کورتفسیرالنجم (٥٣)

تفسیر النجم — An-Najm (53)

مکي · ٦٢ آیتونه

لوستل · اورېدلPDF فایل

وَٱلنَّجْمِ إِذَا هَوَىٰ ﴿١﴾

په ستوري قسم چې كله وغورځيږي. ما ضل صاحبكم وما غو

مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَىٰ ﴿٢﴾

محمد-صلی الله علیه وسلم- نه دحق دلارې څخه کوږ شوی او نه یې دحق خلاف کړی لیکن هغه درشد[هدایت] خاوند دی

وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلْهَوَىٰٓ ﴿٣﴾

او نه پر دغه قرآن دخپل هوس دپيروۍ له مخې خبرې کوي. إ ن هو إ ل اوحى يوحى

إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْىٌۭ يُوحَىٰ ﴿٤﴾

دغه قرآن نه دی مګر داسې وحي چې الله يې دجبرئيل له لا رې وحي کوي

عَلَّمَهُۥ شَدِيدُ ٱلْقُوَىٰ ﴿٥﴾

هغه ته ځواکمنې پرېښتې ورښوولې ده چې هغه جبرئيل عليه السلام دی

ذُو مِرَّةٍۢ فَٱسْتَوَىٰ ﴿٦﴾

جبرئيل عليه السلام دښکلي هيئت څښتن دی، نو بيا هغه عليه السلام نبي صلی الله عليه وسلم ته په خپل هغه شکل ښکاره ودرېدی چې الله پرې پيداکړی و

وَهُوَ بِٱلْأُفُقِ ٱلْأَعْلَىٰ ﴿٧﴾

او جبرئيل دآسمان پر اوچتو څنډو و. ثم دنا فتدلى

ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ ﴿٨﴾

بيا جبرئيل عليه السلام نبي صلی الله عليه وسلم ته نېږدې شو، بيا نو رهم ور نېږدې شو. فكان قاب قوسين أو أدنى

فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَىٰ ﴿٩﴾

نو هغه ته يې ور نېږدېوالی ددوو لېنديو او يا تر هغه هم زيات و

فَأَوْحَىٰٓ إِلَىٰ عَبْدِهِۦ مَآ أَوْحَىٰ ﴿١٠﴾

نو جبرئيل دالله بنده محمد صلی الله عليه وسلم ته هغه څه وحي کړل څه يې چې وحي کړل. مخ ۱ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

مَا كَذَبَ ٱلْفُؤَادُ مَا رَأَىٰٓ ﴿١١﴾

دمحمد صلی الله عليه وسلم زړه په هغه څه کې درواغ نه دي ويلي چې ليدلي يې و. أفتمرونه عل ما ير

أَفَتُمَـٰرُونَهُۥ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ ﴿١٢﴾

ای مشرکانو! په هغه څه کې ورسره شخړه کوئ چې الله په هغه شپه ورښودلي چې په کومه شپه يې بولی و. ولقد رءاه نزلة أخر

وَلَقَدْ رَءَاهُ نَزْلَةً أُخْرَىٰ ﴿١٣﴾

او پرته له شکه محمد صلی الله عليه وسلم جبرئيل په خپل شکل کې يوځل بل هم ليدلی وپه هغه شپه چې بوول شوی و

عِندَ سِدْرَةِ ٱلْمُنتَهَىٰ ﴿١٤﴾

دبېرې ونې له پای سره هغه ونه چې ډېره لويه ده په اووم آسمان کې ده

عِندَهَا جَنَّةُ ٱلْمَأْوَىٰٓ ﴿١٥﴾

له هغې ونې سره جنت الماوی دی

إِذْ يَغْشَى ٱلسِّدْرَةَ مَا يَغْشَىٰ ﴿١٦﴾

کله چې دالله له امره لوی څه شي بېره پټه کړې وه، چې پرحقيقت يې يوازې الله پوهېږی

مَا زَاغَ ٱلْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ ﴿١٧﴾

دهغه صلی الله عليه وسلم سترګې نه ښي او کيڼ لوري ته کږې شوې او نه له هغه ټاکلي بريده واوښتې

لَقَدْ رَأَىٰ مِنْ ءَايَـٰتِ رَبِّهِ ٱلْكُبْرَىٰٓ ﴿١٨﴾

پرته له شکه محمد صلی الله عليه وسلم په کومه شپه چې پورته کړل شو دخپل پالونکي داسې لويې نښانې وليدې چې دهغه پر قدرت يې دلالت کولو، جنت يې وليده، اور يې وليده او داسې نور

أَفَرَءَيْتُمُ ٱللَّـٰتَ وَٱلْعُزَّىٰ ﴿١٩﴾

ای مشرکانو! تاسو دغه بوتان ليدلي چې له الله پرته يې لمانځئ: لا ت او عزی؟

وَمَنَوٰةَ ٱلثَّالِثَةَ ٱلْأُخْرَىٰٓ ﴿٢٠﴾

او ستاسو له بوتانو څخه دريم منات. خبر راکړئ آيا هغوی تاسو لره دڅه ګټې او تاوان واک لري؟! مخ ۲ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَلَكُمُ ٱلذَّكَرُ وَلَهُ ٱلْأُنثَىٰ ﴿٢١﴾

ای مشرکانو! تاسو لره به زامن وي چې مينه ورسره لرئ او هغه لره به لوڼې وي چې تاسو کرکه ترې کوئ

تِلْكَ إِذًۭا قِسْمَةٌۭ ضِيزَىٰٓ ﴿٢٢﴾

دغه وېش چې تاسو يې دخپلو هوسونو له مخې کوئ ډېر ظالمانه دی

إِنْ هِىَ إِلَّآ أَسْمَآءٌۭ سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَـٰنٍ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَمَا تَهْوَى ٱلْأَنفُسُ ۖ وَلَقَدْ جَآءَهُم مِّن رَّبِّهِمُ ٱلْهُدَىٰٓ ﴿٢٣﴾

دغه بوتان نه دي مګر داسې له معنا خالي نومونه چې دالوهيت په صفتونو کې هغوی لره هيڅ برخه نشته، تاسو او پلرونو مو له خپل ځانه پرې اېښي دي، الله پرې هيڅ دليل نه دی نازل کړی، مشرکان په خپله عقيده کې يوازې دګومان او هغه څه پيروي کوي چې زړونه يې غواړي او شيطان يې په زړنو کې ښايسته کړي دي، او پرته له شکه دهغوی دپالونکي له لوري لا رښوونه دهغه دنبي صلی الله عليه وسلم په ژبه ورته راغله، خو هغوی په سمه لا ر نه شول. أم للإنسن ما تمن

أَمْ لِلْإِنسَـٰنِ مَا تَمَنَّىٰ ﴿٢٤﴾

آيا (کافر) انسان ته به دالله پر وړاندې دبوتانو هغه سپارښتنه وي چې هيله يې لري؟!

فَلِلَّهِ ٱلْـَٔاخِرَةُ وَٱلْأُولَىٰ ﴿٢٥﴾

داسې نه ده، هغه لره به هغه څه نه وي چې هيله يې کوي، يوازې الله لره آخرت او دنيا دي، له هغو دواړو به هغه څه ورکوي چې غواړي يې او هغه څه به ترې ايساروي چې غواړي يې

۞ وَكَم مِّن مَّلَكٍۢ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ لَا تُغْنِى شَفَـٰعَتُهُمْ شَيْـًٔا إِلَّا مِنۢ بَعْدِ أَن يَأْذَنَ ٱللَّهُ لِمَن يَشَآءُ وَيَرْضَىٰٓ ﴿٢٦﴾

او په آسمانونو کې څومره پرېښتې دي چې هغوی ته يې سپارښتنه هيڅ ګټه نه شي رسولای، که چېرې هغوی وغواړي ديو چا لپاره سپارښت وکړي مګر وروسته تردې چې الله له هغوی څخه دچا لپاره وغواړي چې دسپارښت اجازه ورکړي، او دچا سپارښت چې کيږي له هغه خوښ وي، نو هيڅکله به الله دهغه چا دسپارښت اجازه ور نه کړي چې شرک يې کړی وي، او هيڅکله به له هغه چا راضي هم نه شي چې سپارښت يې کيږي خو هغه له الله پرته دبل چا عبادت کوي

إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ لَيُسَمُّونَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ تَسْمِيَةَ ٱلْأُنثَىٰ ﴿٢٧﴾

پرته له شکه هغه کسان چې دآخرت پر کور کې په بېرته را ژوندي کېدو باور نه لري، هرومرو دخپلې عقيدې له مخې پر پرېښتو ښځينه نومونه ږدي چې ګواکې هغوی دالله لوڼې دي، الله دهغوی له وينا ډېر لوړ دی

وَمَا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ ۖ وَإِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـًۭٔا ﴿٢٨﴾

او هغوی لره پرې دښځينه نومونو په اېښودلو کې کومه داسې پوهه هم نشته چې استناد پرې وکړي، په دغه کې يوازې داټکل او وهم پيروي کوي، او پرته له شکه ګومان دحق پر وړاندې هيڅ ګټه نه شي رسولای ترڅو يې ځای ناستی شي. مخ ۳ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّىٰ عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا ﴿٢٩﴾

نو ای رسوله! له هغه چا مخ واړوه چې دالله له ياده يې مخ اړولی او پروا يې نه کوي، او ددنيا له ژوند پرته بل څه نه غواړي، نو هغه دآخرت لپاره هيڅ نه کوي، ځکه هغه پرې ايمان نه لري

ذَٰلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ ٱلْعِلْمِ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ ٱهْتَدَىٰ ﴿٣٠﴾

دا څه چې دغه مشرکان يې وايي چې پر پرېښتو دښځينه نومونه ږدي هغه يې دپوهې داسې وروستی بريد دی چې ايله ور رسيږي ځکه هغوی ناپوه دي، باور ته نه شي رسېدلای، پرته له شکه ای رسوله! الله پر هغه چا ښه پوه دی چې دحق له لا رې اوښتونکی دی، او پر هغه چا هم ښه پوه دی چې دهغه لا ر يې غوره کړې ده، له دغه هيڅ هم ترې نه شي پټېدلای

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ أَسَـٰٓـُٔوا۟ بِمَا عَمِلُوا۟ وَيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ بِٱلْحُسْنَى ﴿٣١﴾

او دملکيت، پيدايښت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، ترڅو هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې بدکارونه کړي د هغه څه بدله ورکړي چې دکوم عذاب وړ ګرځېدلي دي، او هغو مؤمنانو ته په جنت سره بدله ورکړي چې ښه کارونه يې کړي دي

ٱلَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَـٰٓئِرَ ٱلْإِثْمِ وَٱلْفَوَٰحِشَ إِلَّا ٱللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وَٰسِعُ ٱلْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌۭ فِى بُطُونِ أُمَّهَـٰتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ ٱتَّقَىٰٓ ﴿٣٢﴾

هغه کسان چې له لويو ګناهونو او ناوړه نارواوو لرې کيږي، مګر کله کوچني ګناهونه ترې کيږي، نو دغه به دلويو ګناهونو په پرېښودلو او زياتو پيرويو په کولو ورته بخښل کيږي، بېشکه ستا پالونکی اې رسوله دپراخه بخښنې څښتن دی، دبنده ګانو ګناهونه يې بښي کله چې هغوی توبه ترې وباسي، همغه پاک ذات ستاسو پر حالاتو او چارو ډېر پوه دی کله يې چې ستاسې پلار آدم له خاورې پيداکړ او کله چې تاسې دميندو په ګېډو کې مو بار وئ، له يو پيدايښت وروسته په بل پيدايښت بدلېدلئ، له دغه هيڅ هم له هغه پټ نه دي، نو ځانونه مو دتقوی صفت په درلودلو سره مه ستايئ، همغه پاک ذات دی چې پر هغه چا ډېر پوه دی څوک چې دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ځان ساتي

أَفَرَءَيْتَ ٱلَّذِى تَوَلَّىٰ ﴿٣٣﴾

آيا دهغه چا بد حالت دې وليدئ چې اسلام ته تر نېږدې کېدو وروسته يې مخ ترې واړولو

وَأَعْطَىٰ قَلِيلًۭا وَأَكْدَىٰٓ ﴿٣٤﴾

او لږ مال يې ورکړ بيا يې نور ايسار کړ، ځکه بخل دهغه عادت و، له دغه سره هغه دځان پاکي بيانوي

أَعِندَهُۥ عِلْمُ ٱلْغَيْبِ فَهُوَ يَرَىٰٓ ﴿٣٥﴾

ايا له هغه سره دپټو پوهه ده چې پټ ويني او په اړه يې خبرې کوي؟! أم لم ينبأ بما فى صحف موس

أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِى صُحُفِ مُوسَىٰ ﴿٣٦﴾

يا هغه پر الله درواغ تړونکی دی؟! او يا دغه ددرواغو تړونکی پر هغه څه نه دی خبر کړل شوی چې په هغو لومړنيو پاڼو کې وچې الله پر موسی نازلې کړې دي؟ مخ ۴ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَإِبْرَٰهِيمَ ٱلَّذِى وَفَّىٰٓ ﴿٣٧﴾

او دهغه ابراهيم په پاڼو کې چې هغه څه يې ادا کړل چې پالونکي يې پرې مکلف کړی واو بشپړ يې کړل. أل اتزر وازرة وزر أخر

أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌۭ وِزْرَ أُخْرَىٰ ﴿٣٨﴾

دا چې يو انسان به دبل ګناه پر غاړه نه وړي. وأن ليس للإنسن إل اما سعى

وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَـٰنِ إِلَّا مَا سَعَىٰ ﴿٣٩﴾

او دا چې انسان ته يوازې دخپل هغه کړي عمل بدله ده. وأن سعيه سوف ير

وَأَنَّ سَعْيَهُۥ سَوْفَ يُرَىٰ ﴿٤٠﴾

او پرته له شکه عمل به يې دقيامت ورځ ژر مخامخ وليدل شي

ثُمَّ يُجْزَىٰهُ ٱلْجَزَآءَ ٱلْأَوْفَىٰ ﴿٤١﴾

بيا به پرته له کموالي دعمل بدله يې بشپړه ورکړی شي

وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلْمُنتَهَىٰ ﴿٤٢﴾

او دا چې ای رسوله! دبندګانو له خپل مرګ وروسته ستا پالونکي ته ورګرځېدل او ورتګ دی. وأنه هو أض حك وأبكى

وَأَنَّهُۥ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَىٰ ﴿٤٣﴾

اودا چې هغه چاته وغواړي خوشحالوي يې نو خندوي يې او چاته چې وغواړي خپه کوي يې نو ژړوي يې. وأ نه هو أمات وأح يا

وَأَنَّهُۥ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا ﴿٤٤﴾

او دا چې هغه په دنيا کې ژوندي مړه کوي او په بېرته را پاڅولو مړي را ژوندي کوي

وَأَنَّهُۥ خَلَقَ ٱلزَّوْجَيْنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰ ﴿٤٥﴾

اودا چې هغه دوه ډولونه پيداکړي: نارينه او ښځينه. من نطفة إ ذا تمن

مِن نُّطْفَةٍ إِذَا تُمْنَىٰ ﴿٤٦﴾

له مني څخه کله چې په رحم کې کښېښودل شي. مخ ۵ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

وَأَنَّ عَلَيْهِ ٱلنَّشْأَةَ ٱلْأُخْرَىٰ ﴿٤٧﴾

او دا چې پر هغه دخپلو دواړو مخلوقاتو دهغوی له مړينې وروسته په بيا را ژوندي کولو را ګرځول دي. وأ نه هو أ غن وأ قن

وَأَنَّهُۥ هُوَ أَغْنَىٰ وَأَقْنَىٰ ﴿٤٨﴾

اودا چې هغه له خپلوبندګانو چاته وغواړي دمال په څښتن ګرځولو سره يې شتمن کوي، او له ماله هغه څه ورکوي چې خلک دپانګې په ډول پانګونه پرې کوي

وَأَنَّهُۥ هُوَ رَبُّ ٱلشِّعْرَىٰ ﴿٤٩﴾

او هغه دشعری پالونکی دی، چې هغه يو ستوری دی، ځينو مشرکانو به له الله پرته لمانځلو

وَأَنَّهُۥٓ أَهْلَكَ عَادًا ٱلْأُولَىٰ ﴿٥٠﴾

او دا چې هغه لومړني عاديان تباه کړل، چې هغه دهود قوم وکله يې چې پر کفر ټينګار وکړ

وَثَمُودَا۟ فَمَآ أَبْقَىٰ ﴿٥١﴾

او دصالح قوم ثموديان يې تباه کړل، نو له هغوی يې هيڅوک پرې نښودل

وَقَوْمَ نُوحٍۢ مِّن قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ ﴿٥٢﴾

او دعاد او ثمود له قوم مخکې يې دنوح قوم تباه کړ، بېشکه دنوح قوم دظلم له پلوه ډېر سخت و، او دعاد او ثمود له قومونو لوی سرکښه و، ځکه نوح په هغوی کې پنځوس کم زر کاله پاتې شو او هغوی يې دالله يووالي ته رابلل، خو هغوی يې خبره ونه منله

وَٱلْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَىٰ ﴿٥٣﴾

او دلوط دقوم کلی يې آسمان ته پورته کړ، بيا سرچپه کړ، بيا ځمکې ته را وغورځولو. فغش ىها ما غش

فَغَشَّىٰهَا مَا غَشَّىٰ ﴿٥٤﴾

بيا يې پټ کړل او ډبرې يې ور ورسولې په هغه څه يې چې آسمان ته له پورته کولو او ځمکې ته تر راغورځولو وروسته و

فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ ﴿٥٥﴾

نو دخپل پالونکي پر کومو نښانو چې دهغه پر ځواک دلالت کوونکې دي ای انسانه! ته شخړه کوې چې پند نه پرې اخلې؟!

هَـٰذَا نَذِيرٌۭ مِّنَ ٱلنُّذُرِ ٱلْأُولَىٰٓ ﴿٥٦﴾

دغه رسول چې تاسو ته در لېږل شوی دی دپخوانيو رسولانو له جنسه دی. مخ ۶ له ۷ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر

أَزِفَتِ ٱلْـَٔازِفَةُ ﴿٥٧﴾

نېږدې قيامت نېږدې شو

لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ كَاشِفَةٌ ﴿٥٨﴾

هغه لره کوم داسې ايساروونکی نشته چې ايسار يې کړي، او له الله پرته نه کوم خبر ورکوونکی شته چې په اړه يې خبر ورکړي

أَفَمِنْ هَـٰذَا ٱلْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ ﴿٥٩﴾

نو آيا له دغه قرآنه چې پر تاسو لوستل کيږي تعجب کوئ چې دالله له لوري دی؟! وتضحكون ولا تبكون

وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ ﴿٦٠﴾

او پر هغه دملنډو له کبله خاندئ، او دهغو دپندونو داورېدو پر مهال ژاړئ نه؟! وأ نتم سمدون

وَأَنتُمْ سَـٰمِدُونَ ﴿٦١﴾

او تاسو له هغه بې خبره ياست، پروا يې نه کوئ؟!

فَٱسْجُدُوا۟ لِلَّهِ وَٱعْبُدُوا۟ ۩ ﴿٦٢﴾

نو يوازې الله ته سجده وکړئ، او يوازې هغه لره عبادت وکړئ. مخ ۷ له ۷ moc.hgelp

زده کړه · النجم — An-Najm

تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر

تفسیر · 31 ژبې