کورتفسیرالقمر (٥٤)

تفسیر القمر — Al-Qamar (54)

مکي · ٥٥ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

ٱقْتَرَبَتِ ٱلسَّاعَةُ وَٱنشَقَّ ٱلْقَمَرُ ﴿١﴾

دقيامت راتګ را نېږدې شو او دنبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کې سپوږمۍ وچاوده، چې چاودل يې دهغه صلیرالله عليه وسلم له حسي نښانو څخه وه. وإ نيروا ءاية يعرضوا ويقولوا س حر م ستم

وَإِن يَرَوْا۟ ءَايَةًۭ يُعْرِضُوا۟ وَيَقُولُوا۟ سِحْرٌۭ مُّسْتَمِرٌّۭ ﴿٢﴾

او که مشرکان دهغه صلی الله عليه وسلم پر رېښتينولي کوم دليل او برهان وويني له منلو يې مخ اړوي، او وايي: موږ چې له حجتونو او برهانونو څه ليدلي هغه باطلې کوډې دي. ر

وَكَذَّبُوا۟ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَهْوَآءَهُمْ ۚ وَكُلُّ أَمْرٍۢ مُّسْتَقِرٌّۭ ﴿٣﴾

او کوم حق چې ورته راغلی وهغه يې درواغ وګڼلو، او په درواغ ګڼلو کې يې دخپلو هوسونو پيروي وکړه، او هر کار که خير وي او که شر دقيامت په ورځ به يې په وړ تن را پرېوتونکی وي

وَلَقَدْ جَآءَهُم مِّنَ ٱلْأَنۢبَآءِ مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ ﴿٤﴾

او پرته له شکه هغوی ته دهغو امتونو خبرونه راغلل چې الله هغوی دخپل کفر او ظلم له امله يې تباه کړل چې هغه دکفر او ظلم څخه دراګرځولو لپاره بسنه کوله

حِكْمَةٌۢ بَـٰلِغَةٌۭ ۖ فَمَا تُغْنِ ٱلنُّذُرُ ﴿٥﴾

او هغه څه ورته راغلل بشپړ حکمت وترڅو پرهغوی حجت قايم شي، وېروونکي هغه قوم ته کومه ګټه نه رسوي چې پر الله او دآخرت په ورځ باور نه لري

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ يَوْمَ يَدْعُ ٱلدَّاعِ إِلَىٰ شَىْءٍۢ نُّكُرٍ ﴿٦﴾

ای رسوله! کله چې هغوی په سمه لا ر نه ځي، نو دهغې ورځې دانتظار کوونکي په توګه يې پرې ږده او مخ ترې واړوه په کومه ورځ چې په شپېلۍ کې پوکی کوونکې پرېښته دداسې وېروونکي امر خواته را بلل کيږي چې مخلوقاتو له دې مخکې دهغه غوندې څه نه وي پېژندلي

خُشَّعًا أَبْصَـٰرُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ ٱلْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌۭ مُّنتَشِرٌۭ ﴿٧﴾

سترګې به يې ټيټې وي په داسې حال کې چې له قبرونو به راوزي ګواکې دحساب ځای لوري ته په هڅه کې يې خواره ملخان دي

مُّهْطِعِينَ إِلَى ٱلدَّاعِ ۖ يَقُولُ ٱلْكَـٰفِرُونَ هَـٰذَا يَوْمٌ عَسِرٌۭ ﴿٨﴾

دبلونکي خواته دغه ځای لوري ته به منډې وهونکي وي، کافران به وايي: دغه ورځ سخته ورځ ده؛ په هغې کې سختي او بد حالات دي

۞ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍۢ فَكَذَّبُوا۟ عَبْدَنَا وَقَالُوا۟ مَجْنُونٌۭ وَٱزْدُجِرَ ﴿٩﴾

ای رسوله! له دغو ستا دبلنې له درواغ ګڼونکو مخکې دنوح قوم درواغ ګڼلي وو، نو هغوی نوح عليه السلام درواغجن وګڼلو کله مو چې ور ولېږلو، او دهغه په اړه يې وويل: هغه لېونی دی، په ډول ډول ښکنځلو، بدردويلو او کواښو يې وراټه کله چې هغه يې بلنه پرې نه ښوده. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَدَعَا رَبَّهُۥٓ أَنِّى مَغْلُوبٌۭ فَٱنتَصِرْ ﴿١٠﴾

نو نوح خپل پالونکی په دې ويلو راوبللو: بېشکه زما قوم پر ما برلاسی شو، او زما خبره يې ونه منله، نو له هغوی څخه په داسې عذاب غچ راته واخله چې پرې نازل شي

فَفَتَحْنَآ أَبْوَٰبَ ٱلسَّمَآءِ بِمَآءٍۢ مُّنْهَمِرٍۢ ﴿١١﴾

نو بيا مو دآسمان دروازې په پرله پسې تويدونکو اوبو سره پرانېستلې

وَفَجَّرْنَا ٱلْأَرْضَ عُيُونًۭا فَٱلْتَقَى ٱلْمَآءُ عَلَىٰٓ أَمْرٍۢ قَدْ قُدِرَ ﴿١٢﴾

او ځمکه مو وچوله، داسې چينې وګرځېدله چې وبه ترې بهېدلې، نو له آسمانه را نازل شوې اوبه له ځمکې څخه دخوټېدلو اوبو سره دالله په هغه امر يوځای شوې چې په ازل کې يې ټاکلی و، له هغه چا پرته چې الله ژغورلي ونور ټول يې ډوب کړل. وحملنهعل ذات ألوح ودسر

وَحَمَلْنَـٰهُ عَلَىٰ ذَاتِ أَلْوَٰحٍۢ وَدُسُرٍۢ ﴿١٣﴾

او نوح مو دتختو او مېخونو والا پر کښتۍ سپور کړ، نو هغه او له هغه سره شته خلک مو وژغورل

تَجْرِى بِأَعْيُنِنَا جَزَآءًۭ لِّمَن كَانَ كُفِرَ ﴿١٤﴾

دغه کښتۍ داوبو په مستو څپو کې زموږ دسترګو او ساتنې په وړاندې چلېدله، دهغه نوح دمرستې په موخه چې قوم يې درواغجن ګڼلی و، او هغوی پر هغه څه کفر کړی وو چې نوح ورته دالله له لوري ورسره راغلی و

وَلَقَد تَّرَكْنَـٰهَآ ءَايَةًۭ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍۢ ﴿١٥﴾

او پرته له شکه مو دغه عذاب چې هغوی مو پرې په عذاب کړي دپند او نصيحت په توګه پرېښود؛ نوآيا کوم پند اخېستونکی شته چې پر دغه پند واخلي؟! فكيف كان عذابى ونذر

فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِى وَنُذُرِ ﴿١٦﴾

نو درواغ ګڼونکو لره زما عذاب څنګه و؟! او زما وېرول دهغوی په تباه کولو سره څنګه و؟!

وَلَقَدْ يَسَّرْنَا ٱلْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍۢ ﴿١٧﴾

او پرته له شکه قرآن دپند او نصيحت لپاره آسانه کړی؛ نو آيا پر هغه کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟! كذبت عاد فكيف كان عذابى ونذر

كَذَّبَتْ عَادٌۭ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِى وَنُذُرِ ﴿١٨﴾

او عاديانو خپل نبي هود عليه السلام درواغجن وګڼلو، نو ای دمکې خلکو! فکر وکړئ هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او له هغوی پرته دنورو خلکو په عذابولو سره زموږ وېرول څنګه و؟!

إِنَّآ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًۭا صَرْصَرًۭا فِى يَوْمِ نَحْسٍۢ مُّسْتَمِرٍّۢ ﴿١٩﴾

او پرته له شکه مو پر هغوی سخت يخ باد ولېږلو په داسې سخته او بدمرغه ورځ کې چې بدمرغي به يې دهغوی تر دوزخ ته ننوتلو پورې ورسره وي. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

تَنزِعُ ٱلنَّاسَ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍۢ مُّنقَعِرٍۢ ﴿٢٠﴾

خلک به له ځمکې وباسي او پر سرونو به يې داسې ولي لکه دخرما ونو بېخونه چې له بېخه اېستل شوي وي. فكيف كان عذابى ونذر

فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِى وَنُذُرِ ﴿٢١﴾

نو ای دمکې خلکو! فکر وکړئ چې هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او له هغوی پرته نورو خلکو لره په عذاب ورکولو زما وېرول څنګه و؟!

وَلَقَدْ يَسَّرْنَا ٱلْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍۢ ﴿٢٢﴾

او دپند او نصيحت لپاره مو قرآن آسانه کړ؛ نو آيا په هغو کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟!

كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِٱلنُّذُرِ ﴿٢٣﴾

ثموديانو په هغه څه کې خپل رسول صالح عليه السلام درواغجن وګڼلو چې پرې وېرولي يې وو

فَقَالُوٓا۟ أَبَشَرًۭا مِّنَّا وَٰحِدًۭا نَّتَّبِعُهُۥٓ إِنَّآ إِذًۭا لَّفِى ضَلَـٰلٍۢ وَسُعُرٍ ﴿٢٤﴾

نو هغوی دنټه کوونکو په توګه وويل: آيا زموږ له جنسه ديو بشر پيروي وکړو؟! بېشکه که موږ په دغه حالت کې دهغه پيروي وکړه موږ به له سمې لا رې لېرې او له هغه څخه په کوږوالي او سختۍ کې وو

أَءُلْقِىَ ٱلذِّكْرُ عَلَيْهِ مِنۢ بَيْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٌۭ ﴿٢٥﴾

آيا پر هغه وحي نازله شوې او حال دا چې هغه يو دی، او له موږ ټولو يې هغه ځانګړی کړ؟! نه داسې نه ده، بلکې هغه ډېردرواغجن کبرجن دی

سَيَعْلَمُونَ غَدًۭا مَّنِ ٱلْكَذَّابُ ٱلْأَشِرُ ﴿٢٦﴾

ژر به هغوی دقيامت په ورځ پوه شي چې څوک درواغجن کبرجن دی آيا صالح او که هغوی؟

إِنَّا مُرْسِلُوا۟ ٱلنَّاقَةِ فِتْنَةًۭ لَّهُمْ فَٱرْتَقِبْهُمْ وَٱصْطَبِرْ ﴿٢٧﴾

ای صالحه! پرته له شکه موږ دهغوی دازمويښت لپاره له لويې ډبرې څخه ديوې اوښې را اېستونکي او لېږونکي يو او پر هغه څه څارنه کوه چې هغوی يې کوي او څه چې پرې کيږي او دهغوی پر آزار رسولو صبر کوه

وَنَبِّئْهُمْ أَنَّ ٱلْمَآءَ قِسْمَةٌۢ بَيْنَهُمْ ۖ كُلُّ شِرْبٍۢ مُّحْتَضَرٌۭ ﴿٢٨﴾

او هغوی ته خبر ورکړه چې دڅاه اوبه يې دهغوی او اوښې ترمنځ وېشل شوې دي، يوه ورځ هغې لره او يوه ورځ هغوی لره، په هر برخه کې به يوازې دهغې ورځې اړوند څښتن يې حاضريږي. فنادوا صاحبهم فتعاط فعقر

فَنَادَوْا۟ صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطَىٰ فَعَقَرَ ﴿٢٩﴾

نو خپل ملګري ته يې ور چېغې کړ ترڅو اوښه ووژني، هغه توره واخېسته او ويې وژله دخپل قوم دامر منلو لپاره. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فكيف كان عذابى ونذر

فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِى وَنُذُرِ ﴿٣٠﴾

نو ای دمکې خلکو! فکر وکړئ هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او هغوی لره زما وېرول دهغوی په عذابولو سره څنګه و؟!

إِنَّآ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةًۭ وَٰحِدَةًۭ فَكَانُوا۟ كَهَشِيمِ ٱلْمُحْتَظِرِ ﴿٣١﴾

پرته له شکه پر هغوی مو يوه چېغه ور ولېږه چې هغوی مو تباه کړل، نو هغوی لکه دوچې ونې غوندې وو چې له هغې څخه دپسونو لپاره شپول جوړول کيږي

وَلَقَدْ يَسَّرْنَا ٱلْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍۢ ﴿٣٢﴾

او پرته له شکه قرآن مو دپند او نصيحت لپاره آسانه کړی دی، نو آيا په هغو کې په شته پندونو او نصيحتونو پند اخېستونکی شته؟!

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍۭ بِٱلنُّذُرِ ﴿٣٣﴾

دلوط قوم په هغه څه کې خپل رسول لوط عليه السلام درواغجن وګڼلو چې هغوی يې پرې وېرول

إِنَّآ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّآ ءَالَ لُوطٍۢ ۖ نَّجَّيْنَـٰهُم بِسَحَرٍۢ ﴿٣٤﴾

پرته له شکه موږ پر هغوی داسې باد ورولېږلو چې په ډبرو يې وېشتل، مګر پرته دلوط عليه السلام له کورنۍ، چې هغوی ته عذاب ونه رسېدی، بېشکه هغوی مو ترې وژغورل، ځکه هغوی دعذاب له راتلو مخکې دشپې په وروستۍ برخه کې يووړل شول

نِّعْمَةًۭ مِّنْ عِندِنَا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى مَن شَكَرَ ﴿٣٥﴾

هغوی مو له عذابه وژغورل دا زموږ له خوا پر هغوی يوه لورېينه وه، دغه غوندې بدله چې لوط عليه السلام ته مو ورکړه موږ يې هغه چاته ورکوو چې دالله شکر وباسي دهغه پر نعمتونو

وَلَقَدْ أَنذَرَهُم بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا۟ بِٱلنُّذُرِ ﴿٣٦﴾

او پرته له شکه لوط هغوی زموږ له عذابه وېرولي وخو هغوی ورسره شخړه وکړه او هغه يې درواغجن وګڼلو

وَلَقَدْ رَٰوَدُوهُ عَن ضَيْفِهِۦ فَطَمَسْنَآ أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا۟ عَذَابِى وَنُذُرِ ﴿٣٧﴾

او له لوط څخه يې قوم غوښتنه وکړه چې دهغوی او پرېښتو مېلمنو ترمنځ لا ره خوشي کړي دناروا کړنې دترسره کولو په موخه، نو موږ دهغوی سترګې ور پټې کړې، چې هغوی يې نه ليدل، او ورته ومو وويل: زما عذاب او تاسو لره زما دوېرولو پايله وڅکئ. ر ولقد صبحهم بكرة عذاب م ستق

وَلَقَدْ صَبَّحَهُم بُكْرَةً عَذَابٌۭ مُّسْتَقِرٌّۭ ﴿٣٨﴾

او پرته له شکه هغوی ته په سهار وختي کې داسې عذاب راغی چې له هغوی سره پرله پسې وتردې چې آخرت ته يې ورسوي، چې بيا دآخرت عذاب ورته راشي. فذوقوا عذابى ونذر

فَذُوقُوا۟ عَذَابِى وَنُذُرِ ﴿٣٩﴾

او هغوی ته به وويل شي: زما هغه عذاب چې پرتاسو مو نازل کړی و، او دلوط دوېرولو پايله وڅکئ. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَلَقَدْ يَسَّرْنَا ٱلْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍۢ ﴿٤٠﴾

او پرته له شکه مو قرآن دپند او نصيحت لپاره آسانه کړی، نو آيا په هغه کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟!

وَلَقَدْ جَآءَ ءَالَ فِرْعَوْنَ ٱلنُّذُرُ ﴿٤١﴾

او پرته له شکه فرعونيانو ته دموسی او هارون عليهما السلام په ژبه زموږ وېرونه ورغلې وه. كذ بوا بٔايتنا كلها فأ خذنهم أخذ عزيز م قتدر

كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَـٰهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍۢ مُّقْتَدِرٍ ﴿٤٢﴾

هغوی هغه دليلونه او حجتونه چې زموږ له لوري ورغلي وو درواغ وګڼل، نو هغوی ته مو ددرواغ ګنلو له امله يې سزا ورکړه، دداسې برلاسي سزا چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلی او داسې ځواکمن چې له هيڅ شي نه شي بې وسې کېدلی

أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌۭ مِّنْ أُو۟لَـٰٓئِكُمْ أَمْ لَكُم بَرَآءَةٌۭ فِى ٱلزُّبُرِ ﴿٤٣﴾

ای دمکې خلکو! آيا ستاسو کافران له دغو يادو شويو کافرانو غوره دي: چې هغه دنوح قوم، عاديان، ثموديان، دلوط قوم، فرعون او دهغه قوم دی؟! او يا تاسو لره د الله له عذابه خلاصون دی چې په آسماني کتابونو کې راغلی دی؟! أم يقولون نحن جميع م نتصر

أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌۭ مُّنتَصِرٌۭ ﴿٤٤﴾

بلکې آيا دغه دمکې له خلکو کافران وايي: موږ له ټولو هغو خلکو غچ اخېستونکي يو چې موږ ته ضرر رسول غواړي، او زموږ دډلې بېلول غواړي؟!

سَيُهْزَمُ ٱلْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ ٱلدُّبُرَ ﴿٤٥﴾

او ژر به دغه دکافرانو ټولی ماتې وخوري او دمؤمنانو پر وړاندې به شاوې واړوي، او دغه څه دبدر په ورځ پېښ شول

بَلِ ٱلسَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَٱلسَّاعَةُ أَدْهَىٰ وَأَمَرُّ ﴿٤٦﴾

بلکې قيامت چې هغوی يې درواغ ګڼي دراتلو وخت يې هغه دی چې هغوی به پکې په عذابيږي، او قيامت ډېر لوی او سخت دی تر هغه څه چې له کوم عذاب سره هغوی په دنيا کې دبدر په ورځ مخ شوي دي

إِنَّ ٱلْمُجْرِمِينَ فِى ضَلَـٰلٍۢ وَسُعُرٍۢ ﴿٤٧﴾

پرته له شکه دکفر او ګناهونو له امله ګناهکاران له حقه په لا رورکۍ، عذاب او سختۍ کې دي

يَوْمَ يُسْحَبُونَ فِى ٱلنَّارِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا۟ مَسَّ سَقَرَ ﴿٤٨﴾

په کومه ورځ چې پړمخ په اور کې کشول کيږي او هغوی ته به دګواښ په ډول ويل کيږي: داور سزا وڅکئ. إ ن اكل شىء خلقنه بقدر

إِنَّا كُلَّ شَىْءٍ خَلَقْنَـٰهُ بِقَدَرٍۢ ﴿٤٩﴾

پرته له شکه موږ په کائناتو کې هرڅه زموږ له لوري په پخوانۍ ټاکلې اندازه او زموږ له پوهې او خوښې سره سم پيداکړي دي، او هغه مو په لوح محفوظ کې ليکلي دي. مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَمَآ أَمْرُنَآ إِلَّا وَٰحِدَةٌۭ كَلَمْحٍۭ بِٱلْبَصَرِ ﴿٥٠﴾

او زموږ امر چې کله ديو شي اراده وکړو له دې پرته بل څه نه دی چې يوه کلمه ووايو چې هغه ته: شه، نو هغه څه کيږي چې موږ يې غواړو ډېر په منډه لکه دسترګو درپ غوندې

وَلَقَدْ أَهْلَكْنَآ أَشْيَاعَكُمْ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍۢ ﴿٥١﴾

او پرته له شکه په کفر کې ستاسو غوندې پخواني امتونه مو تباه کړي دي؛ نو آيا پر دغه څوک پند اخېستونکی شته چې له کفره يې وګرځي؟!

وَكُلُّ شَىْءٍۢ فَعَلُوهُ فِى ٱلزُّبُرِ ﴿٥٢﴾

او هرڅه چې بندګانو کړي دي؛ نو هغه دساتونکو پرېښتو په کتابونو کې ليکل شوي دي چې هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي. وكل صغير وكبير م ستطر

وَكُلُّ صَغِيرٍۢ وَكَبِيرٍۢ مُّسْتَطَرٌ ﴿٥٣﴾

او له کړنو او ويناوو هره وړه، او له هغو هره لويه دکړنو په پاڼو او لوح محفوظ کې ليکل شوي دي، ژر پرې بدله ورکړل شي

إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّـٰتٍۢ وَنَهَرٍۢ ﴿٥٤﴾

پرته له شکه هغه کسان چې دخپل پالونکي دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ترې وېريږي په داسې جنتونو کې وي چې مزې به پکې کوي او په روانو ويالو کې به وي. فى مقعد صدق عند مليك م قتدر

فِى مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍۢ مُّقْتَدِرٍۭ ﴿٥٥﴾

په حق مجلس کې چې بې ځایه خبره او ګناه به پکې نه وي، دداسې څښتن په وړاندې چې دهر څه څښتن دی، داسې ځواکمن چې له هيڅ شي نه بې وسې کيږي، نو له هغوی به دهغه څه په اړه پوښتنه نه کيږي چې کوم تلپاتې نعمتونه ترلاسه کوي. مخ ۶ له ۶ moc.hgelp

زده کړه · القمر — Al-Qamar

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې