قُلْ أُوحِىَ إِلَىَّ أَنَّهُ ٱسْتَمَعَ نَفَرٌۭ مِّنَ ٱلْجِنِّ فَقَالُوٓا۟ إِنَّا سَمِعْنَا قُرْءَانًا عَجَبًۭا ﴿١﴾
اې رسوله! خپل امت ته ووايه: الله راته وحي کړې ده چې زما دقرآن لوستلو ته په نخله (دیو ځای نوم دی) ناو کې يوې ډلې پېريانو غوږ ونيولو، کله چې هغوی خپل قوم ته ورغلل ويې ويل: پرته له شکه موږ يو داسې لوستل شوی کلام واورېدلو چې په بيان او فصاحت کې حيرانوونکی و
يَهْدِىٓ إِلَى ٱلرُّشْدِ فَـَٔامَنَّا بِهِۦ ۖ وَلَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَآ أَحَدًۭا ﴿٢﴾
دغه کلام چې موږ واورېدلو په اعتقاد، وينا او عمل کې پر حق دلالت کوي؛ نو موږ هم ايمان پرې راوړو، او له خپل پالونکي سره به چې هغه يې نازل کړی دی هيڅکله څوک شريک نه کړو
وَأَنَّهُۥ تَعَـٰلَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا ٱتَّخَذَ صَـٰحِبَةًۭ وَلَا وَلَدًۭا ﴿٣﴾
او ايمان مو راوړ پردې چې زموږ دپالونکي شان او لويي ډېره لوړه ده، نه يې مېرمن او نه يې زوی نيولی لکه څنګه چې مشرکان وايي
وَأَنَّهُۥ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى ٱللَّهِ شَطَطًۭا ﴿٤﴾
او دا چې ابليس پر الله داسې ناحقه خبرې تړلې چې هغه پاک ذات يې دمېرمنې او زوی نسبت کولو
وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن تَقُولَ ٱلْإِنسُ وَٱلْجِنُّ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًۭا ﴿٥﴾
او موږ دا ګومان کړی وچې له انسانانو او پېريانو به مشرکان درواغ نه وايي کله چې هغوی دا ګومان کولو چې هغه (الله) لره مېرمن او زوی شته؛ نو موږ دهغوی په پيروي کولو سره دهغوی وينا رېښتينې وګڼله هغوی پسې په پټو سترګو لاړو
وَأَنَّهُۥ كَانَ رِجَالٌۭ مِّنَ ٱلْإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍۢ مِّنَ ٱلْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًۭا ﴿٦﴾
او دا چې په جاهليت کې له انسانانو ځينو سړيو دپېريانو پر ځينو سړيو پورې پناه غوښته کله به چې کوم ډاروونکي ځای ته راتلل؛ نو له هغوی به يوه ويل: ددغې شېلې (ناو) پر سردار دهغه دقوم له احمقانو پناه غواړم، چې دانسانانو دسړيو وېره او ډار به دپېريانو دسړيو له لوري لا زياته شوه
وَأَنَّهُمْ ظَنُّوا۟ كَمَا ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَبْعَثَ ٱللَّهُ أَحَدًۭا ﴿٧﴾
اې پېريانو لکه تاسې چې ګومان کړی وو انسانانو هم همداسې ګومان وکړ چې پرته له شکه الله به هيڅکله هيڅوک دهغه له مرګ وروسته بېرته دحساب او بدلې لپاره را پورته نه کړي
وَأَنَّا لَمَسْنَا ٱلسَّمَآءَ فَوَجَدْنَـٰهَا مُلِئَتْ حَرَسًۭا شَدِيدًۭا وَشُهُبًۭا ﴿٨﴾
او دا چې دآسمان خبر مو ولټولو؛ نو آسمان مو له پرېښتو څخه پر داسې پياوړو څوکيدارانو ډک وموندی چې هغه يې دهغو خبرو له غلا څخه ساتلو چې موږ يې کوو، او له لمبه کوونکي اوره ډک چې هر هغه څوک پرې وېشتل کيږي چې آسمان ته نېږدې کيږي. مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَـٰعِدَ لِلسَّمْعِ ۖ فَمَن يَسْتَمِعِ ٱلْـَٔانَ يَجِدْ لَهُۥ شِهَابًۭا رَّصَدًۭا ﴿٩﴾
او دا چې پخوا به موږ له آسمانه داسې ځايونه نيول چې له هغو به مو هغه څه ته غوږ نيولو چې پرېښتو سره ويل؛ نو دځمکې کاهنان (غيب ویلو دعوه کوونکي) به مو پرې خبرول، او اوس حال بدلون موندلی، اوس چې له موږ څوک غوږ نيسي دهغه لپاره چمتو کړل شوی لمبه وهونکی اور مومي، کله چې ور نېږدې شي هغه اور پرې راخوشې کړل شي؛ نو ويې سوځوي
وَأَنَّا لَا نَدْرِىٓ أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَن فِى ٱلْأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًۭا ﴿١٠﴾
او موږ نه پوهيږو چې ددغې سختې څوکيدارۍ لا مل څه دی؛ آيا دځمکې دخلکو لپاره دشر اراده کړل شوې ده، او يا دا چې الله دهغوی لپاره خير غوښتی، له موږ دآسمان خبر پرې شو
وَأَنَّا مِنَّا ٱلصَّـٰلِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَٰلِكَ ۖ كُنَّا طَرَآئِقَ قِدَدًۭا ﴿١١﴾
او دا چې دپېريانو ډلې: له موږ ځينې ځان ساتونکي نېکان دي، او ځينې را څخه کافران او بې لا ري دي؛ موږ بېلابېل ډولونه او دمختلفو غوښتنو څښتنان يو
وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن نُّعْجِزَ ٱللَّهَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَن نُّعْجِزَهُۥ هَرَبًۭا ﴿١٢﴾
او دا چې موږ باور وکړ چې پرته له شکه موږ له الله پاک څخه نه پاتې کېږو که چېرې هغه دکوم امر اراده راته وکړي او نه به په تېښته ترې خلاص شو ځکه هغه پر موږ چاپېر دی
وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا ٱلْهُدَىٰٓ ءَامَنَّا بِهِۦ ۖ فَمَن يُؤْمِنۢ بِرَبِّهِۦ فَلَا يَخَافُ بَخْسًۭا وَلَا رَهَقًۭا ﴿١٣﴾
او دا چې کله موږ هغه قرآن واورېدلو چې سمې لا رې ته ښوونه کوي ايمان مو پرې راوړ؛ نو څوک چې پر خپل پالونکي ايمان راوړي هغه دخپلو نېکيو له کمېدو نه وېريږي او نه به دکومې داسې ګناه څخه چې دهغه پخوانيو ګناهونو ته ور زياته کړل شي
وَأَنَّا مِنَّا ٱلْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا ٱلْقَـٰسِطُونَ ۖ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ تَحَرَّوْا۟ رَشَدًۭا ﴿١٤﴾
او دا چې له موږ ځينې الله ته په پيروۍ غاړه اېښودونکي مسلمانان دي، او ځينې له سمې او نېغې لا رې ظالمان دي، نو چاچې الله ته په پيروۍ او نېک عمل غاړه کېښوده همدوی هغه کسان دي چې لا رښوونه او سمه لا ر يې غوره کړې ده
وَأَمَّا ٱلْقَـٰسِطُونَ فَكَانُوا۟ لِجَهَنَّمَ حَطَبًۭا ﴿١٥﴾
او کوم چې له سمې او نېغې لا رې اوښتي ظالمان دي؛ نو هغوی به ددوزخ خس خاشاک وي چې له دوی ته ورته انسانانو سره به يوځای سوزول کيږي
وَأَلَّوِ ٱسْتَقَـٰمُوا۟ عَلَى ٱلطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَـٰهُم مَّآءً غَدَقًۭا ﴿١٦﴾
او لکه څنګه چې الله دا وحي ورته وکړه چې له پېريانو ځينې کسانو غوږ ونيوی، دا وحي يې هم ورته کړې وه چې که پېريان او انسانان داسلام پر لا ر نېغ روان شي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، الله به هرومرو هغوی پر ډېرو اوبو خړوبه کړي، او په ډول ډول نعمتونو به يې مرسته وکړي
لِّنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَمَن يُعْرِضْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِۦ يَسْلُكْهُ عَذَابًۭا صَعَدًۭا ﴿١٧﴾
ترڅو يې پکې وازمویو چې آيا دالله پر نعمتونو شکر کوي او که کفر پرې کوي؟ او څوک چې له قرآن او په هغه کې له شته پندونو څخه مخ اړوي پالونکی به يې داسې سخت عذاب ته ننباسي چې زغملای به يې نه شي. مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَأَنَّ ٱلْمَسَـٰجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا۟ مَعَ ٱللَّهِ أَحَدًۭا ﴿١٨﴾
او دا چې جوماتونه يوازې هغه پاک ذات لره دي نه بل چا لره؛ نو له الله سره پکې هيڅوک مه رابولئ، چې ديهودو او نصارا وو غوندې به شئ په خپلو عبادت ځايونو کې
وَأَنَّهُۥ لَمَّا قَامَ عَبْدُ ٱللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا۟ يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًۭا ﴿١٩﴾
او دا چې کله دالله بنده محمد صلی الله عليه وسلم ولاړ شو چې په نخله (مقام) ناو کې دخپل پالونکي عبادت وکړي، نېږدې وچې پېريان دهغه دقرآن لوستلو ته د غوږ نيولو پر مهال دزيات ازدحام له امله پر هغه پاس له پاسه شي
قُلْ إِنَّمَآ أَدْعُوا۟ رَبِّى وَلَآ أُشْرِكُ بِهِۦٓ أَحَدًۭا ﴿٢٠﴾
اې رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: پرته له شکه زه يوازې خپل پالونکی را بولم، او په عبادت کې بلرهرڅوک چې وي نه یې ورسره شريکوم
قُلْ إِنِّى لَآ أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّۭا وَلَا رَشَدًۭا ﴿٢١﴾
هغوی ته ووايه: زه له تاسې څخه نه دهغه ضرر ايسارولو توان لرم چې الله درته ليکلی وي، او نه دهغې ګټې راوړلو واک لرم چې الله درڅخه ايساره کړې وي
قُلْ إِنِّى لَن يُجِيرَنِى مِنَ ٱللَّهِ أَحَدٌۭ وَلَنْ أَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلْتَحَدًا ﴿٢٢﴾
هغوی ته ووايه: هيڅکله به مې هيڅوک له الله څخه ونه ژغوري که سرغړونه ترې وکړم، او هيڅکله به له هغه پرته دپناه ځای ونه مومم چې پناه ور وړم
إِلَّا بَلَـٰغًۭا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِسَـٰلَـٰتِهِۦ ۚ وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ لَهُۥ نَارَ جَهَنَّمَ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ﴿٢٣﴾
خو زه چې دڅه واک لرم هغه داچې هغه څه رسوم چې الله يې تاسو ته درسولو امر راته کړی دی، او هغه پيغام رسوم چې تاسو ته يې ورسره لېږلی يم، چا چې له الله او دهغه له رسوله سرغړونه وکړه؛ نو پايله يې دوزخ ته ننوتل دي چې تل ترتله به پکې وي، هيڅکله به نه ترې وځي
حَتَّىٰٓ إِذَا رَأَوْا۟ مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرًۭا وَأَقَلُّ عَدَدًۭا ﴿٢٤﴾
او کافران به تل پر خپل کفر وي تردې چې دقيامت په ورځ هغه عذاب وويني چې په دنيا کې يې ژمنه ورسره کېدله، هغه مهال به هغوی ژر پوه شي چې دچا ملاتړی کمزوری و، او ژر به پوه شي چې څوک دمرستندويانو له پلوه کم دی
قُلْ إِنْ أَدْرِىٓ أَقَرِيبٌۭ مَّا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُۥ رَبِّىٓ أَمَدًا ﴿٢٥﴾
اې رسوله! دغو له بېرته را پاڅېدلو څخه نټه کوونکو مشرکانو ته ووايه: زه نه پوهېږم چې آيا هغه عذاب نېږدې دی چې ژمنه يې درسره کيږي او يا دا چې هغه لره کوم داسې وخت شته چې يوازې الله پرې پوهيږي
عَـٰلِمُ ٱلْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَىٰ غَيْبِهِۦٓ أَحَدًا ﴿٢٦﴾
هغه پاک ذات پر ټولو پټو پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، نو پر خپلو پټو هيڅوک هم نه خبروي، بلکې يوازې دهغه تر پوهې ځانګړي دي. مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
إِلَّا مَنِ ٱرْتَضَىٰ مِن رَّسُولٍۢ فَإِنَّهُۥ يَسْلُكُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦ رَصَدًۭا ﴿٢٧﴾
مګر هغه رسول ته چې دالله پاک ورته رضا وي، چې پر هغه څه به يې خبر کړي چې ورته خوښه يې وي، له رسول مخکې او تر هغه وروسته ساتونکې پرېښتې لېږي، چې ساتنه يې کوي، تردې چې له رسول پرته پر دغه هيڅوک هم خبر نه شي. ليعلم أن قد أبلغوا رسلت ربهم وأحاط بما لديهم وأحص كل شىء عددا
لِّيَعْلَمَ أَن قَدْ أَبْلَغُوا۟ رِسَـٰلَـٰتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَىٰ كُلَّ شَىْءٍ عَدَدًۢا ﴿٢٨﴾
په دې هيله چې استازی پوه شي چې رسولانو دهغه له لورې دخپل پالونکي هغه پيغامونه چې درسولو امر يې ورته کړی وپه سمه توګه رسولي دي ځکه الله پر هغو د پاملرنې له پلوه چاپېر دی، او الله پر هغه څه دپوهې له پلوه چاپېر دی چې له پرېښتو او رسولانو سره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، او هرڅه يې شمېرلي دي، نو له هغه پاک ذات څخه هيڅ هم نه پټيږي. مخ ۴ له ۴ moc.hgelp