إِذَا جَآءَكَ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ قَالُوا۟ نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُۥ وَٱللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ لَكَـٰذِبُونَ ﴿١﴾
اې رسوله! کله چې ستا مجلس ته هغه منافقان حاضر شي چې اسلام ښکاره کوي، او کفر پټوي، وايي: موږ شاهدي ورکوو چې بېشکه ته هرومرو په حقه دالله رسول يې، او الله پوهيږي چې بېشکه ته په حقه دهغه رسول يې، او الله شاهدي ورکوي چې منافقان هرومرو درواغجن دي په هغه څه کې هغوی يې دعوا کوي چې پرته له شکه هغوی دزړونو له تلې شاهدي ورکوي چې ته دهغه رسول يې
ٱتَّخَذُوٓا۟ أَيْمَـٰنَهُمْ جُنَّةًۭ فَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٢﴾
هغوی خپل هغه قسمونه چې دايمان پر دعوا يې کوي دځانونو لپاره له وژلو او بندي کېدلو ډال او ساتندوی ګرځولي دي، او په هغه څه چې شک او تردد خپروي خلک يې له ايمان څخه ايسار کړي، بېشکه ډېر بد دی هغه نفاق او ددرواغو قسمونه چې هغوی يې کوي. ذلك بأن هم ءامنوا ثم كفروا فطبع عل قلوبهم فهم لا يفقهون
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ ثُمَّ كَفَرُوا۟ فَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ ﴿٣﴾
دا له دې امله چې هغوی دنفاق له مخې ايمان راوړلو، او ايمان يې زړونو ته ونه رسېدلو، بيا يې په پټه پر الله کفر وکړ، نو الله دهغوی پر زړونو دهغوی دکفر له امله مهر ولګولو چې ايمان نه ورننوځي، نو ددغه مهر له امله هغوی نه پوهيږي چې په څه کې يې صلاح اولا رښوونه ده
۞ وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ ۖ وَإِن يَقُولُوا۟ تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ ۖ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌۭ مُّسَنَّدَةٌۭ ۖ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ ۚ هُمُ ٱلْعَدُوُّ فَٱحْذَرْهُمْ ۚ قَـٰتَلَهُمُ ٱللَّهُ ۖ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ ﴿٤﴾
اې کتونکيه! کله چې هغوی وينې دهغوی بدنونه او شکلونه به دې خوښ شي، ځکه چې په هغو کې تازګي او نعمت دی، او کله چې خبرې کوي خبرې يې اورېدل کيږي ځکه په هغو کې بلاغت دی، اې رسوله! هغوی ستا په مجلس کې داسې دي لکه درول شوي لرګي، چې پر هيڅ هم نه پوهيږي او نه يې درک کولای شي، هر اواز داسې ګڼي چې هغوی يې هدف دي ځکه هغوی بې زړه دي، هغوی په حقه دښمنان دي، نو اې رسوله! له هغوی وډارشئ چې راز مو ښکاره کړي او يا کوم چل درته جوړ کړي، پر هغوی دې دالله لعنت وي څنګه له ايمان څخه ګرځول کيږي سره لدې چې دلايل څرګند او برهانونه يې ښکاره دي؟!
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ ٱللَّهِ لَوَّوْا۟ رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ ﴿٥﴾
او کله چې دغو منافقانو ته وويل شي: دالله رسول ته دهغه څه له امله چې درڅخه شوي عذر کوونکي راشئ، هغه به تاسوته له الله څخه ستاسو دګناهونو بخښنه وغواړي، هغوی په ملنډو او مسخرو خپل سرونه تاو کړي، او ته يې وينې چې له هغه څه مخ اړوي چې امر ورته کيږي، او هغوی دحق له منلو او پر هغو له باور کولو څخه کبر کوونکي وي. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
سَوَآءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَن يَغْفِرَ ٱللَّهُ لَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿٦﴾
اې رسوله! دهغوی دګناهونو لپاره ستا دبخښنې غوښتل او دهغوی لپاره ستا لخوا دبخښنې نه غوښتل سره برابر دي، الله به هيڅکله هغوی ته يې دګناهونو بخښنه ونه کړي، پرته له شکه الله له خپلې پيروۍ وتونکي قوم ته توفيق نه ورکوي هغو کسانو ته چې له الله څخه په سرغړونه ټينګار کوي
هُمُ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنفِقُوا۟ عَلَىٰ مَنْ عِندَ رَسُولِ ٱللَّهِ حَتَّىٰ يَنفَضُّوا۟ ۗ وَلِلَّهِ خَزَآئِنُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَـٰكِنَّ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ ﴿٧﴾
هغوی داسې خلک دي چې وايي: خپل مالونه مو پر هغو بې وزلو او کوچيانو چې دمدينې په شاوخوا کې دالله له رسول سره دي مه لګوئ ترڅو هغوی ورڅخه ولاړ شي، حال داچې داسمانونو او ځمکې زېرمې يوازې الله لره دي، له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي په روزي يې ورکوي، خو منافقان پردې نه پوهيږي چې دروزۍ زېرمې دهغه پاک ذات په لا س کې دي
يَقُولُونَ لَئِن رَّجَعْنَآ إِلَى ٱلْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ ٱلْأَعَزُّ مِنْهَا ٱلْأَذَلَّ ۚ وَلِلَّهِ ٱلْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِۦ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَـٰكِنَّ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٨﴾
دهغوی سردار عبدالله بن أبي وايي: که مدينې ته وروګرځېدلو هرومرو به عزتمن چې هغه زه او قوم مې دی له مدينې څخه بې عزته خلک وباسي چې هغه محمد او دهغه ملګري دي، حال داچې يوازې الله، دهغه رسول او مؤمنانو لره عزت دی، دعبدالله بن ابي او دهغه ملګرو لره عزت نشته، خو منافقان داسې خلک دي چې پر دې نه پوهيږي چې عزت الله، دهغه رسول او مؤمنانو لپاره دی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَٰلُكُمْ وَلَآ أَوْلَـٰدُكُمْ عَن ذِكْرِ ٱللَّهِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿٩﴾
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مالونه او اولادونه دې تاسې له لمانځه او داسلام له نورو فرائضو څخه بوخت نه کړي، او څوک چې مالونه او اولادونه يې دالله له واجب کړي لمانځه او نورو واجباتو څخه بوخت کړي، نو په حقيقت کې همدوی داسې تاوانيان دي چې خپل کورونه او خېلخانې يې دقيامت په ورځ تاوانيان کړي دي
وَأَنفِقُوا۟ مِن مَّا رَزَقْنَـٰكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَآ أَخَّرْتَنِىٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍۢ قَرِيبٍۢ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ ﴿١٠﴾
او کوم مالونه چې الله په روزي درکړي له هغو څخه لګښت وکړئ مخکې تردې چې له تاسو څخه يو ته مرګ راشي؛ نو بيا خپل پالونکي ته مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر وايي: اې زما پالونکيه ولې دې تر لږې مودې پورې وروسته نه کړم، چې له خپل ماله مې دالله په لا ر کې خيرات کړی وای، او دالله له هغو نېکو بندګانو څخه شوی وای چې کړنې يې سمې دي
وَلَن يُؤَخِّرَ ٱللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَآءَ أَجَلُهَا ۚ وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿١١﴾
او الله پاک به هيڅکله هغه څوک وروسته نه کړي چې وخت يې را رسېدلی وي او عمر يې پای ته رسېدلی وي، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له اعمالو له هغه هيڅ هم نه پټيږي، که خير وو؛ نو دخير بدله به درکړي او که بد وو نو بده بدله به درکړي. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp