کورتفسیرالحاقة (٦٩)

تفسیر الحاقة — Al-Haaqqa (69)

مکي · ٥٢ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

ٱلْحَآقَّةُ ﴿١﴾

الله دبېرته را پورته کېدو قيامت بيانوي چې پر ټولو به راځي

مَا ٱلْحَآقَّةُ ﴿٢﴾

بيا يې پردې پوښتنه کولو دهغو دحالت لوی والی بيان کړ چې هغه رامنځته کېدونکی به څه وي؟

وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْحَآقَّةُ ﴿٣﴾

او تاته څه شي خبر درکړی چې دغه رامنځته کېدونکی آفت څه دی؟

كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌۢ بِٱلْقَارِعَةِ ﴿٤﴾

دصالح قوم ثموديانو او دهود قوم عاديانو هغه قيامت درواغ وګڼلو چې سختۍ به يې خلک لړزوي

فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا۟ بِٱلطَّاغِيَةِ ﴿٥﴾

نو ثموديان چې وو الله په داسې چېغه تباه کړل چې په سختۍ او وېره کې وروستۍ اندازې ته رسېدله. وأم اعاد فأهلكوا بريح صرصر عاتية

وَأَمَّا عَادٌۭ فَأُهْلِكُوا۟ بِرِيحٍۢ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍۢ ﴿٦﴾

او عاديان بيا الله په داسې سخت يخ باد تباه کړل چې پر هغوی په سختۍ کې وروستۍ اندازې ته رسېده

سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍۢ وَثَمَـٰنِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًۭا فَتَرَى ٱلْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَىٰ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍۢ ﴿٧﴾

الله پر هغوی دغه باد داوو شپو او آتو ورځو مودې لپاره ولېږلو چې هغوی یې له بېخه واېستل، هغوی به دې په کلو کې يې داسې پر ځمکه تباه شوي پراته ليدل لکه هغوی چې له تباه کېدو وروسته دخرما ونو ورستې تنې پر ځمکه پراته وي. فهل تر لهم من باقية

فَهَلْ تَرَىٰ لَهُم مِّنۢ بَاقِيَةٍۢ ﴿٨﴾

نو آيا له عذاب ور رسېدلو وروسته له هغوی څوک پاتې وينې؟!

وَجَآءَ فِرْعَوْنُ وَمَن قَبْلَهُۥ وَٱلْمُؤْتَفِكَـٰتُ بِٱلْخَاطِئَةِ ﴿٩﴾

او فرعون او له هغه مخکېنيو امتونو، او هغو کليو چې دخپلو کليو په سرچپه کېدلو عذاب ورکړل شوی و، چې هغه دلوط قوم وهمداسې ناروا دشرک او ګناه کارونه کړي و. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فعصوا رسول ربهم فأ خذهم أخذة ر ابية

فَعَصَوْا۟ رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَةًۭ رَّابِيَةً ﴿١٠﴾

له هغوی هر يو يې له خپل ور لېږل شوي رسوله سرغړونه وکړه او درواغجن يې وګڼلو، نو الله هغوی په داسې زياته نيونه ونيول چې دهغوی تباهي پرې بشپړ شوه

إِنَّا لَمَّا طَغَا ٱلْمَآءُ حَمَلْنَـٰكُمْ فِى ٱلْجَارِيَةِ ﴿١١﴾

کله چې اوبه په لوړوالي کې له بريده واوښتې؛ نو موږ هغه خلک په روانه کښتۍ کې سپاره کړل - چې تاسو يې په ملاګانو کې وئ - هغه کښتۍ چې نوح عليه السلام زموږ په امر جوړه کړې وه، نو دا په حقيقت کې ستاسو لپاره سپرېدل و

لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةًۭ وَتَعِيَهَآ أُذُنٌۭ وَٰعِيَةٌۭ ﴿١٢﴾

تر څو کښتۍ او کيسه يې داسې پند وګرځوو چې دکفر دڅښتنانو پر تباهۍ او دايمان دڅښتنانو په ژغورلو استدلال پرې وشي، او هغه غوږونه يې په ياد وساتي چې اورېدل شوي شيان په ياد ساتي

فَإِذَا نُفِخَ فِى ٱلصُّورِ نَفْخَةٌۭ وَٰحِدَةٌۭ ﴿١٣﴾

کله چې پر پوکلو ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې يوځل پوکی وکړي او هغه دويم پوکی وي

وَحُمِلَتِ ٱلْأَرْضُ وَٱلْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ ﴿١٤﴾

او ځمکه او غرونه پورته کړل شي، نو دواړه به په يو سخت ميده کولو ميده ميده کړل شي دځمکې برخې او دغرونو برخې به سره بېلې بېلې کړل شي

فَيَوْمَئِذٍۢ وَقَعَتِ ٱلْوَاقِعَةُ ﴿١٥﴾

په کومه ورځ چې دا هرڅه وشي قيامت به را منځته شي

وَٱنشَقَّتِ ٱلسَّمَآءُ فَهِىَ يَوْمَئِذٍۢ وَاهِيَةٌۭ ﴿١٦﴾

او په هغه ورځ به دپرېښتو دراکوزېدو لپاره آسمان وچوي، نو په دغه ورځ به هغه کمزوری وي وروسته تردې چې هغه سخت ټينګ و

وَٱلْمَلَكُ عَلَىٰٓ أَرْجَآئِهَا ۚ وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍۢ ثَمَـٰنِيَةٌۭ ﴿١٧﴾

او پرېښتې به يې پر څنډو او اړخونو وي، په دغه ورځ به اتو غوره پرېښتو ستا دپالونکي عرش پورته کړی وي. يومئذ تعرضون لا تخف منكم خافية

يَوْمَئِذٍۢ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَىٰ مِنكُمْ خَافِيَةٌۭ ﴿١٨﴾

اې خلکو! په دغه ورځ به تاسې پر الله ور وړاندې کړل شئ، له الله به ستاسې هيڅ ډول راز پټ پاتې نه شي، بلکې الله پر هغو ښه پوه او پرې خبر دی

فَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَـٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ فَيَقُولُ هَآؤُمُ ٱقْرَءُوا۟ كِتَـٰبِيَهْ ﴿١٩﴾

نو چاته چې يې عملنامه په ښي لا س ورکړل شوه، هغه به له خوښۍ او وياړه وايي: واخلئ زما عملنامه ولولئ. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إنى ظننت أنى ملق حسابيه

إِنِّى ظَنَنتُ أَنِّى مُلَـٰقٍ حِسَابِيَهْ ﴿٢٠﴾

پرته له شکه زه په دنيا کې پوه وم او باور مې کړی وچې هرومرو به را پاڅول کېږم او له خپلې بدلې سره به مخامخ کېدونکی وم. فهو فى عيشة ر اضية

فَهُوَ فِى عِيشَةٍۢ رَّاضِيَةٍۢ ﴿٢١﴾

نو بيا به هغه په خوشالوونکي ژوند کې وي؛ ځکه هغه به تلپاتې نعمتونه ويني. فى جنة عالية

فِى جَنَّةٍ عَالِيَةٍۢ ﴿٢٢﴾

په داسې جنت کې چې دموقعيت او مرتبې له پلوه لوړ وي. قطوفها دانية

قُطُوفُهَا دَانِيَةٌۭ ﴿٢٣﴾

مېوې به يې هغه چاته نېږدې وي چې ترې خوري يې

كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ هَنِيٓـًٔۢا بِمَآ أَسْلَفْتُمْ فِى ٱلْأَيَّامِ ٱلْخَالِيَةِ ﴿٢٤﴾

هغوی ته به ددرناوي په ډول ويل کيږي: داسې خوراک او څښاک کوئ چې په هغه خوراک او څښاک کې هيڅ زيان نه وي دهغو غوره کړنو له امله چې په دنيا کې مو تېرو ورځو کې وړاندې کړي و. وأم امن أوتى كتبه بشماله فيقول يليتنى لم أوت كتبيه

وَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتَـٰبَهُۥ بِشِمَالِهِۦ فَيَقُولُ يَـٰلَيْتَنِى لَمْ أُوتَ كِتَـٰبِيَهْ ﴿٢٥﴾

او چاته چې يې عملنامه په چپ لا س ورکړل شي، نو له سختې پښېمانۍ به وايي: های کاشکي ماته مې عملنامه نه وای راکړل شوې ځکه په هغې کې داسې ناوړه کارونه دي چې زما عذابلا زموي. ولم أدر ما حسابيه

وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيَهْ ﴿٢٦﴾

او کاشکي زه مې پر حساب هيڅ نه وای پوه شوی

يَـٰلَيْتَهَا كَانَتِ ٱلْقَاضِيَةَ ﴿٢٧﴾

کاشکي هغه مرګ چې زه پرې مړ شوی وم داسې وای چې له هغه وروسته هيڅکله نه را پاڅول کېدلای

مَآ أَغْنَىٰ عَنِّى مَالِيَهْ ۜ ﴿٢٨﴾

مال مې دالله له عذابه هيڅ را څخه ايسار نه کړل. هلك عنى سلطنيه

هَلَكَ عَنِّى سُلْطَـٰنِيَهْ ﴿٢٩﴾

زما حجت او هغه ځواک او مرتبه را څخه پټ شول چې بروسه مې پرې کوله. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر خذوه فغلوه

خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ﴿٣٠﴾

او ويل کيږي به: اې پرېښتو را ويې نيسئ اولا س يې غاړې ته ور غونډ کړئ

ثُمَّ ٱلْجَحِيمَ صَلُّوهُ ﴿٣١﴾

بيا يې اور ته ور ننباسئ ترڅو يې ګرمي وزغمي

ثُمَّ فِى سِلْسِلَةٍۢ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًۭا فَٱسْلُكُوهُ ﴿٣٢﴾

بيا يې په داسې ځنځير کې ننباسئ چې اوږدوالی يې اويا متره وي

إِنَّهُۥ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٣٣﴾

پرته له شکه هغه پر لوی الله ايمان نه درلود

وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلْمِسْكِينِ ﴿٣٤﴾

او بل يې بې وزله ته په خوړو ورکولو نه هڅولو

فَلَيْسَ لَهُ ٱلْيَوْمَ هَـٰهُنَا حَمِيمٌۭ ﴿٣٥﴾

نو هغه لره دقيامت په ورځ کوم خپل نشته چې عذاب ترې ايسار کړي. ولا طعام إ ل امن غسلين

وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍۢ ﴿٣٦﴾

او هغه لره به کوم خواړه نه وي چې خوري يې مګر ددوزخيانو دبدنونو زوې

لَّا يَأْكُلُهُۥٓ إِلَّا ٱلْخَـٰطِـُٔونَ ﴿٣٧﴾

دغه خواړه به يوازې ګناهکاران او بدکاران خوري

فَلَآ أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ ﴿٣٨﴾

الله پر هغه څه لوړه وکړه چې تاسې يې وينئ. وما لا تبصرون

وَمَا لَا تُبْصِرُونَ ﴿٣٩﴾

او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې نه يې وينئ. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر إنه لقول رسول كريم

إِنَّهُۥ لَقَوْلُ رَسُولٍۢ كَرِيمٍۢ ﴿٤٠﴾

پرته له شکه قرآن دالله خبرې دي، چې عزتمن رسول يې پر خلکو لولي

وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍۢ ۚ قَلِيلًۭا مَّا تُؤْمِنُونَ ﴿٤١﴾

او هغه دشاعر وينا نه ده؛ ځکه هغه دشعر پر نظم نه دی، ډېر لږ له تاسې ايمان راوړي

وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍۢ ۚ قَلِيلًۭا مَّا تَذَكَّرُونَ ﴿٤٢﴾

او نه دکاهن وینا ده، ځکه دکاهنانو کار له قرآن سره توپیر لري، تاسي لږ پند اخلئ

تَنزِيلٌۭ مِّن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٤٣﴾

بلکې هغه دټولو مخلوقاتو دپالونکي له لورې نازل کړل شوی دی

وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ ٱلْأَقَاوِيلِ ﴿٤٤﴾

او که چېرې محمد له ځانه پر موږ ځينې هغه خبرې تړلې وای چې موږ نه دي ويلې

لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِٱلْيَمِينِ ﴿٤٥﴾

هرومرو به موغچ ترې اخېستی وای او له خپل لورې به مو په ځواک او قوت را نيولی وای

ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ ٱلْوَتِينَ ﴿٤٦﴾

بيا به مو له هغه څخه له زړه سره پيوسته رګ ترې پرې کړی وای. فما منكم من أحد عنهحجزين

فَمَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَـٰجِزِينَ ﴿٤٧﴾

نو بيا به له تاسې هيڅوک هم نه وي چې موږ له دې کاره ايسار کړي، نو ډېره لېرې ده چې هغه دې ستاسو له امله پر موږ پسې څه ووايي. وإ نه لتذكرة للمتقين

وَإِنَّهُۥ لَتَذْكِرَةٌۭ لِّلْمُتَّقِينَ ﴿٤٨﴾

او پرته له شکه قرآن دهغو کسانو لپاره چې له خپل پالونکي يې دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي يو پند دی. وإ ن النعلم أن منكم م كذبين

وَإِنَّا لَنَعْلَمُ أَنَّ مِنكُم مُّكَذِّبِينَ ﴿٤٩﴾

او پرته له شكه موږ هرومرو پوهېږو چې ستاسو ترمنځ هغه څوک دي چې دغه قرآن درواغ ګڼي. مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِنَّهُۥ لَحَسْرَةٌ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ ﴿٥٠﴾

او دقرآن درواغ ګڼل هرومرو دقيامت په ورځ لويه پښېماني ده

وَإِنَّهُۥ لَحَقُّ ٱلْيَقِينِ ﴿٥١﴾

او پرته له شکه قرآن داسې يقيني حق دی چې هيڅ شک او شبهه پکې نشته چې هغه دالله له لورې دی

فَسَبِّحْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلْعَظِيمِ ﴿٥٢﴾

نو اې رسوله! دخپل پالونکي دې داسې پاکي بيانوه چې وړ يې وي او دخپل لوی پالونکي نوم دې يادوه. مخ ۶ له ۶ moc.hgelp

زده کړه · الحاقة — Al-Haaqqa

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې