قَدْ سَمِعَ ٱللَّهُ قَوْلَ ٱلَّتِى تُجَـٰدِلُكَ فِى زَوْجِهَا وَتَشْتَكِىٓ إِلَى ٱللَّهِ وَٱللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَآ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ ﴿١﴾
اې رسوله! پرته له شکه الله دهغې ښځې خبرې واورېدلې چې هغه دثعلبه لور خوله وه، کومې چې دخپل مېړه؛ صامت زوی داوس په اړه ستا سره خبرې کولې، کله چې هغه ظهار ورسره وکړ، هغې الله ته شکايت کولو چې مېړه يې څه ورسره وکړل، الله ستاسو دواړو له يو بل سره خبرې اوري، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، پرته له شکه الله دخپلو بندګانو دويناوو اورېدونکی او دکړنو يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي
ٱلَّذِينَ يُظَـٰهِرُونَ مِنكُم مِّن نِّسَآئِهِم مَّا هُنَّ أُمَّهَـٰتِهِمْ ۖ إِنْ أُمَّهَـٰتُهُمْ إِلَّا ٱلَّـٰٓـِٔى وَلَدْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنكَرًۭا مِّنَ ٱلْقَوْلِ وَزُورًۭا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌۭ ﴿٢﴾
هغه کسان چې له خپلو مېرمنو سره ظهار کوي، دا چې له هغوی يو خپلې مېرمنې ته داسې وايي: ته پر ما دخپلې مور دشا غوندې يې، په خپله دغه وينا کې يې درواغ ويلي دي، دهغوی مېرمنې دهغوی ميندې نه دي، بېشکه مېندې خو يې هغه دي چې زيږولي يې دي، او پرته له شکه کله چې هغوی دغه وينا کوي هغوی هرومرو ناوړه وينا او درواغ وايي او پرته له شکه الله تېرېدونکی او بخښونکی دی، له ګناه څخه دهغوی دخلاصون په موخه يې دهغوی لپاره کفاره روا کړې ده
وَٱلَّذِينَ يُظَـٰهِرُونَ مِن نِّسَآئِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا۟ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍۢ مِّن قَبْلِ أَن يَتَمَآسَّا ۚ ذَٰلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِۦ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿٣﴾
تعملون خبير او هغه کسان چې دغه ناوړه وينا کوي، بيا غواړي چې له هغو ظهار کړل شويو مېرمنو سره کوروالی وکړي، نو پر هغوی لا زم دي چې له هغو مېرمنو سره ترکوروالي مخکې دمرېيه (غلام) په ازادولو سره کفاره اداکړي، دغه ياد کړل شوی حکم، چې تاسو ته پرې امر کيږي له ظهار څخه ستاسو دراګرځولو لپاره دی، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي
فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِن قَبْلِ أَن يَتَمَآسَّا ۖ فَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًۭا ۚ ذَٰلِكَ لِتُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ ۗ وَلِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿٤﴾
نو څوک چې مرېيی ونه لري چې آزاد يې کړي، پر هغه پرله پسې دوې مياشتې روژه نيول دي مخکې تردې چې له خپلې هغې مېرمنې سره کوروالی وکړي له کومې څخه يې چې ظهار کړی، او څوک چې دوې مياشتې پرله پسې دروژې نيولو توان نه لري، نو پر هغه شپېته بې وزلو ته ډوډۍ ورکول دي، دغه پرېکړه چې مو کړې ده، ددې لپاره ترڅو باور ولرئ چې الله امر پرې کړی دی، نو امر يې پر ځای کړئ او دهغه درسول پيروي وکړئ او دغه حکمونه چې درته روا کړي مو دي دالله هغه پولې دي چې دخپلو بنده ګانو لپاره يې ټاکلې دي، چې ترې تېر نه شئ او دکافرانو لپاره دالله په هغو حکمونو او پولو سره چې ټاکلې يې دي درودوونکې سزا ده
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحَآدُّونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ كُبِتُوا۟ كَمَا كُبِتَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ وَقَدْ أَنزَلْنَآ ءَايَـٰتٍۭ بَيِّنَـٰتٍۢ ۚ وَلِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿٥﴾
م هين پرته له شکه هغه کسان چې له الله او دهغه له رسول سره دښمني کوي، خوار او ذليل کړل شوي دي لکه څنګه چې له پخوانيو امتونو څخه هغه کسان خوار او ذليل کړل شوي وو، چې له الله سره يې دښمني کړې وه، او پرته له شکه موږ څرګند ايتونه را نازل کړي دي، او پر الله، دهغه پر رسول او ايتونو کفر کوونکو لپاره سپکوونکې سزا ده
يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًۭا فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوٓا۟ ۚ أَحْصَىٰهُ ٱللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدٌ ﴿٦﴾
په کومه ورځ چې به الله هغوی ټول ژوندي را پاڅوي، هيڅوک به هم له هغوی نه پرېږدي؛ نو پر هغه څه به يې خبر کړي چې په دنيا کې يې کوم ناوړه کارونه تر سره کړي دي، دهغوی له کړنو به هيڅ نه ترې پاتې کيږي، هغوی په خپله هېر کړي، خو په خپلو هغو صحيفو کې به يې ليکل شوي ومومي چې نه وړه او نه لويه پرېږدي، مخ ۱ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مګر شمېرلي يې دي، او الله پر هرڅه خبر دی، دهغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۖ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَىٰ ثَلَـٰثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَآ أَدْنَىٰ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا۟ ۖ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا۟ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ ﴿٧﴾
بكل شىء عليم اې رسوله! ايا تا نه دي ليدلي، چې الله پر هغه څه پوهيږي چې په اسمانونو کې دي او پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې دي، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، کوم څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، له دريو څخه په پټه کومه خبره نه وي مګر څلورم يې په خپله پوهه هغه (الله) پاک وي، او نه دپنځو په پټه خبره وي، مګر شپږم يې په خپله پوهه هغه (الله) وي، او نه تر دغه شمېر کم او نه تر هغه زيات وي، مګر هغه په خپله پوهه ورسره وي هر چېرې چې هغوی وي، دهغوی له خبرو هيڅ هم نه ترې پټيږي، بيا به الله دقيامت په ورځ هغوی پر هغه څه خبر کړي چې کړي يې دي، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ نُهُوا۟ عَنِ ٱلنَّجْوَىٰ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا۟ عَنْهُ وَيَتَنَـٰجَوْنَ بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَمَعْصِيَتِ ٱلرَّسُولِ وَإِذَا جَآءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ ٱللَّهُ وَيَقُولُونَ فِىٓ أَنفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا ٱللَّهُ بِمَا نَقُولُ ۚ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا ۖ فَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿٨﴾
اې رسوله! تا هغو يهودانو ته نه دي کتلي چې کله مؤمن وويني؛ نو په خپلو کې پټې خبرې سره کوي، چې الله له دغو پټو خبرو منع کړي وو، بيا هغوی همغه ته ورګرځي چې الله ترې ايسار کړي وو، او په خپلو منځو کې هغه پټې خبرې کوي چې دمؤمنانو دغيبت کولو ګناه، پر هغوی دتيري کولو او له رسول څخه سرغړونه ده، او ای رسوله! کله چې تاته راځي داسې سلام درته کوي چې الله هغه ډول سلام نه دی درته کړی، او هغه دا دهغوی وينا ده: چې پر تا دې سام يعني مرګ وي، او دنبي صلی الله عليه وسلم په درواغجن ګڼلو سره وايي: ولې الله پر هغه څه موږ ته عذاب نه راکوي چې موږ يې وايو، که چېرې هغه خپله دغه دعوا کې رېښتينی وای چې هغه نبي دی، نو الله به هرومرو موږ ته پر هغه څه سزا را کړې وای چې موږ يې دهغه په اړه وايو! هغوی ته يې په خپله وينا دوزخ دسزا په ډول بسنه کوي، چې ګرمي به يې زغمي، دهغوی دورګرځېدو ځای ډېر بد دورګرځېدو ځای دی
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا تَنَـٰجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَـٰجَوْا۟ بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَمَعْصِيَتِ ٱلرَّسُولِ وَتَنَـٰجَوْا۟ بِٱلْبِرِّ وَٱلتَّقْوَىٰ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿٩﴾
اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، دهغه څه په اړه پټې خبرې مه کوئ چې پکې ګناه، تېری او د رسول سرغړونه وي، ترڅو ديهودو غوندې نه شئ، دهغه څه په اړه پټې خبرې وکړئ چې پکې دالله پيروي، دهغه له سرغړونې ايسارول وي، له الله څخه دهغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، الله هغه ذات دی چې دقيامت په ورځ به دحساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ور غونډېږئ
إِنَّمَا ٱلنَّجْوَىٰ مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ لِيَحْزُنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَيْسَ بِضَآرِّهِمْ شَيْـًٔا إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ﴿١٠﴾
پرته له شکه پټې خبرې چې پر ګناه، تيري او درسول پر سرغړونه مشتمله وي، دشيطان له لوري خپلو دوستانو ته ښايسته کړل شوې او وسوسه وي، تر څو مؤمنانو ته خپګان ورسوي پدې چې چل ورته جوړ شوی، شیطان او دعمل لره دهغه ښايسته کول؛ مؤمنانو ته هيڅ زيان رسوونکي نه دي مګر دا چې دالله خوښه او اراده وي، نو يوازې پر الله دې مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا۟ فِى ٱلْمَجَـٰلِسِ فَٱفْسَحُوا۟ يَفْسَحِ ٱللَّهُ لَكُمْ ۖ وَإِذَا قِيلَ ٱنشُزُوا۟ فَٱنشُزُوا۟ يَرْفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ دَرَجَـٰتٍۢ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿١١﴾
ه ه اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې درته وويل شي: په مجلسونو کې پراخي راولئ، نو پکې را يې ولئ، الله به مو ددنيا او آخرت په ژوند کې پراخي راولي، او کله چې درته وويل شي: چې له ځينو مجلسونو څخه پورته شئ، تر څو ځينې دفضل څښتنان مخ ۲ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر پکې کېني؛ نو ترې پورته شئ، الله پاک له تاسو څخه هغه خلک لويو مرتبو ته پورته کوي چې ايمان يې راوړی او پوهه ورکړل شوې ده، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي او ژر به پرې بدله درکړي
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نَـٰجَيْتُمُ ٱلرَّسُولَ فَقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىْ نَجْوَىٰكُمْ صَدَقَةًۭ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ وَأَطْهَرُ ۚ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ ﴿١٢﴾
کله چې صحابه وله رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پټې خبرې زياتې کړې، الله وفرمايل: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی کله مو چې له رسول سره دپټو خبرو اراده وکړه، نو له پټوخبرو مخکې مو صدقه وړاندې کړئ، دغه دخيرات وړاندې کول ستاسو لپاره ډېره غوره او پاکيزه دي، ځکه په هغې کې دالله هغه پيروي ده چې زړونه پاکوي، که هغه څه مو ونه موندل چې خيرات يې کړئ، نو بيا پر تاسو په پټو خبرو کې کومه ګناه نشته، بېشکه الله دخپلو بنده ګانو دګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی، چې هغوی يوازې پر هغه څه مکلفوي چې په توان کې يې وي
ءَأَشْفَقْتُمْ أَن تُقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىْ نَجْوَىٰكُمْ صَدَقَـٰتٍۢ ۚ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا۟ وَتَابَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿١٣﴾
آيا له رسول سره دپټو خبرو کولو پر مهال مخکې دخيرات ورکولو له امله له بې وزلۍ وډار شوئ؟! کله مو چې هغه څه ونه کړل چې الله له هغو امر پرې کړی دی، او ستاسو توبه يې ومنله چې دپرېښودلو رخصت يې درکړ؛ نو پر بشپړ ډول لمونځ کوئ، دخپلو مالونو زکات ورکوئ، دالله او دهغه درسول پيروي کوئ، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې نه پټيږي، او ژر به پرې بدله درکړي
۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ تَوَلَّوْا۟ قَوْمًا غَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مَّا هُم مِّنكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى ٱلْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿١٤﴾
اې رسوله! ايا تا هغو منافقانو ته نه دي کتلي چې له هغو يهودانو سره يې دوستي کړې چې الله دهغوی دکفر او ګناهونو له امله پرې غضب کړی، دغه منافقان نه له مؤمنانو او نه له يهودانو څخه دي، بلکې هغوی په منځ منځ کې دي نه له دغو څخه او نه له هغو څخه دي، او لوړې کوي چې هغوی مسلمانان دي او دا چې هغوی د مسلمانانو خبرې يهودو ته نه دي نقل کړې، او هغوی په خپلو لوړو کې درواغجن دي
أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُمْ عَذَابًۭا شَدِيدًا ۖ إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿١٥﴾
الله دهغوی لپاره په آخرت کې سخت عذاب چمتو کړی، داسې چې داور تر ټولولا ندې کندې ته به يې ننباسي، پرته له شکه بد دي دهغوی په دنيا کې دکفر اعمال
ٱتَّخَذُوٓا۟ أَيْمَـٰنَهُمْ جُنَّةًۭ فَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ ﴿١٦﴾
هغوی خپلې هغه لوړې چې کوي يې دخپل کفر له امله له وژلو څخه ډال ګرځولې دي، داسې چې پر هغو يې اسلام ښکاره کړی تر څو يې وينې او مالونه خوندي کړي، نو خلک يې له حقه ګرځولي ځکه په هغو کې دمسلمانانو لپاره سپکاوی او ایسارول دي له هغه څه چې غواړي یې، نو دهغوی لپاره داسې سپکوونکی عذاب دی چې سپکوي او ذليلوي به يې
لَّن تُغْنِىَ عَنْهُمْ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَـٰدُهُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ ﴿١٧﴾
هغوی ته به يې مالونه او اولادونه دالله په وړاندې هيڅ ګټه ونه رسوي، همدوی داور والا دي چې ور ننوزي به، تل ترتله به پکې وي له هغوی به عذاب پرې نه شي
يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًۭا فَيَحْلِفُونَ لَهُۥ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ ۖ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَىٰ شَىْءٍ ۚ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلْكَـٰذِبُونَ ﴿١٨﴾
په کومه ورځ چې الله هغوی ټول ژوندي راپورته کړي، له هغوی به يو هم داسې پرې نه ږدي مګر دا چې دبدلې لپاره به يې را پورته کړي، نو الله ته به لوړې کوي چې هغوی پر کفر او نفاق نه و، بلکې هغوی داسې مؤمنان وو چې پر هغه څه يې عمل کولو چې الله رضا کوي، اې مؤمنانو! هغوی به په آخرت کې هغه (الله) لره داسې مخ ۳ له ۴ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر لوړې کوي لکه په دنيا کې يې چې تاسو ته کولې، چې ګواکې هغوی مسلمانان دي، هغوی دا ګومان کوي چې پر دغو لوړو چې الله لره يې کوي پر څه داسې دليل دی چې هغوی ته ګټه رسوي او يا ضرر ور څخه دفع کوي، خبر اوسئ هغوی په رېښتيا په دنيا کې په خپلو قسمونو کې او په آخرت کې په خپلو قسمونو کې درواغجن دي
ٱسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ فَأَنسَىٰهُمْ ذِكْرَ ٱللَّهِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ حِزْبُ ٱلشَّيْطَـٰنِ ۚ أَلَآ إِنَّ حِزْبَ ٱلشَّيْطَـٰنِ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ ﴿١٩﴾
پر هغوی شيطان برلاسی شوی، چې په خپله وسوسه يې دالله ياد ترې هېر کړی، نو پر هغه څه يې عمل نه دی کړی چې الله رضا کوي، بلکې پر هغه څه يې عمل کړی چې په غوسه کوي يې، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي همدوی دابلیس لښکر او دهغه پيروان دي، خبر اوسئ همدغه دشيطان لښکر او پيروان په دنيا او آخرت کې تاوانيان دي، چې لا رښوونه يې پر لا ر ورکۍ او جنت يې په دوزخ پلورلي دي
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحَآدُّونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ٱلْأَذَلِّينَ ﴿٢٠﴾
پرته له شکه هغه کسان چې له الله او دهغه له رسول سره دښمني کوي همدوی په هغه ډله کې دي چې الله په دنيا او آخرت کې رسوا کړي او له کافرانو امتونو څخه يې سپک کړي دي
كَتَبَ ٱللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا۠ وَرُسُلِىٓ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ عَزِيزٌۭ ﴿٢١﴾
الله په خپله پخوانۍ پوهه کې پرېکړه کړې چې هرومرو به زه او زما رسولان دخپلو دښمنانو پر وړاندې په حجت او ځواک سره برلاسي کيږو، پرته له شکه الله دخپلو رسولانو په مرسته ځواکمن، برلاسی دی چې دهغوی له دښمنانو به غچ اخلي
لَّا تَجِدُ قَوْمًۭا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَآدَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَوْ كَانُوٓا۟ ءَابَآءَهُمْ أَوْ أَبْنَآءَهُمْ أَوْ إِخْوَٰنَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ كَتَبَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْإِيمَـٰنَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍۢ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّـٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ حِزْبُ ٱللَّهِ ۚ أَلَآ إِنَّ حِزْبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ ﴿٢٢﴾
ه اې رسوله! هيڅ قوم به داسې ونه مومې چې پر الله ايمان لري او دقيامت په ورځ ايمان لري او بيا له هغه چا سره دوستي کوي چې هغه له الله او دهغه له رسول سره دښمني کوي، که څه هم دغه دالله او دهغه درسول دښمنان يې پلرونه، يا يې اولادونه، يا يې وروڼه او يا يې هغه کورنۍ وي چې هغې ته منسوبیږي، ځکه دايمان اړيکه دالله او دهغه درسول ددښمنانو دوستي منع کوي، او ځکه چې دايمان اړيکه تر ټولو اړيکو لوړه ده، چې دټکر پر مهال به مخکې وي، همدوی له هغه چا سره دوستي نه کوي کوم چې دالله او دهغه له رسول سره دښمني کوي، که څه هم هغوی يې خپلوان وي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې په زړونو کې ايمان ثابت کړی او بدلون نه مومي، او له خپل لوري يې په حجت او رڼا سره پياوړي کړي دي، او دقيامت په ورځ به يې داسې تلپاتې بڼونو(جنتونو) ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونولا ندې به يې ويالې بهيږي، تل به هغو کې وي، نعمتونه به يې نه ترې پرې کيږي او نه به پای ته رسيږي، الله له هغوی داسې راضي دی چې هيڅکله به پرې غوسه نه شي، او هغوی هم له الله راضي دي چې هغوی ته يې داسې نعمتونه ورکړي چې نه ختميږي، له هغو څخه دالله پاک ليدل دي، پر دغو ياد شويو صفتونو موصوف خلک دالله هغه لښکر دی چې هر هغه څه پر ځای کوي چې امر يې ورته کړی، او له هغه څه ځان ساتي چې ترې منع کړي يې دي، خبر اوسئ همدغه دالله لښکر داسې بريالی دی چې خپل مطلوب به ترلاسه کوي، او په دنيا او آخرت کې به له هغه څه خوندي وي چې وېروي يې. مخ ۴ له ۴ moc.hgelp