يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ٱلْمَلِكِ ٱلْقُدُّوسِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ ﴿١﴾
ټول هغه څه چې په اسمانونو او ټول هغه مخلوقات چې په ځمکه کې دي دداسې نقص له صفتونو څخه دالله پاکي او سپېڅلتيا بيانوي چې نه ورسره ښايي، هغه داسې پاچا دی چې په پاچايۍ کې يوازې تنها دی، له نقص څخه پاک دی، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، په مخلوق، شريعت او ځواک کې يې حکمت والا دی
هُوَ ٱلَّذِى بَعَثَ فِى ٱلْأُمِّيِّـۧنَ رَسُولًۭا مِّنْهُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِهِۦ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا۟ مِن قَبْلُ لَفِى ضَلَـٰلٍۢ مُّبِينٍۢ ﴿٢﴾
همغه ذات وچې ویې لیږه په هغه عربو کې رسول چې نه یې لوستل کولی شول او نه لیکل هغه پر هغوی دالله داسې ايتونه لولي چې پرې نازل کړي يې دي، له کفر او ناوړه اخلاقو يې پاکوي، قرآن ورته ښيي، سنت ورزده کوي، او پرته له شکه هغوی درسول له ورلېږلو مخکې له حقه په څرګنده لا رورکۍ کې وو، داسې چې دبوتانو عبادت يې کولو، وينې يې بهولې او خپلوۍ يې پرې کولې
وَءَاخَرِينَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوا۟ بِهِمْ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٣﴾
او دغه رسول يې عربو او نورو قومونو ته ولېږی چې تر اوسه نه دي راغلي، او ژر به راشي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، شريعت او ځواک کې دحکمت والا دی
ذَٰلِكَ فَضْلُ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٤﴾
دغه ياد شوي چې عربو او نورو خلکو ته درسول لېږل دي، دالله پېرزوينه ده چاته چې وغواړي ورکوي يې، او الله دلوی احسان حښتن دی، او له احسان څخه يې دا ده چې ددغه امت رسول يې ټولو خلکو ته لېږلی دی
مَثَلُ ٱلَّذِينَ حُمِّلُوا۟ ٱلتَّوْرَىٰةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ ٱلْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًۢا ۚ بِئْسَ مَثَلُ ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ ۚ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٥﴾
ه هغه يهود چې پر تورات په عمل کولو مکلف کړل شوي وو بيا يې هغه څه پرېښودل چې پرې مکلف کړل شوي وو دهغوی مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر بېلګه داسې ده لکه خر چې لوی کتابونه وړي، پردې نه پوهيږي چې څه شی پرې بار دی: ايا هغه کتابونه دي او که بل څه دي؛ دهغه قوم بېلګه ډېره بده ده چې دالله ايتونه درواغ ګڼي، او الله ظالم قوم ته حق ته درسېدلو توفيق نه ورکوي
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ هَادُوٓا۟ إِن زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَآءُ لِلَّهِ مِن دُونِ ٱلنَّاسِ فَتَمَنَّوُا۟ ٱلْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٦﴾
كنتم صدقين اې رسوله! ووايه: اې هغو کسانو چې پر يهوديت دهغو له تحريف وروسته پاتې دي، که چېرې تاسې دا ګومان کوئ چې همدا تاسو دالله دوستان ياست او هغه له خلکو څخه تاسو ددوستۍ لپاره ځانګړي کړي ياست؛ نو دمرګ هيله وکړئ، ترڅو ستاسو له ګومان سره سم يې چې دکوم درناوي لپاره ځانګړي کړي ياستی هغه ژر درکړي که چېرې تاسې په خپله دعوی کې رېښتيني ياست چې له ټولو خلکو څخه يوازې تاسې دالله دوستان ياست
وَلَا يَتَمَنَّوْنَهُۥٓ أَبَدًۢا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٧﴾
او هغوی به هيڅکله دمرګ هيله ونه کړي، بلکې هغوی په دنيا کې دتلپاتې کېدو هيله کوي دهغه کفر، ګناهونو، ظلم، تورات دتحريف او بدلولو له امله چې ترسره کړي يې دي، او الله پر ظالمانو ښه پوه دی، دهغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او ژر به پرې بدله ورکړي
قُلْ إِنَّ ٱلْمَوْتَ ٱلَّذِى تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُۥ مُلَـٰقِيكُمْ ۖ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَـٰلِمِ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿٨﴾
فينبئكم بما كنتم تعملون اې رسوله! دغو يهوديانو ته ووايه: پرته له شکه هغه مرګ چې ترې تښتئ که ژر وي او که وروسته هرومرو درسره مخامخېدونکی دی، بيا به دقيامت په ورځ الله ته چې پر پټو او که ښکاره وورګرځول کېږئ، پر هغه له دغو دواړو(پټو اوښکاره و) هيڅ هم نه پټيږي، نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول، او بدله به پرې درکړي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نُودِىَ لِلصَّلَوٰةِ مِن يَوْمِ ٱلْجُمُعَةِ فَٱسْعَوْا۟ إِلَىٰ ذِكْرِ ٱللَّهِ وَذَرُوا۟ ٱلْبَيْعَ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٩﴾
ذلكم خير ل كم إن كنتم تعلمون اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې مؤذن دجمعې په ورځ منبر ته دخطيب له ختلو وروسته اذان وکړي، نو لمانځه او خطبې ته دحاضرېدلو لپاره جوماتونو خواته بيړه وکړئ، او مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر راکړه ورکړه پرېږدئ، ترڅو مو له عبادت څخه بوخت نه کړي، دغه ياده شوې هڅه او دجمعې دلمانځه لپاره له اذان وروسته دراکړې ورکړې پرېښودل ستاسو لپاره غوره دي اې مؤمنانو! که چېرې تاسې پردغه پوهېږئ، نو پر هغه څه عمل وکړئ چې الله امر پرې کړی
فَإِذَا قُضِيَتِ ٱلصَّلَوٰةُ فَٱنتَشِرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَٱبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِ ٱللَّهِ وَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَثِيرًۭا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿١٠﴾
لعل كم تفلحون نو کله مو چې دجمعې لمونځ پای ته ورسولو، بيا په ځمکه کې دحلال کسب او خپلو اړتياوو په لټه کې خپاره شئ، او د حلال کار او حلالې ګتې له لا رې دالله پېرزوينه ولټوئ، او دروزۍ لټولو په ترڅ کې الله ډېر يادوئ، او دروزۍ لټول دې له تاسې څخه دالله ياد هېر نه کړي، دبريا په هيله چې خوښوئ يې او دژغورنې په هيله چې ترې ډارېږئ
وَإِذَا رَأَوْا۟ تِجَـٰرَةً أَوْ لَهْوًا ٱنفَضُّوٓا۟ إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَآئِمًۭا ۚ قُلْ مَا عِندَ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ مِّنَ ٱللَّهْوِ وَمِنَ ٱلتِّجَـٰرَةِ ۚ وَٱللَّهُ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ ﴿١١﴾
ه او کله چې ځينو مسلمانانو سوداګري او ساعت تېری وليدل هغو ته په وتلو سره تيت او وپاشل شول، او اې رسوله! ته يې پر منبر ولاړ پرېښودې، اې رسوله! ووايه: پر نېک عمل چې له الله سره کومه بدله ده هغه له هغې سوداګرۍ او ساعت تيرۍ څخه -چې تاسې ور وتلي واست- غوره ده، او الله ترټولوغوره روزي ورکوونکی دی. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp