ٱلرَّحْمَـٰنُ ﴿١﴾
هغه مهربان چې دپراخه لورېينې څښتن دی
کور›تفسیر›الرحمن (٥٥)
مدني · ٧٨ آیتونه
ٱلرَّحْمَـٰنُ ﴿١﴾
هغه مهربان چې دپراخه لورېينې څښتن دی
عَلَّمَ ٱلْقُرْءَانَ ﴿٢﴾
هغه خلکو ته قرآن په آسانه يادولو او دهغه دمعناوو په آسانه پوهولو سره ښوولی دی
خَلَقَ ٱلْإِنسَـٰنَ ﴿٣﴾
هغه انسان سم پيداکړی، او دهغه صورت يې ښايسته کړی دی
عَلَّمَهُ ٱلْبَيَانَ ﴿٤﴾
هغه ته يې ښوولي دي چې څه ډول دخپل زړه خبره په ويلو او ليکلو سره بيان کړي
ٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ بِحُسْبَانٍۢ ﴿٥﴾
او لمر او سپوږمۍ يې اندازه کړي، چې په باوري حساب سره تاوېږي ترڅو خلک دکلونو شمېر او حساب پرې معلوم کړي
وَٱلنَّجْمُ وَٱلشَّجَرُ يَسْجُدَانِ ﴿٦﴾
او هغه شينګي چې تنه نه لري او ونې دواړه الله پاک لره سجده کوي، هغه لره غاړه اېښودونکي او سر ټيټوونکي دي
وَٱلسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ ٱلْمِيزَانَ ﴿٧﴾
او پر ځمکه سربېره يې آسمان دځمکې لپاره دچت په توګه پورته کړی، او په ځمکه کې يې عدالت ثابت کړی، او خپلو بندګانو ته يې دهغه امر کړی دی
أَلَّا تَطْغَوْا۟ فِى ٱلْمِيزَانِ ﴿٨﴾
ای خلکو! عدالت يې ددې لپاره ثابت کړی ترڅو تاسو تېری او په تول او پېمانه کې خيانت ونه کړئ
وَأَقِيمُوا۟ ٱلْوَزْنَ بِٱلْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا۟ ٱلْمِيزَانَ ﴿٩﴾
او په خپلو منځونو کې تول سم په عدل سره ترسره کوئ، په تول يا پېمانه کې کمی مه کوئ کله چې نورو ته پېمانه او يا تول کوئ
وَٱلْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ ﴿١٠﴾
او ځمکه يې داسې چمتو کړې اېښې ده چې خلک پرې ځای پرځای کېدای شي. مخ ۱ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فِيهَا فَـٰكِهَةٌۭ وَٱلنَّخْلُ ذَاتُ ٱلْأَكْمَامِ ﴿١١﴾
په هغې کې داسې ونې دي چې مېوې کوي، او داسې دخرما ونې دي چې وښي يې له خرماوو ډک دي
وَٱلْحَبُّ ذُو ٱلْعَصْفِ وَٱلرَّيْحَانُ ﴿١٢﴾
او په هغې دوښو والا دانې دي لکه غنم او وربشې، او داسې شينګي دي پکې چې تاسې يې بويوئ
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿١٣﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
خَلَقَ ٱلْإِنسَـٰنَ مِن صَلْصَـٰلٍۢ كَٱلْفَخَّارِ ﴿١٤﴾
هغه آدم عليه السلام له داسې وچې خټې پيداکړ چې شرنګهار يې اورېدل کېدی، لکه پخه کړل شوې خټه
وَخَلَقَ ٱلْجَآنَّ مِن مَّارِجٍۢ مِّن نَّارٍۢ ﴿١٥﴾
او دپېريانو پلار يې داور دلمبې چې ددود څخه پاکه سوچه وي پيداکړ
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿١٦﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
رَبُّ ٱلْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ ٱلْمَغْرِبَيْنِ ﴿١٧﴾
هغه په اوړي او ژمي کې دلمر ددواړو ختيځونو او دواړو لوېديځونو پالونکی دی
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿١٨﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
مَرَجَ ٱلْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ ﴿١٩﴾
الله مالګين او خوږ دريابونه سره ګډ کړي په هغه ځای کې سره يوځای کيږي چې سترګې يې ويني. بينهما برزخ لا يبغيان
بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌۭ لَّا يَبْغِيَانِ ﴿٢٠﴾
دهغو دواړو ترمنځ يو خنډ دی چې هر يو يې له دې څخه را ګرځوي چې پر بل دې تېری وکړي ترڅو خوږ همداسې خوږ پاتې شي او مالګين همداسې مالګين. مخ ۲ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٢١﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
يَخْرُجُ مِنْهُمَا ٱللُّؤْلُؤُ وَٱلْمَرْجَانُ ﴿٢٢﴾
ددواړو دريابونو له ټولګې څخه لويې او کوچنۍ ملغلرې را وزي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٢٣﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
وَلَهُ ٱلْجَوَارِ ٱلْمُنشَـَٔاتُ فِى ٱلْبَحْرِ كَٱلْأَعْلَـٰمِ ﴿٢٤﴾
او يوازې هغه لوړ پاک ذات لره په دريابونو کې دغرونو غوندې روانو کښتيو کې تصرف کول دي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٢٥﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! كل من عليها فان
كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍۢ ﴿٢٦﴾
هرڅه مخلوقات چې دځمکې پر مخ دي هرومرو تباه کېدونکي دي
وَيَبْقَىٰ وَجْهُ رَبِّكَ ذُو ٱلْجَلَـٰلِ وَٱلْإِكْرَامِ ﴿٢٧﴾
او ای رسوله! ستا پالونکی پاتې کيږي چې دلويۍ، احسان او پر بندګانو يې دپېرزوينې څښتن دی، نو هغه لره به هيڅکله فنا را نه شي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٢٨﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
يَسْـَٔلُهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِى شَأْنٍۢ ﴿٢٩﴾
او له هغه ټولې هغه پرېښتې چې په آسمانونو کې دي، او پېريان او انسانان چې په ځمکه کې دي خپلې اړتياوې غواړي، هره ورځ هغه دخپلو بندګانو له مړه کولو، ژوندي کولو، روزي ورکول او يا بل کوم کار کې وي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٣٠﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! مخ ۳ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
سَنَفْرُغُ لَكُمْ أَيُّهَ ٱلثَّقَلَانِ ﴿٣١﴾
ای انسانانو او پېريانو ژر به موږ تاسو سره حساب وکړو؛ نو هر چاته به دهغه څه بدله ورکړو چې له ثواب او سزا يې وړ دی
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٣٢﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
يَـٰمَعْشَرَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ إِنِ ٱسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا۟ مِنْ أَقْطَارِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ فَٱنفُذُوا۟ ۚ لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَـٰنٍۢ ﴿٣٣﴾
او الله به دقيامت په ورځ چې کله پېريان او انسانان را غونډ کړي ووايي: اې دپېريانو او انسانانو ډلې! که چېرې دآسمانونو او ځمکې له کونجونو څخه په کوم کونج کې دځانونو لپاره دوتلولا ر پيداکولای شئ؛ نو دا کار وکړئ، خو هيڅکله به تاسې دا کار ونه شئ کړای مګر ديو ځواک او دليل په مرسته، او دا ځواک او دليل به تاسو له کومه کړئ؟
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٣٤﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! يرسل عليكما شواظ من نار ونحاس فلا تنتصران
يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌۭ مِّن نَّارٍۢ وَنُحَاسٌۭ فَلَا تَنتَصِرَانِ ﴿٣٥﴾
اې انسانانواو پېريانو! پر تاسو به له داسې اوره لمبې چې له دوده خالي وي، او داسې دود را خوشي کړل شي چې لمبه به پکې نه وي، چې ددې منع کول به ستاسې په توان کې نه وي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٣٦﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
فَإِذَا ٱنشَقَّتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةًۭ كَٱلدِّهَانِ ﴿٣٧﴾
کله چې آسمان دپرېښتو درا کوزدېدو لپاره وچوي؛ نو درنګ په روڼ والي کې به تېلو غوندې تک سور وي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٣٨﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! ن
فَيَوْمَئِذٍۢ لَّا يُسْـَٔلُ عَن ذَنۢبِهِۦٓ إِنسٌۭ وَلَا جَآنٌّۭ ﴿٣٩﴾
نو په دغه لويه ورځ کې به نه انسان او نه پېری يې له ګناهونو پوښتل کيږي، ځکه الله به دهغوی پر کړنو پوه وي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٤٠﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! مخ ۴ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
يُعْرَفُ ٱلْمُجْرِمُونَ بِسِيمَـٰهُمْ فَيُؤْخَذُ بِٱلنَّوَٰصِى وَٱلْأَقْدَامِ ﴿٤١﴾
دقيامت په ورځ به ګناهکاران پر نښو يې پېژندل کيږي چې دمخونو توروالی او سترګو شينوالی دی، نو تندي به يې له پښو سره يوځای کړل کيږي او بيا به دوزخ خواته کشول کيږي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٤٢﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
هَـٰذِهِۦ جَهَنَّمُ ٱلَّتِى يُكَذِّبُ بِهَا ٱلْمُجْرِمُونَ ﴿٤٣﴾
او دګواښ په ډول به هغوی ته ويل کيږي: دا هغه دوزخ دی چې ګناهکارانو به په دنيا کې درواغ ګڼلو اوس يې دسترګو په وړاندې دی چې هيڅ نټه نه شي ترې کولای. يطوفون بينها وبين حميم ءان
يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ ءَانٍۢ ﴿٤٤﴾
دهغه دوزخ او سختو ګرمو اوبو ترمنځ به اخوا دېخوا کيږي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٤٥﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! ولمن خاف مقام ربه جنتان
وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ جَنَّتَانِ ﴿٤٦﴾
او دهغه چا لپاره چې په آخرت کې دخپل پالونکي په وړاندې له درېدلو ډاريږي؛ نو ايمان يې راوړی او نېک عمل يې کړی، دوه جنتونه دي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٤٧﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ذَوَاتَآ أَفْنَانٍۢ ﴿٤٨﴾
دغه دواړه بڼونه دلويو شنو څانګو والا دي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٤٩﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! فيهما عينان تجريان
فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ ﴿٥٠﴾
په هغو دواړو بڼونو کې دوې داسې چينې دي چې اوبه پکې بهيږي. مخ ۵ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٥١﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! فيهما من كل فكهة زوجان
فِيهِمَا مِن كُلِّ فَـٰكِهَةٍۢ زَوْجَانِ ﴿٥٢﴾
په هغو دواړو کې به له هغو مېوو چې خوند ترې اخېستل کيږي دوه دوه ډوله وي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٥٣﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ فُرُشٍۭ بَطَآئِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍۢ ۚ وَجَنَى ٱلْجَنَّتَيْنِ دَانٍۢ ﴿٥٤﴾
پر داسې فرشونو به تکيه وهونکي ناست وي چې استر به يې له پنډو وېښمو وي، او کومې مېوې او خوندور شيان چې له دواړو جنتونو ترلاسه کوي، دولاړ، ناست او تکيه وهونکي لپاره به نېږدې وي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٥٥﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! ن
فِيهِنَّ قَـٰصِرَٰتُ ٱلطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌۭ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّۭ ﴿٥٦﴾
په هغو کې به داسې مېرمنې وي چې نظرونه به يې يوازې پر خپلو مېړونو ورګرځېدلي وي، دهغوی بکارتونه به له خپلو مېړونو يې مخکې نه انسان او نه پېري ور زايل کړي وي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٥٧﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
كَأَنَّهُنَّ ٱلْيَاقُوتُ وَٱلْمَرْجَانُ ﴿٥٨﴾
ګواکې هغوی په ښايست او پاکوالي کې لا ل او مرجان دي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٥٩﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
هَلْ جَزَآءُ ٱلْإِحْسَـٰنِ إِلَّا ٱلْإِحْسَـٰنُ ﴿٦٠﴾
دهغه چا بدله له دې پرته بل څه چې دخپل پالونکي په پيروي يې ښېګڼه کړې چې الله ښه بدله ورکړي؟! مخ ۶ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٦١﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! ومن دونهما جنتان
وَمِن دُونِهِمَا جَنَّتَانِ ﴿٦٢﴾
او له دغو دوو يادو بڼونو پرته به دوه نور بڼونه هم وي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٦٣﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
مُدْهَآمَّتَانِ ﴿٦٤﴾
پرته له شکه ډېر سخت شینوالی دی دهغوی دواړو
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٦٥﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! فيهما عينان نض اختان
فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ ﴿٦٦﴾
په دغو دوو باغونو کې دوې داسې چينې دي چې اوبه به يې سختې را خوټيږي، دهغو دواړو داوبو خوټېدل به هيڅ نه ختميږي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٦٧﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! فيهما فكهة ونخل ورم ان
فِيهِمَا فَـٰكِهَةٌۭ وَنَخْلٌۭ وَرُمَّانٌۭ ﴿٦٨﴾
په دغو دوو باغونو کې زياتې مېوې، لويې دخرما ونې او انار دي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٦٩﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! فيهن خيرت حسان
فِيهِنَّ خَيْرَٰتٌ حِسَانٌۭ ﴿٧٠﴾
په دغو باغونو کې نېک خويه ښايسته مخونه والا ښځې دي. مخ ۷ له ۸ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٧١﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
حُورٌۭ مَّقْصُورَٰتٌۭ فِى ٱلْخِيَامِ ﴿٧٢﴾
په خېمو کې پټې حورې دهغوی دساتنې په موخه
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٧٣﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! ن
لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌۭ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّۭ ﴿٧٤﴾
هغوی ته يې له خپلو مېړونو مخکې نه انسان ور نېږدې شوی او نه پېری
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٧٥﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! متكٔين عل رفرف خضر وعبقرى حسان
مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ رَفْرَفٍ خُضْرٍۢ وَعَبْقَرِىٍّ حِسَانٍۢ ﴿٧٦﴾
پر شنو پوښونو پټو تکيو او ښکلو فرشونو به ډډه وهونکي ناست وي
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿٧٧﴾
نو ای دپېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو دالله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
تَبَـٰرَكَ ٱسْمُ رَبِّكَ ذِى ٱلْجَلَـٰلِ وَٱلْإِكْرَامِ ﴿٧٨﴾
ستا دپالونکي دنوم خير زيات اولوی دی، دلويۍ، ښېګڼې او پر بندګانو يې دپېرزوينې څښتن دی. مخ ۸ له ۸ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر