کورتفسیرالحشر (٥٩)

تفسیر الحشر — Al-Hashr (59)

مدني · ٢٤ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۖ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿١﴾

ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمکه کې له مخلوقاتو څخه دي دالله لويي او له هغه څه پاکي بيانوي چې له هغه سره نه ښايي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په مخلوق، شريعت او قدرت کې يې دحکمت والا دی

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَخْرَجَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ مِن دِيَـٰرِهِمْ لِأَوَّلِ ٱلْحَشْرِ ۚ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا۟ ۖ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَأَتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا۟ ۖ وَقَذَفَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعْبَ ۚ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِى ٱلْمُؤْمِنِينَ فَٱعْتَبِرُوا۟ يَـٰٓأُو۟لِى ٱلْأَبْصَـٰرِ ﴿٢﴾

ه (الله) همغه ذات دی چې کومو بنو نضيرو پر الله کفر کړی واو دهغه رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې درواغجن ګڼلی و، په مدينه کې يې له کورونو په لومړنۍ اېستنه له مدينې څخه شام ته واېستل، او هغوی داهل تورات له يهودو څخه وو، وروسته دژمنې تر ماتولو او دهغه پر خلاف له مشرکانو سره تر يوځای کېدلو، هغوی يې دشام ځمکې ته واېستل، په داسې حال کې چې اې مؤمنانو! تاسو ګومان نه کولو چې هغوی دې له کورونو څخه واېستل شي، ځکه هغوی عزت او ځواک لرلو، او هغوی په خپله هم ګومان کولو چې دهغوی مضبوطې کلاګانې به هغوی دالله له نيونې او عذاب څخه وساتي، خو دالله عذاب له هغه لوري پرې راغی چې دراتګ اټکل يې هم نه وکړی، کله يې چې رسول ته دهغوی دوژلو او له کورونو څخه داېستلو امر وکړ، او الله دهغوی په زړونو کې سخته وېره ورواچوله، هغوی خپل کورونه له ننې خوا نړول ترڅو مسلمانان ګټه ترې وانخلي، او مسلمانانو له بېرونه نړول، نو اې دسترګو څښتنانو له هغه څه پند واخلئ چې پر هغوی دخپل کفر له امله راغلل، دهغوی غوندې مه کېږئ، چې دهغوی سزا او عذاب به ترلاسه کړئ کوم چې هغوی ته ورکړل شو

وَلَوْلَآ أَن كَتَبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمُ ٱلْجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابُ ٱلنَّارِ ﴿٣﴾

او که الله دهغوی لپاره له کورونو يې ویستل نه وای ليکلي، نو په دنيا کې به يې په وژلو او بندي کولو سزا ورکړې وه او په آخرت کې به هغوی لره داور سزا وي چې انتظار يې کوي او تل ترتله به پکې وي

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَآقُّوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ ۖ وَمَن يُشَآقِّ ٱللَّهَ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿٤﴾

دا څه چې هغوی ته ورسېدل، ځکه ورته ورسېدل چې هغوی له الله سره دښمني کړې او دخپل کفر او ژمنې ماتولو له امله يې دهغه له رسول سره دښمني کړې ده، او څوک چې له الله سره دښمني کوي، نو بېشکه دالله عذاب ډېر سخت دی، چې دهغه سخت عذاب به ورته رسيږي

مَا قَطَعْتُم مِّن لِّينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَآئِمَةً عَلَىٰٓ أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ ٱللَّهِ وَلِيُخْزِىَ ٱلْفَـٰسِقِينَ ﴿٥﴾

اې دمؤمنانو ډلې! تاسې چې کومې دخرما ونې پرې کړې، ددې لپاره چې دبنو نضير په غزا کې دالله دښمنان په غوسه کړئ، او يا مو په خپلو تنو همداسې ولاړې پرېښودې ددې لپاره چې ګټه ترې واخلئ، دا دالله په امر سره و، دا په ځمکه کې ورانکاري نه وه لکه هغوی چې فکر کړی، ترڅو الله پرې له خپلې پيروۍ وتلي هغه يهود - چې ژمنه يې ماته کړې دوفا په مقابل کې يې ددوکې لا ره غوره کړې ده - رسوا کړي

وَمَآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ مِنْهُمْ فَمَآ أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍۢ وَلَا رِكَابٍۢ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُۥ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ ﴿٦﴾

ى او دبنو نضير له مالونو څخه چې الله پر خپل رسول څه را ګرځولي، دهغه په لټه کې خو تاسې نه اسونه ځغلولي او نه اوښان، اونه په هغو کې کوم کړاو درته رسېدلی، خو الله خپل رسول پر هغه چا مسلطوي چې ويې غواړي، او خپل رسول يې پر بنونضير مسلط کړ، نو دهغوی ښارونه يې پرته له جنګ څخه فتح کړل، او الله پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې هم نه شي بې وسه کولای. مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

مَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ مِنْ أَهْلِ ٱلْقُرَىٰ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ كَىْ لَا يَكُونَ دُولَةًۢ بَيْنَ ٱلْأَغْنِيَآءِ مِنكُمْ ۚ وَمَآ ءَاتَىٰكُمُ ٱلرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَىٰكُمْ عَنْهُ فَٱنتَهُوا۟ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ ﴿٧﴾

ه دکليوالو له مالونو څخه چې الله پر خپل رسول پرته له جنګ څخه څه پېرزو کړي دي، هغه الله لره دي چې چاته وغواړي ګرځولای یې شي، او درسول ملکيت دی، له بنوهاشم او بنو مطلب څخه دهغه دخپلوانو لپاره دي، دهغه څه په بدل کې چې هغوی له صدقې څخه منع کړل شوي دي، ديتيمانو، مسکينانو او هغه غريب لپاره دي چې نفقه يې له لا سه ورکړې وي، ترڅو دمال راکړه ورکړه له مسکينانو پرته دشتمنو ترمنځ لا س په لا س نه شي، او اې مؤمنانو! رسول چې کوم دفئ (ولجې) مال درکړي هغه واخلئ، او له څه مو چې منع کوي ترې منع شئ، او له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډار شئ، پرته له شکه الله سخت عذاب ورکوونکی دی؛ نو له عذاب څخه يې ووېرېږئ

لِلْفُقَرَآءِ ٱلْمُهَـٰجِرِينَ ٱلَّذِينَ أُخْرِجُوا۟ مِن دِيَـٰرِهِمْ وَأَمْوَٰلِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًۭا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضْوَٰنًۭا وَيَنصُرُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلصَّـٰدِقُونَ ﴿٨﴾

ددغه مال يوه برخه به دالله په لا ر کې هغو بې وزلو مهاجرو ته ورکول کيږي چې دخپلو مالونو او اولادونو پرېښودلو ته اړ اېستل شوي دي، هغوی هيله لري چې الله به په دنيا کې دروزي او په آخرت کې درضا پېرزوينه پرې وکړي، هغوی دالله مرسته کوي او دالله په لا ر کې په جهاد سره دهغه درسول مرسته کوي، همدغه پر دغو صفتونو متصف خلک په رېښتيا په ايمان کې راسخ خلک دي

وَٱلَّذِينَ تَبَوَّءُو ٱلدَّارَ وَٱلْإِيمَـٰنَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِى صُدُورِهِمْ حَاجَةًۭ مِّمَّآ أُوتُوا۟ وَيُؤْثِرُونَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌۭ ۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِۦ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿٩﴾

او دهغو انصارو لپاره دي چې له مهاجرينو مخکې مدينې ته راغلي دي، او پر الله او دهغه پر رسول يې ايمان راوړل غوره کړي دي، له هغه چا سره مينه لري چې له مکې څخه يې هجرت کړی، او دالله په لا ر کې په هجرت کوونکو دهغه څه له امله چې هغوی ته له ولجې څخه ورکړل شوي او دوی (انصارو) ته نه دي ورکړل شوي په زړونو کې نه غوسه او کينه مومي، او په دنيوي برخو کې مهاجرينو ته پر خپلو ځانونو لومړيتوب ورکوي، که څه هم په بې وسئ او اړتيا متصف وي، او څوک چې الله پر مال دنفس له حرص څخه وساتي، هغه يې بيا دالله په لا ر کې لګوي، نو همدوی بريالي دي دهغه څه په ترلاسه کولو سره چې هيله يې لري او له هغه څه څخه په ژغورنه سره چې ترې ډاريږي. ل

وَٱلَّذِينَ جَآءُو مِنۢ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا ٱغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَٰنِنَا ٱلَّذِينَ سَبَقُونَا بِٱلْإِيمَـٰنِ وَلَا تَجْعَلْ فِى قُلُوبِنَا غِلًّۭا لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ رَبَّنَآ إِنَّكَ رَءُوفٌۭ رَّحِيمٌ ﴿١٠﴾

او هغه کسان چې له دغو وروسته راغلل او دقيامت تر ورځې يې دهغوی پيروي وکړه وايي: اې زموږ پالونکيه! موږ ته بخښنه وکړه او زموږ هغه ديني وروڼو ته چې پر الله او دهغه پر رسول یې په ايمان راوړلو کې له موږ څخه مخکې شوي دي، او زموږ په زړونو کې له مؤمنانو څخه هيچاته کينه او حسد مه اچوه، اې زموږ ربه! بېشکه ته پرخپلو بندګانو مهربانه يې او پر هغوی رحم کوونکی یې

۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ نَافَقُوا۟ يَقُولُونَ لِإِخْوَٰنِهِمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَـٰبِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًۭا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَٱللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَـٰذِبُونَ ﴿١١﴾

اې رسوله! هغو کسانو ته دې نه دي کتلي چې کفر يې پټ کړی او ايمان يې ښکاره کړی، په کفر کې يې خپلو هغو دتحريف شوي تورات پيروانو يهودو وروڼو ته وايي: په خپلو کورونو کې پاتې شئ، موږ مو هيڅکله نه پرېږدو او نه مو ورته تسليموو، که مسلمانان مو ترې وباسي موږ هرومرو ستاسو دملاتړ له مخې درسره وځو، او هيڅوک به مو له تاسو سره له وتلو ايسار نه کړي، که هغوی درسره جنګ کوي موږ به مو هرومرو دهغوی خلاف مرسته کوو، او الله شاهدي ورکوي چې په رېښتيا منافقان درواغجن دي په هغه څه کې چې له يهودو سره ديوځای وتلو دعوا يې کړې کله چې هغوی اېستل کيږي، او له هغوی سره دجګړې کولو کله چې له هغوی سره جګړه کيږي. مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

لَئِنْ أُخْرِجُوا۟ لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِن قُوتِلُوا۟ لَا يَنصُرُونَهُمْ وَلَئِن نَّصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ ٱلْأَدْبَـٰرَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ ﴿١٢﴾

که چېرې مسلمانان، يهود وباسي هغوی(منافقان) نه ورسره وځي، او که جګړه ورسره وکړي هغوی(منافقان) يې مرسته او کمک نه کوي، او که دمسلمانانو پر خلاف مرسته او کمک ورسره وکړي؛ نو هغوی په تېښته ترې تښتي بيا له دې وروسته دمنافقانو مرسته نه کيږي، بلکې الله يې رسوا کوي او سپکوي

لَأَنتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةًۭ فِى صُدُورِهِم مِّنَ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌۭ لَّا يَفْقَهُونَ ﴿١٣﴾

اې مؤمنانو! تاسو له الله څخه دمنافقانو او يهودو په زړونو کې دوېرې له پلوه زيات سخت ياست، دغه ياد شوی - له تاسو څخه دهغوی سخته وېره او له الله څخه د وېرې کمزوري- له دې امله ده چې هغوی داسې قوم دی چې نه يې سر خلاصيږي او نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلای؛ نو هرومرو به پوه شوي وای چې الله زيات ددې وړ دی چې وېره او ډار ترې وشي، همغه ذات دی چې تاسو يې پر هغوی مسلط کړي ياست

لَا يُقَـٰتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِى قُرًۭى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَآءِ جُدُرٍۭ ۚ بَأْسُهُم بَيْنَهُمْ شَدِيدٌۭ ۚ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًۭا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌۭ لَّا يَعْقِلُونَ ﴿١٤﴾

ذلك بأن هم قوم لا يعقلون اې مؤمنانو! يهود ټول يوځايي هم ستاسو سره نه شي جنګېدلای مګر په کلا بندو کليو کې او يا ددېوالونو تر شا، نو دهغوی تر څنګ هم ستاسو مقابله نه شي کولای، دهغوی خپل منځي جنګ ډېر سخت وي دهغوی دخپل منځي دښمنۍ له امله، ته به دا ګومان کوې چې هغوی سره يوه خوله او يو صف دي، او حقيقت دادی چې دهغوی زړونه بېل بېل دي، دغه اختلاف او دښمني له دې امله ده چې هغوی نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلی؛ نو حق به يې پېژندلی وای، پيروي به يې کړې وای او په هغو کې به يې اختلاف نه وای کړی

كَمَثَلِ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَرِيبًۭا ۖ ذَاقُوا۟ وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ ﴿١٥﴾

ددغو يهودو په خپل کفر او هغه عذاب کې چې پرې راغی بېلګه داسې ده لکه له هغوی دلږ مخکې زمانې دمکې دمشرکانو، چې دخپل کفر بده پايله يې وڅکله، نو دبدر په ورځ چې څوک وژل کېدل ووژل شول او څوک چې بندي کېدل بندي کړای شول، او هغوی لره په آخرت دردوونکی عذاب دی

كَمَثَلِ ٱلشَّيْطَـٰنِ إِذْ قَالَ لِلْإِنسَـٰنِ ٱكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّى بَرِىٓءٌۭ مِّنكَ إِنِّىٓ أَخَافُ ٱللَّهَ رَبَّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿١٦﴾

دهغوی بېلګه له منافقانو څخه په اورېدلو کې لکه دشیطان غوندې ده چې کله انسان ته داخبره ښايسته کړي چې کفر وکړي، خو کله چې دهغه دکفر ښايسته کولو له امله انسان کفر وکړي، شيطان ورته وايي: زه له تا څخه بېزار يم کله چې دې کفر وکړ، زه دمخلوقاتو له پالونکي الله څخه وېرېږم

فَكَانَ عَـٰقِبَتَهُمَآ أَنَّهُمَا فِى ٱلنَّارِ خَـٰلِدَيْنِ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَٰٓؤُا۟ ٱلظَّـٰلِمِينَ ﴿١٧﴾

دشيطان او چا چې دهغه پيروي کړې پايله دقيامت په ورځ په اور کې ده چې تل به پکې اوسېدونکي وي، دغه بدله چې دهغوی دواړو انتظار کوي هغه دالله له پولو څخه په اوښتلو سره پر ځانونو دظلم کوونکو بدله ده

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌۭ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍۢ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿١٨﴾

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له الله څخه دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو وډارشئ، او هر نفس دې فکر وکړي چې دقيامت ورځې لپاره يې څه نېک عمل وړاندې کړی، او له الله څخه ووېرېږئ، پرته له شکه الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي، او ژر به پرې جزا درکړي. مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ نَسُوا۟ ٱللَّهَ فَأَنسَىٰهُمْ أَنفُسَهُمْ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ ﴿١٩﴾

او دهغو خلکو غوندې مه کېږئ چې الله يې دهغه دامرونو او نواهيوو په پرېښودلو سره هېر کړ، نو الله له هغوی خپل ځانونه هېر کړل، نو پر هغه څه يې عمل ونه کړ چې دالله له غضب او عذاب څخه يې ژغورل، همدوی هغه کسان دي چې الله يې هېر کړی، نو دهغه امر يې ونه منلو او له نواهيوو يې ونه ګرځېدل، همدوی دالله له پيروۍ څخه وتونکي دي

لَا يَسْتَوِىٓ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ وَأَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۚ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ ﴿٢٠﴾

دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، بلکې هغوی په بدله کې سره توپير لري لکه په دنيا کې چې په کړنو کې توپير و، جنتيان دهغه څه په ترلاسه کولو بريالي دي چې لټول يې، او له هغه څه خوندي دي چې ترې ډارېدل

لَوْ أَنزَلْنَا هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ عَلَىٰ جَبَلٍۢ لَّرَأَيْتَهُۥ خَـٰشِعًۭا مُّتَصَدِّعًۭا مِّنْ خَشْيَةِ ٱللَّهِ ۚ وَتِلْكَ ٱلْأَمْثَـٰلُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿٢١﴾

يتفك رون که مو دغه قرآن پر يو غره را نازل کړی وای؛ نو اې رسوله! تا به دغه غر له خپل سختوالي سربېره دالله له وېرې عاجزه او ټوټه ټوټه شوی ليدلی وای؛ ځکه په قرآن کې هغه منع کوونکي نصيحتونه او سخته ګوت څنډنه ده، او دغه بېلګې دي موږ يې خلکو ته بيانوو ښايي هغوی خپل عقلونه په کار واچوي چې پند واخلي پر هغه څه چې دالله ایتونه پر کومو نصيحتونو او عبرتونو مشتمل دي

هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِى لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَـٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَـٰدَةِ ۖ هُوَ ٱلرَّحْمَـٰنُ ٱلرَّحِيمُ ﴿٢٢﴾

الله همغه دی چې له هغه پرته په حقه معبود نشته، پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او څه چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، ددنيا او آخرت رحمان او رحيم دی، رحمت يې ټولو کايناتو ته پراخه دی، پاچا دی، له هر نقص څخه پاک او سپېڅلی دی، له هر عيب څخه سالم دی، په څرګندو نښانو دخپلو رسولانو تصديقوونکی دی، دخپلو بندګانو دکړنو څارونکی دی داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، داسې زورور دی چې په خپل زور سره پر هر څه ځواکمن شوی، دلويۍ څښتن دی، الله له هغه څه څخه پاک او سپېڅلی دی چې مشرکان کوم بوتان او داسې نور ورسره شريکوي

هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِى لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْمَلِكُ ٱلْقُدُّوسُ ٱلسَّلَـٰمُ ٱلْمُؤْمِنُ ٱلْمُهَيْمِنُ ٱلْعَزِيزُ ٱلْجَبَّارُ ٱلْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٢٣﴾

يشركون الله همغه دی چې له هغه پرته په حقه معبود نشته، پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او څه چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، ددنيا او آخرت رحمان او رحيم دی، رحمت يې ټولو کايناتو ته پراخه دی، پاچا دی، له هر نقص څخه پاک او سپېڅلی دی، له هر عيب څخه سالم دی، په څرګندو نښانو دخپلو رسولانو تصديقوونکی دی، دخپلو بندګانو دکړنو څارونکی دی داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، داسې زورور دی چې په خپل زور سره پر هرڅه ځواکمن شوی، دلويۍ څښتن دی، الله له هغه څه څخه پاک او سپېڅلی دی چې مشرکان کوم بوتان او داسې نور ورسره شريکوي

هُوَ ٱللَّهُ ٱلْخَـٰلِقُ ٱلْبَارِئُ ٱلْمُصَوِّرُ ۖ لَهُ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿٢٤﴾

همغه الله پيداکوونکی دی چې هرڅه يې پيداکړي دي، دشيانو را منځته کوونکی دی، څنګه چې غواړي خپلو مخلوقاتو ته شکل ورکوونکی دی، هغه پاک ذات لره ښکلي نومونه دي چې پر لوړو صفتونو مشتمل دي، څه چې په اسمانونو کې او څه چې په ځمکه کې دي له هر نقص څخه يې پاکي بيانوي، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، شريعت او اندازه دمخلوق خپل کې دحکمت والا دی. مخ ۴ له ۴ moc.hgelp

زده کړه · الحشر — Al-Hashr

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې