کورتفسیرنوح (٧١)

تفسیر نوح — Nooh (71)

مکي · ٢٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

إِنَّآ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦٓ أَنْ أَنذِرْ قَوْمَكَ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿١﴾

پرته له شکه موږ نوح دهغه قوم ته ولېږلو چې را ويې بولي ترڅو هغوی ووېروي مخکې تردې چې پر الله دشرک له امله پر هغوی دردوونکی عذاب راشي. قال يقوم إنى لكم نذير م بين

قَالَ يَـٰقَوْمِ إِنِّى لَكُمْ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌ ﴿٢﴾

نوح خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! پرته له شکه زه تاسو لره دهغه عذاب له راتلو څخه وېروونکی يم چې انتظار مو کوي که چېرې تاسو الله ته توبه ونه باسئ

أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ ﴿٣﴾

تاسو لره زما دوېرولو غوښتنه دا ده چې درته ووايم: يوازې الله ولمانځئ، له هغه سره څه مه شريکوئ، دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم

يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ مُّسَمًّى ۚ إِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ إِذَا جَآءَ لَا يُؤَخَّرُ ۖ لَوْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٤﴾

پرته له شکه که تاسې دا وکړئ، الله به مو هغه ګناهونه در وبښي چې دبندګانو ترحقوقو تړاو نه لري، او دالله په پوهه کې تر يوې ټاکلې نېټې به مو په ژوند کې موده دروغځوي، ځمکه به آبادوئ که چېرې پردې ټينګ ودرېدئ، پرته له شکه مرګ چې کله راشي بيا نه ځنډيږي، که چېرې تاسې پوهېدلای؛ نو پر الله ايمان راوړلو او له هغه شرک اولا ر ورکۍ به مو توبه اېستلو ته بيړه کړې وای چې پرې ياست. قال رب إنى دعوت قومى ليلا ونهارا

قَالَ رَبِّ إِنِّى دَعَوْتُ قَوْمِى لَيْلًۭا وَنَهَارًۭا ﴿٥﴾

نوح وويل: اې زما پالونکيه! پرته له شکه ما مې خپل قوم په پرله پسې ډول شپه او رځ ستا لمانځلو او ستا يووالي ته رابللو

فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَآءِىٓ إِلَّا فِرَارًۭا ﴿٦﴾

نو هغوی لره زما بلنې يوازې دهغوی کرکه او له هغه څه لېرې والی ور زيات کړل چې ورته را بولم يې

وَإِنِّى كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوٓا۟ أَصَـٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَٱسْتَغْشَوْا۟ ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا۟ وَٱسْتَكْبَرُوا۟ ٱسْتِكْبَارًۭا ﴿٧﴾

او هر کله به مې چې هغوی هغه څه ته رابلل چې دهغوی دبښنې لا مل کېدل لکه يوازې ستا لمانځل، ستا او ستا درسول پيروۍ ته، خپل غوږونه به يې په خپلو ګوتو پټول، ترڅو زموږ دبلنې اورېدل منع کړي، او مخونه به يې په خپلو جامو پټول تر څو ما ونه ويني، او پر شرک پاتې کېدو ته يې دوام ورکولو او دهغه څه له منلو او باور کولو يې لويي کوله چې ورته را بلل مې. ثم إنى دعوتهم جهارا

ثُمَّ إِنِّى دَعَوْتُهُمْ جِهَارًۭا ﴿٨﴾

بيا مې اې زما پالونکيه! هغوی په ښکاره راوبلل

ثُمَّ إِنِّىٓ أَعْلَنتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًۭا ﴿٩﴾

بيا مې هغوی ته خپل آواز په بلنه اوچت کړ، او پټ په پټه مې راوبلل، او په ټيټ آواز مې راوبلل، دخپلې بلنې کړنلارې مې ورته بېلابېلې کړې. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَقُلْتُ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارًۭا ﴿١٠﴾

او هغوی ته مو وويل: اې زما قومه! له خپل پالونکي مو په توبه کولو بښنه وغواړئ، پرته له شکه هغه پاک ذات له بندګانو دهغه چا دګناهونو زيات بښونکی دی چې توبه ورته وباسي

يُرْسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًۭا ﴿١١﴾

که چېرې تاسې دا کار وکړ الله به پر تاسې پرله پسې باران واوروي کله چې مو اړتيا ورته پيداشي، نو وچکالي به نه درته رسيږي. ويمددكم بأمول وبنين ويجعل ل كم جنت ويجعل ل كم أنهرا

وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوَٰلٍۢ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّـٰتٍۢ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَـٰرًۭا ﴿١٢﴾

او زيات مالونه او اودلادونه به درکړي، او باغونه به درته پيداکړي چې مېوې ترې خورئ، او داسې ويالې به درته پيداکړي چې تاسو يې ترې څښئ او کښتونه او څاروي مو پرې خړوبوئ. م الكم لا ترجون لله وقارا

مَّا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًۭا ﴿١٣﴾

اې زما قومه! ستاسو څه حال دی دالله له لويۍ وېره نه لرئ چې پرته له پروا کولو يې نافرماني کوئ؟! وقد خلقكم أط وارا

وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا ﴿١٤﴾

په داسې حال کې چې تاسې يې پړاو په پړاو له نطفې بيا له وينې او بيا له غوښې پيداکړي ياست

أَلَمْ تَرَوْا۟ كَيْفَ خَلَقَ ٱللَّهُ سَبْعَ سَمَـٰوَٰتٍۢ طِبَاقًۭا ﴿١٥﴾

آيا تاسې نه وينئ چې الله اوه آسمانونه څه ډول پيداکړي دي، يو آسمان دبل له پاسه؟!

وَجَعَلَ ٱلْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًۭا وَجَعَلَ ٱلشَّمْسَ سِرَاجًۭا ﴿١٦﴾

او ددنيا په آسمان کې يې له هغو څخه سپوږمۍ دځمکې دخلکو لپاره رڼا او لمر رڼا ورکوونکی وګرځاوه

وَٱللَّهُ أَنۢبَتَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ نَبَاتًۭا ﴿١٧﴾

او الله تاسې له ځمکې داسې پيداکړي ياست چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړی، بيا تاسې هغه څه خورئ چې ځمکه يې را شنه کوي. ثم يعيدكم فيها ويخرجكم إخراجا

ثُمَّ يُعِيدُكُمْ فِيهَا وَيُخْرِجُكُمْ إِخْرَاجًۭا ﴿١٨﴾

بيا به مو له مرګ وروسته بېرته پکې ورستانه کړي، بيا به مو له هغې څخه په بېرته راپورته کولو ترې وباسي

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ بِسَاطًۭا ﴿١٩﴾

او الله ستاسو لپاره ځمکه داوسېدو په موخه غوړولې چمتو کړې ګرځولې ده. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر لتسلكوا منها سبلا فجاجا

لِّتَسْلُكُوا۟ مِنْهَا سُبُلًۭا فِجَاجًۭا ﴿٢٠﴾

په دې هيله چې دحلالې روزۍ په موخه دهغې په پراخه لا رو کې ولاړ شئ

قَالَ نُوحٌۭ رَّبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِى وَٱتَّبَعُوا۟ مَن لَّمْ يَزِدْهُ مَالُهُۥ وَوَلَدُهُۥٓ إِلَّا خَسَارًۭا ﴿٢١﴾

نوح وويل: اې زما پالونکيه! پرته له شکه زما قوم په هغه څه کې له ما سرغړونه وکړه چې ما ستا يووالي او يوازې ستا لمانځلو ته رابلل، او له هغوی ښکته خلکو يې د خپلو هغو مشرانو پيروي وکړه چې تا پر مال او اولاد نازولي وو، نو ستا پېرزوينې هغوی ته يوازې لا رورکي ور زياته کړه. ومكروا مكرا كبارا

وَمَكَرُوا۟ مَكْرًۭا كُبَّارًۭا ﴿٢٢﴾

او له هغوی يې لويانو ډېره لويه دسيسه جوړه کړې ده چې کشران يې دنوح پر خلاف رادوپارول. وقالوا لا تذرن ءالهتكم ولا تذرن و اولا سواعا ولا يغوث ويعوق ونسرا

وَقَالُوا۟ لَا تَذَرُنَّ ءَالِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّۭا وَلَا سُوَاعًۭا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًۭا ﴿٢٣﴾

او هغوی خپلو پيروانو ته وويل: دخپلو معبودانو لمانځل مه پرېږدئ، او دخپلو بوتانو: ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر لمانځل مه پرېږدئ

وَقَدْ أَضَلُّوا۟ كَثِيرًۭا ۖ وَلَا تَزِدِ ٱلظَّـٰلِمِينَ إِلَّا ضَلَـٰلًۭا ﴿٢٤﴾

او هغوی پر خپلو دغو بوتانو ډېر خلک بې لا رې کړل، او اې زما پالونکيه! ته هم پر ځان ظلم کوونکو ته پر کفر او ګناهونو يې له ټينګار پرته له حقه له لا رورکۍ پرته بل څه مه ور زياتوه

مِّمَّا خَطِيٓـَٔـٰتِهِمْ أُغْرِقُوا۟ فَأُدْخِلُوا۟ نَارًۭا فَلَمْ يَجِدُوا۟ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ أَنصَارًۭا ﴿٢٥﴾

دخپلو هغو ګناهو له امله يې چې ترسره کړې يې وې په دنيا کې په طوفان سره ډوب کړای شول، او وروسته له مرګه يې سملاسي اور ته ننه اېستل شول؛ نو دالله پر وړاندې يې داسې مرستندويان ونه موندل چې له ډوبېدو او اوره يې وژغوري

وَقَالَ نُوحٌۭ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى ٱلْأَرْضِ مِنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ دَيَّارًا ﴿٢٦﴾

او نوح وويل کله چې الله پردې خبره خبر کړ چې له قومه يې له هغه چا پرته چې ايمان يې راوړی نور څوک هيڅکله ايمان نه راوړي: اې زما پالونکيه! له کافرانو يوڅوک هم پر زمکه مه پرېږده چې وګرځي او وخوځيږي

إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا۟ عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوٓا۟ إِلَّا فَاجِرًۭا كَفَّارًۭا ﴿٢٧﴾

اې زموږ پالونکيه! بېشکه که ته هغوی پرېږدې او مهلت ورکړې ستا مؤمن بندګان به لا رورکي کړي، او يوازې داسې خلک به وزيږوي چې فاجران دي ستا پيروي نه کوي او داسې سخت کافران چې ستا دنعمتونو شکر نه کوي

رَّبِّ ٱغْفِرْ لِى وَلِوَٰلِدَىَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِىَ مُؤْمِنًۭا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ وَلَا تَزِدِ ٱلظَّـٰلِمِينَ إِلَّا تَبَارًۢا ﴿٢٨﴾

اې زما پالونکيه دګناهونو بښنه مې راته وکړې، مور او پلار ته مې بښنه وکړې، او هغه چاته بښنه وکړې چې زما کور ته دمؤمن په ډول ننوځي، او مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو ته بښنه وکړې او دکفر او ګناهونو له امله پر ځانونو ظلم کوونکو ته له تباهۍ او زيان پرته بل څه مه ور زياتوه. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp

زده کړه · نوح — Nooh

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې