وَٱلطُّورِ ﴿١﴾
الله پر هغه غره لوړه وکړه پر کوم چې موسی عليه السلام خبرې ورسره کړې وې. وكتب م سطور
کور›تفسیر›الطور (٥٢)
مکي · ٤٩ آیتونه
وَٱلطُّورِ ﴿١﴾
الله پر هغه غره لوړه وکړه پر کوم چې موسی عليه السلام خبرې ورسره کړې وې. وكتب م سطور
وَكِتَـٰبٍۢ مَّسْطُورٍۢ ﴿٢﴾
او پر هغه کتاب يې لوړه وکړه چې ليکل شوی دی. فى رق م نشور
فِى رَقٍّۢ مَّنشُورٍۢ ﴿٣﴾
په غوړول شوې پرانستې داسې پاڼه کې لکه نازل کړل شوي کتابونه
وَٱلْبَيْتِ ٱلْمَعْمُورِ ﴿٤﴾
او پر داسې کور يې لوړه وکړه چې په آسمان کې يې پرېښتې په لمانځلو آباد ساتي
وَٱلسَّقْفِ ٱلْمَرْفُوعِ ﴿٥﴾
او پر داسې پورته کړل شوي آسمان يې لوړه وکړه چې هغه دځمکې چت دی
وَٱلْبَحْرِ ٱلْمَسْجُورِ ﴿٦﴾
او له اوبو په ډک سمندر يې لوړه وکړه. إن عذاب ربك لوقع
إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَٰقِعٌۭ ﴿٧﴾
چې ای رسوله! هرومرو ستا دپالونکي عذاب پر کافرانو راتلونکی دی. ما له من دافع
مَّا لَهُۥ مِن دَافِعٍۢ ﴿٨﴾
چې هغه لره هيڅ داسې ايساروونکی نشته چې له هغوی يې ايسار کړي، او پر هغوی له راتلو مخه يې ونيسي
يَوْمَ تَمُورُ ٱلسَّمَآءُ مَوْرًۭا ﴿٩﴾
په کومه ورځ چې آسمان په خوځولو وخوخيږي، او دقيامت داجازې په موخه په لړزه شي
وَتَسِيرُ ٱلْجِبَالُ سَيْرًۭا ﴿١٠﴾
او غرونه له خپلو ځايونو په روانېدو وچليږي. مخ ۱ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر فويل يومئذ للمكذبين
فَوَيْلٌۭ يَوْمَئِذٍۢ لِّلْمُكَذِّبِينَ ﴿١١﴾
نو په دغه ورځ دهغو خلکو لپاره تباهي او زيان دی چې له کافرانو دالله له لوري دعذاب کړې ژمنه يې درواغ ګڼله
ٱلَّذِينَ هُمْ فِى خَوْضٍۢ يَلْعَبُونَ ﴿١٢﴾
هغه کسان چې په باطل جوړولو کې ساعت تېری کوي، دبېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو پروا نه کوي. يوم يدع ون إ لى نار جهنم دعا
يَوْمَ يُدَعُّونَ إِلَىٰ نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا ﴿١٣﴾
په کومه ورځ چې دجهنم اور ته په شدت او سختۍ ورټېل وهلو سره ټېل وهل کيږي
هَـٰذِهِ ٱلنَّارُ ٱلَّتِى كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿١٤﴾
او هغوی ته به دګواښ په ډول وویل شي: دا همغه اور دی چې کله به مو رسولانو ترې وېرولئ، نوتاسو به درواغ ګڼلو
أَفَسِحْرٌ هَـٰذَآ أَمْ أَنتُمْ لَا تُبْصِرُونَ ﴿١٥﴾
نو آيا دغه عذاب چې تاسو يې وينئ کوډې دي؟! او که يې تاسو نه وينئ؟!
ٱصْلَوْهَا فَٱصْبِرُوٓا۟ أَوْ لَا تَصْبِرُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْكُمْ ۖ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿١٦﴾
ددغه اور ګرمي او سختي وڅکئ، نو که دهغه پر سختۍ ګاللو صبر کوئ او يا پرې صبر نه کوئ، ستاسو صبر کول او صبر نه کول برابر دي، نن به يوازې دهغه څه بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو کوم کفر او ګناهونه کول
إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّـٰتٍۢ وَنَعِيمٍۢ ﴿١٧﴾
پرته له شکه هغه کسان چې له خپل پالونکي دهغه دامرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې وېريږي په داسې جنتونو او لویو نعمتونو کې وي چې نه به ختميږي
فَـٰكِهِينَ بِمَآ ءَاتَىٰهُمْ رَبُّهُمْ وَوَقَىٰهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ ٱلْجَحِيمِ ﴿١٨﴾
پر هغه څه به خوندونه اخلي چې الله کوم خوندور خواړه، څښاک او نکاح ورکړي دي، او خپل پاک پالونکی به يې داور له عذابه وساتي، نو دخپلو خوندونو موخې په ترلاسه کولو او ناوړه شيانو څخه په خونديتوب به بریالي شي
كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ هَنِيٓـًٔۢا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿١٩﴾
او هغوی ته به وویل شي: هغه څه په مزه مزه خورئ او څښئ چې زړونه مو غواړي، کوم څه چې خورئ او څښئ يې له هغه به دهيڅ ضرر او زيان وېره نه لري، دا ستاسو لپاره په دنيا کې ستاسو دغوره کړنو بدله ده
مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ سُرُرٍۢ مَّصْفُوفَةٍۢ ۖ وَزَوَّجْنَـٰهُم بِحُورٍ عِينٍۢ ﴿٢٠﴾
پر ښکلو تکيو به يې څنګونه وهلي وي په داسې حال کې چې ځينې به يې ځينو ته مخامخ وي، او له سپينو غټ سترګو مېرمنو سره به يې ودونه وروکړو. مخ ۲ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَـٰنٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَآ أَلَتْنَـٰهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَىْءٍۢ ۚ كُلُّ ٱمْرِئٍۭ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌۭ ﴿٢١﴾
كسب رهين او هغه کسان چې ايمان يې راوړی او په ايمان راوړلو کې يې اولادونو دهغوی پيروي کړې ده، اولادونه به يې ور سره يوځای کړو ترڅو يې سترګې پرې يخې شي، او که يې خپلو کړنو ته ونه رسيږي، موږ به يې دکړنو له بدلې هيڅ هم کم نه کړو، هر انسان به په خپله بده ترسره کړې کړنه يې ګرو وي، او هيڅوک به يې له کړنې څه کم نه شي کړلای. وأمددنهم بفكهة ولحم مما يشتهون
وَأَمْدَدْنَـٰهُم بِفَـٰكِهَةٍۢ وَلَحْمٍۢ مِّمَّا يَشْتَهُونَ ﴿٢٢﴾
او په ډول ډول مېوو به ددغو جنت دخلکو مرسته وکړو، او په هر هغه غوښه به يې مرسته وکړو چې غواړي يې. يتنزعون فيها كأسا لا لغو فيها ولا تأثيم
يَتَنَـٰزَعُونَ فِيهَا كَأْسًۭا لَّا لَغْوٌۭ فِيهَا وَلَا تَأْثِيمٌۭ ﴿٢٣﴾
په جنت کې به يوبل ته داسې ګیلاسونه ورکوي، چې په څښلو به يې هغه څه نه کيږي کوم څه چې په دنيا کې پرې مرتبيږي، چې دنېشې له امله باطلې خبرې او ګناه کوي
۞ وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌۭ لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌۭ مَّكْنُونٌۭ ﴿٢٤﴾
او پر هغوی به داسې هلکان را ګرځي چې دهغوی دخدمت لپاه به ګمارل شوي وي، دجسم په صفاوالي او سپينوالي کې به په صدفونو کې دساتل شويو ملغلرو غوندې وي
وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ يَتَسَآءَلُونَ ﴿٢٥﴾
او جنتیان به يوبل ته مخ ور اړوي، ځينې به يې له ځينو ددنيا دحال په اړه پوښتنې کوي
قَالُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِىٓ أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ ﴿٢٦﴾
نو هغوی ته به ځواب ورکوي: پرته له شکه موږ په دنيا کې په خپلو کورنيو کې دالله له عذابه ډارېدلو
فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَىٰنَا عَذَابَ ٱلسَّمُومِ ﴿٢٧﴾
نو الله پر موږ اسلام ته په لا رښوونه کولو احسان وکړ، او موږ یې له ډېر سخت ګرم عذابه وژغورلو
إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلُ نَدْعُوهُ ۖ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْبَرُّ ٱلرَّحِيمُ ﴿٢٨﴾
له شک پرته موږ په خپل ددنيوي ژوند کې دهغه عبادت کولو، او را بللو مو ترڅو مو داور له عذابه وساتي، بېشکه هغه ښېګڼه کوونکی او دخپلو بندګانو لپاره په ژمنه کې رېښتينی دی، پر هغوی مهربان دی، پر موږ دهغه له نېکۍ او لورېينې دا هم ده چې ايمان ته يې زموږ لا رښوونه کړې ده او جنت ته يې ننه اېستلو او له اوره يې لېرې کړو
فَذَكِّرْ فَمَآ أَنتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍۢ وَلَا مَجْنُونٍ ﴿٢٩﴾
ای رسوله! په قرآن نصيحت کوه، پر تا چې الله دايمان او عقل پېرزوينه کړې ته نه فال ګر يې چې له پېريانو روايت وکړې او نه لېونی يې. مخ ۳ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌۭ نَّتَرَبَّصُ بِهِۦ رَيْبَ ٱلْمَنُونِ ﴿٣٠﴾
آيا دغه درواغ ګڼونکي وايي: بېشکه محمد رسول نه دی، بلکې هغه شاعر دی موږ ددې انتظار کوو چې مرګ يې ور واخلي، نو ترې آرامه شو
قُلْ تَرَبَّصُوا۟ فَإِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُتَرَبِّصِينَ ﴿٣١﴾
ای رسوله! هغوی ته ووايه: زما دمړينې انتظار کوئ، او زه دهغه څه انتظار کوم چې پر تاسو زما ددرواغ ګڼلو له امله کوم عذاب را نازليږي
أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلَـٰمُهُم بِهَـٰذَآ ۚ أَمْ هُمْ قَوْمٌۭ طَاغُونَ ﴿٣٢﴾
بلکې آيا دهغوی په وينا عقلونه يې داسې امر ورته کوي: چې بېشکه هغه فال ګر او لېونی دی؟! نو هغه څه را ټولوي چې په يو تن کې نه شي را ټولېدلای، بلکې هغوی له پولو اوښتونکی قوم دی، نو شريعت او عقل ته نه راګرځي
أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُۥ ۚ بَل لَّا يُؤْمِنُونَ ﴿٣٣﴾
آيا هغوی وايي: چې پرته له شکه محمد دغه قران له ځانه جوړ کړی دی، او هغه ته وحي نه ده شوې؟! هغه له ځانه نه دی جوړ کړی، بلکې پر هغو له ايمان راوړلو څخه لويي کوي، نو وايي: چې له ځانه يې جوړ کړی
فَلْيَأْتُوا۟ بِحَدِيثٍۢ مِّثْلِهِۦٓ إِن كَانُوا۟ صَـٰدِقِينَ ﴿٣٤﴾
نو دهغه(قرآن) غوندې خبره دې راوړي که څه هم له ځانه جوړه کړل شوې وي که چېرې هغوی په خپله دعوی کې رېښتيني وي چې هغه (قران) له ځانه جوړ کړی دی
أَمْ خُلِقُوا۟ مِنْ غَيْرِ شَىْءٍ أَمْ هُمُ ٱلْخَـٰلِقُونَ ﴿٣٥﴾
آيا هغوی پرته له کوم داسې پيداکوونکي پيدا کړل شوي دي چې هغوی پيداکوي؟! او که هغوی په خپله دځانونو پيداکوونکي دي؟! دپیداکړل شوي شتون له پيداکوونکي پرته شونی دی، اونه پيداکوونکی څه پيداکولای شي، نو ولې خپل پيداکوونکی نه لمانځي؟!
أَمْ خَلَقُوا۟ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ ۚ بَل لَّا يُوقِنُونَ ﴿٣٦﴾
آيا هغوی آسمانونه پيداکړي او که ځمکه؟! بلکې هغوی باور نه لري چې الله دهغوی پيداکوونکی دی، ځکه که يې دغه باور وکړ يو به يې وګڼي، او پر رسول به يې ايمان راوړي
أَمْ عِندَهُمْ خَزَآئِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ ٱلْمُصَۣيْطِرُونَ ﴿٣٧﴾
يا له هغوی سره ستا دپالونکي دروزۍ زېرمې دي نو چاته چې وغواړي ورکوي يې، او له نبوت څخه چې چاته وغواړي ورکوي يې او ترې ايساروي يې؟! يا هغوی له خپلې خوښې سره سم واک لرونکي او تصرف کوونکي دي؟!
أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌۭ يَسْتَمِعُونَ فِيهِ ۖ فَلْيَأْتِ مُسْتَمِعُهُم بِسُلْطَـٰنٍۢ مُّبِينٍ ﴿٣٨﴾
يا هغوی لره کومه داسې زينه ده چې آسمان ته پرې خېژي ترڅو پکې دالله وحي ته غوږ نيسي چې هغوی ته ددې وحي کيږي چې هغوی پر حق دي؟! نو له هغوی دې هغه څوک له داسې څرګند دليل سره راولي چې دغې وحي ته يې غوږ نيولی وي چې رېښتيني مو وګڼي په هغه څه کې چې تاسې يې دعوی لرئ چې پر حقه ياست. مخ ۴ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
أَمْ لَهُ ٱلْبَنَـٰتُ وَلَكُمُ ٱلْبَنُونَ ﴿٣٩﴾
آيا هغه پاک ذات لره لوڼې دي چې تاسو يې بدې ګڼئ او تاسو لره زامن دي چې خوښيږي مو؟! أم تسٔلهم أجرا فهم من م غرم م ثقلون
أَمْ تَسْـَٔلُهُمْ أَجْرًۭا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍۢ مُّثْقَلُونَ ﴿٤٠﴾
ايا ای رسوله! ته له هغوی پر هغه څه کومه بدله غواړې چې دخپل پالونکي له خوا يې ور رسوې؟! نو هغوی له همدې امله دداسې بار پورته کوونکي دي چې دپورته کولو توان يې نه لري
أَمْ عِندَهُمُ ٱلْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ ﴿٤١﴾
يا له هغوی سره دپټو پوهه ده چې خلکو ته هغه څه ليکي چې له پټو يې پرې خبروي، نو پر هغه څه يې خبروي چې ترې غواړي يې؟!
أَمْ يُرِيدُونَ كَيْدًۭا ۖ فَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ هُمُ ٱلْمَكِيدُونَ ﴿٤٢﴾
يا دغه درواغ ګڼونکي پر تا او دين دې کوم چل کول غواړي؟! نو پر الله بروسه وکړه، هغه کسان چې پر الله او دهغه پر رسول يې کفر کړی پر هغوی په خپله چل شوی دی نه پر تا
أَمْ لَهُمْ إِلَـٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ ۚ سُبْحَـٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٤٣﴾
آيا هغوی لره له الله پرته په حقه بل معبود دی؟! الله سپېڅلی او پاک دی له هغه شرک څخه چې هغوی يې نسبت ورته کوي. ټول هغه څه چې تېرشول نه وو او په هيڅ حال يې فکر هم نه کيږي
وَإِن يَرَوْا۟ كِسْفًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ سَاقِطًۭا يَقُولُوا۟ سَحَابٌۭ مَّرْكُومٌۭ ﴿٤٤﴾
او که له آسمانه کومه را لوېدونکې ټوټه وويني وايي به: دغه يوپربل دپاسه ورېځې دي لکه څنګه چې عادتا وي، نو پند نه اخلي او نه ايمان راوړي
فَذَرْهُمْ حَتَّىٰ يُلَـٰقُوا۟ يَوْمَهُمُ ٱلَّذِى فِيهِ يُصْعَقُونَ ﴿٤٥﴾
ای رسوله! هغوی په خپل ضد او انکار کې يې پرېږده ترڅو له هغې ورځې سره يې مخامخ شي چې پکې عذابيږي به، او هغه دقيامت ورځ ده. يوم لا يغنى عنهم كيدهم شئا ولا هم ينصرون
يَوْمَ لَا يُغْنِى عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ شَيْـًۭٔا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿٤٦﴾
په کومه ورځ چې چل به يې لږ او ډېره ګټه هم ور ونه شي رسولای او نه به له عذابه په اېستلو دهغوی مرسته کيږي. وإن للذين ظلمواعذابا دون ذلك ولكن أكثرهم لا يعلمون
وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ عَذَابًۭا دُونَ ذَٰلِكَ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٤٧﴾
او پرته له شکه دهغوکسانو لپاره چې پر ځانونو يې دشرک او ګناهونو له امله ظلم کړی دآخرت له عذابه مخکې په دنيا کې دوژلو او بندي کولو عذاب دی، او په برزخ کې دقبر عذاب دی؛ خو ډېری يې پر دغه نه پوهيږي، نو ځکه يې پر کفر ولاړ دي. مخ ۵ له ۶ moc.hgelp بلغ قرآن کریم · تفسیر
وَٱصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا ۖ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ ﴿٤٨﴾
او ای رسوله! دخپل پالونکي پر پرېکړه او شرعي حکم صبر کوه، ځکه ته زموږ دسترګو په وړاندې او ساتنه کې يې، او دخپل پالونکی په ستاينه دې هغه مهال پاکي بيانوه کله چې له خوبه پاڅېږې
وَمِنَ ٱلَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَـٰرَ ٱلنُّجُومِ ﴿٤٩﴾
او له شپې دخپل پالونکي پاکي بيانوه، او هغه لره لمونځ کوه، او دسهار لمونځ کوه کله چې ستوري دورځې درڼا له امله مخ په ډوبېدو وي. مخ ۶ له ۶ moc.hgelp
تعقیب · تکرار · سنجول · پرته له راجستر