تَبَـٰرَكَ ٱلَّذِى بِيَدِهِ ٱلْمُلْكُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿١﴾
دهغه الله خير ډېر زيات او لوی دی چې يوازې دهغه په لا س کې پاچايي ده، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای
کور›تفسیر›الملك (٦٧)
مکي · ٣٠ آیتونه
تَبَـٰرَكَ ٱلَّذِى بِيَدِهِ ٱلْمُلْكُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿١﴾
دهغه الله خير ډېر زيات او لوی دی چې يوازې دهغه په لا س کې پاچايي ده، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای
ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْمَوْتَ وَٱلْحَيَوٰةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًۭا ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْغَفُورُ ﴿٢﴾
هغه ذات دی چې مرګ يې پيداکړی او ژوند يې پيداکړی ترڅو اې خلکو! تاسو وازمويي چې کوم يو مو دعمل له پلوه غوره دی، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو دهغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي
ٱلَّذِى خَلَقَ سَبْعَ سَمَـٰوَٰتٍۢ طِبَاقًۭا ۖ مَّا تَرَىٰ فِى خَلْقِ ٱلرَّحْمَـٰنِ مِن تَفَـٰوُتٍۢ ۖ فَٱرْجِعِ ٱلْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِن فُطُورٍۢ ﴿٣﴾
(الله) هغه ذات دی چې اوه آسمانونه يې پيداکړي، هر آسمان دخپل مخکېني آسمان لپاره يوه داسې طبقه ده چې يو آسمان له بل آسمان سره نه دی لګېدلی.اې ليدونکيه! ته به په هغه څه کې چې الله پيداکړي هيڅ توپير او نا مناسب څه ونه وينې. نو سترګې وغړوه آيا کوم څيرې والی او شلېدل وينې؟! هيڅکله به دا ونه وينې، ته به يوازې پياوړی باوري پيدايښت وينې
ثُمَّ ٱرْجِعِ ٱلْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنقَلِبْ إِلَيْكَ ٱلْبَصَرُ خَاسِئًۭا وَهُوَ حَسِيرٌۭ ﴿٤﴾
بيا دې له يو ځل وروسته دويم ځل سترګې ور واړوه سترګې به دې داسې خوارې در وګرځي چې دآسمان په پيدايښت کې به هيڅ زيان او ګډوډي ونه ويني، هغه به له ليدلو ناتوانه ايسارې وې
وَلَقَدْ زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِمَصَـٰبِيحَ وَجَعَلْنَـٰهَا رُجُومًۭا لِّلشَّيَـٰطِينِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ ٱلسَّعِيرِ ﴿٥﴾
او ځمکې ته نېږدې آسمان مو په رڼا کوونکو ستورو ښايسته کړی، او دغه ستوري مو داسې وېشتونکي ګرځولي چې هغه شيطانان پرې وېشتل کيږي کوم چې په پټه غوږ نيسي، نو سوزي يې او هغوی لره مو په آخرت کې بلېدونکی اور چمتو کړی دی
وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿٦﴾
او هغو کسانو لره چې پر خپل پالونکي يې کفر کړی دقيامت په ورځ سور اور دی او ډېر بد دورتګ ځای دی چې هغوی به ورګرځي
إِذَآ أُلْقُوا۟ فِيهَا سَمِعُوا۟ لَهَا شَهِيقًۭا وَهِىَ تَفُورُ ﴿٧﴾
کله چې هغوی په اور کې واچول شي له هغوی به داسې بد سخت آواز واورېدل شي او هغه به داسې خوټيږي لکه دېګ چې خوټيږي
تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ ٱلْغَيْظِ ۖ كُلَّمَآ أُلْقِىَ فِيهَا فَوْجٌۭ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَآ أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌۭ ﴿٨﴾
نېږدې ده چې (د دوزخ) ځينې برخې به له ځينو بېلې او جلا شي پر هغه چا دسختې غوسې له امله چې پکې ور ننوځي، هر کله چې يوه ډله له کافرانو پکې ور وغورځول شي، پر هغوی ګومارل شوې پرېښتې به يې دسخت چلند دپوښتنې په ډول پوښتي: آيا تاسو ته په دنيا کې کوم رسول نه ودرغلی چې دالله له عذابه يې وېرولي واست؟!. مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
قَالُوا۟ بَلَىٰ قَدْ جَآءَنَا نَذِيرٌۭ فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِى ضَلَـٰلٍۢ كَبِيرٍۢ ﴿٩﴾
او کافرانو وويل: ولې نه، موږ ته رسول راغی چې دالله له عذابه يې وېرولو، خو موږ درواغجن وګڼلو، او ورته ومو ويل: الله هيڅ وحي نه ده را نازله کړې، او اې رسولانو! تاسې يوازې له حقه په لويه لا رورکۍ کې ياست
وَقَالُوا۟ لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِىٓ أَصْحَـٰبِ ٱلسَّعِيرِ ﴿١٠﴾
او کافران به وايي: که چېرې موږ داسې اورېدلای چې ګټه يې رسولای او يا داسې پوهېدلای چې حق يې له باطله بېلولای؛ نو موږ به په دوزخيانو کې نه و، بلکې پر رسولانو به مو ايمان راوړی واو هغه څه به مو رېښتيا ګڼلی وچې هغوی راوړي وو، او موږ به له جنتيانو وو
فَٱعْتَرَفُوا۟ بِذَنۢبِهِمْ فَسُحْقًۭا لِّأَصْحَـٰبِ ٱلسَّعِيرِ ﴿١١﴾
نو هغوی دخپلو ځانو پر خلاف دکفر او درواغ ګڼلو اقرار وکړ، نو هغوی داور وړ وګرځېدل، او داور خلکو لره (د الله له لورېيڼې) لېرې والی دی
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِٱلْغَيْبِ لَهُم مَّغْفِرَةٌۭ وَأَجْرٌۭ كَبِيرٌۭ ﴿١٢﴾
پرته له شکه هغه کسان چې په خپلو پټوځايونو کې له الله وېريږي، هغوی لره يې دګناهونو بښنه ده، او هغوی لره لويه بدله ده چې هغه جنت دی
وَأَسِرُّوا۟ قَوْلَكُمْ أَوِ ٱجْهَرُوا۟ بِهِۦٓ ۖ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿١٣﴾
اې خلکو! خبرې مو که پټې کوئ او که يې ښکاره کوئ، الله پرې پوهيږي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه ښه پوه دی چې دبندګانو په زړونو کې يې دي، پر هغه له دغه څخه هيڅ هم نه پټيږي
أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ ٱللَّطِيفُ ٱلْخَبِيرُ ﴿١٤﴾
آيا هغه ذات به نه پوهيږي چې ټول خلک يې پيداکړي، راز او تر راز پټ يې هم پيداکړي دي؟! او هغه پر بندګانو يې مهربانه دی، پر چارو يې ښه خبر دی، له هغه هيڅ هم ترې پټ نه دي
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ ذَلُولًۭا فَٱمْشُوا۟ فِى مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا۟ مِن رِّزْقِهِۦ ۖ وَإِلَيْهِ ٱلنُّشُورُ ﴿١٥﴾
همغه ذات دی چې تاسو لره يې ځمکه پسته نرمه ګرځولې، پر هغې داوسېدو لپاره، نو په بېلابېلو برخو او اړخونو کې يې وګرځئ، او له هغه روزي يې وخورئ چې تاسې لره يې پکې چمتو کړې ده، او يوازې هغه ته مو دحساب او بدلې لپاره بېرته را پورته کېدل دي
ءَأَمِنتُم مَّن فِى ٱلسَّمَآءِ أَن يَخْسِفَ بِكُمُ ٱلْأَرْضَ فَإِذَا هِىَ تَمُورُ ﴿١٦﴾
آيا تاسې له هغه الله څخه چې په آسمان کې دی له دې خبرې په امن کې ياست چې هغه ستاسې لا ندې ځمکه وچوي لکه څنګه يې چې دقارون لا ندې وچوله وروسته تردې چې پر هغې داوسېدو لپاره نرمه او اېل کړل شوې وه، نو پرتاسو وخوځيږي وروسته دهغې له برقرارۍ څخه
أَمْ أَمِنتُم مَّن فِى ٱلسَّمَآءِ أَن يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًۭا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ ﴿١٧﴾
آيا دهغه الله له لوري ددې خبرې په اړه ډاډه ياست چې هغه به پرتاسو له آسمانه ډبرې را ونه ليږي لکه دلوط پر قوم يې چې ولېږلې؟! نو ژر به پوه شئ کله چې تاسې لره زما عذاب زما له لوري په وېرولو ووينئ، خو هيڅکله به دعذاب له ليدلو وروسته ګټه ترې پورته نه کړئ. مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَلَقَدْ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿١٨﴾
له دغو مشرکانو مخکې چې کوم امتونه تېر شوي (خپل رسولان يې) درواغجن وګڼل، نو پر هغوی دالله عذاب را نازل شو پر خپل کفر او درواغ ګڼلو يې دټينګار له امله، نو پر هغوی زما عذاب څنګه و؟! هغه ډېر سخت انکار( تغییر او بدلون) و
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَى ٱلطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَـٰٓفَّـٰتٍۢ وَيَقْبِضْنَ ۚ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا ٱلرَّحْمَـٰنُ ۚ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍۭ بَصِيرٌ ﴿١٩﴾
آيا دغو درواغ ګڼونکو خپل له پاسه داسې مرغان نه دي ليدلي چې دالوتلو پر مهال يوځل خپل وزرونه غوړوي او بيا يې ټولوي، او پر ځمکه له لوېدو يې له الله پرته بل څوک نه نيسي، بېشکه هغه دهر څه ليدونکی دی، هيڅ هم نه ترې پټيږي
أَمَّنْ هَـٰذَا ٱلَّذِى هُوَ جُندٌۭ لَّكُمْ يَنصُرُكُم مِّن دُونِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ۚ إِنِ ٱلْكَـٰفِرُونَ إِلَّا فِى غُرُورٍ ﴿٢٠﴾
اې کافرانو! تاسې لره کوم داسې لښکر نشته چې دالله له عذابه مو مخه ونيسي که چېرې هغه مو په عذابول وغواړي، کافران يوازې دوکه شوي دي، شيطان دوکه کړي دي، نو هغوی هم پرې دوکه شوي دي
أَمَّنْ هَـٰذَا ٱلَّذِى يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُۥ ۚ بَل لَّجُّوا۟ فِى عُتُوٍّۢ وَنُفُورٍ ﴿٢١﴾
هيڅوک نشته چې تاسې ته روزي درکړي که چېرې الله تاسو ته خپله روزي رسول منع کړي، بلکې پايله دا ده چې کافران په ضد، لويۍ او له حقه په مخ اړولو کې له بريده اوښتي دي
أَفَمَن يَمْشِى مُكِبًّا عَلَىٰ وَجْهِهِۦٓ أَهْدَىٰٓ أَمَّن يَمْشِى سَوِيًّا عَلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ ﴿٢٢﴾
ايا څوک چې پړمخې پروت روان وي او مشرک وي هغه به په سمه لا ر وي او که هغه مؤمن چې پر نېغه لا ر روان وي؟!
قُلْ هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ ۖ قَلِيلًۭا مَّا تَشْكُرُونَ ﴿٢٣﴾
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې پيداکړي ياست، او تاسې لره يې داسې غوږونه درکړي چې پرې اورئ، او داسې سترګې چې پرې وينئ، او داسې زړونه چې پرې پوهېږئ، خو لږ له تاسو دالله پر هغو نعمتونو شکر باسئ چې درباندې پېرزو کړي يې دي
قُلْ هُوَ ٱلَّذِى ذَرَأَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿٢٤﴾
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې په ځمکه کې خواره واره کړئ، نه ستاسو هغه بوتان چې هيڅ يې هم نه دي پيداکړي، او دقيامت په ورځ يوازې هغه ته دحساب او بدلې لپاره ورټولول کېږئ، نه ستاسو بوتانو ته، نو له هغه ووېرېږئ او يوازې هغه ولمانځئ
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٢٥﴾
او دبېرته را ژوندي کولو درواغ ګڼونکي به دبيا ژوندي کولو دلېرې ګڼلو له امله وايي: دا ژمنه به کله وي چې ته يې زموږ سره ژمنه کوې اې محمده! ته او ملګري دې که په خپله هغه دعوی کې رېښتيني ياست چې هغه به هرومرو راتلونکي وي؟!
قُلْ إِنَّمَا ٱلْعِلْمُ عِندَ ٱللَّهِ وَإِنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٢٦﴾
اې رسوله! ووايه: دقيامت پوهه يوازې له الله سره ده، يوازې هغه پوهيږي چې کله به را منځته کيږي، او زه خو يوازې تاسو لره په خپلو وېرولو کې څرګندوونکی يم. مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةًۭ سِيٓـَٔتْ وُجُوهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَقِيلَ هَـٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تَدَّعُونَ ﴿٢٧﴾
کله چې دهغوی دژمنې وخت راشي او ځانو ته نېږدې عذاب وويني او دا به دقيامت ورځ وي، دهغو خلکو دمخونو رنګ به بدل او تګ تور شي چې پر الله يې کفر کړی وو، او هغوی ته به وويل شي: دا هغه څه دي چې په دنيا کې موغوښتل او په اړه مو يې بيړه کوله
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِىَ ٱللَّهُ وَمَن مَّعِىَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَن يُجِيرُ ٱلْكَـٰفِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿٢٨﴾
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته پر هغوی داستنکار (بدګڼلو) په ډول ووايه: خبر راکړئ که الله ما مړ کړي او څوک چې له مؤمنانو را سره دي هغوی هم مړه کړي او يا را باندې ورحميږي، چې نېټې مو وروسته کړي؛ نو څوک به کافران له دردوونکې سزا څخه وژغوري، هيڅوک به يې هم هيڅکله ونه شي ژغورلای
قُلْ هُوَ ٱلرَّحْمَـٰنُ ءَامَنَّا بِهِۦ وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٢٩﴾
اې رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: هغه رحمان چې يوازې خپل عبادت ته مو وربولي، موږ پرې ايمان راوړی، او يوازې پر هغه مو په خپلو چارو کې بروسه کړې ده، تاسو به هرومرو پوه شئ چې څوک په څرګنده لا رورکۍ کې دي او څوک پر نېغه لا ر دي
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًۭا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَآءٍۢ مَّعِينٍۭ ﴿٣٠﴾
اې رسوله! دغو مشرکانوته ووايه: خبر راکړئ که چېرې مو هغه اوبه چې ترې څښئ يې په ځمکه کې داسې ښکته شي چې تاسو نه شئ ورته رسېدلای؛ نو څوک به زياتې روانې اوبه درته راولي؟! له الله پرته بل هيڅوک دا نه شي کولای. مخ ۴ له ۴ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر