کورتفسیرالتغابن (٦٤)

تفسیر التغابن — At-Taghaabun (64)

مدني · ١٨ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۖ لَهُ ٱلْمُلْكُ وَلَهُ ٱلْحَمْدُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿١﴾

ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په زمکه کې له مخلوقاتو څخه دي دالله پاکي او سپېڅلتیا له هغو صفتونو څخه بيانوي چې له هغه سره نه ښايي، يوازې هغه لره پاچايي ده، له هغه پرته بل پاچا نشته، او يوازې هغه لره ښکلې ستاينه ده، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای

هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ فَمِنكُمْ كَافِرٌۭ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌۭ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿٢﴾

اې خلکو! همغه ذات دی چې تاسې يې پيداکړئ، نو له تاسو چې څوک پر هغه کافر شي دورګرځیدو ځای یي اور دی او څوک له تاسو څخه مؤمن شي دورګرځېدو ځای يې جنت دی، او الله ستاسو دکړنو ښه ليدونکی دی، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي، او ژر به پرې بدله درکړي

خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۖ وَإِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ ﴿٣﴾

اسمانونه او ځمکه يې په حقه پيداکړل، هغوی يې بې ګټې پيدا نه کړل، او اې خلکو! تاسو ته يې شکلونه درکړل؛ نو دخپل احسان او پېرزوينې له مخې يې ښه شکلونه درکړل، که يې غوښتي وای؛ نو بد به يې پيداکړي وای، او دقيامت په ورځ يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، نو پر اعمالو به مو بدله درکړي، که ښه وو؛ نو ښه بدله، او که بد وو؛ نو بده بدله

يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿٤﴾

څه چې په اسمانونو کې دي هغه پرې پوهيږي او څه چې په ځمکه کې دي پر هغه هم پوهيږي، او تاسو چې څه کړنې پټوئ هغه پرې پوهيږي او څه چې ښکاره کوئ هغه پرې پوهيږي، او دسينو په خير او شر ښه پوه دی، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي

أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَؤُا۟ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَبْلُ فَذَاقُوا۟ وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿٥﴾

اې مشرکانو! ايا تاسې ته له تاسو څخه دمخکېنيو درواغ ګڼونکو امتونو خبر نه دی راغلی، دنوح دقوم، دعاديانو، ثموديانو او داسې نورو، پر کوم کفر چې وو په دنيا کې يې دهغه سزا وڅکله، او هغوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب دی؟! ولې نه، پرته له شکه تاسې ته دغه خبر راغی، نو پر هغوی چې څه راغلل پند ترې واخلئ، او الله ته توبه وباسئ مخکې تردې چې هغه څه درباندې راشي چې پر هغوی راغلل

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُۥ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَقَالُوٓا۟ أَبَشَرٌۭ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا۟ وَتَوَلَّوا۟ ۚ وَّٱسْتَغْنَى ٱللَّهُ ۚ وَٱللَّهُ غَنِىٌّ حَمِيدٌۭ ﴿٦﴾

حميد دغه عذاب چې هغوی ته ورسېد، ځکه ورته ورسېدلو چې هغوی ته به دالله له لوري رسولان له څرګندو دليلونو او ښکاره برهانونو سره راتلل، خو هغوی به له دې امله چې رسولان دانسان له جنسه وو ويل: ايا انسان حق ته زموږ لا رښوونه کوي؟! نو کفر يې وکړ او پر هغوی له ايمان راوړلو يې مخ واړولو، خو الله ته يې هيڅ زيان ونه رسولو، او الله دهغوی له ايمان او پيروۍ څخه بې پروايي وکړه، ځکه دهغوی پيروي الله ته هيڅ هم نه مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ور زياتوي، او الله بې پروا دی بندګانو ته يې اړ نه دی، په خپلو ويناوو او کړنو کې ستايل شوی دی

زَعَمَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَن لَّن يُبْعَثُوا۟ ۚ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّى لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ ۚ وَذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌۭ ﴿٧﴾

هغه کسانو چې پر الله يې کفر کړی دا ګومان وکړ چې هيڅکله به الله دهغوی له مرګ وروسته بيا ژوندي را پورته نه کړي، اې رسوله! دغو له بېرته را ژوندي کېدو نټه کوونکو ته ووايه: ولې نه، پر خپل پالونکي مې دې قسم وي تاسو به دقيامت په ورځ هرومرو را پاڅول کېږئ، بيا به پر هغه خبرول کېږئ چې په دنيا کې مو کړي دي، او دغه بيا راپاڅول پر الله ډېر اسانه دي، هغه په لومړي ځل پيداکړي ياست، نو هغه ستاسو له مرګ وروسته دحساب او بدلې لپاره ستاسو پر بيا را پاڅولو ځواکمن دی

فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلنُّورِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلْنَا ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿٨﴾

نو اې خلکو! پر الله او دهغه پر رسول ايمان راوړئ، او پر هغه قرآن ايمان راوړئ چې پر خپل رسول مو نازل کړی دی، او الله ستاسو پر کړو ښه خبر دی، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي او ژر به پرې بدله کړي

يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ ٱلْجَمْعِ ۖ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلتَّغَابُنِ ۗ وَمَن يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ وَيَعْمَلْ صَـٰلِحًۭا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّـَٔاتِهِۦ وَيُدْخِلْهُ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿٩﴾

اې رسوله! در په ياد کړه، کوم وخت چې الله دقيامت ورځې لپاره تاسو را غونډ کړي ترڅو مو پر کړنو بدله درکړي، دا هغه ورځ ده چې دکافرانو زيان او نقص به پکې ښکاره شي، داسې چې مؤمنان به له دوزخيانو څخه په جنت کې کورونه په ميراث يوسي، او دوزخيان به په اور کې د جنتيانو منزلونه په ميراث يوسي، او څوک چې پر الله ايمان راوړي او نېک عمل وکړي الله به يې ګناهونه ترې ورژوي، او داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې له ماڼيو او ونولا ندې به يې ويالې بهيږي، تل ترتله به پکې اوسېدونکي وي، نه به ترې وځي، او نه به يې نعمتونه ترې پرې کيږي، دغه چې هغوی ترلاسه کړل داسې لوی بری دی چې هيڅ بريا نه شي ورته رسیدلای

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿١٠﴾

او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، او زموږ هغه ايتونه يې درواغ ګڼلي دي چې پر خپل رسول مو نازل کړي دي، همدوی داور والا دي، تل ترتله به پکې اوسيږي، بد ځای دورګرځیدو دی چې هغوی ورګرځي

مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَمَن يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ ﴿١١﴾

هيچا ته په ځان، مال او اولاد کې کوم کړاو نه دی رسېدلی مګر دالله په پرېکړه او ځواک سره او څوک چې پر الله، دهغه پر قضاء او ځواک ايمان لري، الله به دهغه زړه ته دالله دامر او دهغه پر پرېکړه درضا توفيق ورکړي، او الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ ۚ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ ﴿١٢﴾

او دالله پيروي وکړئ او درسول پيروي وکړئ، که چېرې له هغه څه مخ واړوئ چې دهغه رسول ورسره درته راغلی؛ نو ددغه مخ اړولو ګناه پرتاسو ده، او زموږ پر رسول يوازې دهغه څه رسونه ده چې درسولو امر مو ورته پرې کړی دی، او هغه څه يې درته ورسول چې درسولو امر يې ورته شوی و. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿١٣﴾

الله په حقه معبود دی، له هغه پرته بل په حقه معبود نشته، او يوازې پر الله دې مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي. و

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ مِنْ أَزْوَٰجِكُمْ وَأَوْلَـٰدِكُمْ عَدُوًّۭا لَّكُمْ فَٱحْذَرُوهُمْ ۚ وَإِن تَعْفُوا۟ وَتَصْفَحُوا۟ وَتَغْفِرُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿١٤﴾

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، پرته له شکه ستاسو له مېرمنو او اولادونو څخه ځينې ستاسو لپاره دښمنان دي، ځکه هغوی مو دالله له ياده او دهغه په لا ر کې له جهاده بوختوي او ترې راګرځوي مو، نو ترې وډارشئ چې اغېز در پکې وکړي، او که تاسو دهغوی له تېروتنو تېر شئ، مخ ترې واړوئ او پر هغوی پرده واچوئ؛ نو پرته له شکه الله تاسو ته ستاسو د ګناهونو بخښنه کوي او درباندې رحميږي او جزا دعمل له جنسه وي

إِنَّمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَأَوْلَـٰدُكُمْ فِتْنَةٌۭ ۚ وَٱللَّهُ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌۭ ﴿١٥﴾

پرته له شکه ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ستاسو لپاره ازمويښت او امتحان دی، کله مو دناروا پر ترسره کولو او دالله دپيروۍ پرېښودلو ته اړباسي او له الله سره دهغه چا لپاره لوی ثواب دی چې دالله پيروۍ ته داولادونو پر پيروۍ او په مال پر بوختيا لومړيتوب ورکړي، او دغه لويه بدله جنت دی

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ مَا ٱسْتَطَعْتُمْ وَٱسْمَعُوا۟ وَأَطِيعُوا۟ وَأَنفِقُوا۟ خَيْرًۭا لِّأَنفُسِكُمْ ۗ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِۦ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿١٦﴾

له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او څومره چې دهغه پيروۍ ته په لا ر موندلو توانېږئ له نواهيوو په ډډه کولو ووېرېږئ، خبره واورئ او د الله او دهغه درسول پيروي وکړئ، او هغه مالونه چې الله روزي درکړي دخير په لا رو کې ولګوئ او الله چې څوک دنفس له حرص څخه يې وساتي؛ نو همدوی پر هغه څه بريالي دي چې غواړي يې او له هغه څه ژغورونکي دي چې ترې وېريږي

إِن تُقْرِضُوا۟ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًۭا يُضَـٰعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۚ وَٱللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ ﴿١٧﴾

که چېرې تاسې الله ته غوره قرض ورکړئ؛ داسې چې خپل مالونه دهغه په لا ر کې ولګوئ، ستاسو لپاره به يې بدله څو برابره کړل شي چې يوه نيکي په لس برابره تر اووه سوه او لدې زیاتې اندازې سره برابره وي او ستاسو لپاره به ستاسو له ګناهونو تېر شي، او الله زيات شکر والا دی چې پر لږ عمل زيات ثواب ورکوي، زغم والا دی چې په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي

عَـٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿١٨﴾

الله پاک پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او پر هغه څه پوه دی چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل قدرت، شريعت او ځواک کې دحکمت والا دی. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp

زده کړه · التغابن — At-Taghaabun

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې