سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۖ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿١﴾
څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي له ټولو هغو شيانو څخه يې دالله پاکي او سپېڅلتیا بيان کړه چې له هغه سره نه ښايي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په مخلوق، ځواک او شريعت کې يې دحکمت والا دی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴿٢﴾
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی! ولې واياست: چې دغه کار مو کړی په حقيقت کې مو نه وي کړئ؟! لکه ستاسو څخه ديو وينا: چې په خپله توره مې جګړه وکړه او وهل مې وکړل، او هغه نه په خپله توره جنګېدلی وي او نه يې وهل کړي وي
كَبُرَ مَقْتًا عِندَ ٱللَّهِ أَن تَقُولُوا۟ مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴿٣﴾
دغه ناوړه کار دالله په وړاندې ډېر بد دی چې هغه څه واياست چې کوئ يې نه، نو دمؤمن لپاره نه دي په کار مګر دا چې له الله سره رېښتينی وي، چې عمل يې دوينا تصديق کوي. ف
إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلَّذِينَ يُقَـٰتِلُونَ فِى سَبِيلِهِۦ صَفًّۭا كَأَنَّهُم بُنْيَـٰنٌۭ مَّرْصُوصٌۭ ﴿٤﴾
پرته له شکه الله له هغو مؤمنانو سره مينه لري چې دهغه په لا ر کې دهغه درضا لټولو لپاره ځينې له ځينو سره داسې کتار کړل شوي جنګيږي لکه له يوبل سره نېښلېدلی (پوخ) دېوال
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ يَـٰقَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِى وَقَد تَّعْلَمُونَ أَنِّى رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيْكُمْ ۖ فَلَمَّا زَاغُوٓا۟ أَزَاغَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُمْ ۚ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿٥﴾
ى اې رسوله! در په ياد کړه، کله چې موسی خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! ولې زما دامر په نه منلو ما ځوروئ حال داچې تاسې پوهېږئ چې زه تاسو ته دالله رسول يم؟! کله چې هغوی له حق څخه واوښتل او کاږه شول، الله يې زړونه له حق او سمې لا رې څخه کاږه کړل، او الله له خپلې پيروۍ څخه وتلي قوم ته دحق توفيق نه ورکوي
وَإِذْ قَالَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ إِنِّى رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَىَّ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَمُبَشِّرًۢا بِرَسُولٍۢ يَأْتِى مِنۢ بَعْدِى ٱسْمُهُۥٓ أَحْمَدُ ۖ فَلَمَّا جَآءَهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ قَالُوا۟ هَـٰذَا سِحْرٌۭ مُّبِينٌۭ ﴿٦﴾
اې رسوله! په ياد کړه کله چې دمريمې زوی عيسی علیه السلام وويل: اې بني اسرائيلو، پرته له شکه زه دالله رسول يم چې تاسو ته يې لېږلی يم له ما مخکې نازل شوي تورات تصديقوونکی يم، زه کوم نوی رسول نه يم، او دداسې رسول زېری ورکوونکی يم چې له ما وروسته راځي مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر نوم يې احمد دی، کله چې عيسی له داسې دلايلو سره راغی چې دهغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، هغوی وويل: دا څرګندې کوډې دي، هيڅکله به پيروي ونه کړو
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعَىٰٓ إِلَى ٱلْإِسْلَـٰمِ ۚ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿٧﴾
او له هغه سخت ظالم هيڅوک نشته چې پر الله درواغ تړي، داسې چې هغه لره يې داسې سيالان ګرځولي چې له هغه پرته يې عبادت کوي، او هغه يوازې دالله ديووالي دين اسلام ته را بلل کيږي، او الله هغه قوم ته چې دشرک او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی ته د لا رښوونې او سمې لا رې توفيق نه ورکوي
يُرِيدُونَ لِيُطْفِـُٔوا۟ نُورَ ٱللَّهِ بِأَفْوَٰهِهِمْ وَٱللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿٨﴾
دغه درواغ ګڼونکي غواړي چې دالله رڼا مړه کړي پر هغه څه چې له هغوی کومې فاسدې مقالې (ويناوې) او دحق ګډوډولو خبرې صادريږي، او الله دخپلې رڼا بشپړوونکی دی، که څه هم هغوی نه غواړي، داسې چې خپل دين به دځمکې ختيځو او لوېديځو کې ښکاره کړي او خپله کلمه به لوړه کړي
هُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلْهُدَىٰ وَدِينِ ٱلْحَقِّ لِيُظْهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُشْرِكُونَ ﴿٩﴾
الله همغه ذات دی چې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې داسلام له دين سره لېږلی، چې دهدایت او خير ته دلارښوونې دين او ګټورې پوهې او نېک عمل دين دی، ترڅو يې پر ټولو دينونو برلاسی کړي سره له دې چې مشرکان نه خوښوي چې په ځمکه کې دې ځای پرځای شي دهغوی دپوزو دسپېروالي سربېره
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ تِجَـٰرَةٍۢ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍۢ ﴿١٠﴾
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ايا داسې ګټوره سوداګري درته ونه ښيم اولا رښوونه مو ورته ونه کړم چې له دردوونکي عذابه مو ژغوري؟
تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتُجَـٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌۭ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿١١﴾
كنتم تعلمون دغه ګټوره سوداګري داده چې پر الله او دهغه پر رسول ايمان راوړئ، او دهغه پاک په لا رکې دخپلو مالونو په لګولو او ځانونو په قربانولو سره د هغه درضا لټولو لپاره جهاد کوئ، دغه ياد شوی عمل ستاسو لپاره غوره دی که چېرې تاسې پوهېږئ، نو بيړه وروکړئ. مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ وَمَسَـٰكِنَ طَيِّبَةًۭ فِى جَنَّـٰتِ عَدْنٍۢ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿١٢﴾
ددغه سوداګرۍ ګټه داده چې الله به مو دګناهونو بخښنه درته وکړي، او داسې جنتونو ته به مو ننباسي چې تر ماڼيو او ونولا ندې يې ويالې بهيږي، او په جنتونو کې به مو داسې خوندورو ځايونو ته ننباسي چې هستوګنه به وي پکې انتقال به نه وي ترې، دغه ياده شوې بدله داسې لويه بريا ده چې بله هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای
وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَفَتْحٌۭ قَرِيبٌۭ ۗ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ﴿١٣﴾
او ددغه سوداګرۍ له ګټې څخه يوه بله ځانګړتیا چې تاسو يې خوښوئ هغه نغده په دنيا کې ده، چې الله به ستاسو ددښمن پر خلاف ستاسو مرسته وکړي، او فتحه نېږدې ده چې پر تاسې به يې فتحه کړي چې هغه دمکې او نورو ځايونو فتحه ده، اې رسوله! مؤمنان په دنيا کې پر هغه مرسته او په آخرت کې دجنت پر هغه بريا خبر کړه چې خوشحالوي يې
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُونُوٓا۟ أَنصَارَ ٱللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّـۧنَ مَنْ أَنصَارِىٓ إِلَى ٱللَّهِ ۖ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ ٱللَّهِ ۖ فَـَٔامَنَت طَّآئِفَةٌۭ مِّنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَكَفَرَت طَّآئِفَةٌۭ ۖ فَأَيَّدْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ عَلَىٰ عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا۟ ظَـٰهِرِينَ ﴿١٤﴾
ى اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، دالله مرستندويان شئ دهغه ددين په مرسته کولو سره چې رسول مو درته راوړی دی، لکه دحواريينو (د عيسی عليه السلام دځانګړو ملګرو) مرسته، کله چې عيسی عليه السلام ورته وويل: څوک مې دالله په لا ر کې مرستندويان دي؟ هغوی په بيړه کولو سره ځواب ورکړ: موږ دالله مرستندويان يو، نو له بني اسرائيلو يوې ډلې پر عيسی عليه السلام ايمان راوړ، او بله ډله پرې کافره شوه، نو کومو کسانو چې پر عيسی عليه السلام ايمان راوړ دهغوی مرسته مو وکړه دهغو خلکو پر خلاف چې پر الله يې کفر کړی و، نو پر هغوی برلاسي شول. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp