سَأَلَ سَآئِلٌۢ بِعَذَابٍۢ وَاقِعٍۢ ﴿١﴾
له مشرکانو يو غوښتونکي دخپل ځان او قوم پر خلاف دعذاب غوښتنه وکړه چې که چېرې دغه عذاب راتلونکی وي، په داسې حال کې چې دا دهغه له لوري ملنډې وې، او هغه دقيامت په ورځ پېښېدونکی دی. للكفرين ليس له دافع
کور›تفسیر›المعارج (٧٠)
مکي · ٤٤ آیتونه
سَأَلَ سَآئِلٌۢ بِعَذَابٍۢ وَاقِعٍۢ ﴿١﴾
له مشرکانو يو غوښتونکي دخپل ځان او قوم پر خلاف دعذاب غوښتنه وکړه چې که چېرې دغه عذاب راتلونکی وي، په داسې حال کې چې دا دهغه له لوري ملنډې وې، او هغه دقيامت په ورځ پېښېدونکی دی. للكفرين ليس له دافع
لِّلْكَـٰفِرِينَ لَيْسَ لَهُۥ دَافِعٌۭ ﴿٢﴾
(هغه عذاب) پر الله دکفر کوونکو لپاره دی، ددغه عذاب لپاره څوک ايساروونکی نشته
مِّنَ ٱللَّهِ ذِى ٱلْمَعَارِجِ ﴿٣﴾
دمرتبې، درجو، فضيلتونو او نعمتونو دڅښتن له لورې دی
تَعْرُجُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍۢ كَانَ مِقْدَارُهُۥ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍۢ ﴿٤﴾
هغه ته پرېښتې او جبرئيل په دغو درجو کې ورخېژي، دقيامت په ورځ چې هغه دومره اوږده ورځ ده چې اندازه يې پنځوس زره کاله ده
فَٱصْبِرْ صَبْرًۭا جَمِيلًا ﴿٥﴾
نو اې رسوله! داسې صبر کوه چې هيڅ وير او شکايت پکې نه وي. إن هم يرونه بعيدا
إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُۥ بَعِيدًۭا ﴿٦﴾
هغوی دغه عذاب لېرې او پېښېدل يې ناشوني ګڼي. ونرىه قريبا
وَنَرَىٰهُ قَرِيبًۭا ﴿٧﴾
او موږ هغه نېږدې هرومرو پېښېدونکی وينو
يَوْمَ تَكُونُ ٱلسَّمَآءُ كَٱلْمُهْلِ ﴿٨﴾
په کومه ورځ چې آسمان به دسرو زرو او ميسو غوندې ويلې شي
وَتَكُونُ ٱلْجِبَالُ كَٱلْعِهْنِ ﴿٩﴾
او غرونه به په سپکوالي کې دوړۍ غوندې وي. ولا يسٔل حميمحميما
وَلَا يَسْـَٔلُ حَمِيمٌ حَمِيمًۭا ﴿١٠﴾
او يو خپل به دبل خپل حال نه پوښتي، ځکه هر يو به په خپل ځان بوخت وي. مخ ۱ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يُبَصَّرُونَهُمْ ۚ يَوَدُّ ٱلْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِى مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍۭ بِبَنِيهِ ﴿١١﴾
هر انسان به خپل دوست ويني چې نه به ترې پټيږي، خو له دې سره به هيڅوک له بل چا څخه دحالت دسختوالي له امله پوښتنه نه کوي، څوک چې داور وړ ګرځېدلی هغه به خوښوي چې خپل اولادونه دبدلې په ډول وړاندې کړي. وصحبته وأخيه
وَصَـٰحِبَتِهِۦ وَأَخِيهِ ﴿١٢﴾
او مېرمن او وروڼه يې په بدله کې ورکړي
وَفَصِيلَتِهِ ٱلَّتِى تُـْٔوِيهِ ﴿١٣﴾
او له کورنۍ يې هغه خپلوان قربان کړي چې له هغه سره په سختيو کې درېدل
وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا ثُمَّ يُنجِيهِ ﴿١٤﴾
او له انسانانو، پېريانو او له هغوی پرته چې څه هم په ځمکه کې دي دا ټول به په بدله کې ورکړي، بيا به دغه بدله سپاري ترڅو ځان داور له عذابه وژغوري
كَلَّآ ۖ إِنَّهَا لَظَىٰ ﴿١٥﴾
معامله به داسې نه وي لکه څنګه يې چې دغه ګناهکار غواړي، هغه خو دآخرت اور دی لمبې او شغلې وهي. نزاعة للش و
نَزَّاعَةًۭ لِّلشَّوَىٰ ﴿١٦﴾
دسخت ګرموالي او لمبو له امله دسر پوستکی په ډېره سختۍ له سره بېلوي. تدعوا من أدبر وتولى
تَدْعُوا۟ مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّىٰ ﴿١٧﴾
هغه څوک رابولي چې له حقه يې مخ اړولی وي او ډېر ترې لېرې شوی وي، ايمان يې نه وي پرې راوړی او عمل يې نه وي کړی
وَجَمَعَ فَأَوْعَىٰٓ ﴿١٨﴾
او مال يې راټول کړی، دالله په لا ر کې يې پر لګولو پرې بخيلي کړې ده
۞ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ خُلِقَ هَلُوعًا ﴿١٩﴾
پرته له شکه انسان سخت حريص پيداکړل شوی دی
إِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ جَزُوعًۭا ﴿٢٠﴾
کله چې له ناروغۍ او بې وزلۍ کوم ضرر ور ورسي لږ صبر کوونکی وي. مخ ۲ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَإِذَا مَسَّهُ ٱلْخَيْرُ مَنُوعًا ﴿٢١﴾
او کله چې له آبادۍ او شتمنۍ کوم داسې څه ور ورسي چې خوشالوي يې؛ نو دالله په لا ر کې له لګولو زيات منع کوونکی وي
إِلَّا ٱلْمُصَلِّينَ ﴿٢٢﴾
مګر لمونځ کوونکي، ځکه هغوی له دغو بدو صفتونو څخه خوندي دي
ٱلَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ دَآئِمُونَ ﴿٢٣﴾
هغه کسان چې پر خپلو لمونځونو ټينګ ولاړ وي، پر بل څه نه ترې بوختيږي، او پر خپل ټاکلي وختق کې يې اداکوي
وَٱلَّذِينَ فِىٓ أَمْوَٰلِهِمْ حَقٌّۭ مَّعْلُومٌۭ ﴿٢٤﴾
او هغه کسان چې په مالونو کې يې ټاکلې فرض برخه وي
لِّلسَّآئِلِ وَٱلْمَحْرُومِ ﴿٢٥﴾
هغه چاته يې ورکوي چې سوال ترې کوي او هغه چاته چې سوال نه ترې کوي خو دکوم لا مل له امله له روزۍ بې برخې وي
وَٱلَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ ٱلدِّينِ ﴿٢٦﴾
او هغه کسان چې دقيامت ورځ رېښتيني ګڼي، په کومه ورځ چې الله هر چاته دهغه څه بدله ورکوي چې وړ يې وي
وَٱلَّذِينَ هُم مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ ﴿٢٧﴾
او هغه کسان چې دخپل پالونکي له عذابه وېرېدونکي وي، سره له دې چې هغوی نېک عملونه وړاندې کړي وي. إن عذاب ربهم غير مأمون
إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍۢ ﴿٢٨﴾
پرته له شکه دهغوی دپالونکي عذاب وېروونکی دی هوښيار نه شي ترېبې غمه کېدلای
وَٱلَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَـٰفِظُونَ ﴿٢٩﴾
او هغه کسان چې دخپلو شرمځايونو په پټولو او له نارواوو په لېرې کولو ساتونکي وي
إِلَّا عَلَىٰٓ أَزْوَٰجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ﴿٣٠﴾
پرته له خپلو مېرمنو او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان شوي دي، ځکه پر دغو ښځو دکوروالي يا له هغو کمه ګټه اخېستلو کې هغوی ګرم نه دي. مخ ۳ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَمَنِ ٱبْتَغَىٰ وَرَآءَ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْعَادُونَ ﴿٣١﴾
نو څوک چې له يادو شويو مېرمنو او مينځو پرته پر بل چا ګټه پورته کوي، همغوی دالله له پولو اوښتونکي دي
وَٱلَّذِينَ هُمْ لِأَمَـٰنَـٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَٰعُونَ ﴿٣٢﴾
او هغه کسان چې دمالونو، رازونو او نور څه په اړه امين وګڼل شي، او دخپلو هغو ژمنو چې له خلکو سره يې کړې دي ساتونکي دي، په امانتونو کې خيانت نه کوي اوخپلې ژمنې نه ماتوي
وَٱلَّذِينَ هُم بِشَهَـٰدَٰتِهِمْ قَآئِمُونَ ﴿٣٣﴾
او هغه کسان چې خپلې شاهدۍ په مطلوب ډول وړاندې کوي، په هغو کې خپلوي او دښمني اغېز نه کوي
وَٱلَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿٣٤﴾
او هغه کسان چې دخپل لمانځه ساتنه کوي، چې په خپل وخت کې يې ادا کوي، په پاکۍ او ډاډ يې کوي، هيڅ شی يې نه ترې مشغولوي
أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى جَنَّـٰتٍۢ مُّكْرَمُونَ ﴿٣٥﴾
همدغه پر داسې صفتونو متصف خلک به په عزتمنو جنتونو کې وي، چې له تلپاتې نعمتونو او دعزتمن الله مخ ته له کتلو سره به مخ کيږي
فَمَالِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ ﴿٣٦﴾
اې رسوله! څه شي دغه ستا دقوم مشرکان ستا شاوخوا ته ستا درواغ ګڼلو ته په منډه منډه در کش کړي دي؟!
عَنِ ٱلْيَمِينِ وَعَنِ ٱلشِّمَالِ عِزِينَ ﴿٣٧﴾
ستا له ښي او چپ لوري ډلې ډلې پرتا چاپېر دي
أَيَطْمَعُ كُلُّ ٱمْرِئٍۢ مِّنْهُمْ أَن يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍۢ ﴿٣٨﴾
آيا هر يو له هغوی دا هيله لري چې الله به يې دنعمتونو جنت ته ننباسي، چې پر تلپاتې نعمتونو به مزې کوي، په داسې حال کې چې هغه پر خپل کفر پاتې وي؟!
كَلَّآ ۖ إِنَّا خَلَقْنَـٰهُم مِّمَّا يَعْلَمُونَ ﴿٣٩﴾
امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی فکر کړی، پرته له شکه موږ هغوی له هغه څه پيداکړي چې هغوی پرې پوهيږي، موږ له سپکو اوبو پيداکړي دي، چې هغوی کمزوري وو دځانونو لپاره يې نه دګټې او نه دضرر واک لرلو؛ نو بیا څنګه هغوی لويي کوي؟!
فَلَآ أُقْسِمُ بِرَبِّ ٱلْمَشَـٰرِقِ وَٱلْمَغَـٰرِبِ إِنَّا لَقَـٰدِرُونَ ﴿٤٠﴾
الله پر خپل ذات لوړه وکړه، په داسې حال کې چې هغه دلمر، سپوږمۍ او ټولو ستورو لپاره دختيځونو او لوېديځونو پالونکی دی، چې بېشکه موږ ځواکمن يو. مخ ۴ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ خَيْرًۭا مِّنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ﴿٤١﴾
دهغوی پر نورو خلکو بدلولو چې دالله اطاعت به کوي، او هغوی به تباه کوو، له دغه کار څخه نه بې وسې کېږو، او نه موږ کمزوري يو کله چې دهغوی دتباهۍ او پر نورو يې دبدلولو اراده وکړو
فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا۟ وَيَلْعَبُوا۟ حَتَّىٰ يُلَـٰقُوا۟ يَوْمَهُمُ ٱلَّذِى يُوعَدُونَ ﴿٤٢﴾
نو اې رسوله! پرېږده يې چې په هغه باطل اولا رورکۍ کې ننوزي چې پکې دي، او په خپل دنيوي ژوند کې لوبې کوي، تردې دقيامت په ورځ له هغه څه سره مخ شي چې په قرآن کې يې ژمنه ورسره کيږي
يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ ٱلْأَجْدَاثِ سِرَاعًۭا كَأَنَّهُمْ إِلَىٰ نُصُبٍۢ يُوفِضُونَ ﴿٤٣﴾
په کومه ورځ چې له قبرونو څخه په منډه منډه راوځي داسې لکه يوې نښې خواته چې سره سيالي کوي
خَـٰشِعَةً أَبْصَـٰرُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌۭ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْيَوْمُ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يُوعَدُونَ ﴿٤٤﴾
سترګې به يې ټيټې وي، رسوايي به پرې خپره وي، دا هغه ورځ ده چې په دنيا کې يې ژمنه ورسره کېدله، او هغوی يې پروا نه لرله. مخ ۵ له ۵ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر