١١﴾
او ددنيا په مزو ګټه اخېستونکو، درواغ ګڼونکو په کيسه کې مه کېږه، ما او هغوی پرېږده، او هغوی ته لږ موده انتظار وکړه تر څو يې وخت را ورسيږي
إِنَّ لَدَيْنَآ أَنكَالًۭا وَجَحِيمًۭا ﴿١٢﴾
پرته له شکه په آخرت کې موږ سره درنې زولنې دي او بلېدونکی اور دی. وطعاما ذا غص ة وعذابا أليما
وَطَعَامًۭا ذَا غُصَّةٍۢ وَعَذَابًا أَلِيمًۭا ﴿١٣﴾
او داسې خواړه چې دسخت تریخوالي له امله به په مرۍ کې نېښلي، او دردوونکی عذاب، چې دا پر هغه مخکېنيو زيات شی وي
يَوْمَ تَرْجُفُ ٱلْأَرْضُ وَٱلْجِبَالُ وَكَانَتِ ٱلْجِبَالُ كَثِيبًۭا مَّهِيلًا ﴿١٤﴾
دغه عذاب به په هغه ورځ درواغ ګڼونکو ته رسېدونکی وي په کومه ورځ چې ځمکه او غرونه ولړزيږي، او غرونه به دحالت دسختوالي له امله بهېدونکي تيت رېګ غوندې وي
إِنَّآ أَرْسَلْنَآ إِلَيْكُمْ رَسُولًۭا شَـٰهِدًا عَلَيْكُمْ كَمَآ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ رَسُولًۭا ﴿١٥﴾
پرته له شکه موږ تاسو ته يو رسول درلېږلی وو چې دقيامت په ورځ ستاسو پر کړنو شاهد وي لکه څنګه مو چې فرعون ته يو رسول لېږلی وچې هغه موسی عليه السلام و
فَعَصَىٰ فِرْعَوْنُ ٱلرَّسُولَ فَأَخَذْنَـٰهُ أَخْذًۭا وَبِيلًۭا ﴿١٦﴾
خو فرعون دخپل پالونکي لخوا ور لېږل شوي رسول څخه سرغړونه وکړه، نو هغه ته مو په دنيا کې په ډوبولو سخت عذاب ورکړ، او په آخرت کې داور عذاب، نو تاسې له خپل رسول څخه سرغړونه مه کوئ چې همغه څه به در ورسيږي چې هغه ته رسېدلي و. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَكَيْفَ تَتَّقُونَ إِن كَفَرْتُمْ يَوْمًۭا يَجْعَلُ ٱلْوِلْدَٰنَ شِيبًا ﴿١٧﴾
که چېرې تاسې پر الله کفر وکړئ او رسول يې درواغجن وبولئ؛ نو په هغه سخته اوږده ورځ به څنګه ځانونه ساتئ او خوندي کوئ چې دوړو ماشومانو سرونه به دهغې ورځې دسختوالي او اوږدوالي له امله سپين شي
ٱلسَّمَآءُ مُنفَطِرٌۢ بِهِۦ ۚ كَانَ وَعْدُهُۥ مَفْعُولًا ﴿١٨﴾
آسمان به دهغې له سختۍ څخه چا ودېدونکی وي، او دالله ژمنه هرومرو ترسره کېدونکې ده
إِنَّ هَـٰذِهِۦ تَذْكِرَةٌۭ ۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًا ﴿١٩﴾
پرته له شکه دغه نصيحت چې دهغه څه پر بيان مشتمل دی چې دقيامت په ورځ به کوم بد حالت او سختي وي دا يو پند دی چې مؤمنان ترې ګټه پورته کوي، نو څوک چې دخپل پالونکي لوري ته درسوونکې لا رې غوره کوونکی وو هغه غوره کړه
۞ إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَىٰ مِن ثُلُثَىِ ٱلَّيْلِ وَنِصْفَهُۥ وَثُلُثَهُۥ وَطَآئِفَةٌۭ مِّنَ ٱلَّذِينَ مَعَكَ ۚ وَٱللَّهُ يُقَدِّرُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ ۚ عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۖ فَٱقْرَءُوا۟ مَا تَيَسَّرَ مِنَ ٱلْقُرْءَانِ ۚ عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَىٰ ۙ وَءَاخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِى ٱلْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ ٱللَّهِ ۙ وَءَاخَرُونَ يُقَـٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ فَٱقْرَءُوا۟ مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ ۚ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَقْرِضُوا۟ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًۭا ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍۢ تَجِدُوهُ عِندَ ٱللَّهِ هُوَ خَيْرًۭا وَأَعْظَمَ أَجْرًۭا ۚ وَٱسْتَغْفِرُوا۟ ٱللَّهَ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۢ ﴿٢٠﴾
ر ى ه اې رسوله! پرته له شکه ستا پالونکی پوهيږي چې ته کله دشپې له دريو پر دوو کمو برخو کې لمونځ کوې، او کله بيا تر نيمايي شپې درېږې، او کله بيا تر درېيمې پورې، او يوه ډله هغه مؤمنان هم دريږي چې ستا سره دي، او الله شپه او روځ حسابوي، او ساعتونه يې شمېري، او هغه پاک ذات پوه دی چې تاسې يې دساعتونو په ضبط او شمېرلو نه توانېږئ، دموخې په لټولو کې دډېرې برخې درېدل درباندې سختيږي، نو ځکه يې ستاسو توبه قبوله کړه، چې له شپې څومره درته آسانه وي لمونځ وکړئ، او اې مؤمنانو! الله پوهيږي چې له تاسو به ځينې داسې ناروغان وي چې ناروغۍ به په ستونزه کې اچولي وي، او نور به سفر کوي چې دالله روزي به لټوي، او ځينې نور به له کافرانو سره جنګيږي تر څو دالله رضا تر لا سه کړي او دالله کلمه لوړه شي، نو پر دغو کسانو دشپې درېدل سختيږي، نو څومره چې درته آسانه وي دومره لمونځ وکړئ، او فرضي لمونځ په بشپړه توګه وکړئ، او دخپلو مالونو زکات مو ورکړئ، او خپل مالونه مو دالله په لا ر کې ولګوئ، او کوم خير چې د ځانونو لپاره وړاندې کوئ، هغه به غوره او دثواب له پلوه زيات ومومئ، او له الله څخه بښنه وغواړئ، پرته له شکه الله له خپلو بندګانو يې چې څوک توبه وباسي دهغو بښونکی دی او پر هغوی مهربان دی. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر