کورتفسیرالحديد (٥٧)

تفسیر الحديد — Al-Hadid (57)

مدني · ٢٩ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ ﴿١﴾

دالله پاکي او سپېڅتلتيا بيانوي څه مخلوقات چې په آسمانونو او ځمکه کې دي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، په مخلوق او تقدير کې يې حکمت والا دی

لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ ﴿٢﴾

يوازې هغه لره دآسمانونو او ځمکې پاچايي ده، هغه چې دچا ژوندي کول وغواړي ژوندی کوي يې، او چې دچا مړه کول وغواړي مرګ ورکوي، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، له هيڅ شي څخه نه بې وسې کيږي

هُوَ ٱلْأَوَّلُ وَٱلْـَٔاخِرُ وَٱلظَّـٰهِرُ وَٱلْبَاطِنُ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ ﴿٣﴾

هغه داسې لومړنی دی چې تر هغه مخکې هيڅ هم نه و، او هغه داسې وروستی دی چې تر هغه وروسته به هيڅ هم نه وي، او هغه داسې ښکاره دی چې تر هغه پورته هيڅ هم نشته، او داسې پټ دی چې تر هغه اخوا هيڅ هم نشته[مخې ته یې پرده نشته]، او هغه پر هرڅه ښه پوه دی، چې هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي

هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍۢ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۚ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا ۖ وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ ﴿٤﴾

ه همغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړل، ديکشنبې له ورځې پيل او دجمعې په ورځ پای ته ورسېدل، او هغه له دې څخه په کمه موده دسترګې په رپ کې يې په پيداکولو ځواکمن دی، بيا هغه پاک ذات پر عرش په داسې پورته کېدلو لوړ او پورته شو څنګه چې له هغه پاک سره ښايي، هغه پوهيږي څه چې له باران، تخم او نورو څخه په ځمکه کې ننوزي، او څه شينکي، زېرمې او نور چې ترې وزي، او څه باران، وحي او نور چې له آسمانه را کوزيږي، او څه پرېښتې، دبندګانو اعمال او روحونه يې چې آسمان ته پورته کيږي، ای خلکو! هغه په خپله پوهه ستاسو سره دی چېرې چې ياست، له تاسو هيڅ هم نه ترې پټيږي، او هغه ستاسو دکړنو ليدونکی دی، ستاسو له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي، ژر به پرې بدله درکړي

لَّهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ ﴿٥﴾

يوازې هغه لره دآسمانونو پاچايي ده او دځمکې پاچايي ده، او يوازې هغه لره چارې ورکرځول کيږي، نو دقيامت په ورځ به له مخلوقاتو سره حساب وکړي، او پر کړنو به يې بدله ورکړي

يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ ۚ وَهُوَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ﴿٦﴾

هغه شپه په ورځ ور ننباسي چې تياره راځي، او خلک ويده کيږي، او ورځ په شپه ور ننباسي، چې رڼا راځي، خلک يې خپلو کارونو ته ځي، او هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې دبندګانو په سينو کې يې دي، له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي

ءَامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَأَنفِقُوا۟ مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ ۖ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَأَنفَقُوا۟ لَهُمْ أَجْرٌۭ كَبِيرٌۭ ﴿٧﴾

پر الله ايمان راوړئ، او دهغه پر رسول ايمان راوړئ، او له هغه ماله لګښت کوئ چې الله تاسو پکې ځای ناستي ګرځولي ياست، په هغو کې داسې تصرف کوئ چې څنګه يې درته روا کړی دی؛ نو له تاسې چې چا پر الله ايما راوړ، او دالله په لا ر کې يې خپل مالونه ولګول، هغوی لره دهغه په وړاندې لويه بدله ده، چې هغه جنت دی. مخ ۱ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ ۙ وَٱلرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ لِتُؤْمِنُوا۟ بِرَبِّكُمْ وَقَدْ أَخَذَ مِيثَـٰقَكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٨﴾

او کوم څه تاسو پر الله له ايمان رواړلو ايساروي؟! حال داچې رسول مو الله ته په دې هيله را بولي چې پر خپل پاک پالونکي مو ايمان راوړی، او الله له تاسو ټينګه ژمنه اخېستې ده چې ايمان به راوړئ کله يې چې تاسو دخپلو پلرونو له ملاوو څخه را اېستلی، که چېرې تاسې مؤمنان ياست

هُوَ ٱلَّذِى يُنَزِّلُ عَلَىٰ عَبْدِهِۦٓ ءَايَـٰتٍۭ بَيِّنَـٰتٍۢ لِّيُخْرِجَكُم مِّنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ بِكُمْ لَرَءُوفٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٩﴾

همغه ذات دی چې پر خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم يې څرګند آيتونه نازلوي، ترڅو مو دکفر او ناپوهۍ له تيارو دايمان او پوهې رڼا ته را وباسي، او پرته له شکه الله پر تاسو نرمي کوونکی مهربان دی کله يې چې تاسو ته خپل نبي دلارښود او زيري ورکوونکي په توګه ولېږلو

وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَٰثُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ لَا يَسْتَوِى مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ ٱلْفَتْحِ وَقَـٰتَلَ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةًۭ مِّنَ ٱلَّذِينَ أَنفَقُوا۟ مِنۢ بَعْدُ وَقَـٰتَلُوا۟ ۚ وَكُلًّۭا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ ﴿١٠﴾

ه ى ه او دالله په لا ر کې له لګښت مو څه شی راګرځوي، او الله لره دآسمانونو او ځمکې ميراث دی، اې مؤمنانو له تاسو هغه څوک چې خپل مال يې دالله په لا ر کې د هغه درضا په موخه مخکې دمکې له فتحې لګولی او داسلام دمرستې په پار يې له کافرانو سره جګړه کړې ده له هغه چا سره برابر نه دی چې له فتحې وروسته يې لګښت کړی وي او له کافرانو سره يې جګړه کړې وي، همدوی له فتحې مخکې لګښت کوونکي او دالله په لا ر کې جګړه کوونکي دالله په وړاندې دلويې مرتبې او لوړې درجې والا دي ترهغو کسانو چې وروسته له فتحې يې دهغه په لا ر کې مال لګولی وي او له کافرانو سره جنګېدلی وي، او الله ددواړو ډلو لپاره دجنت ژمنه کړې ده او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او بدله به پرې درکوي

مَّن ذَا ٱلَّذِى يُقْرِضُ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًۭا فَيُضَـٰعِفَهُۥ لَهُۥ وَلَهُۥٓ أَجْرٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿١١﴾

څوک دی چې خپل مال په خوښۍ دالله لپاره ولګوي، چې الله دهغه لګولي مال بدله څو برابره ورکړي، او هغه لره به دقيامت په ورځ غوره بدله وي چې هغه جنت دی؟!

يَوْمَ تَرَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ يَسْعَىٰ نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَـٰنِهِم بُشْرَىٰكُمُ ٱلْيَوْمَ جَنَّـٰتٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ ﴿١٢﴾

په کومه ورځ چې مؤمنان او مؤمنانې وينې چې له هغوی مخکې او ښي لوريو ته به رڼايي ځي، او په دغه ورځ به هغوی ته ويل کيږي: نن تاسو لره دداسې جنتونو زيری دی چې تر ماڼيو او ونولا ندې يې ويالې بهيږي تل به پکې اوسېدونکي ياست، دغه بدله يوه داسې لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ور نېږدې کېدلای

يَوْمَ يَقُولُ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتُ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱنظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ٱرْجِعُوا۟ وَرَآءَكُمْ فَٱلْتَمِسُوا۟ نُورًۭا فَضُرِبَ بَيْنَهُم بِسُورٍۢ لَّهُۥ بَابٌۢ بَاطِنُهُۥ فِيهِ ٱلرَّحْمَةُ وَظَـٰهِرُهُۥ مِن قِبَلِهِ ٱلْعَذَابُ ﴿١٣﴾

په کومه ورځ چې منافقان او منافقانې هغو کسانو ته ووايي چې ايمان يې راوړی: موږ ته انتظار وکړئ په دې هيله چې له تاسو لږ رڼا ترلاسه کړو چې دپول په پورېوتلو کې مو مرسته وکړي، او منافقانو ته به پر هغوی دملنډو په ډول وويل شي: شاته مو وګرځئ، بيا رڼا ولټوئ چې رڼايي ترې ترلاسه کړئ، بيا به يې ترمنځ دېوال ووهل شي، دغه دېوال لره به دروازه وي، دهغې دروازې شاته چې مؤمنان نېږدې وي رحمت به وي پکې او مخې ته يې چې منافقان نېږدې وي عذاب به وي پکې

يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ ۖ قَالُوا۟ بَلَىٰ وَلَـٰكِنَّكُمْ فَتَنتُمْ أَنفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَٱرْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ ٱلْأَمَانِىُّ حَتَّىٰ جَآءَ أَمْرُ ٱللَّهِ وَغَرَّكُم بِٱللَّهِ ٱلْغَرُورُ ﴿١٤﴾

منافقان به مؤمنانو ته په دې ويلو ور چېغې کړي آيا موږ ستاسو سره پر اسلام او پيروۍ نه وو؟ مؤمنان به ورته ووايي: ولې نه، تاسو زموږ سره واست، خو ځانونه مو د نفاق په فتنه کې اخته کړل، نو تباه مو کړل او دمؤمنانو په اړه مو انتظار درلود چې که مغلوبه شي؛ نو تاسې به خپل کفر ښکاره کړئ او دالله له لوري دمؤمنانو په مخ ۲ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر مرسته او له مرګ وروسته په بېرته را ژوندي کېدو کې مو شک کولو، او ددرواغو هيلو دوکه کړي واست، تردې چې مرګ درته راغی او تاسې پر همدغه حالت واست، او دالله په اړه شيطان دوکه کړي وئ

فَٱلْيَوْمَ لَا يُؤْخَذُ مِنكُمْ فِدْيَةٌۭ وَلَا مِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ مَأْوَىٰكُمُ ٱلنَّارُ ۖ هِىَ مَوْلَىٰكُمْ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ ﴿١٥﴾

نو اې منافقانو! نن به له تاسو دالله دعذاب پر وړاندې کومه فدیه (بدله) نه اخېستل کيږي، او نه به له هغو کسانو فديه اخېستل کيږي چې پر الله يې په ښکاره ډول کفر کړی وو، ستاسو دورتګ ځای او دکافرانو دورتګ ځای دوزخ دی، هغه ستاسو ډېر وړ دی، او تاسو دهغه ډېر وړ ياست، او ډېر بد دورتلو ځای دی

۞ أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ ٱللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ ٱلْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ ٱلْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ ۖ وَكَثِيرٌۭ مِّنْهُمْ فَـٰسِقُونَ ﴿١٦﴾

آيا هغو کسانو ته چې پر الله او دهغه پر رسول يې ايما راوړی هغه وخت نه دی رسېدلی چې دالله په ياد او له قرآن څخه په نازل شوې ژمنه او ګواښ يې زړونه نرم او ډاډه شي، او هغو يهودو غوندې نه شي چې تورات ورکړل شوی و، او يا هغو نصاراوو غوندې چې انجيل ورکړل شوی و، چې زړونه يې سخت وو، نو دهغوی او د نبيانو درا لېږلو ترمنځ يې زياته زمانه تېره شوه؛ چې له همدې امله يې زړونه سخت شول، او له هغوی ډېری دالله له پيروۍ څخه دهغه سرغړونې ته وتونکي وو؟!

ٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يُحْىِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿١٧﴾

پوه شئ چې پرته له شکه الله ځمکه دهغې په را شنه کولو وروسته دهغې له وچوالي څخه را ژوندۍ کوي، اې خلکو! موږ تاسو ته دالله پر ځواک او دهغه پر يووالي په دې هيله دلايل او برهانونه بيان کړل چې له عقله کار واخلئ، او پوه شئ چې چا ځمکه دهغې له وچېدو وروسته را ژوندۍ کړې هغه ستاسو له مرګ وروسته په ژوندي کولو مو ځواکمن دی، او ستاسو دزړنو له سختوالي وروسته دهغو په نرمولو هم ځواکمن دی

إِنَّ ٱلْمُصَّدِّقِينَ وَٱلْمُصَّدِّقَـٰتِ وَأَقْرَضُوا۟ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًۭا يُضَـٰعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ أَجْرٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿١٨﴾

پرته له شکه دځينو خپل مالونو خيرات کوونکي، او دځينو خپلو مالونو خيرات کوونکې، هغه کسان چې پرته له احسان او آزاره دزړونو په خوښه مالونه خيراتوي، هغوی لره به يې دکړنو بدله څو برابره کړل شي: يوه نيکي به دلسو برابره تر اوو سوو او زياتو برابرو پورې وي، او هغوی لره له دې سره دالله په وړاندې عزتمن ثواب وي او هغه جنت دی

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦٓ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلصِّدِّيقُونَ ۖ وَٱلشُّهَدَآءُ عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَحِيمِ ﴿١٩﴾

او هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې پرته دهغوی ترمنځ له توپيره ايمان راوړی، همدوی رېښتيني دي، او دخپل پالونکي په وړاندې يې شاهدان دي هغوی لره يې عزتمنه بدله ده چې ور لره چمتو کړل شوې ده، او هغوی لره يې داسې رڼايي ده چې دهغوي مخې ته او ښي لورې ته به دقيامت په ورځ ځغلي، او هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسولانو يې کفر کړی، او زموږ پر رسولانو نازل کړل شوي زموږ آیتونه يې درواغ ګڼلي دي همدوی دوزخيان دي، دقيامت په ورځ به ور ننوزي تل به پکې وي، نه به ترې وزي

ٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا لَعِبٌۭ وَلَهْوٌۭ وَزِينَةٌۭ وَتَفَاخُرٌۢ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌۭ فِى ٱلْأَمْوَٰلِ وَٱلْأَوْلَـٰدِ ۖ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ ٱلْكُفَّارَ نَبَاتُهُۥ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَىٰهُ مُصْفَرًّۭا ثُمَّ يَكُونُ حُطَـٰمًۭا ۖ وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابٌۭ شَدِيدٌۭ وَمَغْفِرَةٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضْوَٰنٌۭ ۚ وَمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَآ إِلَّا مَتَـٰعُ ٱلْغُرُورِ ﴿٢٠﴾

ى پوه شئ پرته له شکه ددنيا ژوند لوبه ده چې بدنونه پرې لوبيږي، ساعت تېری دی چې زړونه پرې ساعت تېری کوي، ښکلا ده چې ځانونه پرې ښايسته کوئ، او ستاسو ترمنځ په ملکيت او سامان کې يو پر بل وياړل دي، او په مالونو او اولادونو کې يو پر بل زياتواالی دی، لکه دباران غوندې چې کروندګرو ته يې شينکی ښه ښکاره شي، بيا دغه شنه واښه وچ شي او اې ليدونکيه! بیا ته هغه له شينوالي وروسته زېړ وينې، او بيا يې الله ټوټه مات کړي، او په آخرت کې کافرانو او منافقانو لره مخ ۳ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر سخته سزا ده، او دالله له لوري دخپلو مؤمنو بندګانو لپاره بښنه او دهغه له خوا خوښي ده، او ددنيا ژوند خو يوازې له منځه تلونکی سامان دی چې هيڅ ثبات نه لري؛ نو چا چې دهغې له منځه تلونکي سامان ته دآخرت پر نعمتونو لومړيتوب ورکړ هغه تاواني او دوکه خوړل شوی دی

سَابِقُوٓا۟ إِلَىٰ مَغْفِرَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٢١﴾

ه ای خلکو! دداسې نېکو اعمالو لوري ته را منډه کړئ چې دخپلو ګناهونو بښنه پرې ترلاسه کوئ، لکه توبه او نور ښه کارونه، او ددې لپاره چې داسې جنت پرې ترلاسه کړئ چې پراخوالی يې دآسمان او ځمکې دپراخوالي غوندې دی، دغه جنت الله دهغوکسانو لپاره چمتو کړی چې پر هغه يې ايمان راوړی او دهغه پر رسولانو يې ايمان راوړی، دغه بدله دالله پېرزوينه ده له بندګانو يې چې چاته وغواړي ورکوي يې، او الله پاک پر خپلو مؤمنو بندګانو يې دلويې پېرزوينې څښتن دی

مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍۢ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِىٓ أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِى كِتَـٰبٍۢ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَآ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌۭ ﴿٢٢﴾

او خلکو ته په ځمکه کې کوم دوچکالۍ يا بل مصيبت نه دی رسېدلی، او نه هغوی ته يې په ځانونو کې کوم مصيبت رسېدلی مګر دا چې هغه په لوح محفوظ کې لا مخکې له دې ثابت دی چې موږ يې پيداکړ، پرته له شکه دغه کار الله ته آسانه دی

لِّكَيْلَا تَأْسَوْا۟ عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا۟ بِمَآ ءَاتَىٰكُمْ ۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍۢ فَخُورٍ ﴿٢٣﴾

او دغه ددې لپاره ای خلکو! ترڅو تاسې پر هغه څه غمجن نه شئ چې له لا سه مو ورکړي، او ددې لپاره چې پر هغو نعمتونو دناز تر بريده خوشحاله نه شئ چې در کړي يې دي، پرته له شکه الله هيڅ کبرجن پر خلکو دهغه څه له امله وياړونکی نه خوښوي چې الله ورکړي دي

ٱلَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبُخْلِ ۗ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ ﴿٢٤﴾

هغه کسان چې پر هغه څه بخيلي کوي چې لګول يې پرې واجب دي، او نورو ته په بخيلۍ امر کوي هغوی تاوانيان دي، او څوک چې دالله له پيروۍ مخ ګرځوي الله ته به هيڅکله زيان ونه رسوي او هغه يوازې ځانته زيان رسوي، پرته له شکه الله بې پروا دی، دخپلوبندګانو لمانځلو ته اړتيا نه لري، په هر حال ستايل شوی دی

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْمِيزَانَ لِيَقُومَ ٱلنَّاسُ بِٱلْقِسْطِ ۖ وَأَنزَلْنَا ٱلْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌۭ شَدِيدٌۭ وَمَنَـٰفِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ ٱللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥ وَرُسُلَهُۥ بِٱلْغَيْبِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ عَزِيزٌۭ ﴿٢٥﴾

پرته له شکه موږ خپل رسولان له څرګندو حجتونو او ښکاره دليلونو سره لېږلي دي، او له هغوی سره مو کتابونه نازل کړي دي، او تله مو ور سره نازله کړې ده، ترڅو خلک په انصاف واوسي، او اوسپنه مو را کوزه کړې ده چې په هغې کې سخت ځواک دی، چې له هغې څخه وسله جوړيږي، او په هغې کې دخلکو لپاره د هغوی په صنعتونو او کسبونو کې ګټې دي، او ددې لپاره چې الله په پوهه سره بندګانو ته ښکاره کړي چې څوک دهغه له بندګانو په غيب دهغه مرسته کوي، پرته له شکه الله ځواکمن داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، او له هيڅ شي څخه نه بې وسه کيږي

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًۭا وَإِبْرَٰهِيمَ وَجَعَلْنَا فِى ذُرِّيَّتِهِمَا ٱلنُّبُوَّةَ وَٱلْكِتَـٰبَ ۖ فَمِنْهُم مُّهْتَدٍۢ ۖ وَكَثِيرٌۭ مِّنْهُمْ فَـٰسِقُونَ ﴿٢٦﴾

او پرته له شکه نوح او ابراهيم عليهما السلام مو ولېږل، او دهغوی په اولاد کې مو نبوت، او نازل کړل شوي کتابونه وګرځول، نو دهغوی دواړو له اولادونو ځينو يې نېغې لا رې ته لا رموندونکي وو، توفيق ورکړل شوی وو، او ډېری له هغوی دالله له پيروۍ وتونکي وو. مخ ۴ له ۵ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِم بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ وَءَاتَيْنَـٰهُ ٱلْإِنجِيلَ وَجَعَلْنَا فِى قُلُوبِ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُ رَأْفَةًۭ وَرَحْمَةًۭ وَرَهْبَانِيَّةً ٱبْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَـٰهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ٱبْتِغَآءَ رِضْوَٰنِ ٱللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا ۖ فَـَٔاتَيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ ۖ وَكَثِيرٌۭ مِّنْهُمْ فَـٰسِقُونَ ﴿٢٧﴾

بيا مو خپل رسولان ور پسې کړل، نو پر هغوی پسې مو خپلو امتونو ته يې ډېر رسولان ولېږل، او دمريمې زوی عيسی مو ورپسې کړ او انجيل مو ورکړ، او کومو کسانو چې پرې ايمان راوړی وو او دهغه پيروي يې کړې وه دهغوی په زړونو کې مو نرمي او لورېينه وګرځوله، نو په خپلو منځو کې له يوبل سره مينه کوونکي او لوره کوونکي وو، او په خپل دين کې يې سختي رامنځته کړه، نو ځينې هغه څه لکه نکاح او خوندونه يې پرېښودل چې الله ورته حلال کړي وو، او موږ دغه نه وو ترې غوښتي، او هغوی پر خپلو ځانونولا زم کړي وو، چې دا دهغوی له لوري په دين کې يو بدعت (نوی کار) و، موږ له هغوی دالله درضا پيروي غوښتې وه خو هغوی ونه کړه، نو له هغوی مو هغو کسانو ته يې ثواب ورکړ چې ايمان يې راوړی وو، خو له هغوی ډېری دهغه څه ددرواغ ګڼلو له امله دالله له پيروۍ وتونکي وو چې دهغه رسول محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی و

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَءَامِنُوا۟ بِرَسُولِهِۦ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِۦ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًۭا تَمْشُونَ بِهِۦ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ ﴿٢٨﴾

اې هغوکسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې درته روا کړي يې دي، دالله دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، او دهغه پر رسولانو ايمان راوړئ، تاسو ته به دوه برابره اجر او ثواب درکړي ستاسو له خوا پر محمد صلی الله عليه وسلم ايمان راوړلو او پر پخوانيو رسولانو مو دايمان راوړلو له امله، او داسې رڼايي به درته وګرځوي چې ددنيا په ژوند پرې لا رمومئ، او دقيامت په ورځ په پول له هغې رڼا ترلاسه کوئ، او تاسو ته به مو ګناهونه وبښي، او پټ به يې کړي، او نه به مو پرې نيسي، او الله پاک دخپلو بندګانو لپاره بښونکی دی پر هغوی مهربان دی

لِّئَلَّا يَعْلَمَ أَهْلُ ٱلْكِتَـٰبِ أَلَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَىْءٍۢ مِّن فَضْلِ ٱللَّهِ ۙ وَأَنَّ ٱلْفَضْلَ بِيَدِ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٢٩﴾

او پرته له شکه تاسو لره مو خپله لويه پېرزوينه بيان کړه په هغه څو برابره بدله چې تاسو ته مو چمتو کړې ده اې مؤمنانو! ترڅو له يهودانو او نصاراوو پخواني دکتاب څښتنان پوه شي چې هغوی دالله له پېرزوينې په هيڅ هم توان نه لري داسې چې چاته وغواړي ور يې کړي او چاته چې وغواړي ترې ايساره يې کړي، او ددې لپاره چې هغوی پوه شي چې پېرزوينه دالله پاک په لا س کې ده له بندګانو يې چې چاته خوښه شي ورکوي يې، او الله دلويې پېرزوينې څښتن دی چې له بندګانو يې چاته وغواړي پرې ځانګړی کوي يې. مخ ۵ له ۵ moc.hgelp

زده کړه · الحديد — Al-Hadid

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې