کورتفسیرالواقعة (٥٦)

تفسیر الواقعة — Al-Waaqia (56)

مکي · ٩٦ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

إِذَا وَقَعَتِ ٱلْوَاقِعَةُ ﴿١﴾

او کله چې هرومرو قيامت را منځته شي. ليس لوقعتها كاذبة

لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ﴿٢﴾

هيڅوک به ونه موندل شي چې هغه درواغ وګڼي لکه څنګه يې چې په دنيا کې درواغ ګڼل کېدی. خافضة ر افعة

خَافِضَةٌۭ رَّافِعَةٌ ﴿٣﴾

بې لا رې کافرانو لره اور ته په ننه اېستلو سره ښکته کوونکی دی، هغه مؤمنانو لره چې ځان ساتونکي ديجد هغوی جنت ته په ننه اېستلو سره پورته کوونکی دی

إِذَا رُجَّتِ ٱلْأَرْضُ رَجًّۭا ﴿٤﴾

کله چې ځمکه په لويه لړزه ولړزول شي. س

وَبُسَّتِ ٱلْجِبَالُ بَسًّۭا ﴿٥﴾

او غرونه ميده ميده ورژول شي. ث

فَكَانَتْ هَبَآءًۭ مُّنۢبَثًّۭا ﴿٦﴾

نو هغه غرونه له رژولو څخه خور ګرد شي چې هيڅ قرار ورلره نه وي. وكنتم أ زوجا ثلثة

وَكُنتُمْ أَزْوَٰجًۭا ثَلَـٰثَةًۭ ﴿٧﴾

او په دغه ورځ کې به تاسې درې ډوله وئ

فَأَصْحَـٰبُ ٱلْمَيْمَنَةِ مَآ أَصْحَـٰبُ ٱلْمَيْمَنَةِ ﴿٨﴾

نو هغه دښي لا س خلک چې خپلې عملنامې يې په ښي اخلي، څومره دلوړې او لويې مرتبې والا دي!

وَأَصْحَـٰبُ ٱلْمَشْـَٔمَةِ مَآ أَصْحَـٰبُ ٱلْمَشْـَٔمَةِ ﴿٩﴾

او دکيڼ لا س خلک چې خپلې عملنامې په کيڼ لا س اخلي، څومره سپک او بدې مرتبې والا دي!

وَٱلسَّـٰبِقُونَ ٱلسَّـٰبِقُونَ ﴿١٠﴾

او هغه کسان چې په دنيا کې دښېګڼو په کولو مخکې کېدونکي دي همغوی په آخرت کې جنت ته په ننوتلو مخکې کېدونکي دي. مخ ۱ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلْمُقَرَّبُونَ ﴿١١﴾

همدوی دالله په وړاندې نېږدې کړل شوي دي

فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ ﴿١٢﴾

دنعمتونو والا په جنتو کې به وي، چې په ډول ډول نعمتونو به خوندونه اخلي

ثُلَّةٌۭ مِّنَ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿١٣﴾

يوه ډله به له دغه امته او له پخوانيو امتونو وي

وَقَلِيلٌۭ مِّنَ ٱلْـَٔاخِرِينَ ﴿١٤﴾

او په آخره زمانه کې به لږ خلک وي چې هغوی به له مخکېنيو نېږدې کړل شوو څخه وي. عل سرر م وضونة

عَلَىٰ سُرُرٍۢ مَّوْضُونَةٍۢ ﴿١٥﴾

پر داسې تختونو به وي چې له سرو زرو اوبدل شوي وي. م تكٔين عليها متقبلين

مُّتَّكِـِٔينَ عَلَيْهَا مُتَقَـٰبِلِينَ ﴿١٦﴾

پر دغو تکيو به يوبل ته مخامخ ډډه وهونکي ناست وي، يو به دبل څټ نه ويني. يطوف عليهم ولدن م خلدون

يَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَٰنٌۭ مُّخَلَّدُونَ ﴿١٧﴾

پر هغوی به دخدمت لپاره يې داسې هلکان تاويږي چې زوړوالی او پای ته رسېدل به نه ورته رسيږي. بأ ك واب وأباريق وكأ س من م عين

بِأَكْوَابٍۢ وَأَبَارِيقَ وَكَأْسٍۢ مِّن مَّعِينٍۢ ﴿١٨﴾

پر هغوی به له داسې ګيلاسونو سره تاويږي چې لا ستي نه لري او له داسې کوزو سره چې لا ستي به لري، او دداسې روانو شرابو له پیالو سره چې هيڅ به نه ختميږي. لا يصد عون عنها ولا ينزفون

لَّا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنزِفُونَ ﴿١٩﴾

ددنيا دشرابو غوندې به نه وي، چې څښونکي ته به يې سرخوږی نه رسيږي، او نه به يې عقل له منځه ځي. وفكهة مما يتخيرون

وَفَـٰكِهَةٍۢ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ ﴿٢٠﴾

او پر هغوی به دغه هلکان له داسې مېوو سره تاويږي چې هغوی يې خوښوي. مخ ۲ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر ولحم طير مما يشتهون

وَلَحْمِ طَيْرٍۢ مِّمَّا يَشْتَهُونَ ﴿٢١﴾

او دمارعانو له غوښو سره تاويږي چې زړونه يې غواړي. وحور عين

وَحُورٌ عِينٌۭ ﴿٢٢﴾

او هغوی لره به په جنت کې په ښايست کې پراخه سترګو والا مېرمنې وي

كَأَمْثَـٰلِ ٱللُّؤْلُؤِ ٱلْمَكْنُونِ ﴿٢٣﴾

دملغرو غوندې په پوښ کې ساتل شوې

جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ﴿٢٤﴾

دا دهغوی لپاره دهغه څه بدله ده چې په دنيا کې يې کوم نېک عملونه کول. لا يسمعون فيها لغوا ولا تأثيما

لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًۭا وَلَا تَأْثِيمًا ﴿٢٥﴾

په جنت کې به ناوړه خبره نه اوري، او نه داسې څه چې څښتن لره يې کومه ګناه وي. إلا قيلا سلما سلما

إِلَّا قِيلًۭا سَلَـٰمًۭا سَلَـٰمًۭا ﴿٢٦﴾

هغوی به نه اوري مګر يوازې پرهغوی دپرېښتو سلام، او دځينو سلام پر ځينو باندې

وَأَصْحَـٰبُ ٱلْيَمِينِ مَآ أَصْحَـٰبُ ٱلْيَمِينِ ﴿٢٧﴾

او دښي اړخ خلک به هغه کسان وي چې عملنامې يې په ښي لا سونو ورکړل شي، دهغوی به دالله په وړاندې ډېره لويه مرتبه او شان وي. فى سدر م خضود

فِى سِدْرٍۢ مَّخْضُودٍۢ ﴿٢٨﴾

په داسې بېرو کې به وي چې اغزي يې ترې پرې کړل شوي وي او هيڅ ستنوزه پکې نه وي وطلح م نضود

وَطَلْحٍۢ مَّنضُودٍۢ ﴿٢٩﴾

او په داسې يو پر بل پاسه له پاسه زياتو کيلو کې به وي. وظل م مدود

وَظِلٍّۢ مَّمْدُودٍۢ ﴿٣٠﴾

او په داسې اوږده غځېدلي سيوري کې به وي چې نه ختميږي. مخ ۳ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمَآءٍۢ مَّسْكُوبٍۢ ﴿٣١﴾

او په داسې روانو اوبو کې به وي چې نه دريږي. وفكهةكثيرة

وَفَـٰكِهَةٍۢ كَثِيرَةٍۢ ﴿٣٢﴾

او په داسې ډېرو مېوو کې چې نه منحصريږي. ل امقطوعة ولا ممنوعة

لَّا مَقْطُوعَةٍۢ وَلَا مَمْنُوعَةٍۢ ﴿٣٣﴾

له هغوی به هيڅکله نه ختميږي، هغو لره به موسم نه وي، او نه به په هيڅ وخت کې دهغوی په مخکې خنډ راځي چې هغوی دغ مېوې غواړي. وفرش م رفوعة

وَفُرُشٍۢ مَّرْفُوعَةٍ ﴿٣٤﴾

او په اوچتو لوړو داسې فرشو کې به وي چې پر تکيو اېښودل شوي وي

إِنَّآ أَنشَأْنَـٰهُنَّ إِنشَآءًۭ ﴿٣٥﴾

پرته له شکه موږ دغه يادې حورې په يو غير عادي پيداکولو سره پيداکړې دي. فجعلنهن أ بكارا

فَجَعَلْنَـٰهُنَّ أَبْكَارًا ﴿٣٦﴾

هغوی مو داسې پېغلې ګرځولې دي چې له دې مخکې هيڅ لمس شوې هم نه دي. عربا أ ترابا

عُرُبًا أَتْرَابًۭا ﴿٣٧﴾

خپلو مېړونو ته به يې ګرانې وي، په عمر کې به ورسره برابرې وي

لِّأَصْحَـٰبِ ٱلْيَمِينِ ﴿٣٨﴾

هغوی مو دهغو ښي لا س خلکو لپاره پيداکړې دي چې دښي لا س خلک به يې اخلي دهغوی دنېکمرغۍ دنښې په توګه

ثُلَّةٌۭ مِّنَ ٱلْأَوَّلِينَ ﴿٣٩﴾

هغوی دپخوانيو نبيانو له ډلې څخه دي

وَثُلَّةٌۭ مِّنَ ٱلْـَٔاخِرِينَ ﴿٤٠﴾

او بله ډله دمحمد صلی الله عليه وسلم له امت څخه چې هغه تر ټولو وروستی امت دی. مخ ۴ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَصْحَـٰبُ ٱلشِّمَالِ مَآ أَصْحَـٰبُ ٱلشِّمَالِ ﴿٤١﴾

او دګيڼ اړخ خلک به هغه کسان وي چې عملنامې يې په چپولا سونو ورکړل شي، دهغوی به ډېر بد حال او دورګرځېدو ځای وي. فى سموم وحميم

فِى سَمُومٍۢ وَحَمِيمٍۢ ﴿٤٢﴾

په سختو ګرمو بادونو، او په سختو ګرمو اوبو کې به وي. وظل من يحموم

وَظِلٍّۢ مِّن يَحْمُومٍۢ ﴿٤٣﴾

او دتک تور دود په سيوري کې به وي. لا بارد ولا كريم

لَّا بَارِدٍۢ وَلَا كَرِيمٍ ﴿٤٤﴾

نه به خوندور چلېدونکی وي او نه ښه منظر والا. إن هم كانوا قبل ذلك مترفين

إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَبْلَ ذَٰلِكَ مُتْرَفِينَ ﴿٤٥﴾

پرته له شکه دې عذاب ته له ور ګرځېدو مخکې هغوی په دنيا کې په نعمتونو کې وو، يوازې دخپلو نفسي غوښتنو په غم کې يې وو

وَكَانُوا۟ يُصِرُّونَ عَلَى ٱلْحِنثِ ٱلْعَظِيمِ ﴿٤٦﴾

او هغوی پر الله دکفر کولو او له هغه پرته دبوتانو لمانځلو ټينګ هوډ لرلو. وكانوا يقولون أ ذا متنا وكنا ترابا وعظما أءنا لمبعوثون

وَكَانُوا۟ يَقُولُونَ أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًۭا وَعِظَـٰمًا أَءِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿٤٧﴾

او هغوی له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوله، دملنډو او لېرې ګڼلو په توګه به يې ورته ويل: کله چې موږ مړه شو، خاورې وراسته هډوکي وګرځو؛ نو له دغه وروسته به بيا را پاڅېږو؟!

أَوَءَابَآؤُنَا ٱلْأَوَّلُونَ ﴿٤٨﴾

او آيا زموږ لومړني پلرونه چې له موږ مخکې مړه شوي دي هغوی به هم بيا را څول کيږي؟!

قُلْ إِنَّ ٱلْأَوَّلِينَ وَٱلْـَٔاخِرِينَ ﴿٤٩﴾

ای رسوله! دغو له بېرته را پاڅېدو څخه نټه کوونکو ته ووايه: پرته له شکه لومړني خلک او له هغوی وروستني (ټول به). لمجموعون إ لى ميقت يوم م علوم

لَمَجْمُوعُونَ إِلَىٰ مِيقَـٰتِ يَوْمٍۢ مَّعْلُومٍۢ ﴿٥٠﴾

هرومرو به هغوی دقيامت په ورځ دحساب او بدلې لپاره را غونډ کړل شي. مخ ۵ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

ثُمَّ إِنَّكُمْ أَيُّهَا ٱلضَّآلُّونَ ٱلْمُكَذِّبُونَ ﴿٥١﴾

بيا اې دبېرته را پورته کېدو نټه کوونکو چې له نېغې لا رې لا ر ورکي ياست دقيامت په ورځ به دزقوم له ونې دمېوې خوړونکي ياست په داسې حال کې چې هغه تر ټولو بده او خبيثه مېوه ده. لٔاكلون من شجر من زقوم

لَـَٔاكِلُونَ مِن شَجَرٍۢ مِّن زَقُّومٍۢ ﴿٥٢﴾

بيا ای دبېرته را پورته کېدو نټه کوونکو چې له نېغې لا رې لا ر ورکي ياست دقيامت په ورځ به دزقوم له ونې دمېوې خوړونکي ياست په داسې حال چې هغه تر ټولو بده او خبيثه مېوه ده

فَمَالِـُٔونَ مِنْهَا ٱلْبُطُونَ ﴿٥٣﴾

او له دغې ترخې ونې به خپلې وږې ګېډې ډکوونکي ياست

فَشَـٰرِبُونَ عَلَيْهِ مِنَ ٱلْحَمِيمِ ﴿٥٤﴾

بيا به له سختو ګرمو اوبو څښونکي وي

فَشَـٰرِبُونَ شُرْبَ ٱلْهِيمِ ﴿٥٥﴾

او له هغه به زيات څښونکي وي لکه اوښان چې دسختې تندې له امله زيات څښاک کوي

هَـٰذَا نُزُلُهُمْ يَوْمَ ٱلدِّينِ ﴿٥٦﴾

دغه ياد شوي ترخه خواړه او ګرم څښاک دهغوی هغه مېلمستيا ده چې دبدلې په ورځ به يې هرکلی پرې کيږي. نحن خلقنكم فلولا تصدقون

نَحْنُ خَلَقْنَـٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُونَ ﴿٥٧﴾

ای درواغ ګنونکو! موږ تاسې پيداکړئ وروسته تردې چې تاسو نشته وئ، نو ولې باور نه کوئ چې موږ تاسو له مرګ وروسته مو بېرته ژوندي را پورته کوو؟! أفرءيتم م اتمنون

أَفَرَءَيْتُم مَّا تُمْنُونَ ﴿٥٨﴾

ای خلکو! هغه مني مو ليدلي چې دخپلو مېرمنو په رحمونو کې يې څڅوئ؟!

ءَأَنتُمْ تَخْلُقُونَهُۥٓ أَمْ نَحْنُ ٱلْخَـٰلِقُونَ ﴿٥٩﴾

آيا تاسې دغه مني پيداکوئ، او که موږ يې پيداکوونکي يو؟

نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ ٱلْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ﴿٦٠﴾

موږ ستاسو ترمنځ مرګ ټاکلی، ستاسو هر يوه لپاره ټاکلې نېټه ده چې له هغې نه مخکې کيږي او نه وروسته کيږي، او موږ عاجزه کېدونکي نه يو. مخ ۶ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ أَمْثَـٰلَكُمْ وَنُنشِئَكُمْ فِى مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿٦١﴾

چې ستاسې هغه حالت به بدل کړو پر کوم پيدايښت او تصوير چې ياست چې پرې پوه ياست او له نوي سره به مو داسې پيداکړو چې پر هغه پيدايښت او صورت تاسې نه پوهېږئ

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ ٱلنَّشْأَةَ ٱلْأُولَىٰ فَلَوْلَا تَذَكَّرُونَ ﴿٦٢﴾

او پرته له شکه تاسې پوه ياست چې ستاسې لومړنی پيدايښت مو څنګه کړی دی، نو آيا پند نه اخلئ او نه پوهېږئ چې چا لومړی ځل پيداکړي ياست هغه ستاسو له مرګ وروسته په بېرته را پاڅولو ځواکم دی؟! أفرءيتم م اتحرثون

أَفَرَءَيْتُم مَّا تَحْرُثُونَ ﴿٦٣﴾

نو آيا دهغه تخم خبر به راکړئ چې په ځمکه کې يې اچوئ؟!

ءَأَنتُمْ تَزْرَعُونَهُۥٓ أَمْ نَحْنُ ٱلزَّٰرِعُونَ ﴿٦٤﴾

آيا تاسې هغه څوک ياست چې دغه تخم را شين کوئ، او که موږ يې شين کوو؟!

لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَـٰهُ حُطَـٰمًۭا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ ﴿٦٥﴾

که موږ ددغه کښت ټوټه ټوټه کول وغواړو هرومرو به يې وروسته تردې ټوټه ټوټه کړو چې پخېدو او رسېدو ته نېږدې شوی وي، نو وروسته تردې له هغه څه تعجب کوئ چې ورته ورسېدل. إ ن المغرمون

إِنَّا لَمُغْرَمُونَ ﴿٦٦﴾

وايئ به: پرته له شکه موږ په عذابېدونکي يو دهغه څه په له لا سه ورکولو سره چې لګولي مو دي. بل نحن محرومون

بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ ﴿٦٧﴾

بلکې موږ بيخي له روزي بې برخې يو

أَفَرَءَيْتُمُ ٱلْمَآءَ ٱلَّذِى تَشْرَبُونَ ﴿٦٨﴾

آيا هغه اوبه مو ليدلې دي چې څښئ يې کله چې تږي شئ؟!

ءَأَنتُمْ أَنزَلْتُمُوهُ مِنَ ٱلْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ ٱلْمُنزِلُونَ ﴿٦٩﴾

آيا تاسې په آسمان کې ورېځې نازلې کړې دي، او که موږ هغه څوک يو چې نازلې کړې مو دي؟!

لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنَـٰهُ أُجَاجًۭا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ ﴿٧٠﴾

که موږ ددغو اوبو سخت ترېووالی غوښتی چې دڅښلو او بل ته دورکولو ګټه نه ترې پورته کېدلای هرومرو به مو سخته تروې ګرځولې وای، نو ولې دهغو پر خوږو اورولو دالله شکر نه باسئ چې پر تاسو يوه لورېينه ده. مخ ۷ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَفَرَءَيْتُمُ ٱلنَّارَ ٱلَّتِى تُورُونَ ﴿٧١﴾

آيا هغه اور مو ليدلئ چې تاسو يې دخپلو ګټو لپاره بلوئ؟!

ءَأَنتُمْ أَنشَأْتُمْ شَجَرَتَهَآ أَمْ نَحْنُ ٱلْمُنشِـُٔونَ ﴿٧٢﴾

آيا تاسو دهغې ونه پيداکړې چې بلول کيږي، او که موږ يې پيداکوونکي يو پر تاسو دمهربانۍ له مخې؟! نحن جعلنها تذكرة ومتعا للمقوين

نَحْنُ جَعَلْنَـٰهَا تَذْكِرَةًۭ وَمَتَـٰعًۭا لِّلْمُقْوِينَ ﴿٧٣﴾

موږ دغه اور ستاسو لپاره پند ګرځولی چې تاسو ته دآخرت اور در په يادوي، او له تاسو څخه مو مسافرو ته ګتور ګرځولی دی

فَسَبِّحْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلْعَظِيمِ ﴿٧٤﴾

نو ای رسوله! دخپل لوی پالونکي پاکي بيانوه له هغه څه څخه چې وړ يې نه دی

۞ فَلَآ أُقْسِمُ بِمَوَٰقِعِ ٱلنُّجُومِ ﴿٧٥﴾

الله دستورو په ځايونو او موقعيتونو لوړه کوي. وإنه لقسم لو تعلمون عظيم

وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٌۭ لَّوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ ﴿٧٦﴾

او پرته له شکه پر دغو ځايونو لوړه کول که چېرې تاسو دهغه پر لوی والي پوهېږئ ډېر لوی قسم دی، ځکه په هغو کې داسې نښانې او پندونه دي چې نه منحصره کيږي. إنه لقرءان كريم

إِنَّهُۥ لَقُرْءَانٌۭ كَرِيمٌۭ ﴿٧٧﴾

پرته له شکه ای خلکو! پر تاسو لوستل شوی قران يو عزتمن قرآن دی، ځکه په هغو کې لويې ګټې دي. فى كتب م كنون

فِى كِتَـٰبٍۢ مَّكْنُونٍۢ ﴿٧٨﴾

دخلکو له سترګو په ساتل شوي کتاب کې دی، چې هغه لوح محفوظ دی

لَّا يَمَسُّهُۥٓ إِلَّا ٱلْمُطَهَّرُونَ ﴿٧٩﴾

هغه ته له ګناهونو او عيبونو پاکو پرېښتو پرته بل څوک لا س نه ور وړي

تَنزِيلٌۭ مِّن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ ﴿٨٠﴾

دمخلوقاتو دپالونکي له لوري پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی دی. مخ ۸ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَفَبِهَـٰذَا ٱلْحَدِيثِ أَنتُم مُّدْهِنُونَ ﴿٨١﴾

نو آيا اې مشرکانو! تاسو ددغې خبرې درواغ ګڼونکي ياست رېښتيني ګڼونکي يې نه ياست؟! وتجعلون رزقكم أنكم تكذبون

وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ ﴿٨٢﴾

او له الله سره په هغه څه کې شرک کول چې هغه تاسو ته کوم نعمتونه دررکړي پرته له شکه تاسې هغه درواغجن ګڼئ، چې باران دنوء په نوم ستوري ته يې منسوبو، نو وايي: پر موږ دفلاني ستوري له امله واورېدل او يا فلاني ستوري له امله

فَلَوْلَآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلْحُلْقُومَ ﴿٨٣﴾

نو ولې هغه وخت چې روح مرۍ ته ورسيږي. وأ نتم حينئ ذ تنظرون

وَأَنتُمْ حِينَئِذٍۢ تَنظُرُونَ ﴿٨٤﴾

او په دغه وخت کې تاسو په خپلو مخونو کې حاضر کړل شوی وينئ. ونحن أقرب إليه منكم ولكن لا تبصرون

وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنكُمْ وَلَـٰكِن لَّا تُبْصِرُونَ ﴿٨٥﴾

او موږ دخپلې پوهې، خپل ځواک او خپلو پرېښتو له اړخه ستاسو مړي ته له تاسو زيات ور نېږدې يو، خو تاسو دغه پرېښتې نه وينئ

فَلَوْلَآ إِن كُنتُمْ غَيْرَ مَدِينِينَ ﴿٨٦﴾

نو که تاسو ګومان کوئ چې دخپلو کړنو دبدلې لپاره به نه را پاڅول کېږئ

تَرْجِعُونَهَآ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ ﴿٨٧﴾

دغه روح چې ستاسو له مړي څخه وزي ولې نه راستنوئ که تاسې رېښتيني ياست؟! او تاسې دا نه شئ کولای

فَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ ﴿٨٨﴾

نو که هغه مړی ښېګڼو ته له مخکې کېدونکو څخه وي. فروح وريحان وجنت نعيم

فَرَوْحٌۭ وَرَيْحَانٌۭ وَجَنَّتُ نَعِيمٍۢ ﴿٨٩﴾

نو هغه لره به داسې هوسايي چې له هغه وروسته به ستړيا نه وي، ښه روزي، لورېينه، او هغه لره داسې جنت وي چې په هغه څه به خوندونه اخلي چې زړه يې غواړي

وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلْيَمِينِ ﴿٩٠﴾

فَسَلَـٰمٌۭ لَّكَ مِنْ أَصْحَـٰبِ ٱلْيَمِينِ ﴿٩١﴾

او که هغه مړی دښي لا س خلکو څخه وي؛ نو پر حالت يې مه خپه کېږه، هغوی لره سلامتي او امن دی. مخ ۹ له ۱۰ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلْمُكَذِّبِينَ ٱلضَّآلِّينَ ﴿٩٢﴾

او که هغه مړی دهغه څه له درواغ ګڼونکو څخه وي چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی له نېغې لا رې څخه لا ر ورکی وي. فنزل من حميم

فَنُزُلٌۭ مِّنْ حَمِيمٍۢ ﴿٩٣﴾

نو دهغه مېلمستيا چې هرکلی به يې پرې کيږي سختې ګرمې اوبه به وي. وتص لية ج حيم

وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ ﴿٩٤﴾

او هغه لره به ددوزخ په اور سوزول وي

إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ حَقُّ ٱلْيَقِينِ ﴿٩٥﴾

ای رسوله! دغه څه چې موږ يې کيسه درته بيان کړه، هرومرو داسې باوري حق دی چې هيڅ شک پکې نشته

فَسَبِّحْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلْعَظِيمِ ﴿٩٦﴾

نو دخپل لوی پالونکي په نوم دې پاکي بيانوه، او له عيبونو يې پاکي بيانوه. مخ ۱۰ له ۱۰ moc.hgelp

زده کړه · الواقعة — Al-Waaqia

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې