يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا۟ ٱلْعِدَّةَ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ رَبَّكُمْ ۖ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِنۢ بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّآ أَن يَأْتِينَ بِفَـٰحِشَةٍۢ مُّبَيِّنَةٍۢ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ ۚ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ ٱللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُۥ ۚ لَا تَدْرِى لَعَلَّ ٱللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًۭا ﴿١﴾
ه اې نبي کله چې ته اراده ولرې او يا يوڅوک ستا له امته اراده ولري چې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي؛ نو دهغې دلومړني عدت لپاره دې طلاق ورکړي، داسې چې طلاق په داسې طهر کې وي چې کوروالی يې پکې نه وي ورسره کړی، او عدت خوندي کړئ ترڅو خپلو مېرمنو ته پکې رجوع وکولای شئ که هغوی ته مو درجوع کولو اراده وي، او له الله دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، خپلې طلاق شوې مېرمنې مو له هغو کورونو مه وباسئ چې پکې اوسيږي او نه دې هغوی په خپله ترې وځي، ترڅو يې عدت نه وي تېر شوی، مګر دا چې کومه څرګنده ناروا کړنه لکه زنا وکړي، او دغه حکمونه داسې دالله پولې دي چې دخپلو بنده ګانو لپاره يې ټاکلې دي او څوک چې دالله له پولو اوړي؛ نو هغه پر ځان ظلم کوي، داسې چې ځان دتباهۍ کندو ته اچوي له خپل پالونکي څخه دسرغړونې له امله، اې طلاق ورکوونکیه ته نه پوهېږې کېدای شي الله له دغه طلاق وروسته داسې امر پېښ کړي چې تا يې هيله نه لرله؛ نو رجوع ورته وکړې. فإذا بلغن أجلهن فأمسكوهن بمعروف أو فارقوهن بمعروف وأشهدواذوى عدل منكم
فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فَارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍۢ وَأَشْهِدُوا۟ ذَوَىْ عَدْلٍۢ مِّنكُمْ وَأَقِيمُوا۟ ٱلشَّهَـٰدَةَ لِلَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجْعَل لَّهُۥ مَخْرَجًۭا ﴿٢﴾
ه له مخرجا کله چې هغوی دعدت تېرېدلو ته نېږدې شي؛ نو بيا په خوښه او ښه توګه هغوی ته رجوع وکړئ، او يا هغوی ته رجوع کول پرېږدئ ترڅو يې عدت تېر شي او دخپلو ځانونو دچارې څښتنانې شي، هغوی ته يې دحقوقو له ورکړې سره، او کله چې هغوی ته درجوع کولو او يا بېلولو اراده ولرئ؛ نو دوه عادل کسان دې دشخړې ختمولو لپاره له تاسو څخه شاهدي ورکړي، او اې شاهدانو! شاهدي دالله دخوښۍ لټولو لپاره ورکړئ، دغه ياد شوي دالله حکمونه دهغه چا لپاره بيانيږي څوک چې پر الله ايمان لري، او دقيامت په ورځ ايمان لري، ځکه همغه داسې څوک دی چې له يادولو او نصيحت څخه ګټه اخلي، او څوک چې له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، الله به هغه لره له هغه تنګۍ او ستنوزې څخه دوتلولا ر پيداکوي چې پکې اخته کيږي
وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بَـٰلِغُ أَمْرِهِۦ ۚ قَدْ جَعَلَ ٱللَّهُ لِكُلِّ شَىْءٍۢ قَدْرًۭا ﴿٣﴾
ء او له هغه لورې به روزي ورکوي چې پر زړه يې هم نه راګرځي، او په فکر کې يې هم نه وي، او څوک چې په خپلو چارو کې پر الله بروسه وکړي هغه ورته بسنه کوي، پرته له شکه الله دخپل امر نافذوونکی دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای، او نه څه ترې پاتې کيږي، او په رېښتيا الله دهر څه لپاره اندازه ټاکلې ده چې هغې ته به رسيږي، نو دسختۍ لپاره خپله اندازه ده او هوساينې لپاره خپله اندازه، چې يو يې هم دانسان لپاره تلپاتې نه وي. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱلَّـٰٓـِٔى يَئِسْنَ مِنَ ٱلْمَحِيضِ مِن نِّسَآئِكُمْ إِنِ ٱرْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَـٰثَةُ أَشْهُرٍۢ وَٱلَّـٰٓـِٔى لَمْ يَحِضْنَ ۚ وَأُو۟لَـٰتُ ٱلْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجْعَل لَّهُۥ مِنْ أَمْرِهِۦ يُسْرًۭا ﴿٤﴾
ه او هغه طلاق شوې ښځې چې دحيض (مياشتنۍ ناروغۍ) څخه دزيات عمر له امله نا هيلې شوې وي، که چېرې دهغوی په عدت کې په شک کې شوئ؛ دهغوی عدت درې مياشتې دی، او کومې مېرمنې چې تر اوسه دکم عمرۍ له امله دحيض (مياشتنۍ ناروغۍ) عمر ته نه وي رسېدلې دهغوی عدت همدغه (درې مياشتې) دی، او دبلاربو مېرمنو عدت دطلاق يا مېړه دمړينې له امله دادی چې کله خپل بار(حمل) کېږدي، او څوک چې له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وېريږي، الله به يې چارې ورته اسانه کړي او هره ستونزه به ورته اسانه کړي
ذَٰلِكَ أَمْرُ ٱللَّهِ أَنزَلَهُۥٓ إِلَيْكُمْ ۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّـَٔاتِهِۦ وَيُعْظِمْ لَهُۥٓ أَجْرًا ﴿٥﴾
دغه ياد شوي دطلاق، رجعت او عدت حکمونه دالله حکم دی چې اې مؤمنانو تاسو ته يې نازل کړی تر څو عمل پرې وکړئ، او څوک چې له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، الله به يې کړي ګناهونه ترې ورژوي او په آخرت کې به لوی اجر ورکړي، چې جنت ته ننوتل دي، او هغه داسې لا سته راوړنه ده چې نه ختميږي
أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَآرُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا۟ عَلَيْهِنَّ ۚ وَإِن كُنَّ أُو۟لَـٰتِ حَمْلٍۢ فَأَنفِقُوا۟ عَلَيْهِنَّ حَتَّىٰ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۖ وَأْتَمِرُوا۟ بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍۢ ۖ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُۥٓ أُخْرَىٰ ﴿٦﴾
ى اې مېړونو! هغوی هلته واوسوئ چې په توان کې مو وي، الله مو پر بل څه نه مکلفوي، پر هغوی دتنګۍ راوستلو په هيله پر هغوی په خرڅه، استوګنه او نورو کې ضرر مه رسوئ، که چېرې طلاق شوې ښځې بلاربې وي؛ نو پر هغوی تر هغه خرڅه کوئ چې خپل بار (حمل) کېږدي، که هغوی مو اولادونو ته تی ورکړي؛ نو هغوی ته دتی ورکولو مزدوري ورکړئ، او په ښه توګه دهغوی دمزدورۍ خبره ورسره وکړئ، که چېرې مېړه دښځې په غوښتل شوې مزدورۍ کې بخيلي وکړي، او هغه ښځه هم بخيلي وکړي پر هغه څه راضي نه شي مګر چې دا يې غواړي، نو بيا دې پلار بله تی ورکوونکي په مزدورۍ ورته ونيسي چې بچي ته يې تی ورکوي
لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍۢ مِّن سَعَتِهِۦ ۖ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُۥ فَلْيُنفِقْ مِمَّآ ءَاتَىٰهُ ٱللَّهُ ۚ لَا يُكَلِّفُ ٱللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَآ ءَاتَىٰهَا ۚ سَيَجْعَلُ ٱللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍۢ يُسْرًۭا ﴿٧﴾
چا لره چې په مال کې پراخي وي هغه دې پر خپله طلاق شوې ښځه او خپل زوی له خپلې پراخۍ سره سم لګښت وکړي او پر چا چې روزي تنګه کړل شوې وي، نو له هغه څه دې لګښت وکړي چې الله هغه ته ورکړي دي، الله هيڅوک نه مکلفوي مګر پر هغه څه چې ورکړي يې دي، نه يې ترهغه په پورته مکلفوي او نه له خپل توان په زياتو سره، او الله به دهغه دحالت له تنګۍ او سختۍ وروسته هغه ته پراخي او شتمني ورکړي. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وكأين من قرية عتت عن أمر ربها ورسله فحاسبنها حسابا شديدا وعذ بنها عذابا نكرا
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِۦ فَحَاسَبْنَـٰهَا حِسَابًۭا شَدِيدًۭا وَعَذَّبْنَـٰهَا عَذَابًۭا نُّكْرًۭا ﴿٨﴾
او ډېری هغه کلي چې دخپل پالونکي او دهغه درسولانو عليهم السلام له امر يې سرغړونه وکړه، له هغوی سره مو دهغوی دبدو کړنو په اړه سخت حساب وکړ، او په دنيا او آخرت کې مو هغوی ته سخت عذاب ورکړ. فذاقت وبال أمرها وكان عقبةأمرها خسرا
فَذَاقَتْ وَبَالَ أَمْرِهَا وَكَانَ عَـٰقِبَةُ أَمْرِهَا خُسْرًا ﴿٩﴾
نو دخپلو بدو کړنو پايله يې وڅکله، او پايله يې په دنيا کې تاوان او په آخرت کې تاوان و
أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُمْ عَذَابًۭا شَدِيدًۭا ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ يَـٰٓأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ قَدْ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْرًۭا ﴿١٠﴾
الله دهغوی لپاره قوي عذاب چمتو کړی، نو اې هغه دعقل څښتنانو چې پر الله يې ايمان راوړی او دهغه پر رسول يې ايمان راوړی! له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، ترڅو پر تاسو هغه څه را نه شي چې پر هغوی راغلل، الله تاسو ته داسې ياد[نصیحت] را نازل کړی چې تاسو ته دهغه دسرغړونې بده پايله او دهغه دپيروۍ ښه پايله در په يادوي
رَّسُولًۭا يَتْلُوا۟ عَلَيْكُمْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ مُبَيِّنَـٰتٍۢ لِّيُخْرِجَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ مِنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ ۚ وَمَن يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ وَيَعْمَلْ صَـٰلِحًۭا يُدْخِلْهُ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۖ قَدْ أَحْسَنَ ٱللَّهُ لَهُۥ رِزْقًا ﴿١١﴾
دغه ياد (ذکر) هغه رسول دی چې پر تاسو دالله داسې څرګندوونکي ايتونه لولي چې هيڅ پټوالی پکې نشته، په دې هيله چې هغه کسان د لا رورکۍ له تيارو څخه دلارښوونې رڼا ته را وباسي چې پر الله يې ايمان راوړی او دهغه درسول تصديق يې کړی او نېک عملونه يې کړي دي، او څوک چې پر الله باور لري او نېک عمل کوي، الله به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونولا ندې به يې ويالې بهيږي تل به پکې اوسېدونکی وي، الله هغه ته ښه روزي ورکړې چې داسې جنت ته يې ننه اېستلی چې نعمتونه يې نه ختميږي
ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ سَبْعَ سَمَـٰوَٰتٍۢ وَمِنَ ٱلْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ ٱلْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ وَأَنَّ ٱللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَىْءٍ عِلْمًۢا ﴿١٢﴾
ء ه الله همغه ذات دی چې اووه اسمانونه يې پيداکړي دي او داوو اسمانو دپيدايښت غوندې يې اووه ځمکې پيداکړې دي، دالله شرعي او د کايناتو اړوند امر دهغو ترمنځ را نازليږي، په دې هيله چې پوه شئ چې بېشکه الله پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای، او هغه پاک ذات دپوهې له اړخه پر هرڅه را چاپېر دی، له هغه څخه نه په اسمانونو کې او نه په ځمکه کې څه پټېدلای شي. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp