يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَآ أَحَلَّ ٱللَّهُ لَكَ ۖ تَبْتَغِى مَرْضَاتَ أَزْوَٰجِكَ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١﴾
اې رسوله! ولې هغه څه حراموې چې الله درته حلال کړي دي؛ له خپلې مينځې ماريې څخه ګټه اخېستنه، (ايا) پر دې سره دخپلو مېرمنو خوشالي لټوې ځکه چې هغوی له هغې څخه غيرت کوي، او الله ستا لپاره بخښونکی او پر تا مهربان دی؟!
قَدْ فَرَضَ ٱللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَـٰنِكُمْ ۚ وَٱللَّهُ مَوْلَىٰكُمْ ۖ وَهُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٢﴾
پرته له شکه الله ستاسو لپاره له خپلو قسمونو څخه په کفاره سره حلالېدل روا کړي دي که چېرې تاسو له هغو غوره څه ومومئ او يا پکې حانث شئ، او الله مو مرستندوی دی، او هغه ستاسو پر احوالو او هغه څه ښه پوه دی چې ستاسو په ګټه دي، او په خپل شريعت او ځواک کې حکمت والا دی
وَإِذْ أَسَرَّ ٱلنَّبِىُّ إِلَىٰ بَعْضِ أَزْوَٰجِهِۦ حَدِيثًۭا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِۦ وَأَظْهَرَهُ ٱللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُۥ وَأَعْرَضَ عَنۢ بَعْضٍۢ ۖ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِۦ قَالَتْ مَنْ أَنۢبَأَكَ هَـٰذَا ۖ قَالَ نَبَّأَنِىَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْخَبِيرُ ﴿٣﴾
ياد کړه هغه وخت کله چې نبي صلی الله عليه وسلم يوازې حفصې ته خبره وکړه او هغه دا چې دی به خپلې مينځې ماريه ته نه نېږدې کيږي، نو کله چې حفصې عائشه خبره کړه پر هغې خبره، او الله خپل نبي دهغه دراز په افشاء خبر کړ، هغه حفصه ملامته کړه، نو ځينې هغه څه يې ورته ياد کړل چې هغې بيان کړي واو له ځينو خاموش شو، نو هغې وپوښتی: چا پر دغه خبر کړې؟ هغه وفرمايل: پر هر څه ښه پوه خبر کړم او پر هرپټ ښه خبر
إِن تَتُوبَآ إِلَى ٱللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا ۖ وَإِن تَظَـٰهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ مَوْلَىٰهُ وَجِبْرِيلُ وَصَـٰلِحُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ بَعْدَ ذَٰلِكَ ظَهِيرٌ ﴿٤﴾
پر تاسو دواړو واجب دي چې توبه وباسئ، ځکه زړونه مو دهغه څه مينې ته کاږه شول چې دالله رسول صلی الله عليه وسلم يې نه خوښوي لکه له خپلې مينځې څخه ډډه کول او هغه پرځان حرامول، او که تاسې دواړه له خپل لورې دهغه پر هڅونه ټينګار کوئ، نو الله دهغه ملګری او مرستندوی دی، همدارنګه جبريل او غوره مؤمنان يې ملګري او مرستندويان دي. دالله له مرستې وروسته دهغه څه پر خلاف پرېښتې دهغه مرستندويې او مل دي چې هغه ته ازار رسوي
عَسَىٰ رَبُّهُۥٓ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُۥٓ أَزْوَٰجًا خَيْرًۭا مِّنكُنَّ مُسْلِمَـٰتٍۢ مُّؤْمِنَـٰتٍۢ قَـٰنِتَـٰتٍۢ تَـٰٓئِبَـٰتٍ عَـٰبِدَٰتٍۢ سَـٰٓئِحَـٰتٍۢ ثَيِّبَـٰتٍۢ وَأَبْكَارًۭا ﴿٥﴾
نېږدې ده چې دهغه پالونکی ستاسو په بدل کې هغه ته له تاسې غوره مېرمنې ورکړي، که يې نبي تاسې طلاقې کړي، چې دهغه دامر منونکې، پر الله او دهغه پر رسول ايمان لرونکې، الله لره پيروي کوونکې، له خپلو ګناهونو توبه اېستونکې، خپل پالونکي لره لمانځونکې، روژه مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر نيوونکې، کونډې او داسې پېغلې به وي چې له هغه پرته بل څوک نه وي ورسره يوځای شوی، خو هغه طلاقې نه کړې
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًۭا وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَـٰٓئِكَةٌ غِلَاظٌۭ شِدَادٌۭ لَّا يَعْصُونَ ٱللَّهَ مَآ أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ﴿٦﴾
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، خپل ځانونه او کورنيو مو له هغه لوی اور څخه وژغورئ چې پر خلکو او ډبرو بليږي، پر دغه اور به داسې سخت زړې پرېښتې وي چې څوک ورداخليږي له هغو سره به سختي کوي، د الله له امره به سرغړاوی نه کوي کله چې هغوی ته امر کوي، هغه څه به کوي چې امر يې ورته کوي پرته له ځنډ او سستۍ څخه
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَا تَعْتَذِرُوا۟ ٱلْيَوْمَ ۖ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٧﴾
دقيامت په ورځ به کافرانو ته ويل کيږي: اې هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی! نن له هغه کفر او ګناهونو څخه عذرونه مه کوئ چې پرې واست، هيڅکله به مو عذرونه ونه منل شي، په دغه ورځ کې خو تاسو ته يوازې دهغه څه بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو پر الله کوم کفر او دهغه درسول درواغ ګڼل کول
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ تُوبُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ تَوْبَةًۭ نَّصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ يَوْمَ لَا يُخْزِى ٱللَّهُ ٱلنَّبِىَّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ ۖ نُورُهُمْ يَسْعَىٰ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَـٰنِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَٱغْفِرْ لَنَآ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٨﴾
ى ى ء اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له خپلو ګناهونو مو الله ته رېښتينې توبه وباسئ، کېدای شي پالونکی مو له تاسو څخه ستاسې ګناهونه ورژوي او دقيامت په ورځ مو داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيولا ندې يې ويالې بهيږي، په کومه ورځ چې الله نبي نه رسوا کوي او نه هغه کسان اور ته په ننه اېستلو رسوا کوي چې له هغه سره يې ايمان راوړی، د صراط پر پول به يې رڼا مخې مخې او ښي لوريو ته منډې وهي، وايي به: اې زموږ پالونکيه موږ ته مو رڼا بشپړه کړه، ترڅو جنت ته ننوځو، چې دهغو منافقانو غوندې نه شو چې پر صراط پول يې رڼا ترې مړه شي، او موږ ته مو دګناهونو بخښنه وکړه، پرته له شکه ته پر هرڅه ځواکمن يې، چې زموږ درڼا له بشپړولو او ګناهونو څخه په راتېرېدلو دې هيڅوک نه شي بې وسې کولای
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ جَـٰهِدِ ٱلْكُفَّارَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿٩﴾
اې رسوله! له کافرانو سره په توره او له منافقانو سره په ژبه او دحدودو پر پلي کولو جهاد وکړه او پر هغوی سختي کوه ترڅو درڅخه ووېريږي، او دقيامت په ورځ دهغوی دورتلو ځای چې ورځي به هغه دوزخ دی، او ډېر بد دورتلو ځای دهغوی دورتلو ځای دی چې هغوی به ورګرځي. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًۭا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱمْرَأَتَ نُوحٍۢ وَٱمْرَأَتَ لُوطٍۢ ۖ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَـٰلِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًۭٔا وَقِيلَ ٱدْخُلَا ٱلنَّارَ مَعَ ٱلدَّٰخِلِينَ ﴿١٠﴾
الله دهغو کسانو لپاره چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی، بېلګه بيان کړې ده، چې دهغوی له مؤمنانو سره اړيکه هيڅ ګټه نه ورته رسوي، دالله له نبيانو څخه ددوو نبيانو: نوح او لوط عليهما السلام دمېرمنو بېلګه، هغوی دواړه ددوو نېکو بندګانو مېرمنې وې، خو له مېړونو سره يې خيانت وکړ، چې دالله له لا رې يې ايسارول کول او له خپلو قومونو څخه يې له کافرانو سره مرسته کوله، نو هغوی ته دې خبرې ګته ونه رسوله چې هغوی دواړه ددغو دوو نېکو بندګانو مېرمنې وې، او هغوی دواړو ته وويل شول: اور ته ننوځئ دکافرانو او فاسقانو دډلې له ننوتونکو سره يوځای
وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًۭا لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱمْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ٱبْنِ لِى عِندَكَ بَيْتًۭا فِى ٱلْجَنَّةِ وَنَجِّنِى مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِۦ وَنَجِّنِى مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١١﴾
او دهغو کسانو لپاره چې پر الله او دهغه پر رسول يې ايمان راوړی الله داسې بېلګه بيانوي چې دهغوی له کافرانو سره اړيکه کوم زيان نه ورته رسوي، او ترڅو چې پر حق ولاړ وي په هغوی کې اغېز نه کوي دفرعون دمېرمنې حال کله يې چې وويل: اې زما پالونکیه، ستا سره په جنت کې ماته يو کور جوړ کړه، او دفرعون له زور او ولکې مې وساته، او دهغه له ناوړه کارونو څخه، او له هغه قوم څخه مې وساته چې په سرکښۍ او ظلم کې دهغه په پيروۍ سره پر ځانونو ظلم کوونکي دي
وَمَرْيَمَ ٱبْنَتَ عِمْرَٰنَ ٱلَّتِىٓ أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَـٰتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِۦ وَكَانَتْ مِنَ ٱلْقَـٰنِتِينَ ﴿١٢﴾
او دهغه کسانو لپاره چې پر الله او دهغه پر رسول يې ايمان راوړی الله دعمران دلور بېلګه بيان کړه چې خپل شرمځای يې له زنا څخه وساتی، الله جبريل ته امر وکړ چې روح پکې پو کړي، نو دهغې دالله په ځواک دمريم زوی عيسی پرته له پلاره په ګېډه شو، او دالله د شريعتونو او دهغه پر رسولانو دنازل کړل شوو کتابونو تصديق يې وکړ، او الله لره دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره له پيروي کوونکو څخه وه. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp