يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ عَدُوِّى وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَآءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِٱلْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا۟ بِمَا جَآءَكُم مِّنَ ٱلْحَقِّ يُخْرِجُونَ ٱلرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ ۙ أَن تُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَـٰدًۭا فِى سَبِيلِى وَٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِى ۚ تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِٱلْمَوَدَّةِ وَأَنَا۠ أَعْلَمُ بِمَآ أَخْفَيْتُمْ وَمَآ أَعْلَنتُمْ ۚ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ ﴿١﴾
إ اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته راو کړي يې دي، زما او خپل دښمنان په دوستۍ مه نيسئ چې له هغوی سره دوستي او مينه کوئ، په داسې حال کې چې هغوی پر هغه دين کفر کړی چې تاسو ته مو درسول پر لا س راغلی، رسول له خپله کوره وباسي او تاسې هم په مکه کې له خپلو کورنو څخه وباسي، په تاسې کې دنږدېوالي او خپلوۍ خيال نه ساتي، دا دبل هيڅ شي له امله نه دي مګر دا چې تاسو پر خپل پالونکي الله ايمان راوړی، که چېرې تاسې زما په لا ر کې دجهاد او زما درضا دلټولو لپاره وتلي واست؛ نو دا کار مه کوئ، هغوی ته دمسلمانانو خبرونه له هغوی سره دمينې له امله په پټه واياست، او زه له دغه څخه پر هغه څه ښه پوهېږم چې تاسو يې پټوئ او څه چې ښکاره کوئ، له دغه او نورو څخه پر ما هيڅ هم نه پټيږي، او څوک چې له کافرانو سره دغه دوستي او ملګرتيا کوي، بېشکه چې هغه له سمې لا رې اوښتی دی، له حق څخه لا ر ورکی او سمې لا رې څخه لېرې شوی دی
إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا۟ لَكُمْ أَعْدَآءًۭ وَيَبْسُطُوٓا۟ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُم بِٱلسُّوٓءِ وَوَدُّوا۟ لَوْ تَكْفُرُونَ ﴿٢﴾
که چېرې پرتاسې برلاسي شي هغه دښمني به ښکاره کړي چې په زړونو کې يې پټوي، او تاسوته به خپل لا سونه په ازار رسولو او وهلو در اوږده کړي، او خپلې ژبې به په ښکنځلو او بدو ويلو در خلاصې کړي، او هيله کوي چې که تاسې هم پر الله او دهغه پر رسول کفر وکړئ ترڅو دهغوی غوندې شئ
لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَآ أَوْلَـٰدُكُمْ ۚ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿٣﴾
تاسو ته به مو خپلوي او اولادونه ګټه ونه رسوي، کله چې له کافرانو سره دوستي وکړئ، دهغوی له امله به دقيامت په ورځ الله ستاسو ترمنځ بېلوالی راولي، جنتيان به جنت ته ننباسي او دوزخيان دوزخ ته، نو ځينې به مو ځينو ته ګټه ونه رسوي، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسې يې کوئ، له هغه پاک ذات هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي او جزا به پرې درکړي
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌۭ فِىٓ إِبْرَٰهِيمَ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ إِذْ قَالُوا۟ لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَءَٰٓؤُا۟ مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ ٱلْعَدَٰوَةُ وَٱلْبَغْضَآءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَحْدَهُۥٓ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَآ أَمْلِكُ لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ ۖ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ ٱلْمَصِيرُ ﴿٤﴾
إ إ اې مؤمنانو! په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم عليه السلام او هغو مؤمنانو کې چې له هغه سره وو يوه ښکلې تګ لا ره ده، کله يې چې خپل کافر قوم ته وويل: موږ له تاسو او له هغه بوتانو څخه بېزار يو چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، پر هغه دين مو کفر کړی چې تاسې پرې ياست، زموږ او ستاسو ترمنځ دښمني او کرکه څرګنده شوه تر څو يوازې پر الله ايمان راوړئ، او له هغه سره هيڅوک شريک نه کړئ، نو پر تاسې هم لا زم دي چې له خپل کافر قوم څخه دهغوی غوندې بېزاره شئ، مګر دابراهيم وينا خپل پلارته: چې هرومرو به ستا لپاره له الله څخه بخښنه غواړم؛ نو په دې کې دهغه پيروي مه کوئ، ځکه دغه (وينا) دابراهيم له خپل پلار څخه له ناهيله کېدو مخکې وه، نو دمؤمن لپاره روا نه ده چې دمشرک لپاره بخښنه وغواړي، او نه ته له ځانه دالله دعذاب څخه دڅه ګرځوونکی يې، اې زموږ پالونکيه! په خپلو ټولو چارو کې مو يوازې پر تا بروسه کړې ده، او يوازې تاته توبه کوونکي درګرځېدلي يو، او دقيامت په ورځ يوازې تاته در ګرځېدل دي. مخ ۱ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةًۭ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَٱغْفِرْ لَنَا رَبَّنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٥﴾
اې زموږ پالونکيه! موږ دهغه خلکو لپاره فتنه مه ګرځوه چې کفر يې کړی، داسې چې هغوی پر موږ مسلط کړې؛ نو بيا به وايي: که چېرې هغوی پر حقه وای؛ نو موږ به پر هغوی نه وای مسلط کړل شوي، اې زموږ پالونکيه موږ ته مو دګناهونو بخښنه وکړه، بېشکه ته داسې برلاسی يې چې نه مغلوبه کېږې، په خپل مخلوق، شريعت او ځواک کې حکمت والا يې
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌۭ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلْيَوْمَ ٱلْـَٔاخِرَ ۚ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ ﴿٦﴾
بیشکه دغه ښایسته تکلاره هغه څوک تعقیبوي چې په دنيا او آخرت کې له الله څخه دخېر هيله لري، او څوک چې له دغې غوره پیروۍڅخه مخ اړوي؛ نو الله له خپلو بندګانو څخه بې پروا (غني) دی، دهغوی پيروۍ ته اړتيا نه لري، او هغه په هرحال ستايل شوی دی
۞ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ ٱلَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةًۭ ۚ وَٱللَّهُ قَدِيرٌۭ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٧﴾
اې مؤمنانو! کېدای شي الله ستاسو او له کافرانو څخه دهغو کسانو ترمنځ چې دښمني مو وه ورسره، دوستي واچوي، په داسې ډول چې الله به يې اسلام ته لا رښوونه وکړي، چې په دين کې به ستاسو وروڼه شي، او الله ځواکمن دی کولای شي چې دهغوی زړونه ايمان ته واړوي، او الله له خپلو بندګانو دهغه چا بخښونکی دی چې توبه ورته وباسي، او پر هغوی مهربان دی
لَّا يَنْهَىٰكُمُ ٱللَّهُ عَنِ ٱلَّذِينَ لَمْ يُقَـٰتِلُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَـٰرِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوٓا۟ إِلَيْهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُقْسِطِينَ ﴿٨﴾
او الله تاسې داسلام له امله مو له هغو خلکو سره دنېکي کولو او دهغوی ترمنځ له عدل کولو چې پرتاسې دهغوی حق ورکړئ نه راګرځوي چې ستاسو سره نه دي جنګېدلي او نه يې تاسې له کورنو اېستلي ياست، بېشکه الله هغه عدل کوونکي خوښوي چې دخپلو ځانونو، کورنيو او خپلو اړوندو کسانو په اړه عدالت کوي
إِنَّمَا يَنْهَىٰكُمُ ٱللَّهُ عَنِ ٱلَّذِينَ قَـٰتَلُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَـٰرِكُمْ وَظَـٰهَرُوا۟ عَلَىٰٓ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ ﴿٩﴾
الله يوازې تاسې له هغو کسانو څخه ايساروي چې ستاسو دايمان له امله ستاسو سره جنګېدلي دي او تاسو يې له خپلو کورنو څخه اېستلي ياست او ستاسو په اېستلو کې يې مرسته کړې ده، له دې څخه مو ايساروي چې له هغوی سره دوستي وکړئ، او له تاسو څخه چې څوک له هغوی سره دوستي کوي، نو همدوی پر ځانونو دتباهۍ ځايونو ته په ښکته کولو سره ظلم کوونکي دي، دالله له امره دسرغړونې له امله
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا جَآءَكُمُ ٱلْمُؤْمِنَـٰتُ مُهَـٰجِرَٰتٍۢ فَٱمْتَحِنُوهُنَّ ۖ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَـٰنِهِنَّ ۖ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَـٰتٍۢ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى ٱلْكُفَّارِ ۖ لَا هُنَّ حِلٌّۭ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ ۖ وَءَاتُوهُم مَّآ أَنفَقُوا۟ ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۚ وَلَا تُمْسِكُوا۟ بِعِصَمِ ٱلْكَوَافِرِ وَسْـَٔلُوا۟ مَآ أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْـَٔلُوا۟ مَآ أَنفَقُوا۟ ۚ ذَٰلِكُمْ حُكْمُ ٱللَّهِ ۖ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ ۚ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ ﴿١٠﴾
ه اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پرهغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې مؤمنې مهاجرې دکفر له زمکې څخه داسلام زمکې ته درته راشي؛ نو دايمان په رېښتينولۍ کې يې وازمويئ، الله دهغوی پر ايمان ښه پوه دی، دهغوی په زړونو کې چې څه دي له هغو هيڅ هم نه ترې پټيږي، کله مخ ۲ له ۳ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر چې له ازموينې وروسته پرې پوه شوئ چې هغوی مؤمنې دي دهغه څه له امله چې تاسو ته يې رېښتينولي څرګنده شي، نو بيا يې کافرانو مېړونو ته مه ور واپس کوئ، دمؤمنو مېرمنو لپاره روا نه دي چې له کافرانو سره واده وکړي، او نه دکافرانو لپاره روا دي چې له مؤمنو مېرمنو سره نکاح وکړي، او مېړونو ته يې هغه مهرونه ورکړئ چې لګولي يې دي، اې مؤمنانو! پر تاسو کومه ګناه نشته چې دهغوی له عدت تېرېدو وروسته ورسره نکاح وکړئ کله مو چې هغوی ته يې مهرونه ورکړي وي او دچا چې ښځه کافره وي او يا له اسلام څخه مرتده شوې وي؛ نو له ځان سره دې نه ساتي، ځکه دکفر له امله يې نکاح سره ختمه شوه، او له کافرانو د خپلو هغو مرتد شويو مېرمنو ورکړی مهر وغواړئ، او هغوی دې هم دخپلو مسلمان شويو مېرمنو مهرونو غوښتنه وکړي، دغه ياد شوی ستاسو لخوا او دهغوی لخوا دمهر واپس کول دالله حکم دی، الله پاک ستاسو ترمنځ دهغه څه پرېکړه کوي چې غواړي يې، او الله دخپلو بندګانو پر احوالو او اعمالو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي، او په هغه څه کې دحکمت والا دی چې دخپلو بندګانو لپاره يې روا کوي
وَإِن فَاتَكُمْ شَىْءٌۭ مِّنْ أَزْوَٰجِكُمْ إِلَى ٱلْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَـَٔاتُوا۟ ٱلَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَٰجُهُم مِّثْلَ مَآ أَنفَقُوا۟ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ أَنتُم بِهِۦ مُؤْمِنُونَ ﴿١١﴾
او که دکافرانو لوري ته ستاسو دځينو مېرمنو دارتداد په حالت کې وتل فرض کړل شي، او تاسو له کافرانو څخه دهغوی مهرونه وغوښتل او هغوی ورنه کړل، بيا مو له کافرانو غنيمت ونيوی؛ نو هغو مېړونو ته دومره څه ورکړئ چې څومره مهرونه يې لګولي دي له کومو چې مېرمنې يې مرتدې وتلې وې، او تاسو مؤمنان له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډار شئ
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِذَا جَآءَكَ ٱلْمُؤْمِنَـٰتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَىٰٓ أَن لَّا يُشْرِكْنَ بِٱللَّهِ شَيْـًۭٔا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَـٰدَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَـٰنٍۢ يَفْتَرِينَهُۥ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِى مَعْرُوفٍۢ ۙ فَبَايِعْهُنَّ وَٱسْتَغْفِرْ لَهُنَّ ٱللَّهَ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿١٢﴾
اې نبي کله چې مؤمنې مېرمنې ستاسره دبيعت لپاره درته راشي لکه څنګه چې دمکې دفتحې پر مهال پېښه شوه، ددې لپاره چې هغوی به له الله سره څه نه شريکوي، بلکې يوازې هغه به لمانځي، غلا به نه کوي، زنا به نه کوي، او دجاهليت دزمانې له عادت سره سم خپل اولادونه به نه وژني، او پر خپلو مېړونو پسې به خپل دزنا اولادونه نه تړي، او په نېکۍ کې به ستا سرغړونه نه کوي لکه له پر مړو پسې له ژړا، سرشکولو او ګرېوان څيرلو څخه منع: نو له هغوی سره بيعت وکړه او دهغوی لپاره ستا تر بيعت وروسته له الله څخه دهغوی دګناهونو لپاره بخښنه وغواړه، بېشکه الله له خپلو بندګانو دهغه چا ډېر بخښونکی دی چې توبه وباسي، او پر هغوی ډېر مهربان دی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَوَلَّوْا۟ قَوْمًا غَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوا۟ مِنَ ٱلْـَٔاخِرَةِ كَمَا يَئِسَ ٱلْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلْقُبُورِ ﴿١٣﴾
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له هغه قوم سره دوستي مه کوئ چې الله غضب پرې کړی په آخرت باور نه لري، بلکې هغوی له دې څخه داسې نا هيلي دي لکه څنګه چې هغوی دخپلو مړو له راګرځېدو څخه ناهيلي دي دا دهغوی له بېرته ژوندي کېدو څخه دانکار له امله. مخ ۳ له ۳ moc.hgelp