نٓ ۚ وَٱلْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ ﴿١﴾
ن) ددغه ډول تورو په اړه خبره دالبقرې سورت په پيل کې تېره شوه. الله پر قلم لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې خلک يې پر خپلو قلمونو ليکي
کور›تفسیر›القلم (٦٨)
مکي · ٥٢ آیتونه
نٓ ۚ وَٱلْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ ﴿١﴾
ن) ددغه ډول تورو په اړه خبره دالبقرې سورت په پيل کې تېره شوه. الله پر قلم لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې خلک يې پر خپلو قلمونو ليکي
مَآ أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍۢ ﴿٢﴾
اې رسوله! ته دهغه نبوت له امله چې الله درباندې پېرزو کړی لېونی نه يې، بلکې ته له هغه لېونتوبه روغ يې چې مشرکان يې درپسې تړي. وإ ن لك لأجرا غير ممنون
وَإِنَّ لَكَ لَأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍۢ ﴿٣﴾
پرته له شکه ستا لپاره پر هغه څه چې خلکو ته يې دپیغام په وړلو کې ګالې نه ختمېدونکې بدله ده او دهغې له امله پرتا دهيچا احسان هم نشته. وإنك لعل خلق عظيم
وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍۢ ﴿٤﴾
او پرته له شکه ته پر داسې لويو اخلاقو يې چې قرآن راوړي دي، نو ته په بشپړ ډول پر هغو اخلاقو متصف يې. فستبصر ويبصرون
فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ ﴿٥﴾
نو ته به هم ووينې، او دغه درواغ ګڼونکي به هم وويني
بِأَييِّكُمُ ٱلْمَفْتُونُ ﴿٦﴾
کله چې حق په ډاګه شي څرګند به شي چې له تاسو کوم يو لېونی و؟!
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ ﴿٧﴾
اې رسوله! پرته له شکه هغه پوهيږي چې څوک يې له لا رې اوښتي او هغه ښه پوه دی پر هغو کسانو چې لا رموندونکي دي، او پوهيږي چې هغوی ترې لا ر ورکي دي، او پرته له شکه ته هغه څوک يې چې پرسمه لا ر یې
فَلَا تُطِعِ ٱلْمُكَذِّبِينَ ﴿٨﴾
نو اې رسوله! پر هغه څه چې ته ورسره راغلی يې ددرواغ ګڼونکو پيروي مه کوه. ود وا لو تدهن فيدهنون
وَدُّوا۟ لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ ﴿٩﴾
هغوی هيله لري که چېرې نرمي ورسره وکړې او ددين پر حساب ورسره مهربانه واوسې؛ نو هغوی به هم درسره نرمي وکړي او مهرباني به درسره وکړي. ولا تطع كل حلاف مهين
وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍۢ مَّهِينٍ ﴿١٠﴾
او پيروي مه کوه دهغه چا چې په باطله ډیر قسم کوونکی دی او سپک هم دی. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
هَمَّازٍۢ مَّشَّآءٍۭ بِنَمِيمٍۢ ﴿١١﴾
دخلکو زيات غيبت کوونکی وي، او دهغوی ترمنځ زيات دخبرو وړونکی راوړونکی وي؛ تر څو دهغوی تر منځ بېلوالی راولي. م ناع للخير معتد أثيم
مَّنَّاعٍۢ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ ﴿١٢﴾
دښېګڼې زيات ايساروونکی، پر خلکو دهغوی په مالونو، عزتونو او نفسونو کې تېری کوونکی وي، او زيات بدکاره او ګناهکاره وي. عتل بعد ذلك زنيم
عُتُلٍّۭ بَعْدَ ذَٰلِكَ زَنِيمٍ ﴿١٣﴾
بدخویه خالي، په خپل قوم کې پر بل پورې تړلی حرامونی دی. أن كان ذا مال وبنين
أَن كَانَ ذَا مَالٍۢ وَبَنِينَ ﴿١٤﴾
له دې امله چې هغه دمال او اولادونو څښتن دی پر الله او دهغه پر رسول يې له ايمان راوړلو لويي کړې ده
إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ءَايَـٰتُنَا قَالَ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٥﴾
کله چې زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دغه خو دپخوانيو چټیات دي
سَنَسِمُهُۥ عَلَى ٱلْخُرْطُومِ ﴿١٦﴾
ژر به يې پر پوزه داسې نښه ورکېږدو چې عيبجنوي يې او تل به ورسره وي
إِنَّا بَلَوْنَـٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَآ أَصْحَـٰبَ ٱلْجَنَّةِ إِذْ أَقْسَمُوا۟ لَيَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِينَ ﴿١٧﴾
پرته له شکه موږ دغه مشرکان په وچکالۍ او لوږه وازمويل، لکه څنګه مو چې دهغه بڼ څښتنان ازمويلي وو کله چې هغوی لوړې کولې چې هرومرو به يې سهار مهال په منډه منډه مېوې شکوي ترڅو يې کوم بې وزله ترې ونه خوري. ولا يستثنون
وَلَا يَسْتَثْنُونَ ﴿١٨﴾
او هغوی په خپلو لوړو کې د(ان شاء الله) په ويلو سره استثناء نه کوله
فَطَافَ عَلَيْهَا طَآئِفٌۭ مِّن رَّبِّكَ وَهُمْ نَآئِمُونَ ﴿١٩﴾
نو الله يو اور ورولېږی چې هغه بڼ يې وخوړی په داسې حال کې چې څښتنان يې ويده وو او هغوی اور ترې نه شو ايسارولای
فَأَصْبَحَتْ كَٱلصَّرِيمِ ﴿٢٠﴾
نو هغه دتياره شپې غوندې تک تور وګرځېدی. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فتنادوا مص بحين
فَتَنَادَوْا۟ مُصْبِحِينَ ﴿٢١﴾
نو ځينو يې ځينو ته سهار مهال نارې کړې
أَنِ ٱغْدُوا۟ عَلَىٰ حَرْثِكُمْ إِن كُنتُمْ صَـٰرِمِينَ ﴿٢٢﴾
په دې ويلو سره: چې سهار وختي دبې وزلو له راتلو مخکې مو کښت ته ووځئ که چېرې تاسو يې دمېوې پرې کوونکي ياست
فَٱنطَلَقُوا۟ وَهُمْ يَتَخَـٰفَتُونَ ﴿٢٣﴾
نو خپل کښت ته په منډه منډه ورغلل يو له بل سره يې په ټيټ آواز خبرې کولې
أَن لَّا يَدْخُلَنَّهَا ٱلْيَوْمَ عَلَيْكُم مِّسْكِينٌۭ ﴿٢٤﴾
ځينو يې ځينو ته ويل: نن پرتاسو باغ ته هيڅ بې وزله هم در ننه نه وځي. وغدوا عل حرد قدرين
وَغَدَوْا۟ عَلَىٰ حَرْدٍۢ قَـٰدِرِينَ ﴿٢٥﴾
او سهار وختي روان شول په داسې حال کې چې دخپلو مېوو دمنع کولو هوډ يې لرلو
فَلَمَّا رَأَوْهَا قَالُوٓا۟ إِنَّا لَضَآلُّونَ ﴿٢٦﴾
نو کله يې چې هغه سوزېدلی وليد ځينو يې ځينو ته وويل: هرومرو موږ يې لا ره غلطه کړې ده. بل نحن محرومون
بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ ﴿٢٧﴾
بلکې موږ يې دمېوو له راټولولو بې برخې کړل شوي يو دهغه څه له امله چې موږ ترې دبې وزلو دايسارولو هوډ کړی وو. قال أوسطهم ألم أقل ل كم لولا تسبحون
قَالَ أَوْسَطُهُمْ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُونَ ﴿٢٨﴾
تر ټولو غوره يې وويل: آيا ما نه درته ويل کله مو چې ترې دبې وزلو دبې برخې کولو هوډ کړی و: چې ولې دالله پاکي نه وايئ، او هغه ته توبه نه باسئ؟!
قَالُوا۟ سُبْحَـٰنَ رَبِّنَآ إِنَّا كُنَّا ظَـٰلِمِينَ ﴿٢٩﴾
هغوی وويل: زموږ پالونکي لره پاکي ده، بېشکه موږ پر خپلو ځانو ظلم کوونکي وو کله مو چې دخپل باغ له مېوو څخه دبې وزلو دمنع کولو هوډ وکړ. فأقبل بعضهم عل بعض يتلومون
فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ يَتَلَـٰوَمُونَ ﴿٣٠﴾
نو مخ يې را واړولو او دملامتيا په ډول يې يو پر بل خبرې ورګرځولې. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالُوا۟ يَـٰوَيْلَنَآ إِنَّا كُنَّا طَـٰغِينَ ﴿٣١﴾
دپښېمانتيا له امله يې ويل: های زموږ زيانه، پرته له شکه موږ له بريده اوښتونکي وو چې بې وزله مو يې له حقه ايسارول
عَسَىٰ رَبُّنَآ أَن يُبْدِلَنَا خَيْرًۭا مِّنْهَآ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا رَٰغِبُونَ ﴿٣٢﴾
کېدای شي زموږ پالونکی له دغه باغ څخه غوره بدله راکړي، پرته له شکه موږ يوازې يو الله ته ورګرځېدونکي يو، له هغه دبښنې هيله لرو، او ښېګڼه ترې غواړو
كَذَٰلِكَ ٱلْعَذَابُ ۖ وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ ﴿٣٣﴾
همدغه له روزي څخه دبې برخې کولو عذاب غوندې موږ هغه چاته سزا ورکوو چې له موږ سرغړونه کوي او دآخرت عذاب تر دې هم لوی دی که چېرې هغوی يې په سختۍ او دوام پوهېدلای
إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ ﴿٣٤﴾
پرته له شکه هغه کسان چې له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ډاريږي، دخپل پالونکي په وړاندې تلپاتې جنتونه دي چې خوندونه به پکې اخلي، نعمتونه به يې نه ختميږي
أَفَنَجْعَلُ ٱلْمُسْلِمِينَ كَٱلْمُجْرِمِينَ ﴿٣٥﴾
نو آيا موږ به مسلمانان په بدله کې دکافرانو غوندې کړو لکه څنګه چې دمکې مشرکان ګومان کوي؟!. ما لكم كيف تحكمون
مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿٣٦﴾
اې مشرکانو تاسو لره څه دي څنګه دا ډول ظالمانه کږه پرېکړه کوئ؟!. أم لكم كتب فيه تدرسون
أَمْ لَكُمْ كِتَـٰبٌۭ فِيهِ تَدْرُسُونَ ﴿٣٧﴾
يا له تاسې سره کوم داسې کتاب دی چې دپيروي کوونکي او سرغړوونکي ترمنځ برابري پکې لولئ؟!. إ ن لكم فيه لما تخيرون
إِنَّ لَكُمْ فِيهِ لَمَا تَخَيَّرُونَ ﴿٣٨﴾
بېشکه تاسې لره په دغه کتاب کې هغه څه دي چې تاسو يې په آخرت کې دځانونو لپاره غوره کوئ
أَمْ لَكُمْ أَيْمَـٰنٌ عَلَيْنَا بَـٰلِغَةٌ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۙ إِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُونَ ﴿٣٩﴾
يا تاسې لره پر موږ داسې په قسمونو ټينګې کړل شوې ژمنې دي چې دهغو دغوښتنو پر بنسټ به تاسو لره هغه څه وي چې دځانونو لپاره يې پرېکړه کوئ؟!. سلهم أي هم بذلك زعيم
سَلْهُمْ أَيُّهُم بِذَٰلِكَ زَعِيمٌ ﴿٤٠﴾
اې رسوله! ددغې خبرې له ويناوالو وپوښته: له هغوی کوم يو يې ضامن دی؟!. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ فَلْيَأْتُوا۟ بِشُرَكَآئِهِمْ إِن كَانُوا۟ صَـٰدِقِينَ ﴿٤١﴾
يا هغوی لره له الله پرته داسې شريکان دي چې هغوی په بدله کې له مؤمنانو سره برابروي؟! نو خپل دغه شريکان دې راولي که هغوی په هغه څه کې رېښتيني وي چې دعوی يې کوي چې هغوی له مؤمنانو سره په بدله کې برابر دي
يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍۢ وَيُدْعَوْنَ إِلَى ٱلسُّجُودِ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿٤٢﴾
دقيامت په ورځ به سختي څرګنده شي او زموږ پالونکی به خپله (بلا کیف) پنډۍ ښکاره کړي او خلک به سجدې کولو ته وبلل شي چې مؤمن به سجده وکړي، کافران او منافقان به همداسې پاتې شي دسجدې کولو توان به نه لري
خَـٰشِعَةً أَبْصَـٰرُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌۭ ۖ وَقَدْ كَانُوا۟ يُدْعَوْنَ إِلَى ٱلسُّجُودِ وَهُمْ سَـٰلِمُونَ ﴿٤٣﴾
سترګې به ټيټې وي، چې رسوايي او پښېماني به پرې خپره وي، په داسې حال کې چې په دنيا کې له هغوی غوښتنه کېده چې الله ته سجده وکړي او هغوی له هغه څه په سلامتۍ کې وو چې نن پکې اخته دي
فَذَرْنِى وَمَن يُكَذِّبُ بِهَـٰذَا ٱلْحَدِيثِ ۖ سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٤٤﴾
نو اې رسوله! ما او هغه څوک سره پرېږده چې دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن يې درواغ ګڼلی، ژر به هغوی سوکه سوکه عذاب ته يوسو چې هغوی به پردې نه پوهيږي چې دا دهغوی سره چل او هغوی لره مهلت دی
وَأُمْلِى لَهُمْ ۚ إِنَّ كَيْدِى مَتِينٌ ﴿٤٥﴾
او تر يوې مودې مهلت ورکوم ترڅو په خپله ګناه کې زيادت وکړي، پرته له شکه زما چل دکفر او درواغ ګڼلو په اړه پياوړی دی، هغوی له ما نه خلاصيږي او نه زما له عذابه پاتې کيږي. أم تسٔلهم أجرا فهم من م غرم م ثقلون
أَمْ تَسْـَٔلُهُمْ أَجْرًۭا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍۢ مُّثْقَلُونَ ﴿٤٦﴾
اې رسوله! ته له هغوی پر هغه څه کومه بدله غواړې چې ورته رابولې يې، چې له دې امله هغوی دلوی پېټي وړونکي دي، نو دا له تا څخه دهغوی دمخ اړولولا مل دی؟! خو حقيقت ددې خلاف دی، ته ترې کومه بدله نه غواړې، نو بيا هغوی لره ستا له پيروۍ کوم څه راګرځوونکي دي؟!
أَمْ عِندَهُمُ ٱلْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ ﴿٤٧﴾
يا هغوی لره دپټو پوهه ده چې هغه حجتونه ليکي پر کومو چې ستا پر خلاف استدلال کوي؟!
فَٱصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُن كَصَاحِبِ ٱلْحُوتِ إِذْ نَادَىٰ وَهُوَ مَكْظُومٌۭ ﴿٤٨﴾
اې رسوله! صبر کوه دهغه څه لپاره چې دمهلت په ورکولو ستا پالونکی کومه پرېکړه کوي، اوله خپل قومه په تنګۍ کې دماهي (کب) والا يونس عليه السلام غوندې مه کېږه؛ کله يې چې خپل پالونکی را وبللو په داسې حال کې ددرياب په تيارو او دماهي دخېټې په تيارو کې غمګين و
لَّوْلَآ أَن تَدَٰرَكَهُۥ نِعْمَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ لَنُبِذَ بِٱلْعَرَآءِ وَهُوَ مَذْمُومٌۭ ﴿٤٩﴾
که چېرې دالله لورېينه نه وای ورته رسېدلې هرومرو به يې خالي ځمکې ته غورځولی وای په داسې حال کې چې هغه به ملامت و. مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَٱجْتَبَـٰهُ رَبُّهُۥ فَجَعَلَهُۥ مِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿٥٠﴾
خو پالونکي يې غوره کړ، نو له خپلو نېکو بندګانو يې وګرځولو
وَإِن يَكَادُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَـٰرِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا۟ ٱلذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُۥ لَمَجْنُونٌۭ ﴿٥١﴾
او کله چې هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او دهغه رسول يې درواغجن ګڼلی دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن واوري، نو نېږدې دي چې تاته له سخت تېز کتلو به دې په خپلو سترګو وښويوي او دخپلو غوښتنو دپيروۍ او له حقه دمخ اړولو له مخې به وايي: بېشکه هغه رسول چې دغه څه يې راوړي هرومرو لېونی دی. وما هو إ ل اذكر للعلمين
وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌۭ لِّلْعَـٰلَمِينَ ﴿٥٢﴾
او دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن نه دی مګر دانسانانو او پېريانو لپاره يو پند او نصيحت. مخ ۶ له ۶ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر